یو شمېر مدرسو له معصومو ماشومانو سره ظالمانه چلند شوی
په دې وروستیو کې کوزه او بره پښتونخوا کې داسې ډېرې زړهبوږنونکې او خواشینوونکې پېښې رامنځته شوې چې انسانیت، وجدان او د دیني ارزښتونو درناوی یې پوښتنې لاندې راوستی. په یو شمېر مدرسو او جوماتونو کې له معصومو ماشومانو سره دومره سخت، ظالمانه او آن تر جنسي ځورونې پورې چلند شوی، چې نه یوازې دا د انسانیت سپکاوی دی، بلکې د دین، د دیني مراکزو، او د علماوو د سپېڅلي مقام سپکاوی هم دی.
دا ډول اعمال، چې د مقدس ځایونو تر چتر لاندې تر سره کېږي، د خلکو په زړونو کې کرکه، بېباوري، او ژوره روحي فاصله رامنځته کوي. د ولس عقیده زخمي کېږي، د دین نوم د شرم او تور سره تړل کېږي، او تر ټولو دردناکه دا چې دا حالت هغو ته زمینه برابروي چې د دین پر ضد پټه کرکه لري؛ هغوی دا ډول پېښې د یو ټولیز حقیقت په بڼه وړاندې کوي او د دین پر ضد خپل زهرجن تبلیغات توجیه کوي.
که د یوه ماشوم ژړا د جومات له ديواله واورېدل شي، نو د اذان معنویت له منځه ځي. که د يوه طالبعلم بدن د استاد د قهر نښهوړ وي، نو د درس برکت له منځه ځي. او که د مدرسې له محراب نه د ظلم بوی راپورته شي، نو د ولس له زړونو څخه د دین مينه پناه وړي.
علما، مشران، او د مدرسو مسؤلينو ته پکار ده چې د دې تورې څېرې پر وړاندې غلي پاتې نه شي. خاموشي شراکت دی، او زغم د جرم غځونه. دا وخت د رنځ او وېرې د دیوالونو ماتولو دی، دا وخت د سپېڅلتیا د سپر ژغورلو دی. ماشومان زموږ امانت دي، مدرسه د امن ځای دی، نه د وېرې، نه د دردېدليو چیغو ځای.
دين د رحمت پیغام دی، نه د رعب؛ د شفقت تعلیم دی، نه د قهر. که دا پیغام وساتو، نو دین به ژوندی وي. که پر ظلم خاموش شو ، نو د محرابونو څراغونه به مړه شي، او زمونږ چوپتيا به د فتني همکار اوسي
