د عراق د ساينس پوهانو نسلکُشي پټه جګړه چې تر تېلو خطرناکه وه
د امریکا د ۲۰۰۳ کال د یرغل نه مخکې، جګړه لا له وړاندې پټه پیل شوې وه. خو هدف یې یواځې تېل نه وو، بلکې تر ټولو ستر هدف "عراقي عقول" ول – هغه علمي ذهنونه چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د غرب خوب تښتولی و.
د اسرایلي استخباراتو (موساد) له خوا د امریکا استخباراتي ادارې (CIA) ته یو لړ مفصل لېستونه وسپارل شول. په دغو لېستونو کې د هغو عراقي ساینسپوهانو نومونه، پته، او د اړیکو شمېرې شاملې وې، چې زیاتره یې د عراق په مشهور اتومي مرکز "اوزيراک" کې کار کړی و. دا هماغه مرکز و چې اسرایلو د ۱۹۸۱ کال د جون په اوومه نېټه پرې هوايي بمباري وکړه او ویجاړ یې کړ.
که څه هم ډېری ساینسپوهان له دې برید ژوندي پاتې شول، خو عراقي رژیم هغوی بېرته راټول کړل، بیا یې تعلیمي او څېړنیزو مرکزونو ته ولېږل، او هغوی خپلې څېړنې په اتومي فزیک، کیمیاوي او بیولوژیکي علومو کې بیا پیل کړې.
خو کله چې امریکايي یرغل عملي شو، دغه نوملړونه د امریکا سمندري ځواکونو (Marines) ته د خلیج په پوځي اډو کې وسپارل شول. امر دا و: د دغو عالمانو کورونه وپلټئ، که مقاومت وکړي، یا له همکارۍ ډډه وکړي، وژنه یې جواز لري.
د بغداد له سقوط څو ساعته وروسته، د امریکا ځانګړو قطعو عملیات پیل کړل. د عملیاتو پیل د ډاکټرې هدی صالح مهدي عماش په نیولو سره وشو؛ هغې د امریکا د ټېکساس له پوهنتونه د ډاکټرۍ سند درلود، د بغداد پوهنتون د مایکروبیولوژۍ (ریږندو ژوندیو موجوداتو) څانګې مشره وه، او امریکايي رسنیو ورته "د انتراکس مور" نوم ورکړی و.
د هغې ترڅنګ، بله مشهوره بیولوژي پوهه ډاکټره رحاب طه هم ونیول شوه، چې د بیولوژيکي وسلو د پروګرامونو پر پراختیا کار کاوه.
له بلې خوا، له ۷۰ زیات اتومي ساینسپوهان امریکایانو امریکا ته یووړل، او د فلوریدا په څېړنیزو مرکزونو کې ځای پر ځای کړل. خو شاوخوا ۳۱۰ تنه عراقي ساینسپوهان – چې د همکاریو له منلو یې انکار کړی و – په خپلو کورونو کې یا له محکمې پرته، خاموشه اعدام شول.
خو تر ټولو خطرناکه برخه پټه وه...
ایران؛ یو پټ شریک، نه سیال
ایران دې سناریو ته د امریکا سیال په توګه نه، بلکې د یو پټ شریک په توګه داخل شو – یو داسې شریک چې له امریکا سره یې د لاسته راوړنو ویش کاوه.
د یرغل په دوران کې، د امریکایي اشغال تر چتر لاندې، د ایران پلوه ملیشو لکه "فيلق بدر"، "عصائب اهل الحق" او "جيش المهدي" د یو لړ هدفمندو وژنو لړۍ پیل کړه.
دې ملیشو عمدتاً د هغو پوهانو، استادانو او ډاکترانو پر وژنه تمرکز وکړ چې یا د اهل سنتو وو، یا یې قومي تمایلات لرل، او یا یې د ایران د نفوذ مخالفت کاوه.
سلګونه استادان، متخصصین او پوهان د ایران د استخباراتو او ملیشو له لوري ووژل شول، لکه:
ډاکټر محمد عبدالله الراوي – د بغداد پوهنتون مشر
ډاکټر وسام الهاشمي
د اتومي فزیک پوه مجید علي
ډاکټر عبداللطیف علي المایح او نور...
د امریکا – ایران ګډ جرم
ځینې پوهان امریکایانو ونیول، خو وروسته یې ایران پلوه ملیشو ته وسپارل، د دې په پلمه چې ګوندې هغوی همکار نه وو. وروسته یې یا په زندانونو کې، یا له خلاصون څو ورځو وروسته، په وحشیانه توګه ووژل شول.
دا یو ښکاره توافق و؛ امریکا او ایران یو له بله سره، او یو پر بل متکي، د عراق د علمي زېرمې د ختمولو لپاره کار کاوه.
هدف دا و چې عراق له خپلو ساينس پوهانو تش کړي، له فکري، علمي او دفاعي بنسټونو بېبرخې کړي، او د یوه تابع، ضعیف او کمزوري هېواد په توګه وساتي – یو داسې هېواد چې یوازې د تاریخ د خړو خاورو پر بنسټ نعرې وهي، خو د عملي پرمختګ هېڅ وسیله نه لري.
د امریکا پخوانۍ خارجه وزیرې، مادلین آلبرایت، یو ځل ویلي وو:
"موږ له عراق سره نور څه کولی شو پرته له دې چې د دوی ذهنونه له منځه یوسو؟ هغه ذهنونه چې نشتون يي اتوم بم ختمولای شي. د عراقي عالمانو له منځه وړل، له اتومي وسلو بمبارۍ هم مهم کار دی."
او دا هم وشول...
خلاصه: یوه سناریو، دوه قاتلان
د امریکايي اشغال لومړی فصل و، خو دویم فصل د ایران و. د عراق علمي او فکري جوړښت هغه مهال بشپړ ړنګ شو، چې ایران د واشنګټن په اجازې او د خپلو ملیشو په وسیله، د پاتې عالمانو تعقیب، وژنه، یا تبعید پیل کړ.
یو پوره نسل عالمانو له منځه لاړ. هغه کسان چې کولی یې شول عراق د زوال له کندې وباسي – خو هغوی لاړل، چوپ، بې آوازه یوازې د خپلو ناتمامو څېړنو، بندو کتابونو، او ویرجنو خوبونو سره...
او نن؟ عراق د ګولیو، ترهګرۍ، او طایفهيي نظام تر سیوري لاندې، د علم پر ځای د نفرت له مخې اداره کېږي.
همدا زموږ د اسلامي نړي سناريو ده لمړي عراق د امريکا په لمسون پر ايران بريد وکړ اته کاله جګړه روانه يواځې قرباني مسلمانان ول بيا ورسته په هماغه صدام د اتومي وسلو لرولو په جرم حمله وکړه اسلحه خو نه وه خو اصل مقصد يي بيا د ايران په مرسته تر لاسه کړ او نن يو ځل بیا د عربو په مرسته د ايران نمبر راغلي ، سبا به د عربانو لپاره بل دښمن پيدا کړي.....
او علم ،تکنالوژۍ او قوت پر ضد په هر اسلامي هيواد کي نړيوال سامراج په مختلفو شکلونو منظمه جګړه روانه کړي ده
> وَلَنْ تَرْضَىٰ عَنكَ ٱلْيَهُودُ وَلَا ٱلنَّصَـٰرَىٰ حَتَّىٰ تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ ۗ قُلْ إِنَّ هُدَى ٱللَّهِ هُوَ ٱلْهُدَىٰ ۗ وَلَئِنِ ٱتَّبَعْتَ أَهْوَآءَهُم بَعْدَ ٱلَّذِى جَآءَكَ مِنَ ٱلْعِلْمِ ۙ مَا لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن وَلِىٍّ وَلَا نَصِيرٍ
(سورة البقرة، آيت 120
او هېڅکله به یهود او نصارا (مسیحيان) درڅخه خوښ نه شي، تر هغو چې ته د هغوی دین ته تابعداري و نه کړې. ووايه: بېشکه چې د الله هدایت هماغه (ریښتینی) هدایت دی. او که ته د هغوی د خواهشونو پیروي وکړې وروسته له هغه علم (حق او حقیقت) نه چې تا ته درکړل شوی دی، نو ته به له الله څخه نه کوم دوست ولرې او نه کوم مرسته کوونکی.
راته وايي: لوکس او لګژي ژوند وکړه خو اټم او خپل ساينس پرمختګ به زما په خوښه کوي.
مذهبي څومره دعوتونه چې کوي حتي په امريکا او اروپا کي پوره اجازه لري ليکن په خپل هیواد کي د اتومي او بيالوژيکي څيړونو اجازه نلري...
اسرائيل حق لري چې هر څه جوړ او وکري ليکن تاسو مسلمانان يي نلري..
يو خوا مو هغوي وژني بل لورې ته يي مونږ د خپلو پوهانو او اداراتو حوصله شکني او کردار کشي کوو ،څوک ورته مباح وايي! څوک د دنيوي علم په نامه بدناموي! څوک ؟ څوک ؟ څوک ؟
الله تعالی دې مونږ د حتي تتبع ملتهم په جامع معنا پوه کړئ..
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه و ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه..
