مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د اسلامي امارت رهبر په یوه نوي حکم کې د جوماتونو د برېښنا لګښت معاف کړی او له دولتي ادارو یې غوښتي چې نور د دې لګښت د تادیې غوښتنه ونه کړي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، د دغه حکم د خپرولو پر مهال ټینګار کړی چې جدي څارنه به وشي څو د جوماتونو برېښنا نورو ځایونو کې ونه کارول شي.
✒️: د هرات د ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له متحده عربي اماراتو د ۲۰ واګوني بورې جوپه هېواد ته رسېدلې ده. په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دا جوپه د ایران د ۶ واګوني سمنټو له یوه ریل سره یو ځای، د خواف-هرات د وسپنې پټلۍ له لارې هرات ته را رسېدلې ده.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ لیکلي، په اتلانو جام سیالیو کې له ښه ځلېدو وروسته، د ملي لوبډلې، لوبغاړی عظمت الله عمرزي په نړۍوالو یو ورځنیو لوبو کې د نړۍ د غوره الرونډرانو په کتار کې لومړی ځای ونیوه. د کرېکټ بورډ په وینا، د افغان لوبډلې بل لوبغاړی، محمد نبي بیا دویم مقام او راشد خان په دغه کتار کې ۶م ځای لري.
ابراهیم ځدراڼ بیا د یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو د توپوهونکو په درجه بندۍ کې ۱۰م مقام خپل کړی دی.
✒️: د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون طلوعنیوز ته وایي، چې تورخم کې د پاکستاني پوځیانو د برید له امله د پژواک خبري اژانس تصویر اخیستونکی ولي محمد شینواری، د شمشاد خبريال هدايت شاه هدايت او د حریت راډیو خبریال عزیزالحسن نعماني ټپيان شوي دي.
ښاغلی بدلون وايي، چې دا خبریالان د پاکستاني پوځیانو د هاوان مرمۍ د توغولو له امله لګېدلي او ټپیان شوي.
✒️: د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه غږیز پيغام کې ویلي، اسلامي امارت له داعش سره په مبارزه کې دی او دغه ډله هڅه کوي افغانستان ناامنه کړي.
ښاغلی مجاهد د نوم له ښودلو پرته ویلي، په ځينو هېوادونو کې داعش روزل کېږي او زیاته کړې یې ده چې له داعش ډلې باید په سیاسي او نورو موخو کې استفاده ونهشي. ښاغلي مجاهد دغه څرګندونې، په پاکستان کې د کابل هوايي ډګر د ٢٠٢١ کال د برید د طراح د نیولو په غبرګون کې کړې دي.
✒️: ځايي سرچینې وايي چې تورخم کې پر ډیورنډ فرضي کرښې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
سرچینې زیاتوي چې افغان ځواکونو د پوستو پر جوړولو کار پیل کړی و چې د پاکستاني ځواکونو له لوري پرې ډزې شوې او افغان ځواکونو هم ځوابیه برید ترسره کړی دی.
مسوولینو لا د دغې نښتې په تړاو څه نه دي ویلي.
✒️: د الجزیرې راپور له مخې؛ عرب مشرانو د مصر پلازمېنه قاهره کې د غزې بیارغونې لپاره د دغه هېواد طرحه تصویب کړه.
راپور کې راغلي چې دغه طرحه درېیو پړاوونو کې پلې کېږي چې لګښت یې ۵۳ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې دا طرحه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې طرحې بدیل ګڼل کېږي چې له غزې یې د فلسطینیانو د وتلو وړاندیز کړی و.
✒️: زلمی خلیلزاد نماینده پیشین ویژه امریکا برای صلح افغانستان میگوید که تنشهای به میان آمده میان نیروهای افغان و پاکستانی در تورخم باید از راههای دیپلوماتیک حل شود.
در صفحه ایکس وی آمده است، باید اطمینان حاصل شود که خاک هیچ کشوری علیه دیگری استفاده نمیشود و هر دو کشور باید در این زمینه به توافق برسند.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د سوریې انتقالي حکومت له مشر احمد شرع سره کتلي دي.
د یاد سازمان ویاند استفن دوجاریک ویلي چې دغه کتنه کې د سوریې لپاره د نوي مسیر پر ټاکلو، خنډونو، بیارغونه او بشري اړتیاوو خبرې شوې دي.
✒️: سازمان جهانی بهداشت اعلام کرد که در ماه جنوری سال جاری از ۱۳۱ مرکز صحی در ۲۰ ولایت افغانستان حمایت کرده و ۹ شفاخانه را در ۷ ولایت توسعه داده است. این نهاد در خبرنامهای افزوده که از ۱۲ مرکز درمان اعتیاد به مواد مخدر و ۲ مرکز درمان جایگزین مواد افیونی در ۱۲ ولایت پشتیبانی کرده و با ۶ سازمان غیردولتی برای ارایه خدمات درمانی همکاری داشته است.
✒️: د جرمني بهرنیو چارو وزیرې، انالېنا باربوک تېره ورځ په یوه غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانانو ملاتړ ته به دوام ورکوي. هغې زیاته کړې چې افغانستان ته بشري مرستې، خوراکي توکي او روغتیايي مرستې رسوي او پرته له دې چې د سرپرست حکومت لاسرسی ورته وي، د نړۍوالو بنسټونو له لارې رسيږي. باربوک د افغان ښځو او نجونو پر ملاتړ هم تر ټولو زیات ټینګار کړی دی.
✒️: د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یو اېن-هبیتات) د افغان ښځو او نجونو د حقونو، ونډې او پیاوړتیا په اړه پر خپلې ژمنتیا یو ځل بیا ټينګار کړې دی.
په افغانستان کې د دغې ادارې استازې، سټېفني لوز، د ښځو د نړۍوالې ورځې د رارسېدو په درشل کې وايي، زدهکړو، روغتیا او پاکو اوبو ته لاسرسی د افغانستان د ښځو او نجونو له ژوند سره ژور تړاو لري.
✒️: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ تېره شپه واک ته له رسېدو وروسته په لومړي ځل د دغه هېواد کانګرس کې خبرې وکړې.
هغه پخپلو خبرو کې له افغانستانه وتل له "شرمه ډک" وبلل او زیاته یې کړه چې دا د امریکا په تاریخ کې "شرموونکې" شېبه وه.
ټرمپ د داعش د هغه غړي د نیول کېدو او په امریکا کې د محاکمه کېدو په اړه هم یادونه وکړه چې له افغانستانه د وتلو پر مهال یې د کابل هوايي ډګر په برید کې لاس و چې له امله یې ۱۳ امریکايي ځواکونه و وژل شول.
✒️: د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې چارو څانګې د امنیت شورا د راتلونکې غونډې مهال ویش اعلان کړی دی.
د دغه مهال ویش لمخې، په پام کې ده چې د روانې مارچ میاشتې په ۱۰مه (دوشنبه) افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر مشره، روزا اوتونبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
په پام کې ده چې د ډنمارک په مشرۍ په دغه غونډه کې افغانستان کې د یوناما د ماموریت په اړه چې د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۷مه پاېته رسیږي، د برخلیک په اړه خبرې وشي.
✒️: رویترز به نقل از چهار منبع آگاه میگوید که امریکا و اوکراین در آستانه امضای توافقنامهای مواد معدنی هستند.
قرار بود این توافق روز جمعه امضا شود، اما پس از تنشهایی که در دفتر بیضی میان ترمپ و ولادیمیر زلنسکی، رییسجمهور اوکراین، شکل گرفت، بینتیجه ماند. به گزارش رویترز ترمپ به مشاورانش گفته بود که قصد دارد این توافقنامه را در سخنرانی خود در برابر کانگرس روز گذشته (سهشنبه) اعلام کند. با این حال، منابع هشدار دادهاند که توافق هنوز امضا نشده است و ممکن است شرایط تغییر کند.
✒️: د کاناډا لومړي وزیر، جسټېن ټروډو پر اېکس لیکلي، د امریکا تعرفې چې تېره ورځ د کاناډا پر سوداګرۍ لګول شوي، کاناډا هم ورته غبرګون ښودلی دی.
د ټروډو په وینا، کاناډا به هم د ۱۵۵ میلیارد ډالرو په ارزښت پر امریکايي محصولاتو ۲۵٪ تعرفې ولګوي. هغه زیاته کړې چې په لومړي ګام کې به په دغو تعرفو کې۳۰ میلیارد ډالر ارزښت لرونکي توکي سمدستي شامل شي او پر پاتې ۱۲۵ میلیارد ډالرو ارزښت توکو به په ۲۱ ورځو کې تعرفه نافذه شي.
✒️: د امریکا د کانګرس غړي، مایک لالر په یوه لیک کې له ولسمشر ډانلډ ټرمپ غوښتي چې په امریکا کې د افغانانو د بیا میشتېدو مرکز (CARE) و نه تړي. هغه د ټرمپ د حکومت د دغې پرېکړې په اړه خپله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې هغه افغانان چې امریکا ته ورځي، عادي یا ناقانونه کډوال نه دي.
نوموړي په دې لیک کې زیاته کړې چې دا پرېکړه د هغو له ۲۰۰ زرو زیاتو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي، چې شل کاله یې له امریکايي ځواکونو سره په افغانستان کې همکاري کړې ده.
دغه د کانګرس غړي خبرداری ورکړی چې دا ډول پرېکړه به لنډمهالې او اوږدمهالې پایلې ولري.
✒️: رویټرز د یوې سرچینې له قوله ویلي، روسیې د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی، په داسې حال کې چې کرملېن ژمنه کړې چې د تهران د اټومي پروګرام پر سر د ترینګلتیاو د سولهییز حل لپاره به هر ډول ممکنه هڅه وکړي.
د روسیې دولتي رسنۍ "زوییزدا" د سېشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د کرملین ویاند، دېمتري پسکوف ویلي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د تهران او واشنګټن ترمنځ د اټومي پروګرام د خبرو لپاره د منځګړیتوب هوکړه کړې ده.
✒️: رویټرز خبري اژانس د څلورو سرچینو له قوله وايي، امریکا او اوکراین د معدني یا کاني توکو د یوې هوکړې د لاسلیکولو په درشل کې دي.
په پام کې وه چې دغه هوکړه مخکې تر دې، د جمعې پر ورځ د سپینې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شي خو د یوې ترینګلې غونډې وروسته دغه هوکړه وروستۍ نه شوه. د راپور لمخې، ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي وو چې غواړي دا هوکړه د سېشنبې په ورځ د کانګرس پر وړاندې په خپله وینا کې اعلان کړي، خو، سرچینې خبر ورکړی چې لا هم دغه هوکړه نه ده لاسلیک شوې.
✒️: د افغانستان ځانګړي بشري صندوق اعلان کړی چې ډنمارک له دغه صندوق سره ۵۰ میلیون ډنمارکي کرون (۶.۹ میلیون امریکايي ډالر) مرسته کړې ده.
دغه صندوق پر خپل اېکس له ډنمارک مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه مرستې د بې ځایه شویو، ښځو او نجونو د پیاوړتیا لپاره مهمې دي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو څانګو خبرداری ورکړی چې له تېرو پرلپسې درېیو ورځو راهیسې غزې ته غځېدلې لارې تړلې دي او که دغه وضعیت دوام وکړي، هلته د مېشتو ملکي وګړو ژوند به له سخت ګواښ سره مخ شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفان دوجارېک یوې خبري غونډې ته هم ویلي، اسراييل یې غزې ته د بشري مرستو د رسولو مخه نیولې ده.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ژمنه عملي کوي او په یمن کې د انصارالله غورځنګ غړي (حوثیان) د ترهګرې ډلې په توګه نوموي. مارکو روبیو په دغه اعلامیه کې ویلي، حوثیان په منځني ختيځ کې امریکايي وګړي، هلته د امریکا متحدین او د نړۍوالې سمندري سوداګرۍ ثبات ګواښي.
