خپل امت ته بلاغ
زه دا خبره د زړه له صدقه او د هغه عالم د وجدان له مخې کوم چې د کلمې امانت پر اوږو لري: موږ نور د یوه عادي حالت سره مخ نه یو چې یوازې یادونه یا راویښول پکې بس وي؛ بلکې موږ د یوه وجودي خطر سره مخ یو، هغه خطر چې زموږ مرکزي قضیه، یعنې القدس او فلسطین، په ښکاره، جدي او مستقیم ډول ګواښي.
ما، د نړیوال اتحاد د علماوو د مشر په توګه، یوه ستراتیژیکه نوښت اعلان کړې چې نوم یې دی: اسلامي اقتصادي او عدلي ائتلاف. دا یوازې د اسرائیلي یرغلګرو لخوا د غزې او مسجد اقصی پر وړاندې د بریدونو پر ضد عکسالعمل نه دی، بلکې دا یوه عملي بلنه ده تر څو د امت ځواک او یووالي ته بېرته نوی روح ورکړو — د اقتصاد او عدالت له لارې — داسې لکه څنګه چې د القدس شرف او د فلسطین مقام ته مناسب وي.
زه نه د احساساتو له مخې خبرې کوم، نه له تئورۍ، بلکې له واقعي لیدلوري. زه پوهېږم چې د اسرائیلي اشغال مشري کوونکی، نتنياهو، د چوپتیا او توطئې له فضا څخه ګټه اخلي، څو سیمه د خپلې استعماري نقشې نوې بڼې ته واړوي، دا هر څه د امریکا په ملاتړ او د ډېرو عربي او اسلامي حکومتونو په دردوونکې چوپتیا سره تر سره کوي.
هو، ما دا نوښت یو شمېر اسلامي او عربي هیوادونو ته وړاندې کړی دی، او هڅه کوم چې له دوی سره مخامخ وګورم او دا پروژه ورسره بحث کړم. زه د انتظار او چوپتیا فرصت نه لرم. ما ځینو ته ښکاره ویلي: که اوس په یو واقعي ائتلاف — پوځي، اقتصادي او عدلي — کې یو موټی نه شو، نو ټول به د هغو دوزخي پلانونو ښکار شو.
زه په خواشینۍ ګورم چې د مسجد اقصی پر وړاندې د اسرائیلي تېري قافله پرته له کوم خنډه روانه ده، لمونځونه بندېږي، یهودي مراسم پکې لمانځل کېږي، او د بن غفیر په څېر سپکو خلکو داسې سپکې څرګندونې کوي: “القدس زموږ ده، اقصی زموږ دی، غزه زموږ ده، ټول منځنی ختیځ زموږ دی!” نو نور څه پاتې دي؟!
زه ملتونو ته، علماوو ته، او د ضمیر خاوندانو ته وایم: یوازې ژړا او قهر بسنه نه کوي. حرکت پکار دی، پلان پکار دی، فشار پکار دی، اتحادونه جوړول پکار دي چې له شعارونو هاخوا وي. ما یو نیم کال مخکې د “حلف الفضول” پروژه وړاندې کړې وه — چې د نامنظمه خو متحد حرکت (عدم الانحياز) ته ورته ده — او اوس مې دا پراخه کړې ده تر څو اقتصادي او عدلي بڼه غوره کړي.
کېدای شي څوک وپوښتي: علما به څه وکړي؟ زه وایم: ریښتینی عالم هغه دی چې ولسونه راویښ کړي، ضمیرونه بیدار کړي، د وېرې دیوالونه مات کړي، امت ته ووایي چې چوپتیا به یې د ذلت داغ وي، او د اقصی بې پروايي به یوه بله ناورین وي. موږ د علماوو نړیوال اتحاد په توګه خپلې ټولې هڅې کړې دي، فتواوې مو ورکړې دي، اعلامیې مو خپرې کړې دي، نوښتونه مو کړي، خو هیله لرو چې غوږونه پیدا شي چې واوري، او لاسونه چې راسره ریښتینی مرسته وکړي.
زه نن د امت ضمیر ته غږ کوم، د امت د هر قشر، هر قوم، هر ملت، او هر مذهب ضمیر ته، او پوښتم: ایا تاسو خوښ یاست چې خپله لومړۍ قبله تسلیم کړئ؟ ایا خوښ یاست چې له جغرافیې سره سره له ذهنونو څخه هم پاکه شي؟
او بیا مشرانو ته وایم: والله، بیا والله، که تاسو فلسطین یوازې پرېږدئ، او که ستاسو امت په داسې بڼه ذلیل شي، نو سبا به نوبت ستاسو وي.
دا پیغام زه له زړه، او د خپل علمي او اخلاقي مسؤلیت له مخې درلیږم، په هیله چې دا خبرې یوه خوځښت ته واوړي، دا نوښت یو ائتلاف ته واوړي، او دا ائتلاف بدلون راولي.
والله من وراء القصد.
ډاکټر علي قرة داغي
د اسلامي علماؤ نړیوال اتحاد
