No-IMG

یو ولسمشر..یو پټ ایمان...او یو تحفه چې نن سلګونه زړونه د الله لوري ته رابولي

په ۱۹۹۲م (۱۴۱۳هـ) کال کې د ارجنټاین ولسمشر کارلوس منعم سعودي عرب ته سفر وکړ. د سفر نه وړاندې، هغه په دې فکر کې و چې پاچا فهد ته داسې تحفه ورکړي چې بې مثاله او شایسته وي.

مشاورانو ورته مشوره ورکړه: "ته یو شتمن هېواد ته روان یې، نو تحفه دې هم باید بې‌سارې وي."

نو پرېکړه وشوه چې د بوینس آیرس ښار په زړه کې یوه قیمتي ځمکه د تحفې په توګه پاچا ته ورکړل شي،

شاه فهد دا تحفه ومنله. څو کاله وروسته په هماغه ځمکه یو ستر اسلامي مرکز او جومات جوړ شو چې نن یې نوم دی:

مرکز اسلامي شاه فهد..

دا مرکز د ۴۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شو، او نن د ټولې لاطیني امریکا تر ټولو ستر اسلامي مرکز بلل کېږي.

خو دلته کیسه پای ته نه رسېږي...

کارلوس منعم، که څه هم ولسمشر و او ځان یې کاتولیک معرفي کاوه، خو اصل کې د شامي عربو له یو کورنۍ و.

د شاه فهد سره د لیدو پر مهال یې ورته وویل:

"زه ارجنټاینی یم، خو زما په رګونو کې عربي وینه بهېږي."

د ده دا جمله د زړه له تله وه، ځکه هغه پټ مسلمان و. کله چې وفات شو، اولادونو یې د شاه فهد له اسلامي مرکز سره اړیکه ونیوله، وصیت یې وړاندې کړ:

"زما پلار وصيت کړي چې جنازه یې د اسلامي شریعت له مخې وشي، او د مسلمانانو په هدیره کې ښخ شي."

او همداسې وشول. دا پټ راز، د مرګ له لارې بربنډ شو...

 یو ولسمشر..یو پټ ایمان...او یو تحفه چې نن سلګونه زړونه د الله لوري ته رابولي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک