حکمتيار: اسلامي نړۍ په عامه توگه او افغانستان په خاصه توگه له حساس پړاو تېرېږي
بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم
الله اكبر الله اكبر لا إله إلا الله و الله اكبر الله اكبر ولله الحمد
وروڼو خويندو!
گرانو هېوادوالو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته و بعد:
د لوى اختر رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او ټول اسلامي امت طاعات، عبادات، د اسلام او آزادۍ په لار كي د دوى جهادونه او قربانۍ قبول او نېكي هيلي تر سره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو، فقر او د پرديو له سلطې او اشغال ئې د تل لپاره وژغوري، زموږ مؤمن ملت ته عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه تلپاته واقعي اسلامي نظام په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو آرمانونه تر سره كړي.
د نړۍ ټولو مظلومو مسلمانانو ته چي جگړو، ناامنيو او د استعمار او استبداد سلطې او سيطرې سخت كړولي دي؛ په ځانگړې توگه د جنگ ځپلې غزې سرلوړو، مؤمنو او با عزم مجاهدينو ته بريا او سرلوړي غواړو او د إسلامي امت د تېر مجد او عظمت د اعادې لپاره دعاء كوو.
له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض وړاندي كوم:
• اسلامي نړۍ په عامه توگه او افغانستان په خاصه توگه له حساس پړاو تېرېږي؛ د امت خلاف د كفر او نفاق، كورنيو او بهرنيو دښمنانو گډي جبهې جوړي شوې، سوړ او تود جنگ ئې پيل كړى.
• نړۍ د څو قطبي كېدو لوري ته روانه ده، تر منځ ئې رقابتونو جدي نظامي بڼه غوره كړې؛ سوړ جنگ په خطرناك تود جنگ بدلېږي، د رقيبو زبر ځوكوانو پر محور؛ د نظامي او اقتصادي بلاكونو او تړونونو رامنځته كېدا پيل شوې؛ كمزوري هېوادونه گواښل كېږي او له يوه او بل بلاك سره يو ځاى كېدو ته اړ او هڅول كېږي؛ افغانستان او د اسلامي نړۍ نور هېوادونه داسي دي چي هم ئې د نړۍ له يوه قطبي كېدو صدمه ليدلې او هم له څو قطبي كېدو، تېر نيم قرن كي افغانستان او افغانان په دواړو حالتونو كي د دوى د رقابتونو قرباني شوي، اوږده خونړۍ جگړه پرې تپل شوې، شوروي له شمال راغى او ناټو د امريكا په مشرۍ له شرق او جنوب او زموږ د گاونډيو د زمكي او فضاء له لاري؛ وجه ئې له يوې خوا د افغانستان حساس سټراټيژيك موقعيت او تر زمكي لاندي پراخ گران بيه معادن دي او له بلي خوا مفسد حكومتونه، هغه پرديپالي ناولې څېرې او پليتي ډلي چي د هر يرغلگر پښو ته لوېدلي او د هغوى د كرايي جنگياليو په څېر د افغان ولس په خلاف جنگول شوي. نن هم همغه سپېرې او ذليلي ډلي دي چي يو ځل بيا له مخكينيو اشغالگرانو غواړي افغانستان ته راشي، بگرام او كابل ونيسي او دوى يو ځل بيا په خپلو جهازونو كي راانتقال او د ارگ پر گدۍ نصب كړي. نن يو ځل بيا له ځينو مخكينيو آدرسونو د بگرام د پلورلو اعلانونه اورېدل كېږي او له ځينو د ليلي دشتي د ننگيني فاجعې او د زرگونو اسيرانو د ډله ايزي وژني د تكرار گواښونه؛ هغه وژنه چي د اشغالگرانو په امر او د هغوى د رضاء او شاباشي تر لاسه كولو په موخه تر سره شوې!!
• افغانان د تېرو څو لسيزو د ډېرو بدو او خونړيو پېښو د مهمو تجربو زېرمه لري؛ چي بايد په خپلو ټولو تصاميمو او پرېكړو او د خپلو تگلارو په انتخاب كي ئې په پام كي ولري؛ ځيني ئې دا دي:
1. د يوې قبيلې، كورنۍ او شخص استبدادي او مطلقه واكمني.
2. كودتايي حكومتونه.
3. په ظاهر كي د يوه حزب او په اصل كي د حزب د زعيم مطلقه حكومت.
4. د كمونستانو، سيكولرانو او منافقينو لاسپوڅي ائتلافي حكومتونه؛ داسي ائتلافونه چي تش په نامه جمهور رئيس او د كابينې غړي به ئې په مسكو او واشنگټن كي ټاكل كېدل؛ او په حقيقت كي به واك د بهرنيو ځواكونو د عمومي قومندان په لاس كي وو او اصلي جمهور رئيس به د روسيې او امريكا سفيران ول.
5. بشپړ اشغال، د بهرنيو ځواكونو فعال حضور، د هېواد زمكه او فضاء د اشغالگرانو په واك كي.
6. كله د مسكو تر مشرۍ لاندي د نړۍ وال نظامي او سياسي ائتلاف يوه مهره او كله د امريكا تر مشرۍ لاندي د ناټو يوه مستعمره.
• د دغو ترخو تجربو پايلي دا وې: خونړۍ اوږدې جگړي، د هېواد ورانېدا، د هېواد اشغال، په مليونونو مهاجرين، ناامني، فقر، بې ثباتي، ناكام او پرديپال حكومتونه، د ملي شتمنيو او كانونو تالان، داسي حالت چي نه د چا سر خوندي وو، نه د مال، عزت او كور حرمت، دروازې د وسلو په زور ماتېدې او پرانيستل كېدې او د مور او پلار تنكي زامن د دوى د سترگو په وړاندي په ډزو وژل كېدل.
• كه غواړو دا تجربې بيا تكرار نه شي، وكولى شو د گواښونو مقابله وكړو، سر لوړى، خپلواك، له ظلمونو، وحشتونو او جنگونو فارغ او په واقعي معنى اسلامي افغانستان جوړ كړو؛ نو څو كارونو ته ضرورت لرو:
o ټول اغېزمن لوري بايد د خداى او ملت په وړاندي تعهد وكړي چي قدرت ته د رسېدو او په قدرت كي د پاته كېدو نامشروع، غلطي، خونړۍ او غير انساني تگلاري به نه غوره كوي؛ كودتاگاني، د پرديو د مټو او وسلو په زور اقتدار تر لاسه كول، د پرديو نيابتي جنگونه افغانستان ته راانتقالول، وطن او خپلواكي ئې پلورل، پر ملي او ديني ارزښتونو سپېرې لوبي او معاملې به نه تكراروي، اقتدار ته د رسېدو يوازي يوه مشروع لار به مني او په صادقانه توگه به تمكين ورته كوي چي هغه د ملت رأى ته رجوع او بشپړ درناوى دئ؛ نه به بله لار غوره كوي او نه به د هغه چا حكومت مني چي له نورو غير مشروع لارو قدرت تر لاسه كوي.
o داسي درنه او صلاحيت منه شورى رامنځته كول چي ملت او اراده ئې تمثيل كړي، غړي ئې د ملت معتمد او منتخب استازي او وكيلان وي؛ په ټولو هغو قضاياوو او اړوند پرېكړو كي ئې د ملت مستقيم او پرېكنده دخالت تضمين كړي چي په ټول ملت پوري تړلې دي، لكه د هېواد داخلي او خارجي سياستونه، جنگ او سوله، په نړۍ والو تړونونو كي مشاركت يا عدم مشاركت، د هېواد سياسي او مالي نظام، پر حكومت او كړنو ئې نظارت، كلنۍ بودجه، د زمكو، اوبو، معادنو په اړه هر تصميم، او دې ته ورته ټول هغه امور چي ملي اجماع ايجابوي؛ نه كوم حكومت حق او صلاحيت لري چي په اړه ئې په خپل سر يو اړخيز تصميم ونيسي او نه كوم فرد؛ كه نه نو همغه څه به كېږي چي په تېرو څو لسيزو كي ئې شاهد وو؛ يو راغلى له بريتانيا ئې خپله او د خپلي واكمني كورنۍ او قبيلې قبله مسكو ته اړولې؛ او لا ډېره موده نه وه تېره شوې چي بيا ئې د قبلې بدلولو شوق كړى؛ بېرته ئې له شرق غرب ته د مخ اړولو هڅه كړې؛ په پايله كي هم دى له تور برخليك سره مخ شوى او هم ئې هېواد له پر له پسې كودتاگانو او خونړيو پېښو سره؛ د واكمنۍ پرېكړه ئې هم په مسكو كي وشوه او د ده او د كورڼى د ټولو غړو د يو ځايي وژني پرېكړه ئې هم؛ ورپسې بل همدا ناكامه تجربه تكرار كړه او له ورته برخليك سره مخ شو؛ دواړه د جمهوري رياست په قصر كي ووژل شول؛ يو د روسانو د اجرتي قاتلانو په لاس او بل د روسي كوماندو په لاس.
o موږ د يوه داسي اساسي قانون له تشي سره مخ يو چي حيثيت ئې د ستر او دروند ملي ميثاق وي؛ د هېواد سياسي او اجتماعي نظام، د فرد، ټولني او دولت حقوق، صلاحيتونه او مسئوليتونه تعريف كړي، د زعيم د عزل او نصب شروط او مرجع، د زعامت موده، له يوه بل ته د اقتدار د انتقال څرنگوالى، د زعيم په ټاكلو او غوراوي كي د ملت ونډه او د ملت په وړاندي د حكومت او حكامو مسئوليتونه وټاكي، د حكامو پر ټولو پرېكړو، كړنو او تصرفاتو د ملت بشپړ نظارت تبيين او تضمين كړي.
o د داسي اساسي قانون د تسويد او تصويب يوازينۍ مشروع مرجع فقط همغه منتخبه شورى كېدى شي چي ملي اجماع او د ټول ملت اراده تمثيلوي؛ نه هغه انتصابي غولوونكې جرگې چي په تېرو څو لسيزو كي مو په تكرار سره وليدې، د كمونستانو د كودتايي حكومتونو په دوران كي هم او د سيكولرانو د لاسپوڅو حكومتونو په دوران كي هم؛ د شوروي ځواكونو په حضور كي هم او د ناټو په شتون كي هم.
o واقعي سولي ته د رسېدو او د بحران د حل يوازينۍ لار دا ده چي ټول اغېزمن داخلي لوري؛ په صادقانه توگه او له قيد شرط پرته مذاكراتو ته كښېني او پر څو أساسي خبرو توافق وكړي:
1. له نن وروسته مخكينۍ خونړۍ تجربې نه تكراروو؛ قدرت ته د رسېدو او په قدرت كي د پاته كېدو لپاره وسله نه كاروو؛ جگړه د تل لپاره پاى ته رسوو.
2. دا د ملت شرعي او انساني حق گڼو چي د زعامت الهي امانت هغه چا ته وسپاري چي د دې ستر او دروند امانت اهل وي. همغه به د زعيم په توگه منو او له مخالفت به ئې ډډه كوو چي د ملت اكثريت ئې د زعيم په توگه مني.
3. په خپل هېواد كي نه د پرديو وسله وال حضور منو او نه د هېواد په كورنيو چارو كي د پرديو مداخلات.
4. په آزاد او مستقل افغانستان كي به واقعي اسلامي نظام قائموو او د ژوند ټول فردي او اجتماعي قضايا به د الله تعالى د دين مطابق تنظيموو؛ د ټولو پرېكړو وروستۍ مرجع به د الله تعالى دين وي.
وروڼو خوېندو!
لكه څنگه چي ابراهيم عليه السلام د كعبي له جوړولو وروسته؛ الله تعالى ته دعاء كړې وه او ويلي ئې وو: اې زما ربه! مكه يو خوندي ښار وگرځوه او هغو اوسېدونكو ته ئې له مېوو روزي وركړه چي پر الله او آخرت ئې ايمان راوړى او د خلكو زړونه ورته رامات كړه؛ موږ هم نن همغه د خپل جد دعاء ستا په وړاندي تكراروو او د اجابت طمع لرو؛ افغانان په يوې پېړۍ كي د دريو زبر ځواكونو تر بريد لاندي راغلل؛ تا په خپل فضل او كرم؛ د دريو واړو په وړاندي هغوى ته بريا وركړه؛ مهربانه ربه! نن موږ ته دا سعادت راپه برخه كړه چي سرلوړى، له جنگونو فارغ او اسلامي افغانستان جوړ كړو؛ په دې هېواد كي چي د شهيدانو په وينو سور شوى او د ولس ډېرو كورنيو تر يوه زيات شهيدان وركړي؛ ستا دين او هغه نظام قائم كړو چي په تېرو څوارلسو پېړيو كي ئې مظلوم اسلامي امت په انتظار كي وو. آمين
حكمتيار
د حزب اسلامي افغانستان امير
