No-IMG

دومره په چټکه د ایران اعلی قومندانان وژل

ډیر مهمه موضوع ده.
دومره په چټکه د ایران اعلی قومندانان وژل

یعني د جمعې په ورځ یې لومړی قوماندان وژلی وو، او ورپسې یو ورځ او نیمه ورځ بعد د هغه ځای ناستی هم ووژل... 

دلته باید لږ تم شو.. ځکه دا خبره ښکاره ده چې په ایران د نفوذ د کچې او امنیتي خلا خبره د نړۍ ټولو هیوادونو لپاره به یو له  ټولو مهمو زده کړو څخه وي.

ساده او مستقیمه تشریحي دا ده چې دا د جاسوسۍ یوه ډېره پرمختللې عملیات دي (او دا خبره تر یوه حده تایید شوې هم ده). خو همداراز، موږ عقل لرو: د ایران مشران ساده خلک نه دي او نه هم خپل ځانونه د ښکار مرغانو په څېر ښکار ته وړاندې کوي. خو دا د نفوذ او کشف سطحه ښيي چې دلته یواځې دودیزه جاسوسي نه ده، بلکې بل څه هم شته چې دا بې ساري توپیر رامنځته کوي!

دا احتمالاً پرمختللې تکنالوژي ده د مخابراتو، تفریحي وسایلو او شبکو په برخه کې (چې موږ پرې نه پوهېږو). خو هغه څوک چې دا سافټویرونه او اپلیکیشنونه جوړوي او پر هغوي کنټرول لري،  هغه چې موږ یې هره ورځ بې له فکره کاروو او ډېر عادی شیان راته ښکاري، هغوي دا وسایل ډېر ښه پېژني او په اړتیا سره یې فعالوي، تر څو د هدف شويو خلکو د کورونو او جېبونو وسایل وڅاري...

ته په خپل جېب کې کامره، مایکروفون، او لوکیشن لرې، خو ته نه پوهېږې چې دا کله چالان یا بندېږي؟ څه ثبتوي؟ او چا ته یې لیږي؟

ته داسې برقي وسایل لرې لکه پلی سټیشن یا ایکس بکس چې ماشومان پکې ګیمونه اولوبې کوي، او پکې هم کامره او مایکروفون شته...

او فکر وکړه، څومره وسایل دي چې د مصنوعي زیرکتیا (AI) ټکنالوژي یې لري، خو موږ لا نه یو پرې پوه شوي، او موږ پرته له لوستلو له هر څه سره موافقه agree کوو. دا ټول وسایل ستا په کور، دفتر او د خوب په کوټه کې شته او دا ټول ممکن د نفوذ لاندې راشي، او یو استخباراتي مرکز ته هغه ټول معلومات ولېږي چې ستا د ځای، غږ او نورو معلوماتو په معلومولو کې مرسته کوي، او په ثانیو کې دا معلومات یو هوایي طیاره ته لېږي، تر څو یو هدفي توغندی په ډېر دقیق ډول ستا پټ ځای وولي (هغه ځای چې ته فکر کوې پټ دی) په داسې دقت چې خطا یې یوازې یو یا دوه متره وي...

دا هغه منطقي او عقلي تفسیر دی چې تشریح کوي ولې دغه  قوماندانان داسې لکه په خزان کې د ونو د پاڼو غوندې ډیر په اسان وغورځېدل. 

په ساده ډول، له دې وروسته نور داسې نشي کېدای چې یو څوک جګړه پيل کړي، او د خپلې فوځ له مشر نه تر ترټولو کوچني سرتېره پورې داسې وسایل وکاروي چې نه یې خپله جوړ کړي، نه پرې پوره کنټرول لري، او نه یې د سافټویرونو اصلي ماهیت پېژني.

او خبره له بلې خبرې سره تړاو لري: زما په اند یوازینۍ هېواد چې د ډېر پخوا نه یې دې موضوع ته پام کړی او هېڅکله یې سازش نه دی کړی، هغه چین دی...

که څه هم ډېر انتقادونه پرې شوي ــ لکه د ازادیو او بشري حقونو موضوعات ــ خو دولت هیڅکله اجازه نه ده ورکړې چې داسې بهرني اپلیکیشنونه Applications وکارول شي چې د دوي د خلکو له خوا کارېږي...

که فېسبوک غواړې؟ موږ به تا ته چینايي فېسبوک جوړ کړو، مه خفه کېږه. که ګوګل غواړې؟ موږ خپل ګوګل درته جوړوو، مپونه او هر څه لري... ته یواځې غوښتنه وکړه!

خو داسې پروګرامونه او اپلیکیشنونه چې موږ نه پوهېږو چا جوړ کړي، او سرورونه یې زموږ په کنټرول کې نه دي؟ هېڅ امکان نه لري!

امریکا هم دې موضوع ته پام کړی وو، کله چې چيني ټیک ټاک د امریکایي ځوانانو تر منځ خپور شو.

هغوی وویل: یا به یې موږ واخلو، یا به یې منع کړو، ځکه دا د ملي امنیت لپاره خطرناک دی، ځکه موږ نه پوهېږو چې چین یې له لارې څه څاري!

له عربي څخه ژباړه
کاپی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک