عربانو ته د رسول الله ﷺ له خوا د هلاکت اخطار
مولانا عبد الصبور عباسي
دا حديث وګورئ! "وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ..."
رسول الله ﷺ يو وخت د خپلې مېرمنې زينب رضي الله عنها کور ته ننوت، او داسې يې وفرمايل:
"وَيْلٌ لِلْعَرَبِ مِنْ شَرٍّ قَدِ اقْتَرَبَ، فُتِحَ الْيَوْمَ مِنْ رَدْمِ يَأْجُوجَ وَمَأْجُوجَ مِثْلُ هَذِهِ"
(تباهی ده عربانو ته د هغه شر نه چې را نزدې دی او ده خپلو دوو ګوتو ترمنځ دا اندازه یې وښوده.)
زينب رضي الله عنها وويل: اى د الله رسوله! آيا موږ به هلاک شو،سره له دې چې زموږ په منځ کې نېکان خلک به دموجود وي؟
رسول الله ﷺ وفرمايل: "هو، کله چې خُبث (يعنې ګناهونه او فسادونه) ډېر شي."
تشریح:
دا حديث صحيح دی، او دا موږ ته دا راښيي چې:
که په يو قوم کې فساد، ګناهونه، او بدکارۍ ډېرې شي، نو دا د هغوی د هلاکت سبب ګرځي، که څه هم چې نېکان خلک هم پکې وي.
د يأجوج او مأجوج د بند خلاصېدل د قيامت له نښو څخه دي، او دا پېښه کله راځي چې شرونه ډېر شي.
د منکراتو نه منع کول، او د اصلاح لپاره هڅه کول چې د مسلمانانو مسؤلیت دی، مسلمانان یې پرېږدي
د قرآن شواهد:
الله تعالی فرمايي:
> "لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ... كَانُوا لا يَتَنَاهَوْنَ عَنْ مُنكَرٍ فَعَلُوهُ..."
(المائدة: 78-79)
په بنی اسرائیلو د لعنت لامل د منکر نه نه منع کول ښوول شوي دي.
همداراز:
> "وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ... يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ"
(التوبة: 71)
د مؤمن سړو او ښځو وظیفه دا ښوول شوې ده چې له منکر نه به منع کوي.
عبرت:
نو که چيرې مسلمانان د فساد، ګناهونو او بدکاريو مخه و نه نيسي، له منکر نه منع ونه کړي، دا به د ټول قوم د هلاکت لامل شي، او الهي عذاب به راشي، حتی که صالح خلک هم پکې وي.
دا څه چې وشول دا شخصي ګناه نه وه، پټه نه وه، د یو فرد نه وه، علماء صلحاء، نیکان، صالحین پرې خاموش پاتې شول، فخر، مباهات سره هر څه وشول د ولاء او براء ټول قواعد چې به همدې خلکو د عامو مسلمانانو د وژلو لپاره بیانول ، هغه ټول ترې هیر شول. نو چې اوس به څه کېږي؟
