No-IMG

کاذب شهرتونه او کاذب شخصیتونه!

خالد هادی

 

څو ورځي ترمخه فوزیې کوفي اوازه ګډه کړه چي طالبانو برید پر کړی دی. نړیوالو رسنیو راپورونه باندي ولیکل او مقامات یې حضورته ورغلل! خو د موضوع په اړه حقایق تر دې وخت پټ پاته سول. کیسه داسي ده چي د خپل یوه نارینه دوست سره یې پر شخصي اړیکو جنجال رامنځ ته سوی، د موټر دننه هغه خطايي ټک/ډز کړی او مرمۍ د زغره وال موټر پر چت لګېدلې بیرته یې باونس کړی، ددې د لاس سره لګېدلې او کښته تېره سوې ده. کله چي د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت مسئولین د پلټنو ورته وايي دا یې مخه نیسي او وروسته دا خبره د بدنامۍ د پټولو څخه د نړیوال شهرت په اخیستلو بدلوي.

ددې موضوع د ثبوت لپاره دي د موټر یو عکس وښيي چي د دباندي څخه ویشتل سوی وي او یا دي ثبوت وړاندي کړي چي امنیتي ارګانونو ته یې د پلټنو اجازه ورکړې وي.

سرچینې نوري خبري هم راته وکړې چي د مېرمن کوفي د شخصي حریم ساتلو په خاطر یې نه خپروم. خو دا دي د جعلي شخصیت سره د نړیوال شهرت دا هڅي بیا نه کوي او خلکو ته دي رښتیا ووايي.

د ښځو د حقوقو دې مدافع وکیلي یوخت خپله خور په دې خاطر په نس کي په قیچي درځله وهلې وه چي ولي ئې ولسي جرګې ته ددې په مقابل کي ځان کاندید کړی دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک