No-IMG

اسلامي هېوادونه څومره اسلامي دي

د جورج واشنګټن پوهنتون پروفیسور حسین عسکري څېړنه کړې چې اسلامي هېوادونه څومره اسلامي دي.

 کله چې یې د هغو هېوادونو لټون وکړ چې د اسلام د قوانینو او اصولو سره سم دولت او ټولنه تنظیموي، نو معلومه شوه چې هغه خلک چې په ورځني ژوند کې د اسلام اصول پلي کوي، په حقیقت کې مسلمان هېوادونه نه دي.

دې څېړنې وښوده چې تر ټولو زیات د اسلام اصولو ته ژمن هېواد نیوزیلینډ دی، ورپسې لوګزامبورګ، بیا آیرلینډ، آیسلینډ، فنلینډ، ډنمارک، او کاناډا اووم مقام لري.

مالیزیا په ۳۸م، کویټ په ۴۸م، بحرین په ۶۴م، او په حیرانونکي ډول سعودي عربستان په ۱۳۱م ځای کې دی.

د ګلوبل اکانومي ژورنال کې خپرې شوې دې څېړنې کې بنګله‌دېش د سعودي عربستان نه هم لاندې مقام لري.

څېړنه ښیي چې مسلمانان د لمانځه، روژې، سنتو، قرآن، حدیث، حجاب، ږیرې او لباس په اړه ډېر حساس دي، خو د دولت جوړونې، ټولنې او مسلکي ژوند کې د اسلام اصول نه پلي کوي.

په ټوله اسلامي نړۍ کې تر هر چا زیات خلک د دیني ویناوو، خطبو او نصیحتونو اورېدو ته وخت ورکوي، خو هیڅ مسلمان هېواد د نړۍ غوره هېواد نه دی ګرځېدلی.

که د جمعې خطبو شمېر ته وګورو، نو په تېرو شپېتو کلونو کې مسلمانانو لږ تر لږه ۳۰۰۰ واره د جمعې خطبه اورېدلې ده.

د پام وړ خبره دا ده چې یو غیرت لرونکی چینايي سوداګر وايي:

"مسلمان سوداګر زموږ د فابریکو دروازې ټکوي او جعلي توکي راڅخه غواړي.

دوی موږ ته وايي چې د مشهورو کمپنیو نومونه پرې ولګوه.

 خو کله چې ما ورته وویل چې راځئ زموږ سره ډوډۍ وخورئ، نو یې وویل چې دا حلاله نه ده، موږ یې نه شو خوړلی.

نو آیا جعلي شیان پلورل حلال دي؟"

یو جاپانی چې تازه مسلمان شوی، وايي:

 "زه په لوېدیځو هېوادونو کې غیرمسلمانان وینم چې د اسلام اصولو ته ژمن دي، خو په ختیځو هېوادونو کې اسلام وینم، خو مسلمانان نه."

اسلام یوازې لمونځ او روژه نه ده، بلکې دا د ژوند تېرولو یوه طریقه ده، چې د خلکو سره تعامل او ښه چلند هم پکې شامل دي.

هغه څوک چې لمونځ کوي، روژه نیسي، او د تندي نښه یې ښکاري، ښايي د الله په نزد منافق وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

"حقیقي مفلس هغه څوک دی چې د روژې، لمانځه، صدقې او حج سره به الله ته حاضر شي، خو د فساد، ناحقه مال خوړلو او د خلکو حق تلفۍ له امله به خالي لاس د جهنم لور ته ولاړ شي."

اسلام دوه برخې لري؛ یوه "ایمان" چې د عقیدې علني اعلان دی، او بله "احسان" چې د ایمان داخلي جوهر دی، چې د اخلاقي او ټولنیزو اصولو مراعاتولو سره ترلاسه کېږي.

که په دواړو عمل ونه شي، نو اسلام نیمګړی پاتې کېږي، همدا څه چې په هر اسلامي نوم لرونکي هېواد کې روان دي.

دیني احکام تعقیبول د فردي مسؤلیت برخه ده، دا د بنده او الله ترمنځ معامله ده.

 خو ټولنیز اصول مراعاتول د بنده او ټولنې ترمنځ تړاو لري.

که مسلمانان د اسلام ټول اصول په خپل ژوند کې پلي نه کړي، نو اسلامي ټولنه به فاسده شي، او موږ به خپل عزت له لاسه ورکړو.

لارډ برنارډ شا یو ځل ویلي و:

 "اسلام غوره دین دی، خو مسلمانان یې تر ټولو بد پیروان دي."

الله تعالی دې موږ ته د حقيقي اسلام عملي کولو توفیق راکړي.

نوټ : د کوپارو پيغورنه په دنيا سړی خراپوي نو په هغې دنيا د لوی رب په دربار به مو څه حال وي؟؟؟

تاسو يې ورسره منئ ؟؟؟

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک