No-IMG

علماو ته پکار دي چې کاروبار وکړي او کوم هنر زده کړي

*علماو ته پکار دي چې کاروبار وکړي او کوم هنر زده کړي* !
دمفتي محمدتقي" عثماني" دوينا ژباړه
داسې خواشینوونکې ټوکه ده چې کله یو څوک جرئت وکړي دکاروبارپه طرف قدم واخلي، نو د هغه د زمانې ملګري یې ورپسې وایي
" *تدریس ته قبولیت شرط دی، نه قابلیت. الله دا کار ته قبول نه کړ!"* 

دا خبره ډېر ه دتأسف‌وړ ده، ځکه که موږ د اسلامي تاریخ پاڼې راواړوو، نو دا راته ښکاري چې د کاروبار پیل د اسلام له پیل سره یو ځای شوی دی.

 *رسول الله صلی الله علیه وسلم* بېزې ساتلې او پلورلې،
 *حضرت ابوبکر* رضی الله عنه د جامو کاروبار کاوه،
 *حضرت عمر* رضی الله عنه د اوښانو سوداگر و،
 *حضرت عثمان* رضی الله عنه د څرمنې (پوستکي) تجارت کاوه،
او *حضرت علي* کرم الله وجهه خپل د کور اړتیاوې د وسلو  له خرڅلاو پوره کولې.

حضرت *عبدالرحمن* بن عوف د خرماو له تجارت،
حضرت *ابوعبیده* د ډبرو له خرڅ،
حضرت *سعد* د لرګیو  بور،
حضرت امیر *معاویه* د وړیو له کاروبار،
حضرت *سلمان* فارسی د کجورو له پوستکي،
حضرت *مقداد* د مشکونو،
او حضرت *بلال* د ځنګلي لرګیو له پلورنې سره خپل کورونه چلول.

د فقه، حدیث او علومو ستر امامان هم له کار او هنر سره آشنا ول:
امام *غزالي* کتابت (لیکوالۍ)،
 *اسحاق* بن راهویہ لوښي جوړول،
 *امام بخاري* خولۍ ګنډلې،
امام *مسلم* عطرپلورل،
امام *نسائي* مرغومي خرڅول،
 *ابن ماجه* رکاب او لگام برابرول.

 *امام قدوري* د خټو لوښي،
د امام بخاري استاد *حسن بن ربیع* کوفي بورۍ خرڅولې،
 *امام احمد بن* خالد قرطبي  جبې (چوپنې) پلورلې،
 *ابن جوزي*  کباړ خرڅول،
 *ابن رومیه* دواخانه،
 *ابو یعقوب* لغوي د لرګيو ټوکر ،
 *محمد بن سلیمان* د اسونو سوداګر،
او ستر صوفي *سری سقطي* د ټین د بوتلونو  له لارې خپل ژوند چلاوه.

 *لنډه* دا چې: د هر ې زمانې علماو د خپل وخت اړتیا درک کړې او د حلال کاروبار لور ته تللي.
 *محترمو علماو* ! که تاسې په مدرسه کې تدریس کوئ، یا په مسجد کې امامت، او یا تصنیف و تألیف ته ځان وقف کړی، دا ډېر غوره کارونه دي — خو زموږ اکابرینو د همدې عباداتو تر څنګ کاروبار هم کاوه.

 *تاریخ ته وګورئ* :
له نبوت نه واخله تر صحابه‌وو، له تابعینو تر امامانو او مجتهدینو — ټول له کسب او تجارت سره تړلي وو.

 *شیخ سعدي شیرازي فرمایلي* دي:

> "خپلو اولادونو ته هنر ور زده کړئ، خلک به ستاسې ترشاه ولاړوي."

 

 *خو افسوس* ! نن هنر زده کول عیب ګڼل کېږي.
نن چې په بازارونو کې سود عام دی، نو یوه وجه یې دا هم ده چې علما پکې نشته. که علما بازارونو ته داخل شي، حلال تجارت ته وده ورکړي، نو سود، دوکه او ناروا معاملې به کمې شي.

کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک