No-IMG

مهم ترين های امروز پنجشنبه

: ‏د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې له افغانستانه سعودي عربستان ته د ۳۰ زرو افغان حاجیانو د لېږد بهیر بشپړ شو.

د وزارت خبرپاڼې زیاته کړې چې په دغو کسانو کې ۶۵۲ د حاجیانو استادان هم شامل وو.

د دغه شمېر حاجیانو الوتنې له کابل، بلخ، هرات او کندهار هوايي ډګرونو وشوې او وزارت ورته هلته هم د منظمو خدمتونو وړاندې کولو ډاډ ورکړی دی.

: ‏د رییس الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي هلمند ته د خپل سفر په ترڅ کې په واشیر ولسوالۍ کې د راستنېدونکو لپاره یو ښارګوټی پرانیست. ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ښارګوټي کې ټولې لومړنۍ اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او مستحقو راستنېدونکو ته به و وېشل شي.

دغه ښارګوټی به د واشیر ولسوالۍ د شوراب سیمې شاوخوا دښتو کې په ۱۰ زره جریبه ځمکه کې جړ شي او د لومړي پړاو په لړ کې به په ۵ زره جریبه ځمکه کې درې جامع جوماتونه، ۱۸ کوچني جوماتونه، ۵ روغتونونه، مارکیټونه او نورې ودانۍ جوړې شي.

: ‏د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي معاونیت نوبتي غونډه وشوه.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په غونډه کې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د سیاه درې سیمې د وسپنې کان دوو کورنیو شرکتونو ته په تړون ورکړ شو.

د دغه تړون دوه شرطونه یاد شوي چې پروسس به د هېواد دننه کیږي او له سل سلنې رویالټي، ۲۰ سلنې به یې د کانونو او پټرولیم وزارت ته ورکول کیږي.

: ‏د ازموینو ملي اداره وایي، د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې لومړی پړاو نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۸مه) پیل شو.

دغې ادارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه ازموینه په کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، غور، بامیان، ډایکنډي، مېدان وردک، لوګر، پکتیکا او غزني کې ترسره کیږي چې شاوخوا ۲۵ زره او ۳۰۰ کسانو ورته نوملیکنه کړې ده.

: ‏د دفاع وزارت د سرپرست او د امنیتي او تصفیوي کمیسیون د مشر، ملا محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ د دغه کمیسیون په نوبتي غونډه کې د هېواد د رسمي پولو او فرضي کرښو پر اړوندو موضوعاتو خبرې شوي دي.

د امنیتي او تصفیوي کمیسیون د خبرپاڼې لمخې، د غونډې ګډونوالو د سرحدي سیمو پر لا ښه کنټرول، د سرغړوونکو پر وړاندې پر جدي اقداماتو او د سرحدي همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پنجشیر ولایتونو کې د تېزباران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.

: ‏واکنش عراقچی به بازداشت روحانی ایرانی در مدینه: روابط برادرانه با عربستان ادامه می‌یابد.

سیدعباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران در واکنش به برخی مسائل پیش آمده در پی بازداشت غلامرضا قاسمیان، روحانی ایرانی در مدینه، گفت: ما روابط برادرانه خود با ریاض را ادامه داده و اجازه نخواهیم داد که در این روابط خللی وارد شود. من با همکاران در ستاد در بعثه رهبری و سازمان حج در تماس هستم تا هیچ خدشه‌ای در امر اعزام حجاج ایرانی به وجود نیاید.

: ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور د غزې وضعیت په تړاو د دغې شورا غونډې ته د وینا پرمهال په ژړا شو.

نوموړي خپلو خبرو کې ویلي چې "زه لمسیان لرم. زه پوهیږم چې دوی د خپلو کورنیو لپاره څه مانا لري."

: ‏افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې بیان کې راغلي چې هند کابل کې د ځوانانو د نشه يې توکو د درملنې لپاره سل بستریز مرکز ته اړین درمل او طبي تجهیزات په واک کې ورکړي دي.

: ‏د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن د یو پلاوي په مشرۍ له اذربایجان څخه تاجېکستان ته ولاړ.

د پاکستان حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر هم له شهباز شریف سره په دې سفر کې ملګری دی.

نوموړی له دې وړاندې ترکیې، ایران او اذربایجان ته سفر کړی و.

: ‏وزارت امور خارجه روسیه اعلام کرده که سرگئی لاوروف وزیر خارجه این کشور روز چهارشنبه با مارکو روبیو همتای امریکایی خود درباره تهیه "پیشنهادهای مشخص" برای دور جدید گفت‌وگوهای مستقیم با اوکراین صحبت کرده است.

در اعلامیه وزارت خارجه روسیه آمده که لاوروف به روبیو درباره اجرای توافق‌ها میان رییسان جمهور روسیه و ایالات متحده در جریان تماس تلفنی یک هفته پیش و هم‌چنان آمادگی روسیه برای ارایه پیشنهادهای مشخص برای دور بعدی گفت‌وگوهای مستقیم با اوکراین در استانبول، اطلاع داده است.

سرگئی لاوروف پیش از این گفته بود که روسیه پیشنهاد کرده دور بعدی گفت‌وگوهای مستقیم در دوم ماه جون در استانبول برگزار شود.

: ‏مارکو روبیو وزیر امور خارجه امریکا گفته که ایالات متحده لغو ویزای دانش‌جویان چینی، از جمله کسانی که با حزب کمونیست چین ارتباط دارند یا در رشته‌های حساس تحصیل می‌کنند، را آغاز می‌کند.

رویترز از زبان روبیو نوشته است: «وزارت خارجه امریکا با وزارت امنیت داخلی همکاری خواهد کرد تا به‌طور جدی ویزاهای دانش‌جویان چینی را لغو کند.» بر اساس معلومات رویترز، شمار دانش‌جویان چینی در ایالات متحده از حدود ۳۷۰هزار نفر در سال ۲۰۱۹ به حدود ۲۷۷هزار نفر در سال ۲۰۲۴ کاهش یافته است که بخش بزرگ چنین کاهش، ناشی از تنش‌های فزاینده میان دو اقتصاد بزرگ جهان بوده است.

لغو ویزا و افزایش اخراج‌ها از امریکا بخشی از تلاش‌های گسترده اداره رییس‌جمهور ترمپ برای اجرای سیاست‌های سخت‌گیرانه مهاجرتی تلقی می‌شود.

: ‏د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي رویټرز ته د ډانلډ ټرمپ له حکومته د ایلن ماسک د وتلو خبر تایید کړی او زیاته کړې یې ده چې هغه به په ځایي وخت له نن (پنجشنبه) شپې د خپلو وتلو بهیر پیل کړي.

ماسک هم پر خپله اېکس پاڼه له ولسمشر ټرمپ مننه کړې او ویلي یې دي چې د دولت د ځانګړي کارکوونکي په توګه یې دنده پایته رسېدلې.

یوې باوري سرچینې رویټرز ته ویلي چې ماسک د وتلو پر مهال له ټرمپ سره نه دي کتلي او دغه پرېکړه د نورو لوړپوړو کارکوونکو په کچه شوې ده.

امریکایي میلیاردر ایلن ماسک د امریکا په حکومت کې د دولت د موثریت څانګې مشر و.

: ‏امریکا کې د پاکستان سفیر، رضوان سعید شیخ د امریکا له مخکښو څېړنیزو بنسټونو سره د پاکستان او هند پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې سوله له منځنۍ اسیا سره له اقتصادي اړخه د پاکستان د نښلول کېدو لپاره مهمه ده. هغه ادعا کړې چې پاکستان تر بل هر هېواده زیات د افغانستان له وضعیته اغېزمن شوی دی.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ له واشنګټن او نړۍوالې ټولنې غوښتي چې پر هند فشار راوړي، څو نړۍوالو معیارونو ته ژمن پاتې شي او سیمه کې د ناورینونو مخه ونیوله شي.

: ‏د روسیې د امنیت شورا مشر سرګي شویګو وایي، دغه هېواد کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د "طالبانو" د نوم ایستل له کابل سره د همکاریو پراختیا ته لار هواروي.

سرګي شویګو د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د امنیت شورا د رییسانو په یوه غیر رسمي غونډه کې دغه همکاري د روسيې او افغانانو په ګټه بللې ده. هغه دغه راز د افغانستان په تړاو د شانګهای همکاریو سازمان د تماس ډلې د کار د بیا پیل یادونه کړې ده.

: ‏ماریا زاخارووا سخن‌گوی وزارت خارجه روسیه، می‌گوید که استرالیا و بریتانیا تاکنون گام‌های جدی و سریعی برای بررسی جنایت‌های جنگی نیروهایشان در افغانستان برنداشته‌اند.

او با اشاره به گزارش سازمان دیده‌بان حقوق بشر درباره جنایت‌های جنگی نیروهای کشورهای غربی در افغانستان افزود که استرالیا تنها یکی از ۱۹ سرباز متهم به دست داشتن در این جنایت‌ها را تحت پیگرد قرار داده و این روند به کندی پیش می‌رود.

خانم زاخارووا او همچنین اظهار داشت که با وجود انتشار گسترده گزارش‌ها درباره جنایت‌های جنگی نیروهای بریتانیایی در افغانستان، پیشرفت قابل‌توجهی در این زمینه حاصل نشده است.

: ‏د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې دوه پولیس او څلور پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

د کشمیر د پولیسو مشر، عبدالجبار په وینا، دا پېښه د راولاکوټ په سیمه کې شوې ده.سباوون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک