مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي، د روانې غبرګولي میاشتې تر ۱۳مې د هېواد په لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې تالنده برېښنا، تېزو بادونو، دوړو او سېلابونو اټکل شوی دی.
په دغه خبرپاڼه کې بدخشان په ځانګړې توګه یاد شوی چې د باران کچه به پکې له ۱۰ تر ملي متر وي.
✒️: د عدلیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې په د مرکزي زون د غصب شویو دولتي (امارتي) ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د حاجي قدیر ښارګوټي په نوم څه باندې ۱۲ سوه جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوه.
د وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې د دغې ځمکې سندونه او مدارک د ځمکو له غصبه د مخنیوي کمیسیون له لوري ارزول شوي او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شویو دولتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې ده.
✒️: کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه خبرتیا کې له راتلونکې جمعې ورځې پرته چې د عرفې ورځ ده، د لوی اختر په مناسبت څلور ورځې عمومي رخصت اعلان کړی دی.
په دغه خبرتیا کې راغلي چې د اسلامي امارت د رسمي کلیزې لمخې، د راتلونکې اونۍ چهارشنبې په ورځ به بېرته رسمیات پیل شي.
✒️: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي، د دغه وزارت سرپرست، نورمحمد ثاقب، د سعودي عربستان په جده ښار کې د «ندوة الحج الکبری» ۴۹م نړۍوال کنفرانس کې ګډون کړی دی.
د اسلامي هېوادونو د حج وزیران، د اسلامي نړۍ عالمان، د اسلامي سازمانونو مشران، دیني عالمان او د سعودي عربستان د دولت یو شمېر چارواکي هم د دغه کنفرانس ګډونوال وو. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه نړۍوال کنفرانس هر کال د حج په موسم کې د حج اړوند د شرعي او فقهي مسایلو د څېړلو او د ټاکل شویو قوانینو د مراعت ارزونې په موخه په سعودي عربستان کې جوړېږي.
✒️: ننګرهار کې پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې څه باندې ٣٥٠ مجرمین نیولي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مسوولینو د یوې خبري غونډې پرمهال ویلي، د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې یې په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تور ٣٦٤ کسان نیولي دي.
✒️: د پکتيکا د امنيه قومندانۍ د رسنيو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي، تېره شپه د دغه ولايت په مرکز ښرنه کې درې تنه هغه غله نيولي چې د يو سوداګر له کوره يې (۱۱۳۰۰۰) يا ۱۱۳ زره امريکايي ډالر او ۹ ميليونه پاکستانۍ کلدارې غلا کړې وې.
✒️: شماری از مقامها و رسانههای هندی گزارش دادند که در پی بارش باران و رانش زمین در چهار روز گذشته، دستکم ۳۴ نفر در شمالشرق این کشور جان باختهاند.
رویترز به نقل از رسانههای دولتی هند گفته که بیش از هزار گردشگر که در ایالت سیکیم گیرمانده بودند، امروز (دوشنبه) تخلیه شدند و تیمهای نجات ارتش در ایالت مگالایا نیز برای نجات بیش از ۵۰۰ نفر که در مناطق سیلابزده گیرماندهاند، به کار آغاز کردهاند.
در سوی دیگر دستکم چهار عضو یک خانواده در رانش زمین در منطقه سیلهت بنگلهدیش جان خود را از دست دادهاند.
✒️: د ملي پراختیا شرکت عمومي رییس، عبدالرحمن عطاش د قوشتېپې کانال د بېلابېلو برخو له کارونو لیدنه کړې او په دغه پروژه کې یې د کار پر کیفیت او چټکتیا ټینګار کړی دی.
ښاغلي عطاش د دغې پروژې له مسوولینو، انجینرانو او کارګرانو سره په خبرو کې ویلي، د کار بهیر دې منظم پر مخ یوسي او احتمالي ستونزې دې پر وخت تشخیص او حل کړي.
د ملي پراختیا شرکت د ویاند، نبي ارغندیوال له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قوشتېپې کانال د کار بهیر د شاوخوا ۲ زرو ماشینونو په کارونې په چټکۍ روان دی او تر دې دمه د دغه کانال د دویم پړاو ۹۰ سلنې کیندنه او د سربند ۷۹.۵ سلنې جوړونه بشپړه شوې ده.
✒️: اردوغان: همکاری انرژی میان ترکیه و آذربایجان به امنیت انرژی منطقه و اروپا کمک میکند.
رجب طیب اردوغان، رئیسجمهور ترکیه، در پیامی به مراسم افتتاحیه هفته انرژی باکو تاکید کرد: همکاری ترکیه و آذربایجان در زمینه انرژی، از جمله پروژههای خطوط لوله باکو-تفلیس-جیحان و باکو-تفلیس-ارزروم و سرمایهگذاریهایی مانند تاناپ، نه تنها به نفع دو کشور، بلکه به امنیت انرژی منطقه و اروپا نیز کمک میکند.
✒️: جیونیوز رسنۍ راپور ورکړی چې په ګلګټ بلتستان سیمه کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده.
راپور کې راغلي چې هلته یو ۲ کلن ماشوم ګوزڼ وهلی دی.
✒️: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي چې افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
یاد سازمان ویلي چې د ډېرو ماشومانو کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له همدې امله ماشومان اړ کېږي څو ښوونځي ته د تګ پر ځای خپلو کورنیو ته د خوړو برابرولو کې مرسته وکړي.
✒️: رسنۍ: د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د آسيا د سياسي ګوندونو استازو سره په يوې غونډې کې ويلي، ناټو په دې لټه کې ده، چې يو ځل بيا افغانستان ته ستنه شي.
نوموړي همدارنګه ويلي، ناټو په غير منظم ډول له افغانستان څخه تر وتلو وروسته بېرته ګرځېدل غواړي: «ناټو په مرکزي اسیا کې د مسکو په متحدينو پسې ګرځي او له هغوی غواړي چې د مسکو او امريکا تر منځ يو انتخاب وکړي. دوی په فعالانه ډول زموږ په متحدينو دغه فشار راوړي.»
تر دې وړاندې، د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدين حکمتیار د افغانستان پر سر يو ځل بيا د روسيې او امريکا د نوې معاملې خبرداری ورکړی دی.
✒️: د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت هیله څرګنده کړې چې اروپایي ټولنه دې درېیم هېواد ته د رد شویو پناه غوښتونکو د لېږلو په اړه یوې عمومي هوکړې ته ورسېږي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لمخې، ښاغلي دوبرینت له یوې جرمني ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د درېیم هېواد کارول هغه مهال اغېزمن تمامېدای شي چې په اروپا کې عمومي توافق موجود وي.
هغه ویلي: «موږ داسې درېیمو هېوادونو ته اړتیا لرو چې چمتو وي هغه پناه غوښتونکي ومني چې په رېښتینې توګه خپلو اصلي هېوادونو ته د ستنېدو امکان نه لري.» هغه زیاته کړې چې اوس د دغې طرحې د عملي کولو لپاره چمتووالی روان دی.
✒️: رویټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا د کلورادو ایالت په بولډر ښار کې د یوه ۴۵ کلن سړي له لوري لږ تر لږه شپږ تنه د اور لګوونکو بمونو په برید کې ټپیان شوي دي.
دغه کسان هغه وخت ټپیان شول چې ۴۵ کلن بریدګر د «فلسطین ازادي» تر شعار لاندې پر یوې غونډې اورلګوونکي بمونه وغورځول.
د امریکا د فدرالي پولیسو یوه چارواکي ویلي، د لومړنیو موندنو پر بنسټ، دغه برید یو «قصدي تاوتریخوالی» و او ایفبيای دغه پېښه د «ترهګریز عمل» په توګه څېړي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې او اوکراین پلاوي به نن (دوشنبه) د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو دویم پړاو پیل کړي.
دواړه پلاوي داسې مهال سره ویني چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره ډېر اختلاف شته او په تېرو لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو کې جګړې زور اخیستی دی.
د روسیې او اوکراین د خبرو اترو لومړی پړاو چې ۱۶ میاشتې مخکې و، په پایله کې یې زیات بندیان خوشي شول خو د اوربند یا د جګړې د پاېته رسولو څرک هم پکې و نه لیدل شو.
✒️: د تاجیکستان د انرژۍ او اوبو د سرچینو وزارت مرستیال ویلي، چې د پاکستان او تاجیکستان ترمنځ د کاسا-۱۰۰۰ پروژه به د ۲۰۲۶ کال تر ډسمبره بشپړه شي، او له هغې وروسته به پاکستان ته د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا لېږد پېل شي.
جمشید شویمزاده له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې چې دا پروژه به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له میاشتې رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
✒️: دستکم ۱۴ فلسطینی در نتیجه حمله هوایی تازهی اسراییل اشغالگر در نوار غزه شهید شدند.
خبرگزاری اسوشیتدپرس به نقل از مقامهای بهداشت غزه گزارش داده که این حمله در اردوگاه پناهندگان جبالیا در شمال غزه صورت گرفته و پنج زن و هفت کودک در میان شهیدان هستند.
✒️: نمایندگان اوکراین و روسیه امروز (دوشنبه، ۱۲ جوزا) همراه با مقامهای ارشد ترکیهای برای دومین دور گفتوگوهای مستقیم صلح در سه سال گذشته وارد کاخ استانبول شدند.
به گزارش رویترز، انتظار میرود دو طرف درباره دیدگاههای خود پیرامون آتشبس کامل و مسیر بلندمدت صلح گفتوگو کنند.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسمعیل بقایي ویلي، له اسلامي امارت سره د ناقانونه افغان کډوالو د منظم ایستلو په اړه خبرې روانې دي.
هغه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړې چې ایران ته د اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت د سرپرست، امیرخان متقي د وروستي سفر پر مهال هم پر دغې موضوع خبرې شوې وې.
✒️: د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې تر اوسه، څه باندې ۵۰ زره ماشومان په غزه کې شهیدان یا ټپیان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) له قوله راپور ورکړی، چې په غزه کې هېڅوک خوندي نهدي او هېڅ ځای امن نهدی.
✒️: اونجو کچهلی، سخنگوی وزارت امور خارجه ترکیه اعلام کرد که از مذاکرات صلح روسیه و اوکراین در استانبول «نتیجه منفی» حاصل نشده است.
نشست سهجانبه ترکیه، روسیه و اوکراین راس ساعت 14.45 در کاخ چراغان استانبول آغاز شده و دقایقی پیش به پایان رسید. این نشست با میزبانی هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه برگزار شد.
ابراهیم کالین، رئیس سازمان اطلاعات و ژنرال متین گوراک، رئیس ستاد کل ارتش ترکیه نیز در نشست حضور یافتند.
ریاست هیئت روسیه بر عهده ولادیمیر مدینسکی، مشاور رئیسجمهور این کشور بود.
رستم عمروف، وزیر دفاع اوکراین نیز ریاست هیات کییف را بر عهده داشت.
