مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، د روسیې – اسلامي نړۍ په شپاړسم اقتصادي فورم کې، د اسلامي امارت د پلاوي رسمي ګډون د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا برابرونکی یاد کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د تاتارستان له ولسمشر، رستم مینیخانوف سره په کتنه کې کړې دي.
ملا برادر کازان غونډه یو ښه فرصت بللی چې د افغانستان او تاتارستان ترمنځ اقتصادي اړیکې پراخې شي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باید نندارتونونه او نور اقتصادي پروګرامونه جوړ شي.
د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې رستم مینیخانوف ژمنه کړې چې یو پلاوی به د اړیکو د پراختیا لپاره کابل ته راشي، څو د افغانستان او تاتارستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د لوړولو لپاره کار وکړي.
✒️: د هرات – تورغونډۍ وسپنې پټلۍ جوړولو کې د قزاقستان ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونه د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست، امیرخان متقي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر، مرات نورتلیف سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
په دغو خبرو کې د قزاقستان بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو چارو وزارتونو په کچه د ښکېلتیا د زیاتوالي غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د خبرپاڼې لمخې، ښاغلي نورتلیف په ډاګه کړې چې چمتو دی په افغانستان کې د تورغونډۍ-هرات وسپنې پټلۍ جوړولو په برخه کې ۵۰۰ ملیونه ډالره پانګونه وکړي.
✒️: د واخان د جغلي سړک جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې. د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې وایي، د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې له بروغیل څخه تر بزهای سیمې د جغلي سړک د جوړولو د دویم فاز چارې پیل شوې.
دغه سړک ۷۱ کیلومتره اوږدوالی او ۸ متره سور لري چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي. خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک به له اساسي رغولو وروسته د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګریزه لار بدل شي.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند وایي، د روان زېږیز کال د اپرېل له لومړۍ د دې کال د مې تر ۱۲مې څه باندې ۱۷۱ زره افغانان له پاکستان، ایران او ترکیې راستانه شوي دي. د عبدالمطلب حقاني په خبره، دغه موده کې ۳ زره او ۳۷۲ افغان بندیان د پاکستان له بندخونو ازاد او د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته راغلي دي.
✒️: د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د روسیې د لومړي وزیر د ودانیزو چارو او سیمهییزې ودې مرستیال مارات خوسنولین سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي برادر د روسیې له سترې محکمې مننه کړې چې د اسلامي امارت نوم یې ممنوعه ډلو له نوملړه ایستلی او زیاته کړې یې ده چې اسلامي امارت غواړي د کابل او مسکو دوه اړخیزې اړیکې لوړې او رسمي کچې ته ورسوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال همداراز له روسیې غوښتي چې په ښاري برخو، د کورونو، ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو، پلونو، بندونو، د اوبو رسولو سیسټمونو او د برېښنا شبکو په جوړولو کې پانګونه وکړي. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د روسیې د لومړي وزیر مرستیال ویلي مسکو چمتو دی چې له اسلامي امارت سره د ښاري پروژو او کور جوړونې په برخه کې همکاري وکړي.
✒️: ایراني فارس اژانس کابل لپاره د خپل سفیر رضا بیکدلي له قوله ویلي، ایران د افغانستان د وسپنې په زیرمو ۵ ملیارده ډالر پانګونه کوي.
وایي، یو ټن وسپنه لرونکې تیږه ترې په ۱۰۰ ډالر اخلو او ترې ایستل شوې وسپنه هر ټن په ۶۰۰ ډالر خرڅوو.
✒️: د روغتیا نړیوال سازمان:
افغانستان کې سټریس، ډپریشن، اضطراب او نورې روانې ستونزې په زیاتېدو دي خو د دغه هېواد ۳۴ ولایتي لوی روغتونونه د رواني ناروغانو لپاره تخصصي خدمات نه لري.
✒️: مولانا فضل الرحمن:
پاکستان هند ته په ماتې ورکولو سره د غزې غچ واخیست.
پاکستانیان له څو ورځو راهیسې خوشاله دي چې ګني دوی ګټلې.
✒️: هند بیګا شپه د نوي ډیلي ټولې دولتي او تاریخي ودانۍ په خپل بیرغ روښانه کړې وې او د سندور عملیاتو د بریا جشن یې نمانځلی.
✒️: مارک روبیو وزیر امور خارجه امریکا برای مذاکره میان اوکراین و روسیه به ترکیه سفر کرده است.
رسانههای امریکایی گزارش دادند که روبیو در مذاکرات کیف و مسکو که امروز در استانبول برگزار میشود، شرکت خواهد کرد.
✒️: د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د شهباز شریف تر وړاندیز وروسته له حکومت سره خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.
جیونیوز راپور ورکړی چې دغه خبرې به له رسنیو لرې ترسره شي.
✒️: د پاکستان د پارلمان منشي مختار احمد ملک ویلي، دغه هېواد تر دې مهاله ۱.۳ میلیونه افغان کډوال ستانه کړي دي.
پاکستاني رسنیو د مختار احمد په حواله راپور ورکړی چې شاوخوا ۳ میلیونه افغانان پاکستان کې مېشت وو چې ۸۱۳ زرو یې ای سي سي او ۱.۳ میلیونو پي او ار کارتونه لرل.
هغه د "یوه سند رژیم" په ټینګار سره زیاته کړې که افغان وګړي پاکستان ته د درملنې، زده کړو او یا د سوداګرۍ لپاره ورځي باید قانوني ویزه ترلاسه کړي.
✒️: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره په ټیلیفوني اړیکه کې له هند سره د دغه هېواد د رامنځته شویو ترینګلتیاو د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو هڅې ستایلې دي.
شهباز شریف د هند مشرانو له لوري پر ګواښوونکو څرګندونو هم اندېښنه ښودلې ده.
د پاکستان لومړي وزیر له ګوتریش سره دغو خبرو کې د جمو او کشمیر مسالې د حل په برخه کې د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک پر اړتیا ټینګار کړی دی. د ملګرو ملتونو سرمنشي د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې د امنیت او ثبات په موخه به له دواړو هېوادونو سره په اړیکه کې وي.
✒️: بر اساس گزارشی از تلویزیون دولتی چین، بیجینگ روز پنجشنبه سیاست معافیت از ویزا را برای شهروندان پنج کشور امریکای لاتین در پیش گرفته است.
سیجیتیان گفته که وزارت امور خارجه چین اعلام کرده است که بیجینگ سیاست معافیت از ویزا را برای دارندگان پاسپورتهای عادی از پنج کشور امریکای لاتین از جمله برازیل، آرجنتاین، شیلی، پرو و اروگوئه از تاریخ ۱ جون ۲۰۲۵ تا ۳۱ می ۲۰۲۶ گسترش میدهد.
✒️: د شطرنج نړۍوال فدراسیون د اسلامي امارت له لوري پر دغې لوبې د بندیز له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یي دي چې د المپیک له نړۍوالې کمېټې، د اسیا د شطرنج له فدراسیون او نورو نړۍوالو ورزشي سازمانونو سره په اړیکه کې دي څو دغې موضوع ته رغنده حل لار ومومي.
د شطرنج نړۍوال فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي، شطرنج په افغانستان کې اوږده مخینه لري او په وروستیو کلونو کې یې ښه وده کړې ده.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره استانبول کې د سولې د مستقیمو خبرو لپاره له تګه ډډه کړې او دغو خبرو لپاره یې خپل مرسیتالان او استازي استولي دي.
پوتین تېره وونۍ استانبول کې له اوکراین سره د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و او زلنسکي هم ویلي و چې ترکیه کې به له پوتین سره د لیدو په تمه وي.
د کرملین له لوري هم د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي په خپور شوي نوملړ کې د پوتین نوم نه و. د رویټرز د راپور لمخې، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، که مناسبه وي، د اوکراین او روسیي په دغو خبرو کې به سبا (جمعه) ګډون وکړي.
✒️: دانلد ترمپ رییسجمهور ایالات متحده درباره گفتوگوها روی برنامههای هستهای با ایران، گفته هیاتهای دو طرف در بسیاری از موارد به توافق نزدیک هستند و امریکا میخواهد به جای برخورد خشونتآمیز، از راه عاقلانه کار بگیرد.
آقای ترمپ که در قطر صحبت میکرد، همچنان گفته که ایران باید از امیر قطر سپاسگزار باشد. به گفتهی او: «بسیاریها میخواهند ما ایران را سرکوب کنیم؛ اما امیر قطر مانع آن میشود.»
✒️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، که د په واک کې وای په افغانستان کې یې د بګرام هوایي اډه نه پرېښوده.
هغه چې په قطر کې د امریکایي او قطري ځواکونو په العدیده هوایي اډه کې خبرې کولې ویلي، افغانستان یې پرېښوده خو په خبره دا کار یې په «باعزته» توګه کاوه.
ډانلډ ټرمپ د خپلو تېرو څرګندونو په تکرار ویلي چې د بګرام هوایي اډه له هغه ځایه یوه ساعت واټن لري، چېرته چې چین اټومي وسلې جوړوي.
✒️: ولادیمیر زلنسکی رییسجمهور اوکراین، در دیدار با رجب طیب اردوغان رییسجمهور ترکیه، درباره تلاشها برای صلح در جنگ روسیه و اوکراین گفتوگو خواهد کرد.
آقای زلنسکی هنگام ورود به انقره، ترکیب هیات روسی بدون حضور ولادیمیر پوتین را "نمایشی" توصیف کرد و گفت که اوکراین پس از دیدار با اردوغان، درباره گام بعدی خود در خصوص مذاکرات با روسیه تصمیم خواهد گرفت.
هنوز روشن نیست که آیا هیاتهای اوکراینی و روسی در استانبول نشستی برگزار خواهند کرد یا نه.
✒️: عربي رسنیو راپور ورکړی، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن (پنجشنبه) ماسپښین ابو ظبۍ ته ورسېد او هلته یې د متحده عربي اماراتو د دولت رییس محمد بن زاید ال نهیان له لوري هرکلی وشو. هغه له دې مخکې قطر او سعودي عربستان ته تللی و.
✒️: زلنسکی: اگر قرار است آتشبس بیقید و شرط در سطح رهبران مورد بحث قرار گیرد، من اینجا (ترکیه) هستم؛ آماده مذاکرات مستقیم هستم.
✒️: رئیس هیئت روسیه در مذاکرات صلح استانبول: ما این مذاکرات را ادامه مذاکرات صلحی میدانیم که سال 2022 در استانبول آغاز اما توسط اوکراین مختل شد.
✒️: اردوغان در دیدار با زلنسکی ابراز داشت: خوشحال میشویم هر زمان رهبران روسیه و اوکراین آماده باشند در ترکیه میزبان آنها باشیم.
رئیسجمهور اردوغان اظهار داشت که فرصتی تاریخی برای آغاز مذاکرات فراهم شده و از مذاکرات هم در سطوح فنی و هم در سطح رهبران، قویا حمایت میکند.
اردوغان: در مجتمع ریاستجمهوری میزبان آقای زلنسکی، رئیس جمهور اوکراین و هیئت همراهش بودیم. در مورد تلاشها برای پایان دادن به جنگ روسیه-اوکراین با صلح عادلانه، گفتوگو کردیم.
✒️: اردوغان: سازمان اطلاعات ملی ترکیه، روند خلع سلاح و انحلال (پ.ک.ک) را از نزدیک رصد میکند؛ با کسانی که تروریسم، خشونت و سلاح را کاملا کنار بگذارند، با متانت برخورد خواهیم کرد.
هرگز هم در مرزهای خود، هم در عراق و هم در سوریه، با گروههای تروریستی مدارا نکردهایم و از این پس نیز نخواهیم داشت.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل اشغالگر به غزه به بیش از 53 هزار نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 82 فلسطینی کشته و 152 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
بر اساس این بیانیه، شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل به نوار غزه به 53 هزار و 10 نفر و شمار مجروحان نیز به 119 هزار و 998 نفر افزایش یافته است.
✒️: تحلیلی- لغو تحریمهای آمریکا؛ تحولی بزرگ در آینده اقتصادی و سیاسی سوریه.
احمد آردا، پژوهشگر در بنیاد تحقیقات ترکیه، تاکید کرد کرد که تصمیم اخیر دولت ایالات متحده برای لغو تحریمهای اقتصادی علیه سوریه، پس از دیدار تاریخی در ریاض، نماد پیروزی سیاسی و فرصتی نو برای بازسازی این کشور و تغییر توازن منطقهای است.
