No-IMG

چین دنیا ته وښودله چې د پوځ تر څنګ یوه قوي اقتصاد څومره مهمه اړتیا ده!

په ننی نړیوال سیاست کې یوازې د فوځي ځواک ښودنه کافي نه ده. د اقتصاد بنسټیز ځواک، د ملت د عزت، خپلواکۍ او نړیوال دریځ اساس جوړوي. دا حقیقت چین نړۍ ته عملاً وښود،

امریکا چې پر نورو هېوادونو د اقتصادي بندیزونو، ګواښونو او فشارونو له لارې خپل واک چلوي، دا ځل یې پر چین فشار راوړ، خو له داسې ځواب سره مخ شوه چې د امریکایي اقتصاد ستنې یې ولړزولې.

چین، چې نور د دفاعي دریځ پر ځای یرغلګر اقتصادي دریځ خپل کړی، دا اقدامات کړي:

د امریکا پر ۳۴٪ توکو ټرف زیات کړل (له اپرېل ۱۰مې)

د rare earths اوو مهمو موادو صادرات یې بند کړل

د امریکا ۱۱ دفاعي کمپنۍ بلیک‌لسټ کړې

۱۶ نورې سترې امریکایي کمپنۍ یې تر بندیزونو لاندې راوستلې

نتیجه؟

د S&P سټاک انډېکس ۱۵٪ راولوېد

د Apple، Microsoft او Nvidia شرکتونو سهمونه ۳۵٪ پورې راکم شول

امریکایي مصرفوونکي له تورم او د کمپنیو له عوایدو د کمښت سره مخ دي

چین ګواښ کړی، که فشار دوام ومومي، د سپلای‌چین بندېدو او د امریکایي خزاني اسهامو (Bonds) د خرڅولو ګامونه به هم واخلي، چې دا به ډالر له سخت سقوط سره مخ کړي

دا نور د امریکا یو اړخیزه لوبه نه ده، د نړۍ زغم ختم شوی!

چین پوهېږي چې د BRICS، لاطیني امریکا او خپل ستراتیژیکو ملګرو تر منځ د باور ساتلو لپاره د جرئت اظهار اړین دی. که خاموش پاتې شي، دا به د کمزورتیا علامه وي، او نړیوال سیاست کمزور ته ځای نه ورکوي.

خو دلته باید یو بل اړخ ته هم پام وشي:

چین دا مقام یوازې د اقتصاد له برکته نه دی ترلاسه کړی، بلکې:

په ساینس، ټیکنالوژي، تعلیم او څېړنه کې یې ستره پانګونه کړې

خپل ملي تولید یې پیاوړی کړی

د خلکو ژوند ته یې عملي اصلاحات کړي

د ملت تر شا یوه متحد او هوښیار قیادت ولاړ دی

پوښتنه دا ده: اسلامي هېوادونه، خصوصاً د خلیج مشران، کله دا حقیقت درک کوي؟

تاسو ټرېلیونه ډالر لرئ، خو د علم، صنعت او ټیکنالوژۍ له پلوه له نړۍ سلګونه کاله شاته پاتې یاست. که چین د امریکا مقابلې ته پورته کېدای شي، نو تاسو ولې نه شئ؟ آیا دا د عقل خبره ده چې ټرمپ یواځې د یو سفر په بدل کې له تاسو نه ټرېلیونه ډالر یوسي، خو تاسو لا هم د علمي او اقتصادي خپلواکۍ پر ځای په غرب تکیه کوئ؟

پیغام واضح دی:

که اسلامي هېوادونه د ځان‌بسیا پر لور حرکت ونه کړي،

که اقتصاد، علم او ټیکنالوژي ته لومړیتوب ور نه کړي،

او که پر خپل منځ کې وحدت او ستراتیژیک تفکر ونه لري؛

نو نه یوازې به د غرب تر رحم پاتې شي، بلکې د تاریخ پاڼو ته به د عبرت یوه بله برخه شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک