مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: از زمان رویکار آمدن امارت اسلامی تاکنون، تنها در میدان هوایی کابل، ۷ هزار کیلوگرام مواد مخدر ضبط شده است.
عابدالله فاروقی مسوول مطبوعاتی ریاست عمومی نیروهای سرحدی، میگوید که در این مدت، ۶۵ نفر به اتهام قاچاق این مواد بازداشت شدهاند.
✒️: ځينو کورنیو پانګوالو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي، چمتو دي چې د حاجيګک وسپنې کان د یوه بلاک د اکتشاف او استخراج په موخه په درې پړاوونو کې ۶۵۰ مېلیونه ډالره ګډه پانګونه وکړي.
د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت له لوري په خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، دغو پانګوالو ویلي، له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره په شریکه، په مسلکي ډول به استخراج ترسره او دننه په هېواد کې به د پروسس لپاره پر نړۍوالو معیارونو او پرمختللې ټکنالوژۍ سمباله کارخونه هم جوړه کړي، چې په ورځ کې به د ۹۰۰۰ ټنه سفنج او وسپنې د پروسس وړتیا ولري او ۶۰۰۰ هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره کړي.
✒️: د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو لوی ریاست مطبوعاتي مسوول، عابد الله فاروقي ویلي، په کابل نړۍوال هوایي ډګر کې یې هغه دوه کسان نیولي چې غوښتل یې ایران ته اووه کیلو ګرامه هیرویین قاچاق کړي.
ښاغلي فاروقي ویلي چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلیه او قضایه ارګانونو ته ور و پېژندل شي.
✒️: په افغانستان کې د اسیايي بانک مسوولانو د چاپېریال ساتنې ملې ادارې له سرپرست مطیعالحق خالص سره کتلي دي. د چاپېریال ساتنې ملې ادارې په یوې خبرپاڼه کې ویلي د اسیايي بانک د کرنې او طبیعي سرچینو څانګې مسوول په دغې کتنه کې ویلي، چې له اقلیمي بدلون سره مبارزه د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده.
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق تورخم کې د پاکستاني او افغان چارواکو غونډه کې ګډون کړی دی. محمد صادق پر اېکس لیکلي، د غونډې فضا له صمیمت، همکارۍ او متقابل درناوي ډکه وه.
✒️: د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور له خپل مل پلاوي سره د "د ازبېکستان په پنځم نړۍوال کنفرانس" د ګډون لپاره تاشکند ته ولاړ. د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، دغه کنفرانس چې د "پایېدونکې انرژۍ لپاره سیمهییزې همکارۍ" تر سرلیک لاندې جوړېږي، د روان زیږیز کال د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې په تاشکند کې ترسره کېږي.
✒️: د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ د بېروج د یوه کان د نړېدنې له امله درې تنه مړه دي.
د بدخشان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست د پېښو امر، محمد کامگار ویلي، دا پېښه تېر ماښام (یکشنبه، د غويي ۲۱مه) د دغې ولسوالۍ په «سپین آورینګ» سیمه کې شوې ده.
✒️: د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست، نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلاوډر، د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان د پولیو ټیم له مشر، مندیپ راټې او د روغتیایي سکټور اړوند مسوولینو سره کتلي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دغه کتنه کې په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان له لوري د تر سره شویو خدمتونو، د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو حل، روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او د سرطان ناروغیو جوړېدونکي روغتون لپاره د وسایلو برابرولو په اړه ژمنې شوې.
✒️: سهیل شاهین سفیر امارت اسلامی در قطر، در دیدار با ژان مارین شو کاردار فرانسه برای افغانستان، از دولت فرانسه خواست تا نمایندگی سیاسی خود را در کابل فعال کند.
سفارت افغانستان در قطر در خبرنامهای میگوید که دو طرف همچنین درباره وضعیت سیاسی جاری، روابط دوجانبه میان کابل و پاریس، کمکهای بشردوستانه و سایر موضوعات گفتوگو کردهاند.
✒️: هشدار وزارت صحت فلسطين درباره کمبود دارو و تجهیزات پزشکی.
وزارت صحت فلسطین در غزه با انتشار بیانیهای در خصوص کمبود دارو و لوازم پزشکی در بیمارستانهای غزه هشدار داده و اعلام کرد که این امر بحران پیش روی آنها را عمیقتر کرده و فعالیتهای کادر درمان را مختل کرده است.
✒️: دونالد ترامپ، رئیس جمهور آمریکا طی اظهاراتی در جمع خبرنگاران در دفتر بیضی کاخ سفید اعلام کرد: نشستی که روز پنجشنبه در ترکیه برگزار خواهد شد را دستکم نگیرید. رئیسجمهور اردوغان میزبان فوقالعادهای خواهد بود.
ترامپ در پاسخ به سوالی درباره احتمال حضور او در نشست روسیه و اوکراین در استانبول گفت: نمیدانم در آن لحظه در کجا خواهم بود. در جایی در خاورمیانه خواهم بود اما اگر احساس کنم مفید خواهد بود، میتوانم به آنجا پرواز کنم.
گفتنی است مقامات روسیه و اوکراین اخیرا اعلام کردند که در خصوص مذاکره در استانبول به توافق رسیدهاند.
این نشست قرار است روز پنجشنبه 15 مه برگزار شود.
✒️: زلنسکی: رئیسجمهور اردوغان میتواند میزبان نشستهای سطحبالا برای صلح باشد. از همه کسانی که کمک میکنند، سپاسگزاریم.
✒️: ولودیمیر زلنسکی، رئیسجمهور اوکراین: از حضور رئیسجمهور ترامپ در نشست ترکیه در کنار ما استقبال میکنیم. این ایده صحیحی است. ما میتوانیم بسیاری از مسائل را تغییر دهیم.
✒️: پخواني روسي سیاستوال دیمتري اناتولیویچ مدودېدیف د جرمونو نړیواله محکمه د سیاسي تعصب، خپلمنځني ستونزو او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور له قوانینو سره په ټکر کې بللې او د دې محکمې د چارواکو او قاضیانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
هغه د روم اساسنامې نیمګړتیاوو ته په اشارې ویلي چې دغه محکمې د هغو هېوادونو د مشرانو په اړه د نیونې پرېکړې صادرې کړې چې د اساسنامې غړي هم نه دي.
نوموړي د جرمونو نړیوالو محکمې ناکامو ته په کتو د یوې داسې محکمې رامنځته کول اړین ګڼل چې د نسل وژنې ، جنګي او بشر ضد جنايتونو او ترهګریزو بریدونو دقیقه او بې پرې محاکمه وکړای شي.
✒️: وزارت خارجه ایران از پایان چهارمین دور مذاکرات غیرمستقیم میان ایران و امریکا خبر داده است.
اسماعیل بقایی سخنگوی این وزارت، میگوید که این مذاکرات میان تهران و واشنگتن «دشوار اما مفید» بوده و به منظور «درک بهتر از مواضع یکدیگر و یافتن راهحلهایی معقول و واقعبینانه برای حل مسایل مورد اختلاف» برگزار شده است.
✒️: وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په ښکاره له اوکرایني ولسمشر وغوښتل چې له روسي سیال سره د مخامخ خبرو وړاندیز ومني، ولادیمیر زېلنسکي ویلي، چمتو دی له ولادیمیر پوتین سره په ترکیه کې و ویني.
د رویټرز د راپور لمخې، زېلنسکي ویلي: "زه به د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې پوتین ته په تمه یم. هیله لرم دا ځل روسان پلمې و نه لټوي."
خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې پوتین به په خپله د مستقیمو خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ شي او که نه. پوتین او زېلنسکي وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې سره لیدلي دي.
✒️: د حماس یوه لوړپوړري چارواکي تېره ورځ (یکشنبه) رویټرز ته ویلي، د اسراييل پوځ یو سرتېری «ادان الکساندر»، به ډېر ژر د غزې په تړانګه کې خوشې شي. دا اقدام د اوربند هوکړې ته د رسېدو او بشري مرستو ته د اجازې ورکولو په لور یو ګام بلل شوی دی. دغه چارواکي د الکساندر د خوشې کولو کره وخت نهدی ښودلی؛ خو یوې باخبره سرچینې رویټرز ته ویلي، په ډېر احتمال سره به دغه بندي د راتلونکې سې شنبې په ورځ خوشې شي.
بلخوا، قطر او مصر چې د منځګړیتوب مهم رول لري، د دغه اسراییلي سرتېري خوشې کېدل یو هیلهمن کوونکی ګام بللی، چې ښايي د اوربند خبرو ته د ستنېدو زمینه برابره کړي.
✒️: د هند د پوځ د عملیاتو مشر، جنرال راجیو ګی، د یکشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د هند پوځ د روانې اونۍ په پیل کې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د پاکستان دننه په نورو سیمو کې عملیات وکړل چې په ترڅ کې له ۱۰۰ زیات جنګیالي چې مهم مشران یې هم پکې شامل و، وژل شوي دي.
اسوشیټېډ خبري اژانس راپور ورکړی چې جنرال ګی وویل، د هند وسلهوالو ځواکونو د وسلهوالو نهه تاسیسات او د روزنې مرکزونه په نښه کړي چې پکې د لشکر طیبه ډلې مرکزونه هم شامل دي.
✒️: اعضای پیشین نیروهای ویژه بریتانیا پس از سالها سکوت، به بیبیسی گفتهاند که جنایتهای جنگی جدی از سوی این نیروها در عراق و افغانستان صورت گرفته است.
این سربازان گفتهاند که نیروهای ویژه بریتانیا، افراد بی سلاح را شبها در خواب کشته و حتی کودکانی را که هنوز به سن جنگی نرسیده بودند، اعدام کردهاند. این اظهارات جدید شامل ادعاهایی جنایتهای جنگی بیش از یک دهه است؛ ادعاهایی که بیشتر از سه سال میشود توسط یک تحقیق عمومی به رهبری یک قاضی در بریتانیا بررسی میشود.
در گزارش آمده که قتل بازداشتشدگان در میان این نیروها به یک «امر عادی» مبدل شده بود که در میان این نیروها، واحدهای خاص سلطنتی نیز شاملاند. بر اساس گزارشی از بیبیسی، وزارت دفاع بریتانیا از دیگر سربازان پیشین این کشور نیز خواسته است، در صورتی که اطلاعاتی دارند، آن را ارایه کنند تا در تحقیقات جاری همکاری کرده باشند.
✒️: امریکا او چین نن (دوشنبه، د غويي ۲۲مه) د متقابلو تعرفو د پام وړ کمښت پر سر یوې هوکړې ته رسېدلي دي. د رویټرز د راپور لمخې، د امریکا د خزانې وزیر، سکاټ بېسنټ، له چینايي چارواکو سره د جینیوا له غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي، دواړو لورو هوکړه کړې چې د دې برخې اقدامات به د ۹۰ ورځو لپاره ودرول شي.
د نوې هوکړې لمخې به پر یو بل لګول شوې تعرفې تر ۱۱۵ سلنې پورې راټیټې شي.
✒️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، د پاکستان او هند ترمنځ مو د یوې اټومي جګړې مخه ونیوله او په خبره یې که شوې وای؛ دا به "ناوړه اټومي جګړه" وای او میلیونونه کسان به یې وژلي وو.
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې همداراز ویلي چې هند او پاکستان له امریکا سره د سوداګرۍ لپاره جګړه ودروله.
هغه یو ځل بیا وویل چې له دواړو هېوادونو سره به "ډېره" سوداګري کوي.
