No-IMG

د ناروې تر ټولو لوی کارګر اتحادیې (LO) د اسرائیلو پر ضد د بشپړ بندیز غوښتنه وکړه

د ناروې د کلیسا پاپانو د يوي غونډي په ترڅ کې  اعلامیه خپره کړه چې پکې یې "مسیحي صهیونیزم" د "الهیاتي لحاظه غیرقابل قبول او د بشري حقونو سره ناسازګار" وباله.  په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د زړو نبوتونو تفسیر باید د اخلاقي پایلو له پامه غورځولو پرته ونه شي، او د زړو عهدونو ژمنې نشي کولی د فلسطینیانو د کورونو څخه ایستلو یا د هغوی د حقونو سلب کولو ته مشروعیت ورکړي

همداراز، د اوسلو اسقف، کاری ویتیبیرګ، د ناروې کلیساوو نه غوښتنه کړې چې د اسرائیلو پر ضد د بندیزونو، پانګوالو څخه د وتلو، او بندیزونو (BDS) ملاتړ وکړي، ترڅو د فلسطین اشغال ته د پای ټکی کیښودل شي.  هغې ویلي: "موږ هم اخلاقي او هم د نړیوالو قوانینو له مخې مکلف یو چې د فلسطین اشغال ته مالي ملاتړ ونه کړو." 

همدارنګه له دي مخکي د ناروې تر ټولو لوی کارګر اتحادیې (LO) د اسرائیلو پر ضد د بشپړ بندیز غوښتنه وکړه، چې پکې د اسرائیلي شرکتونو سره د سوداګرۍ او پانګونې بندیز شامل دی.  د اتحادیې غړو د دې پرېکړې ملاتړ وکړ، او خبرداری ورکړ چې که تر ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پورې د اسرائیلو اشغال پای ته ونه رسیږي، ناروې باید د نړیوال اقتصادي بندیز مشري وکړي

له بده مرغه زموږ د اسلامي نړي يو شمېر غلام صفته بيا خاموش دي..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک