سیاسي اجماع او د رهبرۍ واقعي معیار
صفي الله حمیدزی
سیاسي اجماع هغه څوک رامنځته کولی شي چې په څنګ کې یو ځواکمن، متعهد، او ټولګډونه تنظیم ولاړ وي. دا تجربه موږ له پخوانیو مشرانو، لکه اشرف غني، لرلې؛ چې د یوه حقیقي ګوند له ملاتړ پرته یې د سولې، اجماع، او ثبات شعارونه یوازې تر کاغذه محدود پاتې شول، غني، چې له سیاسي بېریښۍ سره مخ و، تر پایه د سولې لپاره سیاسي اجماع په جوړولو ونه توانیدو، او پایله دا شوه چې له واکه او هیواده په تېښته ووت.
که څوک غواړي واقعي بدلون راولي، باید له ملت، تنظیم، او اصولو سره ریښتینی تړاو ولري، نه دا چې له موقتي غونډو، اعلامیو یا فضلي او موسمي تبلیغاتي فعالیتونو سره ځان د اپوزیسیون محور وګڼي.
محمد عمر داودزی صیب ته باید وویل شي: سیاست د ټوکو، موسمي شوق، یا شخصي شهرتطلبۍ وسیله نه ده. سیاست قرباني، اصول، او ژور لید غواړي، داودزی صیب ځان د اپوزیسیون اجرایوي مشر اعلان کړ، خو نن یوازې دی او تنها استاد سیاف ورسره پاته دی. همدغه استاد سیاف، چې د اشرف غني د اقتدار تر پایه وفادار و، د هغه له نسکورېدو سره ئې خپله سیاسي پروژه هم بایلوده، دا تاریخ دی، او تاریخ له موږ سره سیاست ټوکه نه ګڼي.
عمرداودزي خپله هغه وینا هېره کړې، چې پخوا یې په یوه غږیز پیام کې په زغرده ویلې وه: زه به هیڅکله غني او کمونیست اتمر ته د قدرت میدان پرېنږدم، که غني ته قدرت ورکړو، سپی تر هغه ښه دی، خو ومو لیدل چې دا هماغه داودزی و چې د غني ټاکنیز کمپاین مشري یې ومنله، دا دوهمخيتوب او سياسي بېثباتي، نه يوازې شخصيت تر سوال لاندې راولي، بلکې د ملت د حافظې سپکاوی هم ګڼل کېږي.
استاد سیاف د جمهوریت پر مهال د حکمتیار صیب د سولې له ملي طرحې سره ښکاره مخالفت وکړ، هغه وخت چې حکمتیار صیب وړاندیز وکړ چې یوه سیمه دې د سولې لپاره امن اعلان شي، استاد سیاف دا طرحه په تونده لهجه رد کړه او دا یې د وطن د وېش هڅه وبلله. حال دا چې دا طرحه، د پردیو له تسلطه پرته د سولې د رامنځته کولو لپاره یوه ابتکاري هڅه وه، نه وېش، دا هماغه استاد سیاف دی چې د خپلو نږدې کسانو قربانیو ته هم ارزښت ورنه کړ.
مرحوم عبدالحکیم دلیلي چي یو ځوان ملتپال، متعهد، او هوښیار سیاستوال و، د دعوت اسلامي ګوند غړی، او د استاد سیاف نږدې ملګری، استاد سیاف نوموړی د اشرف غني په وساطت د قطر سفیر وټاکه، په دې هیله چې د سولې پروسه کې به ورته غوښېنه برخه برابره کړي، خو دلیلي صیب هلته په مرموزه توګه ووژل شو، مړینه یې هم مبهمه پاتې شوه، او استاد سیاف یې د جنازي امامت وکړ، دا یوه نمونه ده، چې د سیاست بېاصوله معاملهګرۍ تر کومه بریده د قربانیو تمثیل کوي.
استاد سیاف، چې په خپل هېواد کې له هېڅ رسنۍ سره مرکه نه کوله، د حیرانتیا وړ دا ده چې په ایران کې د یوې ایراني رسنۍ سره مفصله مصاحبه وکړه، هلته یې د حل او عقد شورا غوښتنه وکړه، حال دا چې همدغه شورا یې پخوا د قدرت د انحصار او د ولس د ارادې د غصب وسیله ګرځولې وه، جالبه داده چې نوموړی د استاد رباني د واک د دوام لپاره هم د حل او عقد شورا ملاتړ کړی و، خو د جمهوریت پر مهال دی او زوی یې د انتخابي شورا له لارې پارلمان ته راغلل، اوس چې پوهېږي د شفافو ټاکنو له طریقه د ملت باور نشي ګټلای، یو ځل بیا د انتصابي شورا له لارې ځان مطرح کول غواړي، نه پوهېږو چې دا دی په ملت ریشخند وهي او که په خپل ځان؟
د مرحوم حاجي صیب نیازمحمد امیري خبره مي ذهن کي ده، هغه به را ته ویل: ولې حکمتیار صیب ځان دومره ارزانوي چې هره ورځ له رسنیو سره، مخ کیږي حتی له کاکتوس سره هم مصاحبه کوي؟ ما ورته وویل: حکمتیار صیب د هرې پوښتنې ځواب لري، له رسنیو تېښته نه کوي، دا د رهبر ځانګړنه ده، نه کمزوري، برعکس، که له استاد سیاف څخه د هغه د متناقضو فتواوو، د خپلو قومندانانو د زورواکۍ، یا د ممتاز آغا د غصب په اړه وپوښتل شي، ایا ځواب به ورکړي؟
سیاست، اجماع، او ولسي ملاتړ د شخصیت، تاریخ، او مبارزې اړتیا لري، دا هغه څه دي چې حکمتیار صیب یې استازی دی، د هغه تر شا ۶۰ کلن افغانشموله، د ملي او جهادي مقاومت له امتحانونو راوتلی، اصولپال، او ولسي تنظیم ولاړ دی، حزب اسلامي د هغو محدودو جریانونو له ډلې دی چې نه تسلیم شوی، نه معاملهګر شوی، او نه یې له خپل ملت سره خیانت کړی.
سیاست هغه وخت معنا لري چې باور، قرباني، او اصول ولري، داودزي صیب او ورته نور سیاست مداران باید درک کړي چې د سیاسي اجماع جوړول، د حکمتیار صیب په څېر، د قربانيوړ، ملتپال، او تنظیمي بنسټلرونکی شخصیت غواړي، نه هغه څوک چې نن سپی تر غني غوره بولي، خو سبا د هغه د کمپاین مشري کوي!
