مهم ترين های امروز سه شنبه

 

✒️: ‏په یوه تازه بولۍ کې د ۴۶۸ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۴۷۰۰ قیراطه زمرد و پلورل شول.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه زمرد تازه له دغه ولایته استخراج شوي او د کانونو د نظارت کمېټې په حضور کې پر کورنیو سوداګرو و پلورل شول.
✒️: ‏مولوی عبدالسلام حنفی، معاون اداری ریاست‌الوزرا، در یک سفر رسمی با هیات همراه‌اش عازم چین شد.
بر بنیاد خبرنامه ارگ، هدف این سفر اشتراک در نهمین نمایش‌گاه و فورم چین - آسیای جنوبی عنوان شده است.
ارگ افزوده که آقای حنفی همچنین در این سفر با مقام‌های چینی درباره گسترش روابط میان امارت اسلامی و چین و دیگر موضوعات گفت‌وگو خواهد کرد.
✒️: ‏د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس پر اېکس لیکلي، د سالنګونو پر لویه لار د دغه وزارت تر دویمې خبرتیا پورې هر ډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړ شوه.
حق شناس زیاتوي، مسافر وړونکي موټرې به اوس هم پر اصلي مسیر نه ځي او پر فرعي لار به تګ راتګ کوي.
✒️: ‏ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد نن سهار (سې‌شنبه) یې پر اسراییل ۳۰ توغندي ویشتي او پلازمېنه تل ابیب کې یې څو مهم ځایونه په نښه کړي دي.
په هدف شوو ځایونو کې د هرتزلیا په سیمه کې د «۸۲۰۰ واحد»، د ګلیلوت په سیمه کې د اسراییلي پوځي استخباراتو د "امان" ودانۍ او یوه اته پوړیزه ودانۍ شامل دي. همداراز، ویل شوي چې په دغو بریدونو کې لس اسراییلي وګړي ټپیان دي.
✒️: ‏گفت‌و‌گوی تلفنی ‎اردوغان و آل ‎نهیان پیرامون درگیری بین ایران و اسرائیل.
رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ‎ترکیه و محمد بن زاید آل نهیان، رئیس امارات متحده عربی پیرامون درگیری بین ‎ایران و ‎اسرائیل، مناسبات دوجانبه و مسائل منطقه‌ای تلفنی رایزنی کردند.
بنا به اعلام مرکز ارتباطات ریاست جمهوری ترکیه، اردوغان در این تماس تلفنی با تاکید بر اینکه مارپیچ خشونتی که با حملات اسرائیل به ایران آغاز شده، امنیت منطقه را در معرض خطر قرار می‌دهد، گفت: منطقه توان تحمل یک جنگ جدید را ندارد و ما برای پایان دادن به درگیری‌ها از مسیر گفت‌وگو و دیپلماسی تلاش می‌کنیم.
✒️: اسرائیل: برخی موشک‌های شلیک شده از ‎ایران قابل رهگیری نیستند.
ارتش اسرائیل اشغالگر در بیانیه‌ای اعلام کرد که برخی از موشک‌های شلیک شده از ایران در یک ساعت گذشته قابل رهگیری نیستند.
✒️: ‏شمار کشته‌‌شدگان حملات ‎اسرائیل صهيونيست به ‎غزه به 55 هزار و 493 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد که طی 24 ساعت گذشته به بیمارستان‌ها 397 زخمی و جسد 61 فلسطینی دیگر منتقل شده است.
بر اساس این بیانیه، شمار کشته‌‌شدگان حملات اسرائیل به نوار غزه به 55 هزار و 493 نفر و شمار مجروحان نیز به 129 هزار و 320 نفر افزایش یافته است.
✒️: ‏رسانه‌های ‎ایران گزارش دادند که موج دهم حملات ایران به ‎اسرائیل آغاز شد.
✒️: ‏د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر محمد الخلیفي د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې له عمومي مدیر رافایل ګروسي سره ټیلېفوني خبرې کړې دي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې الخلیفي څرګنده کړې چې پر اټومي بنسټونو برید د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته جدي خطر پېښولی شي.
✒️: ‏د ایران د ځمکني پوځ قوماندان امیر کیومرث حیدري وايي چې د سلګونه اوږد واټنو ارش بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله یې په تل ابیب او حیفا کې پر مهمو اهدافو بریدونه کړي دي.
ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې د اسراییلو د پوځي استخباراتو اداره او دغه راز د موساد عملیاتي مرکز یې په نښه کړي دي.
✒️: ‏راپورونه کاږي چې پلازمېنې کییف کې روسي بې پیلوټه الوتکه له یوې ودانۍ سره لګېدلې ده.
راپورونه زیاتوي چې روسيې په سلګونه ډرونونه او توغندي د اوکراین پر لور توغولي چې لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او یو شمېر نور ټپيان دي.
✒️: ‏د راپورونو له مخې، د ایران له لوري پر اسراییلو د بریدونو پر زیاتېدو سره ګڼ شمېر بهرني وګړي له اسراییلو څخه د وتلو په حال کې دي.
په راپورونو کې راغلي، چې له اسراییلو څخه ځیني بهرني وګړي د مصر له لارې وتلي او نن د ځینو نورو لومړنۍ الوتنې سلواکیا او چک جمهوریت ته شوې دي.
✒️: ‏د ایران روغتیا وزارت د درملنې مرستیال سجاد رضوي اعلان کړی، چې د روغتیاپالانو او نرسانو رخصتۍ لغوه شوه.
رضوي همداراز له طبي ټولنې غوښتي، چې په دوامداره توګه په درملیزو مرکزونو کې پاتې شي.
✒️: ‏د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ د غزې په جنوب کې د مرستو وېش ځای ته نږدې پر خلکو ډزې کړې او ۵۱ هغه فلسطیني وګړي یې شهیدان کړي، چې د مرستو تر لاسه کولو لپاره ولاړ وو.
د غزې ولسي دفاع ادارې ویلي، چې په دغه برید کې له ۲۰۰ ډېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.
دا په غزه کې د مرستو ځای ته نږدې تر تولو مرګوني پېښه بلل شوې.
✒️: ‏د هرمز تنګي ته نږدې د تېلو کښتۍ د ټکر له امله اور اخیستی. رویټرز راپور ورکړی، چې نن د هرمز تنګي ته نږدې د تېلو دوه کښتۍ تر منځ ټکر شوی او اور یې اخیستی. د دې ټکر له امله د اوښتو زیانونو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
✒️: ‏ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دغه هېواد پر اسراییلو یو ځل بیا توغندیز برید کړی.
د راپورونو له مخې، په تل ابیب کې د خطر زنګونه غږول شوي.
✒️: ‏د امریکا دفاع وزیر، پېټ هیګسټ فاکس‌نیوز ته ویلي، سره له دې چې د امریکا متحد (اسراییل) او تهران ترمنځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي، ولسمشر ټرمپ لا هم هڅه کوي چې له ایران سره یوې اټومي هوکړې ته ورسیږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ښاغلي هیګسټ ویلي: "موږ ډېر هیله‌من یو چې دا هوکړه وشي."
له بل لوري، د امریکا له خوا پر ایران د احتمالي برید په اړه د ځینو راپورونو له خپرېدو وروسته، د سپینې ماڼۍ یوه سلاکار دغه راپورونه رد کړي او ویلي چې واشنګټن پر ایران برید نه‌ دی کړی.
✒️: ‏د افغانستان اماني صندوق (STFA) په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۴ کال کې یې شاوخوا ۳۷ میلیونه ډالر مرسته ترلاسه کړې، چې دا د وړم کال پرتله ۳۳ سلنې زیاتوالی ښيي.
تر دې دمه یې ټول ټال ۲۴۰ میلیونه ډالر را جلب کړي چې ډېری یې په ګډو پروګرامونو او پروژو لګول شوي دي.
دغه صندوق سږکال ۱.۳۶ میلیونه افغانانو ته د روغتیا، معیشت، اقلیم د بدلون پر وړاندې د مرستې او ټولنیز یووالي برخه کې خدمتونه کړي، چې نږدې نیمایي‌ یې ښځې او نجونې دي.
✒️: ‏رویترز می‌گوید گروهی از ایرانی‌های مقیم کانادا با راه‌اندازی تظاهرات، خواستار برقراری آتش‌بس میان ایران و اسراییل شدند.
آن‌ها نگرانی‌شان را نسبت به امنیت اعضای خانواده‌شان در داخل ایران ابراز کرده و گفته‌اند که مردم ایران خواهان صلح هستند.
بر بنیاد گزارش‌ها، از آغاز جنگ میان ایران و اسراییل تاکنون، ۲۲۰ ایرانی و ۲۴ اسراییلی کشته شده‌اند. یک مقام ایرانی روز گذشته به شرط فاش نشدن نامش به رویترز گفته بود تا زمانی‌که اسراییل حمله‌های خود را متوقف نکند، ایران حاضر به گفت‌وگو در مورد آتش‌بس نخواهد شد.
✒️: ‏امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ اداره د ۳۶ نورو هېوادونو پر وګړو د امریکا د سفر بندیز ارزونه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دغه موضوع ته اشاره کړې چې د ټرمپ اداره هڅه کوي د سفر په بندیزونو کې پراخوالی راولي چې لمخې به یې د ۳۶ نورو هېوادونو وګړو ته د امریکا خاورې ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.
ټرمپ د روانې زیږیزې میاشتې په لومړیو ورځو کې یو فرمان لاسلیک کړی و، چې لمخې یې د ۱۲ هېوادونو وګړو ته امریکا ته د سفر اجازه بنده شوې وه او افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل و.
✒️: ‏نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې نن (سې‌شنبه) هم د اسراييل پلازمېنه تل ابیب کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
تل ابیب کې د هوايي برید د خطر زنګونه هم غږول شوي دي. 
اخوا، اسراييلي ځواکونو د ایران له لوري د نورو احتمالي توغندیزو بریدونو خبرداری هم ورکړی دی.
✒️: ‏عربي او اسلامي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسراییل له لوري پر ایران بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه هېوادونه ټینګار کوي چې باید ژر تر ژره اوربند وشي ځکه د نښتو او کړکېچ پراخېدل د سیمې سولې او ټيکاو ته ګواښ پېښوي.
په دغه اعلامیه کې چې د قطر بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې، ویل شوي چې د سیمه‌ییزو کړکېچونو یوازنی حل د خبرو اترو، د ښه ګاونډیتوب اصولو رعایت، د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ کېدای شي او د روان کړکېچ لپاره نظامي حل‌لار دوامداره حل نه شي کېدای.
✒️: ‏مسوولان در وزارت صحت فلسطين و یک شفاخانه محلی گفته‌اند که دست‌کم ۵۱ فلسطینی در غزه در حالی که منتظر رسیدن کمک‌های غذایی "ضروری" از سوی سازمان ملل بودند، شهید شدند.
خبرگزاری اسوشیتدپرس نوشته که بر اساس گفته‌های گواهان، نیروهای اسراییلی نخست یک خانه در نزدیکی محل رویداد را هدف حمله هوایی قرار دادند و سپس به سوی جمعیت در شهر جنوبی خان‌یونس آتش گشودند.
بیش از ۲۰۰ نفر دیگر در این رویداد زخمی شده‌اند.
ارتش صهيونيست اسراییل تاکنون به درخواست‌ها درباره وضاحت بیشتر این رویداد، پاسخ نداده است.
✒️: ‏د ملګرو ملتونو ښځو څانګې د جنسیت د شاخص په نوم ارزونې اړوند راپور کې ویلي، افغان ښځې له نړۍوالو پراختیايي معیارونو شاته پاتې دي. د افغانستان د جنسیتي شاخص په نوم دغه ارزونه، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د ښځو د واکمنۍ او جنسیتي برابرۍ تر ټولو پراخ راپور بلل شوی چې افغانستان پکې د نړۍ تر ټولو پراخ جنسیتي توپیر درلودنکی دویم هېواد ګڼل شوی چې د ښځو او سړو ترمنځ پکې د روغتیا، زده‌کړو، مالي لاسرسي او پرېکړه‌ کولو کې۷۶ سلنې توپیر شته.
راپور دا هم ښيي چې افغان ښځې په منځنۍ کچه یوازې ۱۷ سلنې له خپلو پوره ظرفیتونو استفاده کولی شي، حال دا چې د نړۍ په کچه دغه سلنه ۶۰.۷ ده.
✒️: ‏د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له ایران غواړي چې په بشپړه توګه د اټومي وسلو له پروګرامه لاس په سر شي او تمه لري چې له ایران سره دا موضوع پای ته ورسوي.
هغه چې نن له خبریالانو سره خبرې کولې زیاته کړې، «دا ډېره ښکاره ده، ایران باید اټومي وسله و نه لري.»
د رویټرز د راپور لمخې، ټرمپ همداراز ویلي چې ښایي له ایران سره د خبرو لپاره خپل مرستیال جې ډي وانس او منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړی استازی سټیف ویټکاف واستوي.
ولسمشر دا هم وویل چې په راتلونکو دوو ورځو کې به ښکاره شي چې اسراییل پر ایران بریدونه کموي او که نه.
✒️: ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي پر دغه هېواد د اسراییل د بریدونو د غندلو په موخه د عربي هېوادونو د همکاریو شورا د اعلامیې هرکلی کړی دی. 
اسماعیل بقایي ویلي، د عربي هېوادونو د همکاریو شورا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه غونډه د اسراییل له لوري د "قانون په ماتولو" سره د سیمې امنیت ته د ګواښ او د سیمې او نړۍ په کچه پر ایران د تپل شوې جګړې لپاره د بېړني اقدام د ښه درک ښکارندوینه کوي. 
د عربي هېوادونو د همکاریو شورا بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې پر ایران د اسراییل بریدونه غندلي او د دغو بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
✒️: ‏ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران نن د اسراییل پر ضد برید کې له یو نوي ډوله توغندي کار اخیستی، چې د تعقیب وړ نه‌دی. د راپورونو له مخې، د ایران د دفاع وزارت ویاند، رضا طلایي‌نېک، ویلي چې نن (سې‌شنبې، د غبرګولي ۲۷مه) تهران د اسراییلو د استخباراتي سازمان (موساد) پر مرکز برید کې، په لومړي ځل له داسې توغندي کار اخیستی چې د اسراییلي پوځ لخوا "د کشف او تعقیب وړ نه و."
همداراز، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې اسراییل به په راتلونکي کې هم د ایران له لوري د دغو توغندیو د کارونې شاهد وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک