No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۱۰۱ افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، را خوشې شوي او د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت وايي، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو برخو کې نیول شوي وو او له ۲ تر ۵ ورځو په بند کې وو.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د اسانتیاو برابرولو په موخه غونډه وکړه.

د همغږۍ په دغه غونډه کې د اداري معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په تورخم کې  د کډوالو له پنډغالي لیدنه وکړي او د شته اسانتیاو او اړتیاو په اړه به خپل راپور له وزارت سره شریک کړي.

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت د ازبېکستان د ولسمشر، شوکت میرضیایف د څرګندونو په اړه چې ویلي یې دي، د افغانستان د انزوا مخنیوی دې وشي، هرکلی کوي. فطرت په دې وروستیو کې د کابل او تاشکند ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.

: ‏د هرات ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د هرات سلما بند د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه خوشې کړی شوی دی.

په اعلامیه کې یادونه شوې چې دغه اوبه به د هریرود د سیند ټولو کرنیزو ځمکو ته ورسېږي.

اوبه په داسې حال کې خوشې کیږي چې د هوا له تودېدو سره اوبو ته د کرنیزو ځمکو او بڼونو اړتیا زیاتیږي.

: ‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دولس ګونو کمېټو غونډه کړې.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې غونډه کې موظفو کمېټو ته دنده سپارل شوې، چې راستنېدونکو افغان کډوالو ته غوره خدمتونه وړاندې او د هغوی ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي.

: ‏د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې د واورې، تېز باران ورېدو، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.

: ‏د پاکستان بهرنيو چارو وزير او د ياد هېواد د لومړي وزير مرستيال اسحاق ډار د امريکا بهرنيو چارو وزير مارک روبيو سره په افغانستان کې د پاتې امريکايي وسلو او تجهيزاتو پر سرنوشت ټليفوني خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير په يوې اعلاميې کې ويلي، پاکستان له امريکا سره په افغانستان کې د پاتې شويو امريکايي پوځي تجهيزاتو د مسئلې د حل پر اړتيا هوکړه کړې ده: «دواړو لوريو په دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ییز امنیت، اقتصادي همکاریو او په ځانګړي ډول د افغانستان پر وضعیت بحث کړی

همدارنګه اسحاق ډار له امريکا سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا پر اهميت هم ټينګار کړی دی.

: ‏اروپايي ټولنه له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۹۷ میلیونه یورو مرسته کوي.

د یادې ټولنې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان، یونېسف او څو نورو بشرپاله ادارو له لارې ولګولې شي.

: ‏د ازبېکستان ولسمشر، شوکت میرضیایف تېره ورځ (دوشنبه، وري ۱۸مه) د دغه هېواد په پارلمان کې د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې باید "خپل ګاونډی هېواد افغانستان" هېر نه کړي.

هغه زیاته کړه چې پر دې باور دي چې په نړۍواله کچه د افغانستان له منزوي کېدو مخنیوی مهم دی. میرضیایف همدا راز د سرپرست حکومت له اوسنیو چارواکو سره جوړجاړی او خبرې اترې هم لازمي ګڼلې دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره په پام کې لري چې د افغانستان او یمن لپاره پاتې مرستې پاېته ورسوي. دغه مرستې چې ډېره برخه یې د خوړو نړۍوال پروګرام له لارې رسول کیږي، بندېدو یې د دغه بنسټ اندېښنې هم راپارولې دي.

د مرستو د درېدو په دغه بهیر کې ۱۴ هېوادونه شامل دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، د هغو کسانو لپاره چې له لوږې سره مخ دي، دغه اعلان د مرګ له حکمه کم نه دی.

: ‏د اسراييل اشغالګر پوځ د غزې په هغو سیمو کې چې په وروستیو ورځو کې یې نیولي دي، د ځمکې پاکولو او د څار برجونو جوړولو هڅې پیل کړې دي.

رویټرز خبري اژانس هم د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې د اسراييل له لوري په غزه کې له تازه نیول شویو سیمو ګڼ شمېر کسان کډه کولو ته اړ شوي دي.

اخوا الجزیرې په یوه راپور کې ویلي، د اسراييل په تازه بریدونو کې ۶۰ فلسطېنیان وژل شوي او د اوربند له پاېته رسېدو راهیسې ۴۰۰ زره کسان خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

: ‏رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې تېره ورځ (دوشنبه) د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا او ایران چمتو دي د تهران د اټومي پروګرام په اړه مستقیمې خبرې پیل کړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر و ویل، په عمان کې په دې اړه روان بحثونه نامستقیم دي. ټرمپ تر دې وړاندې جدي خبرداری ورکړی و چې که خبرې ناکامې شي، ایران به له "لوی خطر" سره مخ شي.

: ‏د خوړو نړۍوال پروګرام په یوه اعلامیه کې پر هغو راپورونو ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې ګواکې امریکا په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو د بېړنۍ مرستې د ملاتړ بهیر درولی دی.

 دا نړۍوال بنسټ وايي، که د امریکا دغه پرېکړه پلې شي، نو دا به د هغو میلیونونو کسانو چې له سختې لوږې سره مخ دي، د مرګ د حکم په څیر وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاتوي چې په دې تړاو د امریکا له بېلابېلو ادارو سره په اړیکه کې دي او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړې ده.

: ‏کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علیرضا بېکدلي د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي سره کتلي دي.

په دغه کتنه عباس عراقچي له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټينګار کړی دی. هغه زیاته کړې چې دواړه هېوادونه باید په بېلابېلو برخو کې ګډه همکاري ولري، په ځانګړې توګه هغه هوکړې په جدي توګه تعقیب شي چې د افغان وګړو د بېرته ستنېدو په اړه دي څو د خپل هېواد په بیارغونه کې رغنده ونډه واخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک