No-IMG

مطیع الله تراب د یو نسل ترجمان و

بلینډه بدرۍ


د مطیع الله تراب صیب ، شاعري ، حالات یې ، میړانه یې ، اتلولي یې ، پښتو  یې ، مبارزه او مجاهده یې له هیچا پټ ندي ،
مطیع الله تراب د یو نسل ترجمان و، د غیرت شاعر و، د ایمان او افغانیت لیکوال و، او د وجدان آواز و

 که هر څوک پرې څه هم لیکي ددې دپاره یې نه لیکي چې خلکو ته یې وروپیژني یواځې د تراب صیب خاطرې به لیکي .

ما یې په ژوندون یوه لیکنه خپرول غوښتل خو د یو څه ویرې له وجې مې زړه ونه کړای شو خو هغه حق یې څه ناڅه اوس پوره کول غواړم . 

( هغه دور  چې زه یې کره شاهده یم  ) 

د ویب سایټونو او ویب بلاګونو دور ؤ  خلکو به شعرونه او نثرونه د ایمل د لارې د ویب بلاګونو ته لیږل 
ما هم د چا په ملتیا د خپلو شعرونو د نشرولو پیل له هیواد ډاټ کام نه او بیا د ټول افغان د بلاګونو څخه وکړ ،
د جادوګرې او زورورې امریکا د یرغل او وحشتونو مخالف یو څو محدود شاعران او لیکوالان وو  یوه پکې زه هم وم . 

امریکا د افغانستان تقریبا ټول شاعران او لیکوالان مستقیم او غیر مستقیم په خپلې جادوګرې غیږ کې راټول کړي وو ، په راډیوګانو ، تلویزونونو ، دفترونو او نورو ښو لویو تنخوادارو ادارو کې په وظیفو نازولي وو  
ګنې داسې وخت کې خو د شاعر او لیکوال د انقلاب وخت و هیواد یې پردو بیا کافرو لاندې کړی و دا خو نه د ایمان نه د غیرت ، نه د شاعرۍ او لیکوالۍ نه هم د پښتونولۍ تقاضا او وصول وو چې دې وخت کې هم د یرغل مخالفت ونه کړای شي او په خپل وطن د ننګ شعرونه یا لیکنې ونه لیکلای شي .
 خو هماغه د دجال د جنت او دوزخ مثال و هغه وخت کې به چې د امریکا په خوښه شوې  او یا به یې په لور شوې ابادیدې ، ودانیدې ، مشهوریدې ، کامیابیدې او که به یې مخالف شوې مړ کیدې ، یا بندي کیدې ، بدنامیدې او ورکیدې ، 
ځکه انقلابي  لړۍ تر ډیره بریده فلج خو یوځل وه چې که 
یو نیم شاعر یا لیکوال به دا صحنې په شعر کې وتراشلې د امریکا مدافع لیکوالانو او شاعرانو  به په خپلو لیکنو یا تبصرو کې په ښه شاعرانه او ماهرانه فتوا رد او نقد هم کړې لنډه دا چې حماسي یا انقلابي شعر به د شعار په پیغور ښه سم توهینیدو ، 

ګنې د امریکا راتګ ډیر وحشیانه و مسلسل بمبارۍ وې ، نیول وو وژل وو  خو د سیاست اعلی ظریفي یې داسې چې په میاشتو کې دننه دننه له جهادي رهبرانو تر قومي مشرانو له تجاره تر دوکانداره او له بدماشه تر ملنګه ټول د امریکا د جادو تر اثر لاندې خو یو ځل شول چې حتا ښه قوي ملاتړي یې هم شول  شاید یوه وجه به یې دا هم وه چې ملت د هجرت له کړیدلي ژوند بیا د تنظیمي جنګونو هم غربت او محرومیتونو او ډیرو  ناورینونو وهلی ؤ  ځکه خو امریکا وکولای شول چې په یو څو کالو کې یې تقریبا ټول مکمل له ځان راتاو کړ  

که امریکا به کانونه وړل که به یې خپلې باچاهۍ جوړولې که به یې په وادونو جنازو او د لوبو په میدانونو بمبارۍ کولې  ترې راتو شویو خلکو  نه مخالفت کولای شو او نه یې پرې نقد ، لا هغه څوک چې د همدې امریکا په خلاف وو که قلمي جنګیدل که مالي که بدني ،  ترورستان هم یادیدل ایجنټان هم وو وطن ورانونکي  هم  مخالفین هم او خلکو به ترې ښکاره یا پټ نفرت هم کولو  ، امریکا یا ناټو به چې د مخالفو کوم مشر د ( کابل قصاب ) په لقب یاد کړ یا کوم مشر به یې د ( خون خوار لیوه ) یا د چا ایجنټ په نوم یاد کړ صبا به ټول ملت په هغه لقب یادولو  ، 
عجب او ډیر لوی امتحاني دور و د اقتصادي ګټې یا تاوان د سر یا د مقام ، هیوادي او اسلامي ، پښتني احساس او ننګ او د مالي ، جاني او زباني  د د ګټې او بایللو ورځې او شپې وې ، 

دې یو څو ( مخالفو ) شاعرانو امریکا د واک تر لاندې مشاعرو کې رسا په اشغال ښه نره نیوکه کوله ، او یا یې حد اقل ویب بلاګونو ته خپل انقلابي شعرونه یا لیکنې لیږلې خو  په هغه وخت کې د امریکا یا د حکومتونو په خلاف داسې شعر بیا په تیره د حکومت له خوا راجوړې شوې مشاعرې کې د کامرو مخ ته په سټیج ویل یا د کوم تلویزوني چینل کې په امریکا او ملګرو یې نیوکې کول  بیشکه چې یوه دړۍ ایمان او زړه غوښتو . 

دا ننګ د لویو لویو مشهورو شاعرانو او لیکوالانو له وس ډیر لوړ و  باوجود ددې چې  د جمهوریت او د ډیموکراسي یو قانون د بیان ازادي  شعار ښه پلی کیدو   
( د تیر حکومت دا ښیګڼه باید همیش یاده اوسي چې په انقلابي مبلغانو یې په غونډو کې بندیز ونه لږولو ) 
خو  حالات د بندیخانې د ترور د تهدید له حقیقت او ډار هم خالي نه وو .

 شاید چې د پکتیا د نښتر مشاعره وه چې  یو فقیر بې ریا بې کبره غربت وهلی انسان چې خړ څادر یې له ځان تاو او خړ پکول په سر ( مطیع الله تراب صیب )  په سټیج یو نظم ووې ،

داسې څوک شته چې د راغلو نه پوښتنه وکړي ، 
چې دوی مونږ ساتي که په مونږه باندې ځان ساتي 

دې نظم کې تراب صیب د افغانستان ټول ورځني تیریدونکي حالتونه یو یو په پداسې یو نوي ځیږ طرز کې وویل چې هغه د ویلو طرز یې هم د پښتنې شاعرۍ  په تاریخ کې یو خپل سبک جوړ کړ ، هم یې د ټول اشغال، د ولس د حالت، او د زورواکو د ادعاوو پرده لرې کړه. د ویلو انداز، ژبه، او مضمون‌یې او هم تراب صیب د پښتو په شاعرۍ کې یو نوی سبک او نوم وګرځېد . 

د وخت په تیریدو تراب صیب دومره محبوب شو چې که په کومه مشاعره کې به نه ؤ  مشاعره به هغه شان پور جوشه نه وه حتا ناکامه به هم وه . 

مونږ  ( هغه محدود انقلابي شاعران او لیکولان ) ډیر یا حالاتو یا تهدیدونو ، نیوکو او بدنامیو  ، یا د انقلاب معماګانو بدل یا چوپ کړو ، یا د ځینو انقلابي نارې تر یو محدود شخص یا تنظیم پورې مربوطې شوې 
خو  همدې جادوګرې او زورورې دورې نه تراب صیب واخیستو ، نه یې بدنام کړای شو نه یې بدل کړای شو نه یې هم چوپ کړای شو ، 

تراب صیب د ملت د خاص او عام وګړي په سر او زړه ځکه کره لار وکړه  چې هغه د یو اتل ، مبارز ، زړور  نه ماتیدونکي نه ډاریدونکي نه خرڅیدونکي ، نه بدلیدونکي ، هیواد پال او قامپال احساس او فکر خاوند و . 
د یو سوچه پښتون تصویر و د یو سوچه افغان تمثیل و .  
یو تاریخ جوړونکی شاعر و 

بدبختانه یو څو ناخبره ورته اوس هم د ولسي شاعر خطاب کوي ، له دې خطاب یې خپله رخه ښه رڼه مالومیږي یا پدې نه پوهیږي چې ولسي شاعري څه مانا ، 

خو زه په شاعرانه دلیل ښه په دعوې وایم چې تراب صیب د ادبي او ولسي شاعرۍ د معیار یا چوکاټ او وزن څخه ډیره لویه او درنه شاعري وکړه . 

په نورو هیوادونو او ولسونو کې د انقلاب د بریا نه پس دداسې شاعر مقام او منصب خورا لوی وي تر څو  اینده نسلونو ته د داسې اتلو قلمي مبارزینو نازول یو تاریخي 
رواج جوړ کړای شي ، 

دا به تاریخ ته پریږدو چې د تراب صیب سره چا وفا او چا  جفا وکړه

خو مونږ ولیدل چې د هیواد هر لوی هغه که د تراب صیب د احساس او فکر مخالف دی او یا موافق که د هرې طبقې دی مشر که کشر نر و که ښځه که په ریښتیا اوښکې پرې تویوي او که د تمسا په شان خو د تراب صیب په مړینه یې خواشیني اظهار کړه او په نړۍ کې چې چرته هم پښتون دی د مطیع الله تراب صیب په مرګ یې ضرور ویر وکړ . 

حقیقت دا چې ملت د یو نه تکراریدونکي لوی تاریخي حماسي او انقلابي شاعر څخه د همیش دپاره محروم شو

په پای کې  دومره وایم چې 
د خلیفه صیب او د ملګرو یې دې کور ودان وي چې خپله ملګرتیا یې ورسره برقراره وساتله او د داسې یو ملي او تاریخي شاعر ، مبارز او لوی مجاهد د جنازې یې اکرام وکړ  او د هغو وروڼو هم کور ودان چې دا لوی شاعر یې وپاللو .  
ان شاالله غیرتي او وفادار رب به په جنت الفردوس کې لوی مقام ورکړي. 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک