No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏د سمنګان په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا د هدف‌منو عملیاتو په لړ کې، د وسلو او مهماتو یوه لوبه زېرمه کشف او ضبط شوه.

د سمنګان د امنیې قومندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني طلوع نیوز ته وویل، چې دغه عملیات تېره شپه د دره صوف بالا ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ لخوا ترسره شوي، چې په کشف او ضبط شویو وسلو او مهماتو کې یو مېل دهشکه، دوه صندوقونه بم‌غورځونکې مرمۍ، اتلس فیره هاوان مرمۍ، ۳۸ صندوقونه د M-۴۰ او M-۴۱ مرمۍ، ۵۴ صندوقونه د دهشکې او پیکا مرمۍ، یو صندوق لاسي بمونه، ۲۱ تختې پرتله او یوه پایه مخابره شامل دي.

د رحماني په وینا، دغه وسلې او مهمات د پخواني حکومت له یوه پوځي کشف او ضبط شوي او یو کس هم نیول شوی دی.

: ‏وزارت صنعت و تجارت اعلام کرده که در سال جاری، ارزش مجموعی صادرات و واردات از طریق میدان‌های هوایی کشور به ۲۹۵ میلیون دالر رسیده است که از این میان، ۱۲۸ میلیون دالر را صادرات و ۱۶۷ میلیون دالر را واردات تشکیل می‌دهد.

: ‏د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، " د ځنګل کرنې او د معیشت ښه کېدو له لارې د ټولنې پر بنسټ د اقلیم د بدلون ځواب ویلو" پروژې مالي تمویل ترلاسه کړی دی.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا پروژه د ۹.۹۸ میلیونه ډالرو بودیجې سره، د لږو پرمختللو هېوادونو د صندوق (LDCF) په ناسته کې د دغه صندوق تر چتر لاندې د نړۍوال چاپېریال اسانتیاو (GEF) له لوري تصویب شوې ده.

۸.۹۸ میلیونه ډالر دغه بودیجه د نړۍوال چاپېریال اسانتیاو سازمان او ۱ میلیون ډالر د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام له لوري د همکارۍ په بڼه ورکړل شوې ده.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وایي، اسلامي امارت یو متوازن سیاست غوره کړی او په خبره یې، د یوه هېواد د خوښۍ لپاره د بل هېواد پر وړاندې نه جنګیږي. متقي عمان کې له افغان سوداګرو سره یوې ناستې کې ویلي، اسلامي امارت له نړۍوالو سره ښې اړیکې لري او غواړي افغانستان د منفي سیالیو پر ځای د اقتصاد او ټرانزیټ ډګر اوسي.

هغه لویدیځ ته په اشارې زیاته کړې چې د شل کلن "اشغال" پر مهال هېواد کې شاوخوا ۴ سوه زره انسانان په نشه یي توکو اخته شوي وو.

: ‏د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د کابو ۲٫۵ مېلیارده افغانیو په ارزښت د اتو پروژو تړونونه منظور، د ۱۳ تعدیل، د دوو لغوه کړي دي.د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د شپږو نورو پروژو تړونونه بیا په تدارکاتي پړاو کې دي.

: ‏دولت فلسطین در غزه: اسرائیل از زمان آتش‌بس 150 فلسطینی را کشته است.

دولت فلسطین در غزه با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد: اسرائیل از زمان آتش‌بس 150 فلسطینی را کشته است. شاهد آن هستیم که دولت اشغالگر اسرائیل اخیرا تعمدا جنایات خود علیه غیرنظامیان را افزایش داده و غیرنظامیانی که مشغول جمع‌آوری هیزم یا بررسی وضعیت خانه‌هایشان هستند، را هدف قرار می‌دهد.

: ‏آمادگی اسرائیل برای مذاکره درباره پیشنهاد آتش‌بس ویتکاف.

بنیامین نتانیاهو، نخست وزیر اسرائیل به تیم مذاکره‌کننده خود که از دوحه بازگشته‌اند دستور داد تا در چارچوب پیشنهاد استیو ویتکاف، نماینده ویژه دونالد ترامپ، رئیس جمهور آمریکا در امور خاورمیانه برای مذاکرات درباره توافق آتش‌بس در غزه آماده شوند.

: ‏اردوغان در تماس تلفنی با ترامپ گفت که از آمریکا انتظار دارد در دوره جدید، در مبارزه با تروریسم، گام‌هایی با رویکردی که منافع ترکیه را در نظر بگیرد بردارد، ‏اردوغان در گفت‌وگوی تلفنی با ترامپ تأکید کرد که لازم است فرآیند تأمین F-16 به نتیجه برسد و موضوع بازگشت ترکیه به برنامه F-35 نهایی شود.

‏اردوغان در گفت‌وگوی تلفنی با ترامپ تاکید کرد که از اقدامات قاطع و ابتکار عمل ترامپ برای پایان دادن به جنگ روسیه و اوکراین حمایت می‌کند.

: ‏د اېکسپرېس ټرېبیون په نوم پاکستانۍ ورځپاڼې په یوې خپرې شوې مقاله کې ادعا کړې چې افغانستان او هند د پاکستان بې ثباتۍ لپاره لاس سره یو کړی دی.

یادې ورځپاڼې د «کابل-ډیلي یووالي» تر سرلیک لاندې دغې مقاله کې څرګنده کړې چې دواړو هېوادونو د پاکستان کمزوري کولو لپاره لاسونه سره ورکړي دي.

مقاله کې نړیوالې ټولنې ته هم ګوت‌څنډنه شوې چې د پاکستان شکایتونو ته پاملرنه نه کوي.

اسلامي امارت بیا په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏د راپورونو له مخې، نن "یکشنبې" سهار شاوخوا ۳ بجې شمالي مقدونیې د کوکاني ښار په یوه شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله ۵۹ کسان مړه شوي او له ۱۰۰ زیات ټپیان دي.

 تر اوسه د دې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه شوی.

: ‏سنډې ‌ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې ۷۹ کلن پیټر رینولډز او ۷۵ کلنه مېرمن یې باربي، د روان زیږدیز کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په بامیان کې له خپل امریکايي ملګري في هال سره یوځای نیول شوي او کابل ته لېږدول شوي دي.

دغې ورځپاڼې زیاته کړې ده، چې هغوی د سختو امنیتي تدابیر لاندې یوه زندان ته لېږدول شوي او له یوه بله په جلا خونو ساتل کېږي.

ورځپاڼې د دې جوړې د لور پر حواله راپور ورکړی، چې د پلار روغتیا وضعیت یې خراب شوی او له اسلامي امارته یې غوښتي، چې هغوی خوشې کړي.

: ‏د امریکا په څو ایالتونو کې بړبوکیو لس کسان مړه کړي.

امریکایي چارواکي وایي، دغه بړبوکۍ چې شمېر یې ۲۶ ته رسېده د امریکا په ارکانسس، الینایس، میسي سي پي او میزوري ایالتونو کې وړمه شپه او تېره ورځ (شنبه) الوتلې وې.

په دغو بړبوکیو کې ۲۹ کسان ژوبل شوي هم دي.

: ‏د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د یوې چاودنې له امله د پاکستان پنځه سرحدي ځواکونه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲ نور ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د لومړنیو مالوماتو لمخې، دغه چاودنه یو ځانمرګی برید و.

راپور کې راغلي چې ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر د پاکستان د سرحدي ځواکونو له کاروان سره ټکر کړی دی. دغه پېښه کې د وژل شویو د شمېر د لوړېدو خبرداری هم ورکړل شوی دی.

: ‏شورای امنیت سازمان ملل فردا (دوشنبه) درباره پیش‌نویس قطع‌نامه‌ای برای تمدید ماموریت یوناما تا ۱۷ مارچ ۲۰۲۶ رای‌گیری خواهد کرد.

این شورا اعلام کرده که این پیش‌نویس بدون تغییر در وظایف و اولویت‌های یوناما ارایه شده و شامل موضوعاتی همچون حقوق بشر، به‌ویژه حقوق زنان و دختران، وضعیت اقتصادی و انسانی افغانستان، هراس‌افگنی، قاچاق مواد مخدر و وضعیت آوارگان داخلی است.

: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره سمندرګي کې پر امریکایي بېړیو د بریدونو په غبرګون کې د یمن پر حوثیانو هوایي بریدونه کړي، چې لږ تر لږه ۲۴ تنه پکې وژل شوي دي.

د یمن روغتیا وزارت ویلي، د دغه هېواد په مرکز صنعا کې دغو بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۹ ټپیان دي او د یمن په شمالي صعده ښار کې بیا د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي. پر دې سربېره د یمن په دیهان کې د برښنا یو سټېشن هم لمنځه تللی چې د سیمې خلک یې له برښنا محروم کړي دي.

: ‏وزارت صحت غزه اعلام کرده که در حمله هوایی اسراییل به شهر بیت‌لاهیا در شمال غزه، ۹ فلسطینی، از جمله سه خبرنگار محلی، کشته و چندین نفر دیگر زخمی شده‌اند.

به گزارش رویترز، در این حمله یک موتر هدف قرار گرفته است.

رسانه‌های فلسطینی نیز تایید کرده‌اند که سه خبرنگار محلی در این حمله جان باخته‌اند.

این حمله در حالی رخ داده است که آتش‌بس ۱۹ جنوری هم‌چنان میان حماس و اسراییل در وضعیت شکننده‌ای قرار دارد.

: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یوه اجراییوي فرمان کې د امریکا غږ په ګډون د دغه هېواد د دولتي رسنیو کارکوونکي تر بلې خبرتیا جبري رخصت کړل.

دغو کارکوونکو ته به تر بلې خبرتیا خپل معاشونه ورکول کیږي. د رویټرز د راپور لمخې، امریکا د ازادۍ راډیو بودیجه هم پرې کړې ده. ټرمپ او متحدینو یې امریکا غږ د محافظه‌کارانو پر ضد په تعصب تورنه کړې او دا رسنۍ یې "د امریکايي مالیه ورکونکو پر اوږو اضافي بار" بللې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک