اسرائیل د سولې مخه نیسي!
د سعودي عرب خارجه وزیر شهزاده فیصل بن فرحان نن وویل چې د اسراییلي حکومت له لوري د عرب وزیرانو د مغربي غاړې (رامالله) له لیدنې منع کول، د دې هېواد د افراطي سیاست ښکارندویي کوي. هغه زیاته کړه: "اسرائیل نه یوازې د سولې هڅې ردوي، بلکې فلسطیني چارواکي له داسې یو طرف سره مخ دي چې هېڅ ډول سولې ته ژمنتیا نه لري."
په عمان کې د سعودي، مصر، اردن او بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه غونډه وکړه، چې پکې دا پرېکړه وشوه چې:
???? یوازې د آزاد فلسطیني دولت حل د منلو وړ دی.
???? اسراییلي اشغال، جنګي جنايتونه او بېځایه کول به ونهمنل شي.
???? د غزې د اوربند، د بنديانو خلاصون، او د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو بشپړه غړیتوب، د عربو د نوې دیپلوماسۍ اساسي برخې دي.
???? د اردن او مصر چارواکو ژمنه وکړه چې د غزې او مغربي غاړې د خالي کولو هېڅ پلان به نه مني.
