No-IMG

حکمتيار: زموږ هېواد او په سيمي كي د اتمي جنگ گواښ

بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم

زموږ هېواد او په سيمي كي د اتمي جنگ گواښ

د هند او پاکستان تر منځ يو ځل بيا د يوه خونړي جنگ لړۍ پيل شوه؛ مخكيني درې ستر جنگونه او ډير نور واړه ئې هم تجربه كړي، ډېرى جنگونه ئې د كشمير په ارتباط وو؛ كشمير او مظلوم ولس ئې له هغي ورځي په پر له پسې توگه د خونړيو جنگونو قرباني شوي چي انگريزانو په دوو برخو ووېشلو؛ له فلسطين وروسته د كشمير غميزه د اسلامي امت په بدن كي زوړ او ژور پرهار وو؛ خو دا جنگ له مخكينيو له دې پلوه ژور توپير لري چي دا ځل دواړه په اتمي ځواكونو بدل شوي؛ كه جنگ مهار نه شي او خبره د اتمي وسلو كارولو ته ورسېږي؛ اتمي جنگ بريالى نه لري، مسئوليت به ئې د جنگ پيلوونكي پر غاړه وي.

له پاكستان د بنگله ديش د بېلېدا جنگ هم يو له دغو جنگونو وو، هند عملاً په دې جنگ كي ښكېل وو؛ بنگله ديش په 1971 كي له غربي پاكستان بېل شو؛ دا د هند لپاره تر ټولو ستره بريا او لويه لاس ته راوړنه وه؛ د دې پېښي په ارتباط په ډېرو اسلامي هېوادونو كي ستر او پراخ تظاهرات وشول؛ د بنگله ديش بېلوالى او په دې كي د هند لاسوهنه وغندل شوه؛ په افغانستان كي هم په دې اړه د جوانان مسلمان له لوري تظاهرات او په زرنگار پارك كي ستره غونډه وشوه؛ په دې غونډي كي شهيد انجنير حبيب الرحمن جامع او په زړه پوري وينا درلوده؛ زه په دې تظاهراتو او غونډي كي له شركت محروم شوم؛ دا مهال زه په زندان كي وم، نن چي زه د بنگله ديش په اړه څه ليكم دا همغه د نژدې 54 كلونو وړاندي د جوانان مسلمان د دريځ انعكاس دئ؛ نه نوى دريځ او وينا. د بنگله ديش د تأسيس له ورځي چي شيخ مجيب الرحمن قدرت تر لاسه كړ؛ بيا د ده د مشري لور شيخ حسينه تر تېښتي او هند ته پنا وړلو پوري؛ له لنډي مودې پرته؛ د هېواد ټول واك د ده د كورنۍ په اختيار كي او حكومت ئې د ډهلي تر اغېز لاندي وو، د ده لور شيخ حسينه پنځه ځله د صدارت مقام تر لاسه كړى؛ بالآخره په 2024 كي يو ځل بيا د دې كورنۍ د حكومت خلاف پاڅون پيل شو؛ له پراخي مرگ ژوبلي وروسته پاڅون كوونكي وتوانېدل د صدارت تر ماڼى ورسېږي؛ حسينه په تېښتي بريالۍ شوه او هند ته ئې پنا يووړه؛ هند دا د ځوانانو پاڅون او د هند پلوه حكومت نسكورېدا پاكستان ته منسوب كړه؛ په دې سره د پاكستان او هند سيالي نوي حساس پړاو ته داخله شوه؛ كه څه هم پاكستان د افغانستان په اشغال كي د امريكا ډېره مرسته وكړه، د زمكي او فضاء له لاري ئې امريكايي ځواكونه افغانستان ته راغلل؛ له 2001 تر 2014 پوري د امريكا ټول اكمالات لومړى د پاكستان او بيا د روسيې له لاري ول؛ د پرويز مشرف حكومت ډېر هغه افغانان ونيول او امريكا ته ئې لاس تړلي وسپارل چي د امريكا په تور ليست كي ول؛ خو امريكا سره له دې هند ته پر پاكستان ترجيح وركوله؛ دا ځكه چي د چين په خلاف ئې سټراټيژيك دوست او ملگرى وو؛ او پاكستان بيا همداسي د چين ملگرى دئ؛ په افغانستان كي د امريكا د شتون په دوران كي؛ هند ته دا فرصت په لاس ورغى چي د افغانستان له خاوري په استفادې سره د پاكستان په دوو هغو صوبو؛ بلوچستان او خيبر پښتونخوا كي؛ پراخ استخباراتي حضور او فعاليتونه ولري چي د محروميت احساس كوي او له مركزي حكومت شكايتونه لري؛ كه څه هم په دې صوبو كي د مركزي حكومت خلاف وخت نا وخت؛ كله په يوه او كله په بله بڼه؛ عملي مخالفتونو او اعتراضاتو سر اوچت كړى؛ خو د شل كلن امريكايي اشغال په دوران كي دې مخالفتونو جدي وسله واله بڼه غوره كړه؛ ډېرى څېړونكي د دې اصلي وجه دا گڼي چي امريكا هند ته دا اجازه وركړې وه چي په خلاص لاس استخباراتي فعاليتونه ولري؛ د شل كلن اشغال په دوران كي هند ته د ډېرو نورو امتيازاتو په څنگ كي دا امتياز هم وركړى شوى وو چي د ملي امنيت رياست به تل هند پلوه څېرو ته سپارل كېدو؛ او هند به د همدې رياست له لاري د پاكستان خلاف فعاليتونه تر سره كول، د پاكستان خلاف د ملي امنيت د استخباراتي فعاليتونو اړوند بودجې لويه برخه د هند له لوري تأمينېده. د طالبانو له دوهم ځل راتگ او په ځانگړې توگه د بنگله ديش د 2024 كال له پېښو او د هند پلوه حكومت له نسكورېدو وروسته؛ د ډهلي او اسلام آباد روابط مزيد ترينگلي او تشديد شول؛ نه يوازي په بلوچستان او خيبر پښتونخوا كي د خونړيو چاودنو، بريدونو، ترورونو، پر بسونو او اورگاډو لويو حملو، او هره ورځ د لسگونو ولسي خلكو او حكومتي پرسونل مرگ ژوبلي لړۍ روانه وه؛ بلكي د پاكستان نورو صوبو ته ئې هم لمن خوره شوې وه؛ پاكستاني چارواكو دا هر څه د هند استخباراتي ادارې راو (RAW) ته منسوبول؛ خو له دې ئې ډډه كوله چي د هند په خلاف مخامخ كوم اقدام وكړي؛ له څو كلونو اوږدې مودې وروسته؛ دا لومړى ځل وو چي د هند تر ولكې لاندي كشمير كي پر سيلانيانو بريد وشو؛ هيچا ئې مسئوليت قبول نه كړ؛ كه څه هم دا بريد د هغو سترو سترو بريدونو په پرتله ډېر ووړ وو چي په تېرو څو كلونو كي په پاكستان كي تر سره شوي؛ خو د هند غبرگون ډېر شديد، توند او فوري وو؛ داسي چي هر څېړونكي انگېرله هند له پخوا د داسي بريد لپاره پوره تيارى نيولى وو؛ په پاكستان كي د امنيتي پېښو شدت او پراخوالى ئې؛ د دې بريد مقدمه او پېلامه گڼله؛ له وضعيت داسي معلومېږي چي هند يو ځل بيا خپل ټول زور آزمويي؛ غواړي د كشمير هغه برخه هم ونيسي چي د پاكستان په واك كي ده، د دې هېواد متشنج سياسي وضعيت، د امنيتي پېښو او وسله والو بريدونو تشديد او پراخوالى، اقتصادي مشكلات او د كابل او اسلام آباد تر منځ ترينگلي روابط؛ ډهلى هڅولى چي له دې فرصت په استفادې سره د كشمير د پاته برخي د نيولو په ارتباط خپل بخت يو ځل بيا وآزمويي.

د دې ليكني په دوران كي او همدلته د دواړو لوريو د خارجه وزيرانو په كچه؛ فوري او بشپړ اوربند اعلان شو؛ او دا هم له هغه وروسته چي د پاكستان له لوري پراخ ځوابي عمليات تر سره شول او هند د دې عملياتو په مخنيوي كي پاته راغى؛ د اوربند په اعلان سره به زما په څېر ډېر هغه خوښ شوي وي چي نه غواړي په دې سيمي كي د بل خونړي جنگ شاهد وي؛ د مظلوم او بې گناه انسان د وينو تويېدا ئې ځوروي، يوازي هغه جنگ جائز گڼي چي له ځان او له خپلو ديني او ملي ارزښتونو د دفاع لپاره او د متجاوز او تېري كوونكي خلاف وي او په دې كي هيڅ غير محارب انسان ته د سر او مال هيڅ زيان ونه رسېږي؛ موږ د هند تر سلطې لاندي كشمير كي د سيلانيانو وژنه همدومره غندو لكه په پاكستان او بل هر هېواد كي په جوماتونو، عامه ولسي غونډو كي چاودني او پر بسونو او اورگاډو بريدونه غندو. دا د هغو كرايي او بې هدفه جنگياليو كار گڼو چي اجرتي قاتلان، بې فرهنگ او بې هدف جنگيالي دي؛ هر څوك ئې اخيستلى او د خپلو گنده اهدافو لپاره جنگولى شي؛ هيڅ مؤمن، اسلام ته ژمن او واقعي آزادى غوښتونكى جنگيالى دا لار نه غوره كوي.

موږ لكه څنگه چي په خپل هېواد كي عدالت غواړو او د افغان ولس د خوښي اسلامي نظام او صالح حكومت؛ همداسي په ټولو اسلامي هېوادونو كي؛ د خپلو گاونډيو په شمول؛ د عدالت پلوي كوو او ظلم غندو. دا د هر انسان مسلم حق گڼو چي له خپلو حقوقو دفاع وكړي او دا د هر مسلمان ايماني وجيبه؛ چي نه په خپله ظلم وكړي او نه د بل ظلم ته تسليم شي، له مظلوم دفاع وكړي، د ظالم مخي ته ودرېږي او مخه ئې ونيسي، او د حق او باطل تر منځ تلپاته مبارزې كي همغه اسلوب وكاروي چي دين او ايمان ئې ورته ټاكلي، په گاونډيو هېوادو كي ناامني او جنگ همداسي نه خوښوو لكه چي په خپل هېواد كي ئې نه غواړو

دې جنگ وښوده چي هم ډهلي په خپلي محاسبې كي اشتباه كړې وه او هم ټولو هغو لوريو چي هند ئې د پاكستان په پرتله له هره پلوه برلاسى او ځواكمن گڼلو؛ مخصوصاً هغه چي د جگړي پيل ئې په خوشحاليو، لاس پړكولو، نوكان جنگولو، د يوه او بل په حمايت كي ناسمو تبصرو، غلطو تحليلونو او دروغجنو تبليغاتو سره بدرگه كړ؛ خو هر څه د دوى د انتظار خلاف وو؛ پاكستاني فوځ په دې جنگ كي ځان بريالى گڼي، خپله بريا ئې په پراخو ولسي تظاهراتو سره ولمانځله، وايي د هند ډېر جهازونه ئې نسكور كړي، د S-400 په شمول ئې د هند د هوائي مدافعې سيستم داسي فلج کړى چي گڼ شمېر پاكستاني جهازونو په يو ځايي توگه په لسگونو ښارونو کي پر مهمو اهدافو بريالي عمليات تر سره کړل او سالم ستانه شول. بل لوري ته هند دا ادعاء ردوي او له اوربند وروسته هم د سندور عملياتو د دوام گواښونه كوي (سندور هغه سور خال دئ چي هندي نجوني ئې پېغلتوب ته رسېدو وروسته پر تندي وهي).

موږ د هغو په بد حال تأسف كوو چي دې جنگ ته خوښ وو؛ په دوى كي ځيني ئې هغه افراد او رسنۍ دي چي هم پر افغانستان د شوروي اتحاد بريد ته هڅېدلي او نڅېدلي او هم د امريكا بريد ته؛ او ځينو په داسي حال كي د دې نښتي د يوه او بل لوري حمايت كولو چي نه پوهېدل د دې خونړۍ جگړي لمبې او لوخړي به نن وي كه سبا جنگ ځپلي افغانستان ته هم رارسېږي.

موږ (انساني ورورولي) او (قومي برابري) ته د يوه ديني اصل په سترگه گورو، د قوم او سمت پر بنسټ جوړ شوي گوندونه او خوځښتونو د دې اصل منافي گڼو، محروم قومونه حق لري د خپلو حقوقو تر لاسه كولو لپاره مبارزه وكړي او هر مسلمان مكلف دئ د مظلوم مرسته وكړي؛ خو دا مبارزه بايد له داسي شعارونو او تگلارو سره توأم نه وي چي په وروڼو قومونو كي د منافرت او عداوت باعث او د ملتونو او هېوادونو په ويش او تجزيه منتج شي؛ خپل حق وغواړه او د تحقق لپاره ئې مبارزه وكړه؛ خو د ملت شمول صف په خوا كي او د وحدت او يووالي له شعار سره. مسلمان نه شي كولى او ايمان ئې اجازه نه وركوي چي د كوم گوند او ټولي قومي تركيب او د بېلتون او تجزيې شعارونه تأييد كړي؛ قوم پال خوځښتونه او شعارونه د استعماري ځواكونو له لوري د دوى په مستعمراتو كي او د ملتونو د تجزيې لپاره مهندسي شوي؛ اسلام قوم پالنه، قومي شعارونه، قومي عصبيت او دې عصبيت ته بلنه محكوموي؛ قرآن وايي د هر پيغمبر مقابله او مخالفت هغو جاهلو ولسونو كړى چي پيغمبر ته ئې ويلي: ستا لپاره خپل پلرنى دين نه شو پرېښودلى، ته چي څه وايي دا نوې او نا اشنا خبري دي، په خپل پلرني مذهب كي ئې نه مومو؛ پر قومي او سمتي بنسټ د ولسونو وېش او يوه ته پر بل ترجيح؛ له ديني پلوه حرام دي او له عقلي پلوه غير عادلانه، غير انساني او مضر، د هر هدفمن تحريك او خوځښت د تركيب او تگلارو بنسټ بايد د حق او باطل، ظالم او مظلوم، ښه او بد معيارونو پر اصل ولاړ وي؛ نه پر قومي او سمتي توپيرونو. په پاكستان كي بلوچ ليبريشن مومنټ؛ له پاكستان د بېلوالي او استقلال او د مستقل بلوچ هېواد جوړولو خوځښت دئ؛ نه له بل هېواد سره د يو ځاى كېدو خوځښت؛ حتماً پوهېږئ چي انگريزانو له دې سيمي د وتلو په وخت كي بلوچان ځكه په دريو برخو (افغانستان، پاكستان او ايران) ووېشل چي دوى د انگريزانو خلاف جنگېدلي وو؛ همغسي چي د هند مسلمانان ئې له همدې كبله په دريو برخو ووېشل؛ شرقي او غربي پاكستان او په هند كي پاته مسلمانان، كشميريان ئې هم په دوو برخو ووېشل؛ او پښتانه ئې هم؛ او تر منځ د ډيورند كرښه تېره كړه؛ دا كار ئې هم له مسلمانانو او ټولو قومونو د انتقام اخيستلو لپاره وو چي له انگريزانو سره جنگېدلي وو او هم په سيمي كي د تلپاته لانجو او منازعاتو راولاړولو لپاره؛ كله چي بريتانيا پر هند بريد پيل كړ د دې هېواد واكمني د مسلمانانو لاس كي وه؛ تر اوو پېړيو زيات ئې دا هېواد متحد ساتلى او د هر تېري په وړاندي ئې ترې دفاع كړې وه؛ د انگرېزانو انگېرنه او تشخيص دا وو چي له وېش پرته به د دوى وتل حتماً په دې منتج كېږي چي د هند واك بېرته د مسلمانانو لاس ته ورشي. اوس كه د بلوچانو په نامه مستقل هېواد جوړېږي؛ نو دا به د دې سيمي د ټولي اوسنۍ نقشې په تغيير منتج كېږي، د ايران او افغانستان بلوڅان به هم هڅوي چي له دوى سره يو ځاى شي؛ دا حالت يوازي پاكستان نه بلكي افغانستان او ايران ئې هم نه شي منلى؛ په دې سيمي كي فقط هند هغه هېواد دئ چي كېدى شي دا حالت د ځان په گټه وانگېري؛ دا به كوم كمعقله انسان وي چي گمان كوي بلوڅان به د بلوچ ليبريشن مومنټ تر مشرۍ لاندي؛ له پاكستان د بېلتون په صورت كي له افغانستان يا ايران سره يو ځاى شي يا به افغانانو ته د لوى افغانستان جوړولو مجال او فرصت په لاس ورشي؟! حقيقت دا دئ نه بل څه چي د پاكستان تجزيه به د ټولي منطقې د نقشې تغيير او د افغانستان د تجزيې مقدمه وي؛ هند به يوازي د پنجاب، سند او كشمير په نيولو بسنه نه كوي او بلوچستان او خيبر پښتونخواه به د سرو زرو په پتنوس كي كابل ته نه ډالۍ كوي؛ بلكي په كابل كي به هم خپل لاس پوڅى حكومت جوړوي، كه هند په خپل گاونډ كي مستقل او ځواكمن بنگله دېش، سريلانكا او پاكستان نه شي زغملى؛ نو څنگه به هغه مستقل او ځواكمن افغانستان مني چي پر ډهلي ئې څو پېړۍ حكومت كړى؛ آيا دوى به كله هم د غزنويانو، غوريانو او ابداليان واكمني او د دوى په لاس د سومنات ماتېدا هېره كړي؟! تر كله چي د هند واك د بنسټ پالو او افراطي هندي ډلو په لاس كي وي؛ نه به د هند اقليتونه خپل انساني حقوق تر لاسه كړي او نه به هند په خپل گاونډ كي خپلواك، آزاد او اسلامي حكومت وزغمي. هند لكه څنگه چي د بنگله ديش په بېلېدو كي عملاً ښكېل شو؛ همدا راز ئې په 1980 مي لسيزي كي د تامل ټايگرز (پړانگان) قومي اقليت ډلي مالي او نظامي مرسته كوله او له 1987 تر 1990 پوري ئې ځواكونو په سري لانكا كي د يوه لوري په حمايت او د بل لوري په خلاف فعال حضور درلود. د شوروي اتحاد خلاف جهاد په دوران كي هند د سيمي يوازينى هېواد وو چي د روسانو او كمونستانو ملاتړ او د مجاهدينو مخالفت ئې كولو.

ټول؛ كه افغانان دي كه زموږ گاونډيان؛ بايد دا حقيقت درك كړي: افغانستان نن په داسي موقعيت كي نه دئ چي وكولى شي له بل سره نظامي يا مالي مرسته وكړي؛ په خپله د نورو مرستو ته اړ دئ؛ وضعيت ئې داسي دئ چي كه بهرنۍ خيريه مؤسسې خېمي ورنه كړي؛ نو په خپله له راستنېدونكو مهاجرينو سره دا مرسته هم نه شي كولى؛ هغه چي غواړي د وسله والي مبارزې لار غوره كړي بايد د افغانانو له تجربو ئې زده كړي؛ موږ كمونستانو او ورپسې شوروي ځواكونو ته ماته وركړه، شوروي ځواكونه وتلو ته اړ شول؛ همدا ماته او ناكام وتل د بدمست او مغرور شوروي په زوال منتج شو؛ خو كله چي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت جوړېدو مرحله راورسېده؛ نو ټولو هغو هېوادونو د مجاهدينو خلاف گډه جبهه جوړه كړه چي په افغانستان كي ئې د شوروي ځواكونو فعال حضور ځان ته جدي گواښ گڼلو او له همدې كبله ئې په يوې او بلي بڼي د مجاهدينو ملاتړ كولو؛ همداسي چي واشنگټن او مسكو د مجاهدينو خلاف گډ دريځ غوره كړ او خپلمنځي رقابتونه ئې شا ته وغورځول؛ رياض او تهران او نورو رقيبو هېوادونو عين كار وكړ؛ د حزب اسلامي خلاف د جبل السراج ائتلاف د همدې رقيبو هېوادونو د استخباراتو په وساطت او مرسته جوړ شو.  

 

د هغي ورځي رارسېدو په هيله چي په افغانستان او ټولي سيمي كي واقعي عدالت او تلپاته سوله حاكم وي

 

حكمتيار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

محمد نسيم

ډير په زړه پوري مضمون دي الله تعالي مو حافظ او ناصر شه

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک