No-IMG

د لوی اسرائیل پروژه؛ د سیمې د نابودۍ لوی پلان!

 

دا یوه افسانه نه ده، بلکې روان حقیقت دی! د "لوی اسرائیل" نظریه د اسرایلو یوه خطرناکه او شومه مفکوره ده چې غواړي له نیل تر فراته یو ستر یهودي دولت جوړ کړي. دا نظریه یوازې د خاورې غصب نه ده، بلکې د ملتونو تباهي، د دینونو سپکاوی، او د نړۍ جیوپولیټیک بدلون ته لاره هواروي.

دا پروژه څه غواړي؟

فلسطین: د ازادۍ تصور یې له خلکو اخیستی. غزه محاصره ده، بیت‌المقدس  اشغال شوی، او کورونه د ماشومان، ښځو سره ورانېږي.

سوریه: یو وخت ځواکمن اسلامي هیواد، نن د داخلي جګړو، داعش، او بهرنیو لاسوهنو له لاسه ټوټې ټوټې شوی. جولان ټاپوګان اشغال شوي، او اسرایلو یې منابع کنټرول کړي.

لبنان: د اقتصادي بحران، بمباریو، او داخلي شخړو ښکار دی. حزب‌الله د دوی په لېست کې د له منځه وړلو هدف دی.

اردن: د فلسطیني کډوالو فشار، د بیت‌المقدس د بدلون هڅې، او د سیاسي نفوذ پراختیا دلته دوام لري.

مصر: د سینا سیمه تر امنیتي عملیاتو لاندې ده، د غزې محاصرې برخه ده، او د اسرایلو سره د پټو اړیکو له امله یو مهم رول لري.

 عربستان: که څه هم ظاهراً بې طرفه ښکاري، خو د اسرایل سره د اړیکو عادي‌کول او د فلسطین د قضیې له اصله بې‌پروایي دا پروژه نور هم تقویه کوي.

اقتصادي جګړه: نړیوال بانک، IMF، او نړیوال تجارت داسې تنظیم شوي چې د سیمې هېوادونه اقتصادي پلوه محتاج پاتې شي، او اسرایل ته اړتیا پیدا کړي.

مذهبي جګړه: د اسلامي امت تر منځ د شيعه-سني، عرب-عجم او نور داخلي اختلافات پیاوړي کېږي، تر څو د "بیت المقدس" او "مسجد اقصیٰ" دفاع هیره شي.

میډیايي جګړه: نړیوالې رسنۍ، فلمونه، کارټونونه او تعلیمي نصابونه د اسرایلو مشروعیت ته وده ورکوي، او د فلسطین مبارزه ترهګري معرفي کوي.

او حتی د ځینو افسرانو په جامو هم د هغه اسرایلو نقشه ده چې له نیل تر فراته غځېدلې – یعنې دا پروژه‌یې د پوځ په کچه هم رسمي باور ګرځېدلی!

د دې مطلب دا دی چې: اسرایلي پوځیان چې کومه جګړه کوي – که په غزه کې ده، که په جولان کې، یا که په لبنان او یا د فلسطیني ماشوم پر وړاندې – دوی دا ټول د "لوی اسرائیل" د نقشې د پوره کولو لپاره کوي! دا یوه یوازېنی پلان نه دی، دا د اسلامي نړۍ پر ضد یو بشپړ سازش دی! راځئ ویښ اوسو، خپل نسلونه خبر کړو، رسنۍ، تعلیم، اقتصاد، او سیاست کې خپل رول ولوبوو
___________
له ټولو ګرانو وروڼو او خویندو څخه مو یوه هیله ده، مهرباني وکړئ دا پاڼه MB:A2 اسلامې معلومات  په خپله هم فالو کړی له خپلو ملګرو سره یی هم شریکه کړئ او، ځکه چې راتلونکې معلومات ډېر مهم او ضروري دي او ښايي تاسو او ستاسو ملګرو ته ډېر ګټور وي.

کټوازی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک