ډیر د افسوس خبره ده!
حاجي تورگل احمدزی
چی د محترمو مولوی صاحبانو ترمینځ، د لوی اختر عید قربان ورځ باندی اختلاف دی.
یو ځل بیا زمونږ بیچاره او مظلوم اولس د مایوسی او سرگردانی سره مخامخ دی.
1- عربستان سعودی لوی اختر دجمعی ورځ د ذالحجه لسمه اعلان وکړ
6/6/2025
2- افغانستان امارت اسلامی حکومت، لوی اختر دشنبی ورځ د ذوالحجه یوولسمه (لسمه)7/6/2025 اعلان وکړ.
3- دنن سبا پیشرفته علم او تخنیک په ذریعه،واضح توگه څرگنده وي :
چی چهارشنبی 28/5/2025 اول د ذوالحجی، او لوی اختر د جمعی ورځ لسم د ذوالحجه دی
6/6/2025
بیاهم امید دی چی دافغانستان امارت اسلامی محترم مشران دمسلمانانو وحدت اواتحاد دپاره خپل نظر تغیر کړی
جمعه لسم د ذوالحجه دلوی اختر ورځ اعلان کړی. !!!
په اصطلاح حج اکبر به شی
افسوس خبره ده، چی راتلونکی پنجشنبه دعرفات ورځ مباشر تلویزون کی به یو نیم میلیارد مسلمانان گوری، خو افغانستان کی به دعرفات ورځ دجمعی ورځ وی?
زمونږ محترم مولوی صاحبان نوروته وایی اختلاف مه کوئ
خوبیا خپله مولوی صاحبانو ترمینخ اختلاف روان دی.
حقیقت دا دی:
چی الله تعالی تر قیامته د لمر، سپوږمی حرکات حساب شوی ثابت پیدا کړی دی .
(د دنیاختمیدوپوری) د لمر او سپوږمی حرکات یوه ثانیه هم تغیر نه کوی، د پیدایش څخه ترننه او د دنیا تر ختمیدو پوری.
اوس تخنیکی او علمی ذرایع د سل کالو راتلونکی د سپوږمی راختل اوپریوتل دقیق ساعت اوثانیه او ورځ معلومه وی.
همدارنگه زمونږ هرجومات کی دمکمل کال دلمانځه پنځه وخته اوقات دلمر مطابق، ساعت او دقیقه معلوم جدول او سکرین ځوړند وي.
هرڅوک پوهیږی چی د مونځ وخت کوم ساعت دی، اوس محترمو مولوی صاحبانو ته تکلیف نه ورکول کیږی، اونه الله تعالی چاته د دین تیکه ورکړی ده
هرمسلمان خپله مکلف دی چی دمونځ اوقات او د روژی او حج اوعرفه ورځ اوپیژنی.
