No-IMG

غزه یوه هنداره ده چې د نړۍ مطلق شرم منعکس کوي

ليکنه: سمية الغنوشی
ژباړونکی: علي خان

 

نتن یاهو ته اجازه ورکړل شوې وه چې خواړه په ګټه بدل کړي او د محاصره شوي غزی ولس مرستې د تبادلې لپاره د انعام په توګه وګڼي، دا نه یوازې غیر اخلاقي، غیرقانوني ده، بلکه دا يو ناوړه بربنډ فحش عمل دی.

 رضان ابو ظهیر د لوږې له امله مړه شوه، هغه څلور کلنه وه، هغه د یوه نړیدلي روغتون په فرش پرته مړه شوه، د هغې کوچنۍ پښتۍ دومره نرۍ، نازکې او کمزورې وې، وېره وه چې په پورته کولو سره به ماتې شي، پورته یې نه کړه، د هغې په بدن کي د سوځولو (energy ) لپاره هیڅ غوړ نه و پاتې، د هغې سترګې ډوبې شوې وې، د هغې غږ - یو وخت د خندا غږ - له ډیرې مودې راهیسې ورک شوی و، هغه ژر مړه نه شوه، هغه ورو مړه شوه د مور په وړاندې چا چې په زاريو سره ورته د ليږ نور تحمل او پاتي کيدو منتونه کول غوښتل يې هغه په خپله مهربانه غېږه کي ونيسې، ډاکټر لیده خو بې وسه ؤ، چې نور يې نه سايرنجونه  لرل او نه هم  مالګين سلاين چې هغې ته يې پيچکارې کړي، ستونی يې وچ ، خبرې يې بندې شوې ، داسي نړۍ چې ورسره مخامخ شي- خو بیا درنه مخ اړوي. 

د هغې مړینه یوه تراژیدي نه وه، دا یوه وژنه وه چې په بیړه نه وه شوې ، بلکې د يوې عيارې پالیسۍ لخوا!،  رضان یوازې نه ده، هغه د زرګونو څخه یوه ده، د مارچ او جون ترمنځ - د بشپړ بندیز په جریان کې - د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، انروا، په غزه کې له ۷۴۰۰۰ څخه ډیر ماشومان معاینه کړل. له ۵۵۰۰ څخه ډیر د شدیدې خوارځواکۍ سره تشخیص شوي، له ۸۰۰ څخه ډیر یې لا دمخه د مرګ تر ګواښ لاندې وو، دا هغه میاشتې وې چې خواړه ګواښ اعلان شول، وروسته له هغه چې اوړه په قاچاق بدل شول او شیدې په ياد بدلې شوې، اوس ماشومان د خپلو میندو په غېږو کي چې نور نه ژاړي، مړه کيږې، پلرونه په تشو لاسونو قبرونه کیندې، د خاورو په غبار کي، په غوږ کي ورته آهسته د آ للو (خواږه خوب) الفاظ ور اوروي. 

غزه د لوږې، مرګ، عربي خیانت او نړیوالو خیانتونو لخوا محاصره شوې ده، هغه کسان چې د بمونو له امله نه مري د لوږې - یا ناروغۍ له امله مري، او په شالید کې: د ډزو، ځکه چې حتی لوږه په غزه کې خوندي نه ده، په وسلو سمبال لوږه قحطي نه ده، دا په وسلو سمبال لوږه ده، د خلکو قصدي وژنه - نه په رسۍ سره، بلکې په سره ټیپ سره. نه یوازې د بمونو سره، بلکې د بیروکراسۍ سره، اسرائیل د بیکریو ( پخلنځيو) د مرستې کاروانونه بمباروي، فارمونه هواروي، او د لوژستیکي تخریب سره د خوراکي توکو لیږد بندوي، غزه په ورته دقت سره لوږې ته برابروي، تر څو يې د هغې د وژلو لپاره وکاروي. 

هو تاریخ لوږه د وسلې په توګه پیژندلې، مګر هغه څه چې په غزه کې پیښیږي بې ساري دي. په وروستي تاریخ کې هیڅکله ملکي وګړي د ځمکې په یوه کټاره تراړه  کې نه دي بند شوي ولی پرغزه - خواړه، اوبه او د سونګ توکي بند شوي - پداسې حال کې چې له هوا، ځمکې او سمندر څخه بمبار کیږي، دا محاصره نه ده، دا د نړۍ لومړی تلویزیوني پردې (سکرين) پر مخ له منځه وړل دي، د دوامداره هوایی بریدونو لاندې د تمرکز کمپ.

 په بوسنیا کې، لوږه د ارادې ماتولو لپاره کارول کیده، د عمرسکا د مرګ په کمپ کې، د 6,000 بندیانو څخه 700 د لوږې او شکنجې له امله مړه شول، په سربرینیکا کې، په قصدي ډول خواړه رد شول، د بوسنیا یو سربي عسکرخپله اعتراف وکړ: "موږ پوه شو چې دا په حقیقت کې هغه وسلې نه دي چې سربرینیکا ته قاچاق کیږي چې موږ يې باید په اړه اندیښنه ولرو، بلکې خواړه دي." د بوسنیا څخه مخکې، د نازیانو د لوږې پلان هڅه کوله چې یهودیان او شوروي ملکي وګړي له منځه یوسي، اووه ملیونه مړه شول - د تضمین په توګه نه، بلکې د ډیزاین له مخې، لکه څنګه چې ټولنپوه مارټین شا مشاهده کوي، اسرائیل د نازیانو د نسل وژنې نمونه تعقیبوي، لکه څنګه چې د رافیل لیمکین لخوا په خپل 1944 کتاب Axis Rule in Occupied Europe کې تشریح شوي: "په لفظي توګه د ډوډۍ او فزیکي بقا لپاره ورځنۍ مبارزه،" کوم چې به "په عمومي او ملي شرایطو کې فکر کول معلول کړي." دا یوازې په بدنونو برید نه دی، دا د شعور پر وړاندې جګړه ده. 

د ژورنالیستانو لوږه! 
حتی خبریالان هم لوږه لري، د الجزیرې خبریالانو خپله لوږه خپره کړې: "موږ تاسو ته خبرونه راوړو پداسې حال کې چې موږ پخپله وږي یو، موږ له پرون راهیسې د خوړلو لپاره یوه ټوټه هم نه ده موندلې." لوږه نه یوازې د وژلو لپاره وه، بلکې د فکر کولو، تنظیم کولو او امید ورکولو وړتیا یې هم ماتول وو، کله چې لیدونکی قرباني شي، کله چې لوږه راویونکی وخوري، تاریخ له بحران نه تېر شوی - دي ناورین ته رسیدلی دی، بیا هم، فلسطینیان د خوړو لپاره قطارونو ته دوام ورکوي - د مرګوني خطر څخه په بشپړه توګه خبر دي، دوی هغه ځای ته ځي چې د غزې د بشري بنسټ (GHF) د لوږې د وژلو جالونه ګرځیدلي دي، هغه ځایونه چې د اسراییلي پوځ لخوا تنظیم شوي دي، دوی د اوړو د بورۍ لپاره ځي - او د جسدونو په توګه بیرته راځي.

 د یکشنبې په ورځ، ۱۱۵ فلسطینیان د مرستې په لټه کې په ډزو ووژل شول، د دوی نهه نوي یې د خوړو راټولولو هڅه کوله، نولس ماشومان وو، د می له ۲۷ راهیسې، د GHF لخوا اداره شوي د ویش په ځایونو کې له ۱۰۰۰ څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي او نږدې ۵۰۰۰ ټپیان شوي دي - چیرې چې اسرائیلي ځواکونو په لوږه  کي ملکي وګړو باندي ډزې کوي، یو کمزوری پلار ژړل، د خپل زوی په وینو لړلی جسد یې نیولی - وروسته له هغه چې دوی د اوړو په تمه په ډزو ووژل شول، فلم یې واخستل شو. هغه چیغه ونه کړه، هلک يې په خپل غېږ کې وخوځاوو کله چې د هغه تر شا د ټوپک ډزې وشوې، د هغه نوم یې په ژړلو واخيست - ځکه چې دا یوازې هغه څه وو چې هغه ته  ورپاتي ؤ، دا بشري بحران نه دی، دا د لوږې له لارې له منځه وړل دي، او لاهم نړۍ ټینګار کوي چې دا جګړه ده؟!،
دا جګړه نه ده، دا له منځه وړل دي - کوریوګراف شوي، اوږده شوي، او اجازه ورکړل شوي.

مجرمین څوک دي؟
اسراییل بمونه غورځوي د مرستې دروازې تړې، متحده ایالات د وسلو لپاره پیسې، وسلې ورکوي او د ویټو پرمټ سره یې ساتي،
خو د ژوند تنګول او ټینګول - د نورو لخوا هم تر سره شوي دي.
راځئ چې د اروپا په اړه وغږیږو.

 پرخپل تهذيب او روشن خيالي دومره ویاړی، تندرېز غږ کوي، چې "هیڅکله بیا نه"  خو کله چې جسدونه فلسطینیان وي نو دوئ چوپتيا غوره کوي،
اروپايي اتحادیه د اسرائیلو ترټولو لوی سوداګریز ملګری دی.

دوئ یو تړون لاسلیک کړ، ژمنه یې وکړه چې بشري حقونه د سوداګرۍ لومړی شرط دی، دا ژمنه اوس یو قبر ده،
دوئ په خپله بیا کتنه کې اسراییل په سرغړونه کي وموند، اروپا څه وکړل؟ هیڅ نه!.

د خپلې ښکیلتیا د پټولو لپاره، اروپايي اتحادیې ادعا وکړه چې د اسراییلو سره د بشري مرستو تړون ته رسیدلي دي؟!، یو اټکل شوی پرمختګ؟!. مګر دا د تیاتر نندارې نه پرته بل څه نه وو،
هیڅ مرسته نه وه راغلې. محاصره نه ده پورته شوې،
دا د لوګي یوه پرده وه - یوه اشاره ، یوازې د خلکو د ړندولو لپاره وه، ترڅو وخت واخلي پداسې حال کې چې ماشومان وږي وي،
 د بخښنې نړیوال سازمان وويل: "دا د قانون، وجدان او اروپا  ظالمانه او غیرقانوني خیانت" دئ.."
دا به په یاد وساتل شي - د پالیسۍ په توګه نه، بلکې د ملګرتیا په توګه، بې طرفي نه، بلکې په جرم کې ملګرتیا.

د عربي رژیمونو برخه؟
دوی يو بل ته نږدې ولاړ وي، دوی د ورورګلوۍ او شریکې وینې خبرې کوي، مګر اوس يې دوئ د زندانو ساتونکي او مهارونکي جيلران دي.

له ولسمشر عبدالفتاح السيسي څخه يې پيل وکړئ - جنرال چې د اسرائيلو په ملاتړ د کودتا له لارې ولسمشر شو، هغه د اوښکې بهوونکي ګاز او زندانونو سره مصر اداره کوي، خو تر ټولو بده خبره دا ده چې په سينا کې يې د غزې د بندولو لپاره يو بفر زون جوړ کړی دی.

د رفح لاره تړل شوې ده، د مرستو په لاريو کي بار دخوړو توکي تر لمر لاندې ورستېږي، ډاکټرانو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، ماشومان مري - د مرستې د نشتوالي له امله نه، بلکې د مرستې د بندېدو له امله، نړيوال فعالين نيول کېږي، پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي او له هېواده شړل کېږي.
د فلسطينيانو ملی نښه کوفية( د سر دسمال) يو جرم دی،
دا امنيت نه دی، دا غلامي ده.
او بيا اردن ته وګورئ؟-  يو سلطنت چې په يوه لاس خپل ميراث پلوري، او په بل لاس خپل اتباع زنداني کوي.

 چا چې ښوونکي، زده کوونکي او قومي مشران ونيول - د بيرغونو د پورته کولو، خيمو درولو، د مرستو د تنظيمولو له امله! دوئ وايي چې دا د "اخوان المسلمين"  سره د مبارزې لپاره دي،
دا په رښتيا سره د ماتولو لپاره دي،
هغه څه چې سيسي يې د پوستو پر مټ ( check Post) کوي، اردن يې بيا د محکمو په مرسته.

پيوستون جرم ګرځېدلی دئ خو تسليمي يو فضيلت،
دا د دیکتاتور د قوانینو کتاب دی: د لویدیځ اطاعت وکړئ، اسرائیلو ته ځای ورکړئ،
بیا خپل خلک په کې بند کړئ - او هغه څه وکړئ چې تاسو یې غواړئ.

دا تماشاګر نه دي؟.
دوی شریکان دي - په قحطۍ کې، په محاصره کې، په قتل عام کې.

بې رنګه شرم
او د دې ټولو له لارې - ورو وژنه، د ډیپلوماسۍ یوه ننداره - موږ ته ویل شوي وو چې انتظار وکړو، په خبرو اترو باور وکړو.

څه ډول نړۍ لوږه، ماشومانو ته خواړه ورکول د بحث موضوع ګرځوي،
څه ډول ډیپلوماسي ډوډۍ د معاملې په چپ کولو بدلوي؟
دا هغه څه دي چې د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو ته اجازه ورکړل شوې وه - خواړه په ګټه بدل کړي، د محاصره شوي نفوس مرستې د تبادلې لپاره د انعام په توګه وګڼي،
دا یوازې غیر اخلاقي نه ؤ، دا غیرقانوني ؤ. دا بربنډ فحش وو.

بشري لاسرسی یو احسان نه دی چې ورکړل شي، دا د قانون لخوا تصويب شوی انساني دنده ده،
ځنډول، بحث کول، د سیاسي ګټې لپاره یې بندول د لوږې په وسلو بدلول دي - او ډیپلوماسي يې د جنګي جرمونو ملګري دي.

هغه څه چې په غزه کې پیښیږي د قانون څخه سرغړونه کوي - .
د انسانیت هر اصل، هر هغه تړون چې د هغې د ساتلو ادعا کوي، له منځه وړي.

نړۍ یوازې غزه ناکامه نه کړه، هغه یې پریښوده، او په داسې کړنې سره یې ځان ښکاره او بربنډ کړ،
غزه یوازې د وژنې ډګر نه دی,
هغه یوه هنداره ده - او د هغې په انعکاس کې، موږ خپل مطلق، بې رنګه شرم وینو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک