ولې اسراییل د ایران د اتومي تأسیساتو ویجاړولو وس نه لري؟ درې اساسي دلایل
د ایران د اتومي پروګرام مرکزي برخه، چې اسراییلو لپاره یوه ستراتیژیکه اندېښنه بلل کېږي، تر دې دمه د اسراییلو له لاسرسۍ خوندي پاتې ده. خو دا خونديوالی تصادفي نه دی، بلکې درې ژور، تخنیکي او ستراتیژیک عوامل یې شاته ولاړ دي:
۱. ژوروالی او جغرافیوي سنګر: د ایران اتومي تأسیسات د زاجروس د غرونو په زړه کې، له سطحې تر ۱۰۰ مترو ژور جوړ شوي دي. دا معلومات د "Janes Satellite Imagery Analysis" لهخوا تایید شوي، چې یو معتبر نړیوال استخباراتي تحلیل مرکز دی.
د دغسې ژور سنګر د ویجاړولو لپاره یوازې یو ځانګړی بم کار ورکوي، چې نوم یې GBU-57 دی، او وزن یې ۳۰،۰۰۰ پونډه (شاوخوا ۱۴ زره کیلوګرامه) دی. دا بم د ځمکې ژورو اهدافو لپاره جوړ شوی او دا مهال یوازې امریکا او روسیه یې لري.
اسراییل نه دا ټکنالوژي لري، نه یې جوړولی شي، او نه هم تر اوسه امریکا دا ډول بمونه ورته ورکړي دي.
۲. د حملې وسیله: بموښتونکې الوتکه نشته! حتی که فرض هم کړو چې اسراییل دا بمونه ترلاسه کړي، د دغو بمونو د لېږد لپاره بیا ځانګړو الوتکو ته اړتیا ده؛ لکه B1 Lancer یا B2 Spirit، چې ستراتیژیکې بموښتونکې دي.
اسراییل دا ډول الوتکې نه لري، او که څه هم دا یې له امریکا غوښتي دي، خو تر دې دمه یې دا غوښتنه رد شوې ده.
۳. یرغل نه، بلکې کمپاین ته اړتیا ده: د دغو اتومي مرکزونو ویجاړول یوازې د یوه بمواري عملیات کار نه کوي، بلکې د یو پراخ هوايي کمپاین اړتیا ده.
کارپوهان اټکل کوي چې لږ تر لږه ۱۲۰ جنګي الوتکې باید برخه پکې ولري – ځینې د بموښتونکو د ساتنې لپاره، ځینې د ایران د هوايي دفاع د خاموشولو لپاره، او ځینې د دښمن د جنګي الوتکو د مهار لپاره.
دا الوتکې باید نږدې ۱۶۰۰ کیلومتره واټن ووهې، چې له دې سره بیا لږ تر لږه ۲۵ د هوايي تېلو د انتقال الوتکو ته اړتیا پیدا کېږي، خو اسراییل یوازې څلور دا ډول الوتکې تر اوسه غوښتې دي، چې هغه هم تمه ده په ۲۰۲۵ یا ۲۰۲۶ کې ور وروسپارل شي.
د دغو درېیو دلیلونو پر بنسټ، اسراییل نه یوازې د وسایلو له پلوه، بلکې د ستراتیژیک ظرفیت له نظره هم دا توان نه لري چې د ایران د اتومي پروګرام مرکزي برخه له منځه یوسي.
