No-IMG

که افغانستان دا لاندې شپږ مهم سکتورونه سم مدیریت کړي، نو یو خودکفاء او د سیمې په یو بډای هېواد به بدل شي

سادات

 

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې طبیعي شتمنۍ، موقعیت، ښه اقلیم او کارکوونکي خلک لري، خو لا هم د فقر، بیکارۍ، کډوالۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ دی.

دا هېواد که لاندې خپل مهم سکتورونه په سمه توګه مدیریت کړي، نو نه یوازې به له اوسني اقتصادي بحران څخه ووځي، بلکې د سیمې یو له بډایو او باعزته هېوادونو څخه به وشمارل شي.

۱. مخابرات – د افغانستان یو پرمختللی سکتور چې لا هم پراخېدو ته اړتیا لري.

افغانستان اوس مهال شاوخوا ۲۵ میلیونه موبایل کاروونکي لري. د مخابراتي شرکتونو عواید هر کال میلیونونه ډالر جوړوي، خو دا سکتور لا هم ډېر ظرفیت لوړولو ته ضرورت لري.

د 4G تکنالوژی په ځینو سیمو کې تطبیق او د 5G په ټول هیواد کې نشتون، د انټرنیټ لوړ قیمت، او د ځینو سیمو بې‌ برخې‌والی دا سکتور محدود کړی، چه باید د یونیورسل سرویسیز او یونیورسل اکسیز د پالیسو پر بنیاد ټول هیواد تر پوښښ لاندې راوستل شي.

که حکومت له دې برخې شفاف مالیات راټول کړي، پانګوال وهڅوي او د ساینس او ټکنالوژۍ پراخولو ته زمینه برابره کړي، نو دا برخه به د دولت یوه ډیره پیاوړې عایداتي منبع شي، سوداګرو او ملي تجارانو ته به د نوې تکنالوژۍ پر مټ د رشد زمینه برابره شي او د هیواد ډیر وګړي به په کار بوخت شي.

۲. د تيلو او ګازو زیرمې – پټه خزانه.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې (USGS) په ۲۰۱۰ کال کې اعلان وکړ چې افغانستان لږ تر لږه

- ۱.۹ میلیارده بیرله ناپیژندل شوي نفت لري

- ۱۵ تریلیونه مکعب فوټه طبیعی ګاز لري.

 - او همدارنګه ۵۶۹ میلیونه بیرله مایع ګاز هم لري.

دا زیرمې په ځانګړي ډول د هېواد په شمالي ولایتونو (مثلًا جوزجان، سرپل، فاریاب، او تخار) کې پرتې دي. که شفافې پانګونې او ملي مدیریت ورته وشي، نو افغانستان کولای شي چه خپل ځان ته انرژي برابره کړي، ګاونډیو ته یې صاداره کړي، او له دې لارې میلیاردونه ډالر عواید تر لاسه کړي.

۳. د اوبو مدیریت – له زېرمې څخه تر برېښنا پورې

افغانستان د پنځو تر ټولو مهمو سیندونو خاوند دی: آمو، هلمند، کابل، کنړ، او فراه رود.

د نړیوالو راپورونو له مخې، افغانستان هر کال شاوخوا ۷۵ میلیارده متره مکعب اوبه لري، خو یوازې ۳۵٪ یې ترې استفاده کېږي.

بندونه ډیر کم لرو، اوبه ضایع کېږي، او کروندګر له وچکالۍ ځوریږي.

که بندونه، کانالونه، او اوبو زېرمې جوړې شي نو کرنه به پراخه شي، د برېښنا تولید به زیات شي، او له اوبو به د ستراتیژیکې پانګې په توګه ګټه واخیستل شي.

۴. منرالونه – د ټریلیون ډالرو زېرمې.

د افغانستان د منرالونو ارزښت شاوخوا ۱ ترېلیون ډالر اټکل شوی. دا شتمني په لاندې مهمو منرالونو باندې ولاړه ده:

 - لیتیم (په لوګر، غزني، هلمند، بدخشان)

د برېښنایي موټرو، موبایلونو او نوې ټکنالوژۍ لپاره مهم عنصر دی.

 - مس (د مس عینک پروژه، د نړۍ له سترو پروژو څخه ده).

د عینک مسو تر څنګ د طلا او قدیمې آثارونو نښې هم شتون لري.

- طلا (په بدخشان، تخار، کابل، بغلان، هرات، فاریاب).

- کرومایټ، اوسپنه، ذغال، یورانیم، نمک.

افغانستان دا ټولې پراخې زیرمې لري، خو نه دي استخراج شوي. که دا برخه له فساد، ناقانونه کیندنو او بهرنیو لاس‌وهنو څخه وژغورل شي، د افغانستان اقتصاد به څو برابره وده وکړي.

۵. کرنه او مالداري – د ژوند اساس.

افغانستان شاوخوا ۸۰٪ خلک کرنه یا مالداري کوي، خو لا هم وارداتو ته اړتیا لري. افغانستان

 ۱۲ میلیونه هکتاره حاصلخېزه ځمکه لري، چې یوازې نیمایي برخه یې فعاله ده. همدا ډول افغانستان د انارو، زردالو، انځرو، بادامو او پستې په تولید کې نړیوال شهرت لري.

 همدا راز افغانستان شاوخوا ۳۰ میلیونه راسه څاروي لري (میږې، وزې، غواګانې، او اوښان).

که عصري کرنه، آبي سیستمونه، سړې خوني، پروسس او بسته‌بندي فابریکې جوړې شي، نو افغانستان کولی شي د کرنې له لارې ځان بسیا کړي، صادرات زیات کړي او خلګو ته کار پیدا کړي.

۶. وچه میوه او غالۍ – د هنر، عاید او نوم سرچینه.

 افغانستان هر کال زرګونه ټنه وچه میوه لکه پسته، بادام، ممیز، زردالو، انځر او اخروټ تولیدوي.

دا محصولات د هند، چین، دوبۍ او اروپایي هېوادونو بازارونه لري، خو ستونزه د صادراتي سړکونو، بسته‌بندۍ او مارکیټنګ ده.

 افغان غالۍ، چې په لاس او له طبیعي رنګونو سره اوبدل کېږي، په نړۍ کې ځانګړی نوم لري. خو دغه صنعت تقریباً سقوط کړی، ځکه بازار ته نه رسیږي. که دا برخه تقویه شي، خلک وهڅول شي، نندارتونونه، نښې (برنډونه) جوړ شي، نو دا به نه یوازې عاید راوړي، بلکې د افغان فرهنګ به هم نړیوال کړل شي.

که افغانستان پورته ذکر شوي شپږ سکتورونه په سمه توګه مدیریت کړي، نو بیکارۍ ته به د تل لپاره خدای پاماني ووايو. نور به افغانان د کار، ډوډۍ او ژوند لپاره پردیو وطنونو ته نه ځي. دلته به کار پیدا شي، فابریکې به فعاله وي، کروندې به حاصل خیزه وي، زیرمې به عاید ولري، او هر افغان به په خپل وطن کې په باعزته ژوند بوخت وي. تر ټولو ښکلی خبره او تصویر به دا وي چې، نور خلک به افغانستان ته د کار او فرصت لپاره راځي.

 دا وطن به د تیښتې او د هجرت نه، بلکې د هوساینې او د جذب وطن شي.

 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک