مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس، حافظ عبدالبارې راشد وايي، په سنګین، موسی کلا او باباجي ولسوالیو کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٥ تنه مړه او ۶ نور ټپیان دي. راشد زیاتوي چي د سنګین ولسوالۍ د شهزادې په سیمه کې سیلابي اوبو د یوه کور چت غورځولی چې دوه ماشومانې پکې مړې دي.
✒️: د پوهنې وزارت ویاند، منصور احمد حمزه پر اېکس لیکلي چې دغه وزارت د سواد زدهکړې د پراختیا او عامولو په موخه له ۲۴ وزارتونو او ادارو سره د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیکوي. هغه زیاته کړې چې دغه هوکړې به د سواد زدهکړې کورسونو پراخولو، اسانتیاو برابرولو او بېسواده وګړو ته د زده کړې فرصتونو زیاتولو کې مرسته وکړي.
✒️: در پی بارش سنگین برف، راه مواصلاتی بلخاب به مرکز سرپل مسدود شده است.
نعمتالله رحمانی رییس فواید عامه سرپل، به طلوعنیوز میگوید که مسیر ولسوالی بلخاب در منطقه "قمکوتل" به دلیل بارش شدید برف و طوفان مسدود شده است.
✒️: د پکتيا برېښنا حوزوي رييس، انور شاه رسنيو ته وايي، د تېرې شپې واورې له امله د ګرديز ښار اړوند سيمه کې د برېښنا شاوخوا دېرش ستنې چپه شوي چې له امله یې د ګرديز ښار اړوند ډيری سيمې له برېښنا بې برخې شوې دي.
نوموړی زياتوي چې د ځينو سيمو برېښنا يې بېرته نښلولې او پاتې به هم ژر ونښلول شي.
✒️: د غزني سیمه ییز مسولن وایي، د وروستیو ورښتونو له امله د دغه ولایت په ګیرو، ناوه او مقر ولسوالیو کې، یو شمېر کورونه او هټۍ نړیدلي خو په خبره یې چاته تلفات نه دي اوښتي. مسوولین دغه راز زیاتوي، مالستان او اجرستان ولسوالیو ته غځېدلې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړلې دي چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.
✒️: د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د عامه اړیکو رییس، عبدالله جان سایق وايي د دغې ادارې د ژغورنې ټیمونه هغو سیمو ته رسېدلي چې د ورښتونو او سیلابونو له امله زیانمن شوي دي. هغه زیاتوي چې راتلونکي کال کې پلان لري چې پېښو ته د چمتووالي د عامه پوهاوي پروژې پلې کړي.
✒️: کابل کې د ترکیې سفارت پر خپل اېکس لیکلي، فراه کې د تېرې ورځې په سیلابونو کې د یو شمېر کسانو د مړینې په اړه خواشیني څرګندوي.
ترکیې سفارت د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د بېړنۍ روغتیا هیله یې څرګنده کړې ده.
✒️: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سیالیو په لړ کې په خپله دویمه لوبه کې سیالې لوبډلې ته د ۳۲۶ منډو هدف وټاکه. د افغان لوبډلې لپاره پیلیز توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې ۱۷۷ منډې جوړې کړې.
✒️: شاهراه سالنگ از ساعت ۰۷:۰۰ امشب دوباره بهروی رفتوآمد مسدود شد
محمداشرف حقشناس سخنگوی وزارت فواید عامه در خبرنامهای گفته شاهراه سالنگ که امروز با بهبود نسبی وضعیت هوا برای ساعاتی باز شده بود، به وسایطی که در دو طرف تونل منتظر بودند، اجازه حرکت داده شد؛ اما با آغاز مجدد ریزش برف همراه با طوفان، دوباره بهروی ترافیک مسدود شده است.
✒️: عراق: تلاش میکنیم با دولت جدید سوریه روابط دوستانه برقرار کنیم.
عبداللطیف رشید، رئیس جمهور عراق گفت که آنها برای برقراری روابط دوستانه با دولت جدید سوریه بر اساس احترام متقابل، همکاری و عدم مداخله در امور داخلی یکدیگر تلاش خواهند کرد.
✒️: فیدان: ترکیه در پایان جنگ روسیه-اوکراین نقش مهمی ایفا خواهد کرد.
هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه طی نشست خبری مشترک با ماکا بوچوریشویلی، وزیر امور خارجه گرجستان در آنکارا درباره پایان جنگ بین روسیه و اوکراین تاکید کرد: ترکیه، بهعنوان یک کشور قدرتمند و تأثیرگذار در منطقه، نقش مهمی در برقراری، حفظ و تداوم صلح و آتشبس ایفا خواهد کرد.
✒️: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق د افغانستان لپاره د جرمني له شارژدافیر رولف رین هارډ سره کتلي دي.
د صادق پر اېکسپاڼه راغلي چې دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې د شته ننګونو په اړه خبرې کړې دي.
✒️: د پاکستاني رسنیو راپورونو له مخې؛ د یاد هېواد حکومت پلان لري څو ناقانونه افغان کډوال وباسي.
راپورونو کې راغلي چې دغې پړاو کې به شاوخوا ۸۰۰ زره کسان د بېځایه کېدو له ګواښ سره مخ شي.
✒️: راپورونه کاږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنځه میلیونه ډالرو په بدل کې د تابعیت د سرو زرو کارټ ویزې پلان اعلان کړی دی.
راپورونه زیاتوي، چې له دغې لارې خلک کولی شي څو امریکا کې پانګونه وکړي او تابعیت ترلاسه کړي.
✒️: یوه فدرالي قاضي حکم کړی چې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ فرمان، چې په دغه هېواد کې د کډوالو د منلو قضیې د ځنډولو په اړه دی، باید ودرول شي. جمال وایټهېډ ویلي، دا اقدام د ټرمپ له صلاحیتونو پورته دی او د امریکا کانګرس د واک ناقانونه غصب ګڼل کېږي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې دا حکم د هغو ډلو د شکایت په ځواب کې صادر شوی چې د افغانستان او نورو هېوادونو د کډوالو ملاتړ کوي.
✒️: سازمان همکاری اسلامی در گزارش هفتگی خود آمار تلفات و خسارات جنگ غزه را منتشر کرده است.
بر اساس این گزارش، از ۷ اکتوبر ۲۰۲۳ تا اکنون، در حملههای اسراییل ۵۰ هزار فلسطینی کشته شده و سه کمپ مهاجران تخلیه شده است.
سازمان همکاری اسلامی میافزاید که اسراییل در کرانه باختری بیش از هزار واحد مسکونی را بهطور اجباری احداث کرده است.
✒️: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ رسنیو ته ویلي، د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي د جمعې پر ورځ (فېبروري ۲۸مه) واشنګټن ته ورځي.
هغه زیاته کړې چې د دغه سفر موخه د یوې لویې هوکړې لاسلیکول دي خو د دغې هوکړې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي. رویټرز خبري اژانس وايي، دغه خبرې داسې مهال کیږي چې دواړو لورو تېره اونۍ له یو بل سره توندې خبرې کړې وې.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو پر اېکس لیکلي چې د سعودي عربستان له دفاع وزیر، خالد بن سلمان سره یې کتلي دي.
هغه ویلي په دغه کتنه کې یې د سعودي او امریکا ترمنځ د ګډو ګټو، ګډ مشارکت او د منځني ختیځ د ثبات په اړه خبرې کړې دي. مارکو روبیو ویلي، د ټرمپ ادارې ته له سعودي سره اړیکې لومړیتوب دی.
✒️: حماس غورځنګ ویلي، د مصر پلازمېنې قاهرې ته د سفر پر مهال، یو ځای او په یوه وخت د ټولو فلسطېني او اسراييلي بندیانو او د مړو د جسدونو د تبادلې هوکړه شوې ده. رویټرز خبري اژانس د حماس له قوله ویلي، دا هغه هوکړه ده چې د اوربند په لومړي پړاو کې پرې خبرې شوې وې. دغې فلسطيني غورځنګ یوځل بیا د اوربند ټولو پړاونو او شرایطو ته پر ژمنتیا ټينګار وکړ.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف تهران ته په خپل سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر، مسعود پزشکیان او بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي سره کتلي دي.
رویټرز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له قوله لیکلي، په دغو کتنو او خبرو اترو کې د اټومي پروګرام په اړه د دواړو لورو ترمنځ همغږي ښودل شوې ده. د دغو خبرو سربېره د اعلامیې پر بنسټ، د دواړو بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ د سیمې پر مسایلو هم پراخ بحثونه او خبرې شوې دي.
✒️: د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر خپل اېکس لیکلي، سرګي لاوروف د ترکیې او ایران له سفر وروسته د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.
د راپورونو لمخې، دوحې ته د روسیې بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي لاوروف وروستی سفر په تېر ډسمبر میاشت کې و چې د دوحې فورم غونډه کې یې برخه اخیستې وه او د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې کتلي و.
