د مور ورځ دې بختور او مبارک وي!
مور د هر انسان په ژوند کې هاغه ستره معنوي ، فزیکي، مادي او په کائناتو کې هاغه لویه او ستره هستي او نعمت دی چې د هغې لپاره یوه ورځ ځانګړي او مختص کول به زما لیکوال له نظره مناسب نه وي ؛ خو په اوسنۍ غربي او اروپایي نړۍ او هیوادونو کې نه یوازي د «مور» لپاره ؛ نور داسي ورځې هم لمانځل کیږي چې د دې ترځنګ هماغه یوه ورځ یې مور ، پلار ، معشوقې او داسي نور د ټولنې افراد او عناصرو ته ځانګړي کړي وي چې د معنوي ارزښت تر څنګ ښه تجارت او مارکیتنګ ور باندي کیږي ؛ دا ځکه چې د ژوند چارې او د انسانانو ژوند په هره برخه کې د اقتصاد او مادیاتو سره سره په سیر او حرکت کې دی او په داسي ځانګړي ورځ مور لپاره تحایف او سوغاتونه ورکول کیږي او تر څنګ یې مور او د کورني نور غړي ورسره یو ځاي رستورانت ته ځي.
ز مونږ د افغانې ټولنې جورښت ځانته جلا جورښت ، او کورنیز او ټولنیز جورښت ځانګري دی چې کولاي شو د لوي دسترخوان تر شا او خوا په مېنې او محبت سره خپل د مېندو عزت ، اکرام او احترام ولرو او هره ورځ خپل د مور په قدر او معنوي ارزښت پوه شو.
نو راځي چې مونږ هم د مسلمان او افغان تر څنګ د ټولنې هر هاغه څه چې ز مونږ کلتور او عقایدو سره په ټکر او تصادم کې نه وي او کومه منفي اغیزه په ژوند چارو کې ونلري نو په هره جغرافیا او ټولنه کې چې ژوند کوو نو د ژوند د چارو څخه ، ښه او مثبتو پدیدو نه یې سالمه ګټه واخلو ؛ خپل د مېندو عزت ، درنښت د هغې په ژوند کې ولرو ؛ ځکه ز مونږ مبارک نبي حضرت محمد «ص» مهرباني کوي چې جنت د مور د قدمونو لاندي دی او همدا شانته په بل حدیث مبارک کې داسي روایت دی چې د مور حقوق د پلار په نسبت دري برابره او یا دري چنده دی.
مور داسي یوه مهربانه هستي او نعمت دی چې د هغې محبت ، احسان او کوم تکالیف چې د ژوند په درشل او چارو کې د بچیانو په قسمت کې ګالي چې دغه قلم د لیکنې او اوصافو یې عاجزه دی.
خو په پاي او لنډو ټکو کې خپل د مور او نورو مېندو قدر ، عزت او احترام فقد په الفاظو او کلماتو کې خلاصه نه شي او مونږ هر یوه دا مسؤولیت ، فرض او دنده لرو چې په عمل کې دا ثابت کړو چې مور په حقیقت کې دیره لویه هستي او نعمت دی دا ځکه چې الله متعال خپل کلام کې داسي مهرباني او سپارښتنه لري چې :- وَ بِالْوالِدَيْنِ إِحْساناً ……! !
همدا شان د مور د ورځې په پلمه او مناسبت د اوسنې حکومت مسؤولینو نه مې دا خواست او خواهش دی چې د علم ، مکتب او پوهنتون دروازې دې د خویندو او لونو په مخ خلاصې کړي چې ز مونږ ټولنه په علم او سواد سره سمبال مېندې ولري تر هاغه چې پر مختللی او په د علم سره سمبال کورني ، ټولنه او هیواد ولرو.
څښتن متعال دې هاغه مېندي سره زما د دغه غیر مرتب الفاظو جملاتو ، ټکو او کلماتو ترتیب کوونکي چې د مور او مېندې د ورځ په مناسبت مې ترسیم او حکاکي کړي ، کوم چې وفات شوي مغفرت او جنت یې ځاي کړي او ز مونږ هاغه خویندې او زنانه سره زما میرمن چې زما د بچیانو مور او نور ز مونږ خویندو ته دې چې اوس خپل په کورني او ټولنه کې مور دي نو هغوي ته دې د مور دغه ځانګرې ورځ دې مبارک ، بختور او منوره وي!
