احمد شرع: د یوې ماتې سوریې هیله یا نوی بحران؟
۱. احمد شرع هغه شخصیت دی چې د حافظ اسد او بشار اسد څو لسیزه مستبد واک ته یې د پای ټکی کېښود. هغه واکمنان چې د خپل قدرت د بقا لپاره یې زرګونه بېګناه خلک ووژل، له ایران، روسیې او حزبالله یې مرسته غوښتله، خو خپل ملت یې ورسره نه و.
۲. د بشار اسد د زندانونو ظلمونه، په تېره پر ښځو او ماشومانو، دومره ژور دي چې لا هم ژوندي قربانیان یې د زړه درزونکي داستانونه لري. دا ظلمونه د پخوا زمانو نه، بلکې د څو کلونو مخکیني حقایق دي. که څوک د دې نظام ملاتړ کوي، د دې جنایتونو شریک دی.
۳. له بشار اسد وروسته، د سوريې ډېری علماء، پوهان او خلک د احمد شرع ملاتړ کوي. دوی نه هغه د لویدیځ غلام بولي، نه جاسوس، خو د استبداد ضد دریځ یې تاییدوي.
۴. سوریه له جګړو نه ستړې شوې ده. څوک چې تمه لري احمد شرع دې د اسرایلو پر ضد سملاسي جګړه پیل کړي، هغوی د ولس له زخمونو ناخبره دي. شرع دا پوهه لري چې اوس ملت ته درمل پکار دی، نه بل جنګ.
5. اسراییل، د احمد شرع له شاوخوا خلکو وېریږي. ځکه پوهېږي چې دا سړی، که سمه او سياسي ثبات لار ونیسي، د دوی لپاره به یوه اوږدمهاله خطرناکه ننګونه شي.
6. د فلسطین د قضیې په ملاتړ کې د ایران او حزبالله رول نهشي انکارېدای. خو دا باید هېره نهکړو چې د سوریې د ولس پر وړاندې د فاطمیون او زینبیون په نوم چه ډول ظلم وشو. باید مننه وکړو چې د فلسطین تر څنګ ودرېدل،
7. احمد شرع، که رښتیا هم د ملت خدمت ته مټي رانغاړي، نو نوم به یې د تاریخ په زرينو لیکو کې ثبت شي. خو که د ولس له ژمنو واوړي، بیا به د بشار اسد د ناکامو سړکونو لاروی وي.
8. موږ افغانان ته پکار ده چې د خپل درد درمل پیدا کړو، نه دا چې د نورو په جنجالونو وخت تېر کړو. خو د احمد شرع په اړه فکر کول، د یوه ولس د مقاومت له تجربې عبرت اخیستل دي.
که احمد شرع د ملت وینه قرباني نه کړي، او پر ژمنو ودریږي، بریا ته به ورسي. خو که د قدرت نشه یې واړوي، بیا به تاریخ پرې قضاوت وکړي.
