مهم ترين های امروز دوشنبه
✒️: دوشنبه د حوت شپږمه؛ ۱۴۰۳: قدرمن مشر پرون ماښام د زووم «Zoom» اپليکيشن له لارې په ژوندۍ بڼه د خپل نوي تخليقي اثر «اسلامي اقتصاد» پر موضوع له يو شمېر بهرمېشتو متعهدینو سره په ژوندۍ بڼه ځانګړې ناسته وکړه.
قدرمن مشر په ياده ناسته کې د اسلام د اقتصادي نظام پر اساسي تګلارو تفصیلي بحث وکړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې مفصل ځوابونه ورکړل.
نوموړي همداراز په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې اسلامي اقتصاد یوازې نظرياتي بحث نه دی، بلکې د عملي تطبیق لهپاره کوټلې او واضح حللارې او تګلارې لري، او پر وينا يې چې؛ که په سم او دقيق ډول تطبيق شي، په ټولنه کې شته اقتصادي ستونزې ورسره سلسلنه حلېدای شي.
✒️: د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، عبدالطیف منصور، ویلي کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې د ارزونې او طرحې پړاونه بشپړ شوي دي.
ښاغلي منصور دا موضوع د کابل ښار د ګذر له وکیلانو سره په کتنه کې یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې له بودیجې د تامینېدو وروسته به د دغې پروژې عملي چارې په رسمي ډول پیل شي. همداراز، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ټینګار کړی چې د برېښنا د کمښت د ستونزې د حل لپاره یې هم یو شمېر پروژې د عملي کېدو په لړ کې دي.
✒️: د تورخم کمیسار عبدالجبار حکمت، طلوعنیوز ته ویلي، پاکستاني لوري دا دروازه د درېیمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ -راتګ پر وړاندې تړلې ده. عبدالجبار حکمت وایي، نن مازیګر مهال له پاکستاني مسوولینو سره غونډه کوي او له مقابل لوري سره به د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه خبرې وکړي. نوموړي له مسافرو او ناروغانو غوښتنه کړې چې څو دروازه پرانیستل شوې نه وي تورخم ته دې له تګ - راتګ ډډه وکړي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، محمد نعیم د اذربایجان له سفیر، الهام محمدوف سره کتلي دي.
د یوې خبرپاڼې لمخې، په دغه کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال د "کوپ ۲۹" غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون او د اذربایجان له همکاریو مننه کړې ده. ښاغلي محمدوف هم د اذربایجان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او پرمختګونو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد له افغانستان سره اړیکو ته ارزښت ورکوي، له همدې امله یې کابل کې سفارت پرانیستی او باکو کې یې د اسلامي امارت ډیپلوماټان منلي دي.
✒️: د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر نن (دوشنبه، د سلواغې ۶مه) د اوبو په نړۍوال څېړنیز کنفرانس کې د وینا پر مهال په اوسني عصر کې د اوبو د ارزښت په اړه خبرې وکړې. هغه زیاته کړه چې اوبه یوه طبیعي سرچینه ده، خو د اقلیمي بدلونونو، د اوبو ککړتیا کچې لوړېدو، د انسانانو زیاتېدونکو اړتیاو او له اوبو سره د انسانانو د ناسم چلند له امله په جدي توګه د هغه کمښت حس کېږي او په مسلسله توګه د کمېدو په حال کې دي.
✒️: د افغانانو د نړۍوالې شورا غړو چې د برېټانیا په برمېنګهم ښار کې مېشت دي، په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین، سیاسي بېثباتۍ او د سولې پر ننګونو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. په دغه اعلامیه کې، دوی د بشري مرستو د وړاندې کولو، د ټولو لپاره د زدهکړې حق، نړۍوال تعامل، او برېټانیا کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو حل غوښتنه کړې ده. همداراز، اعلامیه کې په افغانستان کې د جګړې د بیا پیلولو هر ډول هڅې په کلکه رد شوي.
✒️: د قزاقستان سفیر هرات کې په یوه غونډه کې ویلي، له افغانستان سره د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو پراخول د دغه هېواد د کاري لومړیتوبونو برخه ده. د هرات ولایت د رسنیو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات والي په دغه غونډه کې له ګاونډیو هېوادونو او د افغانستان له سوداګرو وغوښتل چې له شتو فرصتونو د اقتصاد د پراختیا، سوداګرۍ او ټرانزیټ د ودې لپاره ګټه واخلي. دا غونډه د هرات د والي، د ځینو کونسلګریو د استازو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مسوولینو، سوداګرو او صنعتکارانو په ګډون جوړه شوې وه.
✒️: د بامیان د والي ویاند وايي، د دوو تنو له ډلې، د عزیز په نوم د هغه کس مړی موندلی شوی، چې د پنجاب ولسوالۍ د "ترغي" کلي کې د واورې ښویېدو له امله تر واورې لاندې ګیرپاتې وو. صبور سیغاني د دې پېښې په اړه ویلي، چې شپږ ورځې وړاندې دوه کسان هغه مهال، چې له بهسود ولسوالۍ د پنجاب ولسوالۍ پر لور روان وو، د ترغي په کلي کې، چې یو غرنی کلی دی، په واوره کې بند پاتې شوي وو، اوس د هغوی له ډلې د یوه تن مړی پيدا شوی او دویم لا هم نادرکه دی.
✒️: در پی منحرف شدن یک موتر نوع سراچه از مسیر اصلی در بدخشان، دو نفر جان باختند و پنج نفر دیگر زخم برداشتند.
احسانالله کامگار سخنگوی فرماندهی امنیه بدخشان میگوید که این رویداد در منطقه سردره ولسوالی ارگو رخ داده که دو زن و یک کودک نیز در میان زخمیان هستند.
✒️: فیدان: ترکیه آماده همکاری برای برقراری صلح بین روسیه و اوکراین است.
هاکان فیدان، وزیر امور خارجه ترکیه در نشست مطبوعاتی با سرگئی لاوروف همتای روس خود در آنکارا گفت: ضمانتهای امنیتی موضوعی است که از نزدیک دنبال میکنیم. ترکیه از نظر اصولی برای کمک به برقراری صلح بین اوکراین و روسیه آماده است.
✒️: دیدار عراقچی و گوترش در ژنو.
عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران امروز دوشنبه 24 فوریه پیش از حضور و سخنرانی در نشست خلع سلاح سازمان ملل متحد در ژنو، با آنتونیو گوترش دبیرکل این سازمان دیدار کرد.
✒️: یورش نظامی اسرائیل اشغالگر به کرانه باختری؛ ورود تانکها برای نخستین بار از سال 2002
ارتش اسرائیل اشغالگر برای نخستین بار از سال 2002 با تانکهای خود وارد کرانه باختری اشغالی شد و به اردوگاه پناهجویان #جنین در شمال این منطقه حمله کرد.
✒️: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په انقره کې، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره کتلي دي.
له دې مخکې د ټاس خبري اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا له قوله راپور ورکړی و، چې ښاغلی لاوروف به په دغه سفر کې د دوه اړخیزو، سیمهییزو او نړۍوالو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي.
✒️: د فرانسې مارسي ښار کې د روسیې پر کونسلګرۍ راکټي برید شوی دی. رویټرز د فرانسوي پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د دوو توغول شویو راکټونو له لهمنځه یو یې چاودنه کړې خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی او د کونسلګرۍ کارکوونکو ته هم د دننه پاتې کېدو امر شوی دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا نه دی منلی او سیمه هم د پولیسو له لوري کلابنده ده.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د جاپان حکومت یوه هوکړهلیک لاسلیک کړ چې ارزښت یې ۹۲۹ میلیونه جاپاني ین (شاوخوا ۶ میلیونه ډالر) دی.
د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ لیکلي، دا هوکړه لیک به هغو پروګرامونو ته ځانګړی شي چې افغانستان ته راستانه شویو کډوالو، بېځایه شویو او د هغوی کوربه ټولنو ته د معیشت زمینه برابره کړي.
د دغې هوکړې لمخې د ورېښمو تولید، غالۍ اوبدنه، د شنو خونو جوړول او د لبنیاتو د تولید پراختیا هغه فعالیتونه دي چې له ملاتړ به برخمن شي.
✒️: عفو بینالملل اعلام کرده است که حداقل ۱۳هزار و ۳۱۹ کودک فلسطینی در حملههای اسراییل به غزه کشته شدهاند.
این نهاد در ایکس نوشته است که در میان قربانیان، ۷۸۱ کودک کمتر از یکسال نیز شامل هستند.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د پنجشنبې پر ورځ (فېبروري ۲۷مه) به د دغه بنسټ د غیر رسمي کارپوهانو ډلې (IEG) غونډه ترسره شي.
د امنیت شورا په وینا، دا غونډه به د اقلیمي بدلون، سولې او امنیت پر موضوع تمرکز ولري، په ځانګړي ډول افغانستان کې د اوسني وضعیت په اړه.
خو تر دې دمه امنیت شورا د دغې غونډې د جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي وړاندې کړي.
✒️: رویټرز خبري اژانس د حماس غورځنګ د یوه چارواکي، باسم نعیم له قوله لیکلي، د اوربند د هوکړې نور پړاونه د فلسطیني بندیانو د خوشي کولو او نه خوشې کېدو پورې مشروط دي او اسراييل باید پر خپلې هوکړې ودریږي.
اسراييل تېره ورځ اعلان وکړ چې د نورو ۶۲۰ فلسطېني بندیانو د خوشې کولو لړۍ تر هغې دروي چې حماس غورځنګ د دوی شرایط نه وي پوره کړي او د اسراييلي بندیانو د خوشې کولو تضمین نه وي ورکړ شوی.
اخوا حماس غورځنګ تر دې مخکې وړاندیز کړی دی چې د غزې اوربند په دویم پړاو کې دې د دواړو لورو ټول بندیان یوځلي تبادله شي.
✒️: د جرمني په ټولټاکنو کې چې تېره ورځ (یکشنبه، سلواغې ۵مه) یې رای اچوونه وشوه، د محافظه کار ګوند نوماند، فرېدریش مېرز یې ګټونکی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی د جرمني نوی لومړی وزیر کېدونکی، مېرز په پام کې لري چې له امریکا واټن واخلي او د یوه ایتلاف پر سره خبرو ته نږدې شي. د راپورونو لمخې هغه مخکې هم ژمنه کړې وه چې د اروپا لپاره به له امریکا "حقیقي خپلواکي" اخلي.
