إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې - په روسيه كي د كمونيزم برخليك– پنځمه برخه
په روسيه كي د كمونيزم برخليك
په چين كي د كمونيزم برخليك
د اسلامي اقتصاد مباني
په روسيه كي د كمونيزم برخليك
په روسيه كي مو وليدل چي د كمونيستى حكومت له سقوط سره سم او له ځنډ پرته د دې ايديولوژي او حكومت د بنسټگر لينين مجسمه د انقلابيونو له لوري نسكوره شوه.
«كارل ماركس» او ملگري ئې «فيدريش انگلز» په نولسمي پېړۍ كي همدا وړاندوينه كړې وه؛ ماركس د خپل كتاب كپيتل (شتمني) بنسټ پر همدې نظريه ايښى وو؛ معتقد او مدعي وو چي د غرب بورژوازي به حتماً په كمونيزم منتهي كېږي؛ ده انساني تاريخ په پنځو مرحلو وېشلى وو: لومړنى كمون، د مرييتوب مرحله، فيودليزم (د زمكه والو د برلاسي نظام)، بورژوازي (د شتمنو واكمني او پانگوال نظام) او كمونيزم (اشتراكي ټولنه). له يوې مرحلې بلي ته اوښتل ئې حتمي او د تاريخ جبر گڼلو، داسي چي هيڅوك ئې مخنيوى نه شي كولى؛ خو په عمل كي د ده د كچه نظريې، خام خيال او واهي زعم خلاف؛ د ده د وخت هيڅ بورژازي نظام؛ د (تاريخ جبر) په حكم؛ په خپلي غېږ كي كمونيزم ونه زېږولو؛ بلكي د ده مطمح نظر انقلاب د روسيې په نيمه فيودلي ټولني كي رامنځته شو؛ هغه هم نه د تاريخي جبر په حكم؛ بلكي د جرمني د پراخو او مستقيمو مرستو له امله او د هغه لينين په مشرۍ چي د جرمني له پراخو مرستو او حمايت برخمن وو؛ جرمني ئې هم پناځى وو، هم هر اړخيز مرستندوى او هم د مبارزې د پيل او مديريت مركز؛ كمونيزم ئې د پراخو، وحشيانه او بې رحمانه وژنو او تصفيو په زور پر روسيې او بيا د مركزي آسيا پر اسلامي هېوادو تپلى. كمونيزم د تزار ديكتاتوري نظام نسكور كړ خو تر هغه لا زياته وحشيانه او خونړۍ ديكتاتوري ئې رامنځته كړه؛ كه هغه د يوه شخص او كورنۍ ديكتاتوري وه دا د حزبي سلطې تر پوښښ لاندي مطلقه فردي ديكتاتوري وه؛ هر مشر ئې چي په خپل مرگ يا داخلي كودتاگانو او تصفيو په ترڅ كي له منځه تللى او ځاى ئې بل نيولى؛ د مخكيني ټول نژدې ملگري ئې يا ترور كړي، يا د مخوفو زندانونو تورو خونو كي ساتلي او يا ئې داسي له صحنې ايستلي او رټلي چي د نوم وركو په فهرست كي راغلي. ستالين د اكتوبر په انقلاب كي د خپل زعيم او مشر؛ لينين ټول انقلابي او پخواني نژدې یاران يا اعدام كړل يا ترور؛ په دوى كي معروفه او په كمونست گوند كي تر ټولو زياته محبوبه څېره؛ نیکولای بوخارین هم شامل وو؛ له زندان ئې ستالين ته وليكل: د مخكينۍ دوستي او ملگرتيا په پار مي د مرميو پر ځاى په زهرو ووژنه؛ خو دا غوښتنه ئې هم ونه منل شوه.
په چين كي د كمونيزم برخليك
دوهم ستر هېواد چي له روسيې سره يو ځاى او د كمونيزم په لار روان شو؛ چين وو؛ خو انقلاب ئې نه يوازي د ماركس د نظريې مطابق كارگري انقلاب نه وو؛ بلكي د كارگرانو ونډه په دې انقلاب كي له هيڅ سره برابره وه؛ د انقلاب مشر ئې؛ مائوتسه تونگ د يوه كروندگر زوى وو؛ نه د كوم كارگر زوى؛ د تحصيلاتو له بشپړولو وروسته ئې په يوه كليوالي سيمي كي ښوونځي جوړ كړ او څه موده په همدې ښوونځي كي معلم وو؛ ليكوال وو او شعرونه ئې هم درلودل؛ په داسي حال كي چي ستالين د لينين ځاى ناستى وايي: شاعر د مديريت لپاره مناسب نه وي؛ ښايي د دې لپاره چي شاعران د مشاعرو او عواطفو له پلوه ډېر حساس او زړه سواند وي؛ له شاعر يو سخت زړى او قسي القلب انقلابي نه شي جوړېدى!! مائو د لينين او ماركس نظريه نقد كړه او د انقلاب په راوستو او محركه ځواك كي ئې د بزگرانو پر فعالي او اغېزمني ونډي تأكيد او تركيز كولو؛ دليل ئې هم څرگند دئ او هغه دا چي د ده د دور چين په فيودالي مرحله كي وو نه د بورژوازي مرحله كي؛ د هغه مهال چين نه ستري ستري فابريكې درلودې او نه محروم كارگران او د دوى ستري او گڼي ټولني؛ كه د روسيې بې درېغه مالي او نظامي مرستي نه وى؛ نه د مائو انقلاب پيلېدى شو او نه بريالي كېدى؛ له دغو دوو هېوادو پرته؛ په بل هيڅ هېواد كي د روسي وزمه كارگري انقلاب؛ او د ماركس او انگلز د رأى مطابق له بورژوازي د كمونيزم پړاو ته د اوښتو او ټوپ وهلو بېلگه نه ده ليدل شوې!! كه چېري كوم هېواد كي د مسكو په پلوي كوم تغيير او تحول راغلى نو يا خو د مركزي آسيا او شرقى اروپا په څېر د نظامي اشغال له لاري؛ مزعوم او تش په نامه كمونيزم پرې مسلط شوى او يا د نظامي كودتاگانو له لاري د شوروي په مستعمرو او اقمارو كي شامل كړى شوي؛ لكه عراق، سوريه، يمن او نور. له 40 تر 80 مليونه انسانان په چين كي د مائو انقلاب خوراك شول؛ او تر دې زيات د روسيې د كارگري انقلاب.
كه څوك د دفن شوي شوروي د اقتصادي سيستم په اړه په مجمله او مختصره توگه ووايي: د فردي او شخصى مالكيت ضد او كلك مخالف او د ټولني پر ټولو شتمنيو د حكومت د بشپړ تسلط پلوي وو؛ نو همدا تعريف هر هغه اورېدونكي ته كافي او شافي دئ چي د عقل او درايت خاوند وي؛ له همدې پوهېدى شي چي كمونيزم او سوسياليزم د هغه اجتماعي او اقتصادي سيستم نوم دئ چي په هغه كي هر څه؛ ټولي شتمنۍ، زمكي، معادن، اوبه، انرژي، د توليد وسائل، شركتونه او حتى كورونه د ... د دولت په واك كي وي؛ د ملت آحاد او وگړي؛ له لوړي طبقې تر لاندي؛ نه شخصي ملكيت لري او نه شتمني او ثروت؛ پيسې، سره او سپين زر، د شوروي اتحاد ټول وگړي يا په دولتي زمكو كي كروندگر وو، يا د دولتي فابريكو كارگر او يا د حكومت مأمور، عسكر او افسر؛ د كار په بدل كي ئې معاوضه او معاش كوپون وو نه نقدي پيسې؛ خوراكي توكي او جامه ئې د همدې كوپون (كاغذي سند) له مخي تر لاسه كول؛ تعليم، تداوي او معالجه ئې مجاني وه.
په ماركسيستي سيستم كي دولت د ټولني پر هر څه ولسي سلطه او واك تمثيلوي؛ د وگړو او افرادو ملكيت او واك پر شتمنيو صفر ته رسوي؛ او په مقابل كي ئې پانگوال نظام؛ د ماركسيستي سيستم خلاف؛ پر شتمنيو د دولت سلطه او واك او په اقتصادي چارو كي د دولت ښكېلتيا له منځه وړي او دا وگړو ته پرېږدي چي په خپلو منځونو كي د آزادو سياليو او رقابتونو له لاري څه تر لاسه كړي، عائد او حاصل ئې د ده شخصي ملكيت وي او په خپله خوښه په كي تصرف كوي. يو وايي: هر څوك به كار كوي او د كار په مقابل كي به ئې حاجت او نياز ته ځواب ويل كېږي؛ بل وايي: هر څوك دي خپلي مخي ته پرېښودل شي؛ چي څه كوي او څومره تر لاسه كوي؛ دولت دي نه د هغه په كسب او كار كي مداخله كوي او نه ئې په عوائدو او شتمني كي؛ د كسب او كار څرنگوالى او انتخاب هم خلكو ته پرېښودل شوى؛ نه مذهب ته د مداخلې حق وركوي او نه قانون جوړوونكو بنسټونو او دولت ته؛ هر څوك هر كار كولى شي مشروط په دې چي حكومت ته به كميشن وركوي؛ په يوه سيستم كي په شتمنيو كي د وگړو برخه او ونډه صفر شي او سهم ئې كوپون وي او په بل كي د دولت ونډه صفر خو خپله برخه د كميشن په نامه تر لاسه كوي. يعني پانگوال اقتصاد فرد محور دئ او د دې باعث چي شتمني د معدودو شتمنو په لاس كي متمركز شي، كمونستي اقتصاد دولت محور دئ؛ او اسلامي اقتصاد د دواړو خلاف عدالت محور دئ او په هغه كي دولت د فقير او مسكين متكفل دئ او بنسټ ئې پر دې ولاړ چي د اغنياءو په شتمنيو كي د محرومان او اړمنو مسلم او معلوم حق دئ. لكه چي قرآن فرمايي:
وَٱلَّذِينَ فِيٓ أَمۡوَٰلِهِمۡ حَقّٞ مَّعۡلُومٞ٢٤ لِّلسَّآئِلِ وَٱلۡمَحۡرُومِ٢٥ المعارج
او هغه چي په مالونو كي ئې ځانگړى معلوم حق وي. د سؤالگرو او بې وزلو لپاره.
رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: له چا چي ميراث پاته شي د هغه د ورثه وو دئ او څوك چي ومري؛ پوروړى وي او څه ترې پاته نه وي نو پور ئې پر ما دئ؛ يعني پور به ئې دولت پرې كوي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «.... فَأَيُّمَا مُؤْمِنٍ مَاتَ وَتَرَكَ مَالاً فَلْيَرِثْهُ عَصَبَتُهُ، مَنْ كَانُوا وَمَنْ تَرَكَ دَيْنًا أَوْ ضَيَاعًا فَلْيَأْتِنِي فَأَنَا مَوْلاهُ». مسند احمد، بخاري، السنن الكبرى للبيهقي
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((....نو هر مؤمن چي ومري او څه مال ترې پاته شي؛ نو د ده عصبه (خپلوان)؛ هر څوك چي وي؛ هغه دې په ميراث يوسي؛ او چا چي كوم قرض او محتاج اهل او عيال تر شا پرېښودل؛ نو هغوى دي ما ته راشي؛ زه ئې مولا او كفيل يم)).
عصبه هغه خپلوان دي چي كه يوازي وي او د ټاكل شوي ميراث وارثان ورسره نه وي؛ نو ټول ميراث ئې په برخه كېږي او د داسي وارثانو په شتون كي پاته برخه د هغوى وي.
د رسول الله صلى الله عليه و سلم دا لارښوونه د التوبه سورې له دې آيت له مخي شوې ده:
إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 60 التوبة
صدقات (زكات) خو يوازي د فقيرانو، مسكينانو، پرې (گمارل شوو اړوند مأمورينو)، هغه چي زړونه ئې (پرې) رانژدې كېږي، غلامانو، پوروړو، د الله په لار كي او د مسافرانو لپاره دي؛ د الله له لوري يوه فريضه؛ او الله باحكمت پوه دئ.
په دې آيت كي د بيت المال د مصارفو او لگښتونو موارد ذكر شوي؛ چي يو ئې له پوروړو (غارمين) سره مرسته ده؛ يعني د اسلامي دولت يوه دنده او مكلفيت دا دئ چي له دوى سره به مرسته كوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم همدې ته په پام سره ويلي: كه څوك وفات شو؛ په داسي حال كي چي پوروړى وو؛ زه ئې مولا او كفيل يم؛ د پور اداء كول ئې زما پر ذمه دي.
د اسلامي اقتصاد مباني
څوك چي له اسلام او لارښوونو او تگلارو ئې په لږ څه پوه وي؛ نو پوهېږي چي اسلام خپل مستقل اقتصادى نظام او تگلاره لري؛ هم د غرب له پانگوال نظام سره پراخ مغايرت او توپيرونه لري او هم د ماركسيسزم او سوسياليزم له اقتصادى سيستم سره.
اسلام د انسانانو (نارينه او ښځينه) كسب او كار؛ معيار گڼي او هغه ته درناوى كوي، د لاسته راوړنو منشأ او بنسټ ئې نيسي؛ خو د كسب او كار او لاسته راوړنو د څرنگوالي په اړه داسي واضح او پر حق او عدالت ولاړ اصول او لارښووني لري چي په دې سره د نړۍ دواړه مروج ظالمانه او غير انساني سيستمونه ردوي؛ او فرمايي:
وَلَا تَتَمَنَّوۡاْ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعۡضَكُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبُواْۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبۡنَۚ وَسَۡٔلُواْ ٱللَّهَ مِن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا ٣٢ النساء
او د هغه څه هيله او تلوسه مه كوئ چي الله ستاسو يوه ته پر بل فضيلت پرې وركړى، نارينه وو ته د خپلو لاسته راوړنو ځانگړې برخه ده او ښځو ته د خپلو لاسته راوړنو ځانگړې برخه او له الله د ده فضل وغواړئ؛ يقيناً چي الله په هر څه ښه پوه دئ.
دا آيت په داسي ځاى كي راغلى چي تر دې مخكي او وروسته د مال او ميراث په اړه بحث كېږي؛ دلته هم د دغي موضوع په اړه ځانگړې توصيې شوې او ويل شوي چي د بل شته بايد په تا كي حرص او حسد راولاړ نه كړي، هر څوك به خپلي لاسته راوړني مومي، كه نارينه وي او كه ښځينه؛ د مال او دولت د تمنى او له بل سره د حسادت او رخې پر ځاى؛ رغنده، سم او صالح كړنو او عملونو ته ملا وتړئ؛ هغو نېكو عملونو ته اهتمام وكړئ چي د الله په خوا كي به ئې حتماً بيا مومئ او كه مال او دولت غواړئ نو له الله ئې وغواړئ، له روا او جائزو لارو ئې د لاس ته راوړو هڅه وكړئ.
يعني د شتمنيو د وېش معيار او ملاك دا دئ: (هر چا ته د خپل جائز كار په اندازه)؛ (هر څوك خپله خصوصي شتمني درلودى شي مشروط په دې چي له مشروع او قانوني لارو تر لاسه شوې وي)؛ (نه له ناجائزو لارو او نه د منفي سياليو او رقابتونو له لاري) او (نه د الهي لارښوونو او قوانينو خلاف). همدا د اسلامي اقتصاد د فلسفې او ليد لوري اجمال او خلاصه ده.
اسلام د اقتصاد او اړوند مسائلو په ارتباط؛ نه يوازي اساسي اصول او مباني او مهم او محوري قضايا څېړلي؛ رغنده او جامع لارښووني لري؛ بلكي تر څنگ ئې ډېرو عادي، بسيط او ساده ورځنيو چارو ته هم كتلي او لازم هدايات ئې زموږ مخي ته ايښي؛ د ژوند هيڅ اړخ ئې؛ كه ووړ دئ او كه ستر؛ كه د كور، كلي او ملت په كچه وي او كه د هېواد او نړۍ په كچه؛ مَهْمَل نه دئ پرېښى؛ د دوو تنو تر منځ پور، پېر پلور، گرو، اجاره، مضاربت او مشاركت، دا چي د زمكي او كور د پېر پلور په معامله كي؛ لومړى درجه مستحق څوك دئ، څوك ارجحيت لري؛ د شفع، جوار او گاونډتوب حق څومره دئ؛ او د كور جوړولو په وخت كي د گاونډيانو په وړاندي كوم وجائب او مسئوليتونه لري او د كومو ملحوظاتو او مطالبو په مراعات مكلف دئ؛ لكه دا چي حق نه لري خپل كور داسي جوړ كړي چي د گاونډ پر كور مُشْرِف وي او د كور منځ ترې وليدل شي؛ مالي او تجارتي تړونونه او د پور، وديعه، امانت او پېر پلور اسناد به څوك ليكي، املاء به ئې د چا له لوري وي او ليكنه ئې د چا په لاس، گواهان او شاهدان به څو تنه وي او مسئوليت به ئې څه وي!!
قرآن كه له يوې خوا رباء او سود له الله او رسول الله سره د جنگ مترادف گڼلى او دا د اسلامي حكومت دنده او مكلفيت بولي چي د سود خورو په خلاف جنگ اعلان كړي؛ او وايي: چا چي لا إله إلا الله وويل سر، مال او عزت ئې خوندي دئ؛
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: " أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَقُولُوا لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، فَمَنْ قَالَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ فَقَدْ عَصَمَ مِنِّي نَفْسَهُ وَمَالَهُ إِلَّا بِحَقِّهِ، وَحِسَابُهُ عَلَى اللهِ " رَوَاهُ الْبُخَارِيُّ
له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ما ته امر شوى چي له خلكو سره يوازي تر هغه وجنگېږم چي ووايي: لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ: له الله پرته بل معبود او إله نه شته؛ نو څوك چي لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ ووايي خپل سر او مال ئې له ما خوندي كړى؛ مگر په حق سره ئې، او حساب ئې پر الله دئ.
يعني اسلامي حكومت او واكمن ئې حق نه لري له هغه چا سره وجنگېږي چي پر الله تعالى ايمان لري؛ نه يوازي دا بلكي مكلف دي چي د داسي كس د سر او مال خونديتوب تضمين او تأمين كړي.
اسلام له بلي خوا هر مسلمان ته دا حق وركوي چي له خپل شخصي حريم، كور او شتمني دفاع وكړي، كه كوم متجاوز وغواړي د ده په لاس كي كوم عادي شى په زور ترې واخلي؛ نه دې وركوي او بايد زور او تجاوز ته تسليم نه شي؛ كه دا امتناع په جگړي منتج شي او دى په كي ووژل شي؛ شهيد دئ او كه متجاوز ووژل شي مرگ ئې هدر دئ؛
راشئ وگورو چي زموږ گران پيغمبر عليه السلام په دې اړه څه فرمايي:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ! أَرَأَيْتَ إِنْ جَاءَ رَجُلٌ يُرِيدُ أَخْذَ مَالِي؟ قَالَ: "فَلَا تُعْطِهِ مَالَكَ" قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَاتَلَنِي؟ قَالَ: "قَاتِلْهُ" قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلَنِي؟ قَالَ: "فَأَنْتَ شَهِيدٌ"، قَالَ: أَرَأَيْتَ إِنْ قَتَلْتُهُ؟ قَالَ: "هُوَ فِي النَّارِ" صحيح مسلم
له ابو هريره روايت دئ چي وايي: يو سړى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغى او وئې ويل: يا رسول الله! د هغه چا په اړه څه مشوره راكوې چي راشي او زما مال رانه اخلي؟ وئې فرمايل: خپل مال مه وركوه، وئې ويل: كه جگړه ئې راسره كوله؟ وئې فرمايل: ورسره وجنگېږه، وئې ويل: كه ئې ووژلم؟ وئې فرمايل: نو ته به شهيد وې، وئې ويل: كه مي هغه ووژلو؟ وئې فرمايل: هغه به په اور كي وي.
همدا راز كه څوك د ده خصوصي حريم ته سپكاوى وكړي؛ د كور منځ ته ئې د دروازې له چولې يا د دېوال له چاك وگوري، يا په زور د ده كور ته د ننوتلو هڅه وكړي؛ دى ئې مخنيوى وكړي او خبره نښتي ته ورسېږي او په دې نښتي كي د متجاوز سترگه زخمي يا ړنده شي؛ ديت ئې هدر دئ. په اسلام كي تجسس او د خلكو شخصي اسرارو حريم ته ننوتل، د چا جيب، بكس، كمپيوټر، مبايل او ليكلونه او ليكلي اسناد پلټل او له اسرارو ئې ځان خبرول؛ حرام دي؛ او د كور حرمت بيا دومره دئ چي كه كوم قاتل د چا كور ته پناه وروړي؛ هيڅوك د پوليس، جمهور رئيس او امير المؤمنين په شمول؛ حق نه لري د كور د خاوند له اجازې او موافقې پرته او د باصلاحيته محكمې له حكم پرته كور ته ننوځي.
لكه څنگه چي اسلام شخصي كور؛ او د كور ضروري او تر استعمال لاندي سامان؛ له هر راز ماليې او زكات معاف كړي؛ هيڅوك په هيڅ نامه حق نه لري د چا د استوگني د كور او په هغه كي استعمالېدونكي اسباب او سامان ماليه ترې وغواړي؛ فقيران خو پرېږدئ؛ غنيان هم معاف دي؛ همدا راز د اسلام له نظره د يوه انسان كور ځانگړى حرمت لري، هيڅوك حق نه لري د هغه كور ته د ده له اجازې پرته ننوځي، يا له كومي لوړي، له كوم چاود، يا د دروازې له چولې د كور منځ ته وگوري، د باصلاحيته محكمې له حكم پرته هيڅوك د چا د كور د پلټني حق نه لري كه څه هم يوه قاتل هلته پناه وړې وي، په دې اړہ د اسلام په لارښوونو د ښه پوهېدو لپاره د قرآن دې لارښووني ته ځير شئ:
يَـٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَدۡخُلُواْ بُيُوتًا غَيۡرَ بُيُوتِكُمۡ حَتَّىٰ تَسۡتَأۡنِسُواْ وَتُسَلِّمُواْ عَلَىٰٓ أَهۡلِهَاۚ ذَٰلِكُمۡ خَيۡرٞ لَّكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَذَكَّرُونَ٢٧ النور
اې مؤمنانو! داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي، تر هغه چي موافقه (اجازه) وغواړئ او پر خاوندانو (استوگنو) ئې سلام واچوئ، همدا درته غوره دئ، ښايي پند واخلئ.
په دې مبارك آيت كي لاندي مهمي لارښووني زموږ مخي ته ځلېږي:
• مؤمنانو ته ويل شوي: داسي كورونو ته مه ننوځئ چي ستاسو خپل كورونه نه وي؛ تر هغه چي موافقه (اجازه) وغواړئ؛ او پر هستوگنو ئې سلام واچوئ؛ همدا درته غوره دئ؛ يعني د بل كور ته د ننوتلو لپاره به دوه خبري په پام كي لرئ: لومړۍ دا چي د كور د خاوند او هستوگن موافقه او اجازه به تر لاسه كوئ؛ دلته د استئذان (اجازه غوښتلو) پر ځاى د تستأنسوا صيغه كارول شوې چي رضايت او موافقه افاده كوي او معنى ئې دا ده چي د بل كور ته په هغه صورت كي ننوځئ چي هغه ستاسو له ورتلو سره موافق وي او د اجازې وركولو ته اړ شوى نه وي؛ داسي نه چي هغه اجازې وركولو ته اړ شوى وي، په وار وار او تر هغه دي دروازه ورټكولې وي چي ناچار ور درته پرانيزي او د ننوتلو اجازه دركړي او يا د ده له خوښي او موافقې پرته ورننوځې؛ دوهمه دا چي پر اوسېدونكو به سلام اچوئ؛ دا سلام يوازي د معاشرتي آدابو يوه بېلگه نه ده چي له اخلاقي پلوه ئې مراعات ضروري دئ او يوازي يوه دعاء هم نه ده؛ بلكي دا هستوگن ته د ځان له لوري د سلامتيا پيغام او د تاوان نه رسولو ډاډ وركول او له هغه سره ژمنه هم ده؛ له همدې پيغام سره به د بل كور ته ننوځئ، همدا ستاسو لپاره غوره دئ، دا د ډېرو ناخوالو مخنيوى كوي، هم له اخلاقي پلوه او هم له معاشرتي پلوه. خو دې ته مو پام وي چي دا نه يوازي د ټولني د افرادو تر منځ معاشرتي دود او ادب دئ بلكي د ټولني په كچه او د دولت او وگړو تر منځ د يوه قانون او الهي لارښووني حيثيت لري؛ نه يوازي اشخاص حق نه لري د بل كور ته ننوځي، د دروازې له چاك او چاود، يا د بام له سر او له كومي لوړي د بل د كور منځ ته وگوري، يا خپل كور داسي جوړ كړي چي د بل پر كور مشرف وي او منځ ئې ترې وليدى شي؛ بلكي د اسلامي حكومت هيڅ چارواكى حق نه لري د چا كور ته د شرعي محكمې له پرېكړي او د كور خاوند له موافقې پرته داخل شي؛ كه دا د پلټني په موخه وي او كه د كوم مجرم د نيوني په موخه.
• كه په كوم كور كي هيڅوك ونه مومئ نو تر هغه مه ورننوځئ چي اجازه دركړى شي؛ يعني تشو كورونو ته هم مه ننوځئ؛ كه ننوتو ته اړ شوئ نو له اجازې وروسته ورننوځئ.
• كه د كوم كور دروازې ته ودرېدئ، د ننوتلو اجازه مو وغوښته او د كور له منځه مو د ننوتلو اجازه تر غوږ نه شوه او يا درته وويل شول چي ستانه شئ؛ نو ستانه شئ؛ په دروازې كي له مزيد ودرېدا او تر درې واري زيات د دروازې له ټكولو او د اجازې له غوښتلو ډډه وكړئ، په دې مه ناراضه كېږئ چي د ننوتلو اجازه درنه كړى شي، يا درته وويل شي چي اوس ستون شه او بل وخت راشه؛ همدا درته ښه پاكيزه او د پاكوالي ضامنه طريقه ده؛ الله تعالى ستاسو پر ټولو كړنو او ښو او بدو پايلو او اغېزو ئې ډېر ښه پوهېږي؛ د خپل بشپړ علم له مخي تاسو ته لارښوونه كوي چي همداسي وكړئ او په همدې كي ستاسو خير مضمر دئ.
خو كه داسي كور ته د ننوتلو ضرورت احساس كړئ چي ناهستوگن وي او په هغه كي ستاسو لپاره كومه متاع او د استفادې وړ شى وي، نو په دې كي څه گناه درباندي نه شته چي داسي كورونو ته له اجازې پرته ننوځئ.
• الله تعالى پوهېږي چي تاسو يوه تش يا ډك كور ته په كوم نيت ننوځئ، د كوم پټ كار اراده لرئ كه د كوم څرگند كار، په نېك نيت ننوځئ كه په بد نيت، تشو كورونو ته ننوتل ډېر ځلي په دې نيت وي چي څوك غواړي د نورو له نظره پټ كوم كار وكړي، نو ځكه دلته ويل شوي چي الله تعالى په هر هغه څه پوهېږي چي تاسو ئې په څرگنده يا په پټه توگه كوئ.
• كه څه هم په دې آيت كي موږ ته دا لارښوونه شوې چي د چا كور او استوگنځي ته د هغه له موافقې او اجازې پرته داخل نه شو، خو د دې لارښووني لازمي مقتضى دا ده چي له هر هغه عمل هم ډډه وكړو چي د بل كور ته له اجازې او موافقې پرته د دخول او ننوتلو په معنى تعبيرېږي، لكه تجسس، دا هڅه چي پوه شو په دې كور كي څه تېرېږي، د دېوال له شا، د دروازې له چاود او د بل بام له سر د كور منځ ته كتل، له لري په دوربين سره د كور منځ څارل، د ټيلفون غږ ئې ثبتول، استراق السمع او داسي وسائل لگول چي د استوگن غږ واورېدى شي؛ دا ټول د دې لارښووني خلاف كړني دي. كه كوم كور يا خونه دروازه نه لري، يا داسي پرده پرې ځوړنده وي چي د كور او خوني منځ ترې معلومېږي، نو داسي ودرېدل د دې لارښووني خلاف عمل دئ چي لومړى ځان كوربه ته وروښيي، يا د كور منځ ته وگوري، يا د استوگن د ليدو هڅه وكړي او بيا د ننوتلو اجازه وغواړي.
• دا پوښتنه هم راولاړېږي چي د بل كور ته تر ننوتلو وړاندي لومړى سلام اچول دي كه د ننوتلو اجازه غوښتل؟ ځواب دا دئ چي د آيت له مخي لومړى استئناس دئ او بيا سلام، لومړى دروازه ټكول دي، كله چي ورته معلومه شي چي په كور كي څوك شته او د ده غږ اوري نو بيا سلام اچول او د ننوتلو اجازه غوښتل دي. كه د ټيلفون له لاري د اجازې غوښتل ممكن وي نو لومړى ټيلفون كول دي، بيا سلام اچول او بيا د ننوتلو اجازه او موافقه تر لاسه كول دي.
د دې مطلب په ښه پوهېدو كي دا روايات زموږ مزيد مرسته كوي:
عن ابي هريرة أَنَّ رَسُول اللَّه صلى الله عليه و سلم قَالَ: مَنْ اِطَّلَعَ فِي بَيْت قَوْم فَفَقَئُوا عَيْنه، فَلَا دِيَة لَهُ وَلَا قِصَاص " رَوَاهُ النَّسَائِيُّ
عن أَبي هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم قَالَ:«مَنِ اطَّلَعَ فِى دَارِ قَوْمٍ بَغَيْرِ إِذْنِهِمْ فَفَقَئُوا عَيْنَهُ هُدِرَتْ عَيْنُهُ » رواه ابو داؤد
امام شافعي د دغو رواياتو ظاهري الفاظو ته په پام سره وايي چي كه څوك د بل چا د كور منځ ته نظر وكړي او هستوگن ئې د هغه سترگه ړنده كړي ديت او قصاص پرې نه شته. خو احناف په دې عقيده دي چي دا حكم د داسي حالت اړوند حكم دئ چي څوك له اجازې پرته د بل كور ته ننوځي، كوربه ئې مخنيوى وكړي، سره لاس او گرېوان شي، په دې ترڅ كي د ننوتونكي سترگه ړنده شي، نو د كور پر خاوند ديت او قصاص نه لازمېږي. بايد ووايو چي د چا كور ته د دروازې له چولې كتل دومره ستر جرم نه دئ چي سزا ئې د سترگي ړندول وي. د اړوند روايت غوره توجيه همغه ده چي احناف ئې وړاندي كوي.
عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عَبَّاسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ « لاَ تَسْتُرُوا الْجُدُرَ مَنْ نَظَرَ فِى كِتَابِ أَخِيهِ بِغَيْرِ إِذْنِهِ فَإِنَّمَا يَنْظُرُ فِى النَّارِ. سنن ابي داؤد
له عبد الله بن عباس رضى الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د دېوالونو له پردې مه اوړئ، چا چي د خپل ورور ليك ته د هغه له اجازې پرته وكتل نو اور ته ئې كتلي. يعني دا داسي گناه ده چي د دوزخ اور ورپه برخه كوي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:"إِذَا دَخَلَ الْبَصَرُ فَلا إِذْنَ" المعجم الكبير للطبراني
له ابوهريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: كله چي سترگه ننوځي بيا اجازه نه شته، يعني كله چي څوك د بل كور او خوني ته نظر وكړي بيا نو د اجازې اخيستو ضرورت او ارزښت منتفي شي، هغه اجازه هيڅ ارزښت نه لري چي له كتلو وروسته وي.
عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، أَنّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم سَأَلَهُ رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَسْتَأْذِنُ عَلَى أُمِّي؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: نَعَمْ فَقَالَ الرَّجُلُ: إِنِّي مَعَهَا فِي الْبَيْتِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: اسْتَأْذِنْ عَلَيْهَا، فَقَالَ الرَّجُلُ: إِنِّي خَادِمُهَا، فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم: أَتُحِبُّ أَنْ تَرَاهَا عُرْيَانَةً ؟ قَالَ: لا، قَالَ: فَاسْتَأْذِنْ عَلَيْهَا. سنن البيهقي
له عطاء بن يسار رضى الله عنه روايت دئ چي يوه سړي له رسول الله صلى الله عليه و سلم پوښتنه وكړه او وئې ويل: يا رسول الله! آيا د خپلي مور خوني ته د ورتلو په وخت كي به هم ترې اجازه غواړم؟ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: هو؛ هغه سړي وويل: زه خو له هغې سره په يوه كور كي اوسېږم، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: له هغې اجازه غواړه، هغه سړي وويل: زه ئې خادم يم، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: آيا دا خوښوې چي بربنډه ئې وگورې؟ وئې ويل: نه، وئې فرمايل: نو اجازه ترې غواړه.
د دې بحث په رڼا كي هر لوستونكي ته جوته كېږي چي اسلام د كور حرمت ته په څومره درنه سترگه گوري؛ يوازي په دې ئې اكتفاء نه ده كړې چي له زكات معاف دئ؛ بلكي د بشپړ درناوي، صيانت او حفاظت لارښوونه ئې كړې.
پرديپال سيكولران او ملحدين بايد د اسلام په اړه تر څه ويلو وړاندي ځان پوه كړي چي اسلام د اقتصادي نظام او مالي چارو په ارتباط څه لارښووني لري، د (اسلامي اقتصاد) معنى څه ده او د دوى له واهي مدينه فاضله او كږې قبلې سره ئې توپيرونه كوم دي، دا څومره پر حق او عدالت ولاړ مترقي سيستم دئ او د غرب او كمونيزم اقتصادي سيستمونه څومره شيطاني او ظالمانه؟!! هغه چي د اسلامي اقتصاد اصطلاح مبهمه او ناكافي گڼي څومره ناپوه او له حقائقو بې خبر دئ؟!
د تکمیل او تصحیح مخکی نسخه
