فضلي او د پاکستان روابط
ډاکټر محمد خالد عمر
د ننګرهار او غزې د پرتلې تر عنوان لاندي مې د فضل محمود فضلي لیکنه ولوسته. که څه هم د هغه هره خبره د ج.هاد او ج.هادي ډلو سره د هغه د هميشني او منافقانه مخالفت ترجماني کوي، ولې دغه نوې ليکنه يې تر ډيره د يو م.جاهد مشر په اړه د هغه د يوې اونۍ مخکې ليکنې تعقیبي يا انتقامي برخه ده کوم چې له امله يې فضلي د م.جاهد ملت له طوفاني غبرګونو سره مخ شوی وو، د اسنادو، مدارکو او شواهدو پر بنسټ يې اجيره، او فاسده څيره رسوا شوې وه او په بې مخينې توګه نفرين شوی وو.
په نوې ليکنه کې هغه ځکه د ننګرهار د جګړې سوژه ټاکلې چې دغه موضوع هميشه د کمونيستي اجيرانو او بيرونيو استخباراتي او تبليغاتي آدرسونو لپاره د مجاهدينو خلاف يوه مهمه سوژه وه چې تر ډيره يې د يوې پروپاګنډيزې پروژې شکل درلود ترڅو م.جاهدين پکې جنايتکاران، نجيب پکې اتل او ملت پکې قرباني معرفي کړي. له همدې امله وخت په وخت پرې پانګونه شوې، او هر کمونيست، ليبرال او سکولار پرې پریمانه شخوندونه وهلي او داځل د فضلي نوبت دی.
البته ددې ټکي وضاحت اړين دی چې د ننکرهار د جګړې په څير هره هغه جګړه چې هلته پکې بې ګناه وګړي، عامه او خصوصي شتمنۍ او وطنۍ ګټې قرباني کيږي د غندلو وړ ده او که هر څوک يې په هر عنوان سره ترسره کوي، بايد جنايت وګڼل شي او وغندل شي ولي اصل به پکې واقعيتونه او رښتوني پېښې او روايتونه وي، نه استخباراتي سوژې او تبليغات.
زه د فضلي د ليکنې له نورو برخو سره تماس نه نيسم او هغه ځکه چې د عقل او بې پرې مطالعې لرونکي اشخاص ترې په دقیقه توکه وقوف لري، صرف د هغه دليکنې هغه برخه چې هلته يې پکې په مستقيمه توګه پروني مج.اهدين او ضمني طور ننني طال.بان د پاکستان په غلامۍ تورن کړي د ښاغلي فضلي د زرګونو کارنامو څخه د يوې کارنامې په بیان سره تر مداقې او پرتلې لاندي نيسم او قضاوت پکې لوستونکو ته پريږدم چې څوک د پاکستان اجيران وو؟!
د چارو د اداري يو تن مامور چې د ټامي ټيم له مخلصو او معتمدو کسانو څخه وو په يو خصوصي مجلس کې قصه کړې وه چې:
فضلي د چارو د ادارې رئیس وو، د پارلمان ټاکنې رانيژدي شوې وې او فضلي د خپلې اصلي دندې سربيره د پارلماني ټاکنو د انجنيرۍ دنده هم په غاړه وړله بلکې په دې ورځو کې يې اصلي دنده د راتلونکي پارلمان مهندسي وه چې څوک بايد پکې وي او څوک بايد ورته لاره ونه مومي.
سرچينه وايې چې ماته فضلي دنده وسپارله چې څو تنه مشخص قومي او سياسي مشران چې د هيواد په مرکز، جنوب او ختيځ کې يې نفوذ درلود او د پاکستاني استخباراتو اعتمادي کسان وو، ارګ ته راوغواړم.
وايې ما همدغه کار وکړ او څلور تنه ذکر شوي کسان مې د فضلي دفتر ته دعوت کړل. زه د هغوی د ښه راغلاست مسوول وم او د هدايت مطابق مې په وي. آی .پي ډول هغوی استقبال کړل.
فضلي هغوی ته ډير اوچت پروتوکول ورکړ، دوستانه مجلس وشو او په اخير کې اصلي موضوع او د بلنې هدف ورته وويل شول.
فضلي له هغوی وغوښتل چې پاکستان ته سفر وکړي او هلته د استخباراتو له مسوولينو او په ځانګړې توګه له دريو مشخصو کسانو سره ناستې وکړې او د ولسمشر غني او ټيم سلام، اخلاص او غوښتنې ورته ورسوي.
د فضلي اصلي غوښتنې داسي وې.
۱- پاکستان دې په دې پوه وي چې ولسمشر غني او ټيم يې له هغوی سره د هيڅ راز مخالفت فکر نلري بلکې د ښو اړيکو، اعتماد او ګډ کار تمه لري او ددې ادعا د ثبوت لپاره چمتووالی لري، په رسنيو کې د پاکستان خلاف اظهارات زموږ د ادارې اړتيا د او د ملت او ځوان کهول د رضايت لپاره اړينه ده او دا صرف يو تظاهر دی چې پاکستان یې بايد جدي ونه ګڼي.
۲- په کابل کې د پاکستان سفارت زموږ په اړه منفي نظر لري، ممکن واقعيتونه په ناسمه بڼه راپور کړي او اړيکې نورې هم ترينګلې کړې او ددې وجه داده چې د اسلام آباد سفارت تر موږ زيات زموږ د سياسي مخالفينو او اپوزيسيون سره همکار او ملګری دی.
۳- موږ په را روانو ټاکنو کې د پاکستان ملګرتيا او مرستې ته اړتيا لرو او ولسمشر تمه لري چې پاکستان به د خپلو امکاناتو په مرسته له موږ سره یاري وکړي او پارلمان ته د مشخصو کسانو د لار موندلو په برخه کې به همکاري وکړي. ولسمشر له دې سخت خپه دی چې په کابل کې د پاکستان سفارت د دوی د مخالفينو په ځانګړې توګه شمالي ټلوالي له کانديدانو ملاتړ کوي.
فضلي د ټاميانو او ټامياتو يو اوږد لست پلاوي ته ورکوي او ورته وايې چې هغوی دې ددغه کسانو په ملاتړ او بریا سره پر موږ احسان وکړي.
۴- که پاکستان په دې برخه کې زموږ ملاتړ وکړي، موږ چمتو يو چې خپل حسن نیت هغوی ته په ثبات ورسوو.
جلسه ختمه شوه او مشران له مخکې نه د چمتو شويو پنځوس زريزو ډالري بستو سره رخصت شول.
سرچينه وايي چې ما له مشرانو سره تعقيب درلود، هغوی یوه اونۍ وروسته راغبرګ شول، بیا مې د فضلي دفتر ته راوستل، فضلي ته يې وويل چې له پاکستاني اړخ سره يې پر ټولو موصوغاتو خبرې کړې، هغوی ستاسي وړانديز ته لبیک ويلي اما د متقابلو همکاريو شرايط او جزئیات یې په هغه ليک کې ليکلي کوم چې سبا به د پاکستان د سفارت د ..... کارکونکي له لوري تاسي ته تسليم شي او له منځه يې موږ هم نه يو خبر.
وايې سبا د پاکستان سفارت هغه ليک فضلي ته تسليم کړ، موږ يې هم له جزئیاتو خبر نه شوو ايله دومره پوه شوو چې درې ورځې وروسته د ملي امنیت شورا وسله والو ځواکونو ته هدايت وکړ مې د پکتيا، پکتيکا، کونړ او ننګرهار هغه سرحدي سیمې تخليه کړې کوم چې تر دې وړاندي پکې پاکستاني ځواکونو پرمختک کړی وو او افغان امنيتي ځواکونه يې د مخنيوي لپاره هلته ځای په ځای شوي وو.
