د امریکا نظامي شتون په خليج کې: څه باید وپېژنو؟
الکس ګاتوپولوس – د الجزيرې دفاعي چارو مدیر
د امریکا پراخ نظامي حضور په خليجي سیمو او شاوخوا هېوادونو کې، د سیمې جیوپولیټیکي معادلې د تعادل له چوکاټه باسي.
په دې سیمه کې د امریکا د هوايي ځواکونو پنځه سترې اډې فعالې دي:
دوه اډې په کویټ کې يوه په اماراتو کې او بله په سعودي عربستان کې،
چې پکې د جګړې پرمختللي الوتکې لکه F-15 او F-16 ځای پر ځای شوي دي.
پنځمه هوايي اډه چې په قطر کې موقعيت لري، که څه هم خپلواکه برید کوونکي ځواک نه لري، خو د استخباراتي معلوماتو راټولولو، هوايي تېلو رسونې، او د نورو ځواکونو د عملیاتو همغږۍ لپاره حیاتي رول لوبوي.
په تېرو ۱۸ میاشتو کې، د امریکا د دفاعي سیستمونو شمېر هم زیات شوی؛
نوې دفاعي واحدونه په کویټ کې جوړې شوي او په قطر کې د راکټي دفاع لپاره د یوه بل نوي سایټ د جوړولو وړاندیز شوی دی.
د امریکا د سمندري ځواکونو پنځم ځواکمن واحد د بحرین په اوبو کې ځای پر ځای شوی، چې په عربي خليج کې ستر نفوذ لري او د دې ځواکونو برخه ده د طیارهوړونکي بېړۍ ګروپ (USS Carl Vinson)، چې د ځانګړو هوايي واحدونو، جنګي الوتکو، او ملګرو بېړیو سره یوځای کولی شي له عربي سمندر څخه د یمن ساحلونو ته نږدې اهداف وولي، او د هېوادونو داخلي خاورې ته هم بریدونه غزوي
امریکا نه یوازې د خلیج پر شګو قدم ږدي، بلکې د سیمې پر فضا، اوبو، استخباراتو او پټ عملیاتو بشپړ تسلط لري. دا یو نظامي جال دی، نه یوازې د دفاع لپاره، بلکې د سيمي د ځپلو لپاره چې تر اوسه يي د خپلو ستراتیژیکو او اسرائيلي اهدافو لپاره تر بي ساري ډول ګټه اخیستل شوی..
