No-IMG

درې ورځې، درې خاموشۍ، درې سوداګرۍ — زموږ د انسانیت ماتم

د نړۍ سترو رسنیو راپور ورکړی، چې یوازې په تېرو درې ورځو کې له

۵۰۰ زیات فلسطینیان د اسرایلي بمونو لاندې شهیدان شوي. ماشومان د خپلو میندو په غېږ کې وسوځېدل، سپین‌ږیري د کورونو تر کنډوالو لاندې پاتې شول، او ځوانان د خپلو ارمانونو له وینو سره خاورو ته وسپارل شول.

خو همدغه درې ورځې وې چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سعودي عربستان، قطر او اماراتو سفرونه کول. هلته هرکلي، ودانۍ، امضاوې، تړونونه… خو له دغه درې واړو هېوادونو نه یوه ژبه وخوځېده، نه یوه سترګه اوښکه توی کړه، نه یوه شپه بې خوبه شوه. نه یې کوم کنفرانس جوړ کړ، نه یې یو غږ پورته کړ.

ولې؟ ځکه دلته سوداګرۍ له وینو ارزښتناکه دي، تړونونه له جنازو غوره دي، او د اسراییلو رضا له الله د رضا نه لویه ده

دا نوې خبره نه ده. دا د غربي استعمار هغه نازولي غلامان دي، چې د انسانيت قیمت د ډالر په نرخ حسابوي. هغوی ته ژوند یوازې هغه وخت ارزښت لري، کله چې د خپلو واکمنو کرسیو ته ګواښ نه وي. که یو شهید زر شي، خاموش وي. خو که د دوی تیل، بنکونه، یا تاجران ترې متضرر شي، بیا یې د عدالت سندرې غوږ شلوي.

تر ټولو ستره فاجعه دا نه ده چې اسراییل وژني، بلکې دا ده چې اسلامي امت چوپ دی. دا چې امت یې د عقیدې، قوم، ژبې، او سلیقې په نوم ویشل شوی، دا چې د شهید ماشوم تصویر نه یې زړه خوځوي، نه یې ضمیر.

او لا ستره غمیزه دا ده چې ځینې زموږ له منځه، د ظالم په دفاع کې فتاوې لټوي، دلیلونه جوړوي، او د خپلو مجبوریو تر نوم لاندې د انسانیت تابوت ته میخونه وهي.

زه نشم کولای دلته د مظلوم نوم واخلم، نه د ظالم. ځکه چې که ووایم، دا پاڼه به بنده شي، دا غږ به چوپ شي، او دا قلم به مات شي. خو ته پوهېږې، ته خوب نه یې… ته پوهيږې چې خبره له چا ده، او درد د چا دی.

دا زموږ د عصر هنداره ده. د امت د وینو قیمت، د واکمنو چوپتیا، او د غلامۍ ستر ثبوت.

درې ورځې… خو درې پېړۍ چوپتیا درې سوداګرۍ… خو د ایمان، غیرت او شرافت د تباهۍ سودا

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک