مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې نن د باران او واورې ورښت اټکل شوی دی.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت، د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې نن (چهارشنبه، د کب ۱) د باران او واورې د ورښت اټکل شته.
✒️: اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي د افغان کډوالو د ایستلو په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړي او د معلوماتو پر بنسټ له اسلام آباد او راولپنډۍ او همداراز نږدې راتلونکي کې له ټول پاکستانه د قانوني ویزو لرونکو پرته د افغان کډوالو د ایستلو پلان پرېکړی او حتمي دی. خو دغه اعلامیه کاږي چې پاکستاني لوري نه دوی او نه هم د کډوالو نړۍوالو سازمانونو ته وار له مخه په دې تړاو څه ویلي دي. اعلامیې زیاته کړې چې دغه موضوع له کابل سره شریکه شوې څو د خپلو هېوادوالو د باعزته ستنېدو او په دغه برخه کې د شته ننګونو په اړه غور وشي.
✒️: د یوناما رییسې رزا اوتونبایوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست خیرالله خیرخواه سره په کتنه کې ویلي، چې کلتور د هېوادونو د اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا کې ځانګړی رول لري.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې اغلې اوتونبایوا د فرهنګ او کلتوري میراثونو د ارزښت په اړه عامه پوهاوی د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتلو لپاره مهم بللی او د افغانستان د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې یې له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ډاډ ورکړی دی.
✒️: سخنگوی وزارت عدلیه میگوید گزارشها درباره کنارهگیری عبدالحکیم شرعی از سرپرستی وزارت عدلیه، نادرست هستند.
برکتالله رسولی در خبرنامهای گفته که سرپرست وزارت عدلیه برای دومین بار و به هدایت رهبر امارت اسلامی جهت تداوی به امارات متحده عربی رفته و بهزودی به کشور بر خواهد گشت. آقای رسولی، همگانی شدن موضوع کنارهگیری عبدالحکیم شرعی را شایعات رسانهای خوانده است.
✒️: دونالد ترامپ رئیس جمهور آمریکا: «زلنسکی به عنوان دیکتاتوری که بدون انتخابات بر مسند قدرت است، بهتر است عجله کند وگرنه کشورش را از دست خواهد داد.»
✒️: شیخ تمیم بن حمد آلثانی، امیر قطر امروز (چهارشنبه) در یک سفر رسمی به تهران رفته است. رسانههای ایرانی گزارش دادهاند که این سفر بهمنظور تقویت "روابط دوجانبه" میان تهران و دوحه انجام میشود.
مراسم رسمی استقبال از امیر قطر در کاخ سعدآباد تهران با حضور مسعود پزشکیان رییسجمهور ایران برگزار شده است.
✒️: د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ وايي، پاکستان چارواکي وایي ټول افغانان، پرته له هغو چې د معتبرې ویزې لري، باید د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۲۸مه له اسلام اباد او راولپنډۍ و وځي.
یو اېن اچسيآر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، هغو کسانو ته چې د بیا میشتېدو یا لېږد پروګرامونو اړوند اسناد لري، د پاکستان حکومت له لوري ورته د مارچ تر ۳۱مې وخت ورکړ شوی.
✒️: ماجد بن محمد الأنصاری سخنگوی وزارت خارجه قطر، بر تعهد این کشور به حمایت از تلاشهای میانجیگری برای آغاز مرحله دوم مذاکرات آتشبس در نوار غزه تأکید کرد.
او در نشست خبری گفته که تماسها در این زمینه روزانه با تمامی طرفهای درگیر ادامه دارد و در روزهای پسین، چندین هیات به دوحه سفر کرده و گفتوگوهای گستردهای انجام دادهاند. آقای الأنصاری افزوده که این مذاکرات هنوز بهطور رسمی آغاز نشده است.
✒️: حماس غورځنګ وړاندیز کړی چې د غزې اوربند په دویم پړاو کې دې ټول اسراییلي او فلسطیني بندیان په یوه وخت تبادله شي. قطري رسنیو راپور ورکړی چې له دغه اقدامه موخه، د یو دوامداره اوربند پلي کېدل دي.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې بلوچستان کې تېر ماښام ناپېژاندو وسله والو پر یوه مسافر وړونکي بس برید کړی چې پکې یې ۷ کسان وژلي دي. راپور زیاته کړې چې دغه پېښه په برخان سیمه کې شوې ده.
تر دې دمه د بلوڅ بېلتون غوښتوونکو په ګډون هیڅ یوې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
✒️: اسحاق دار معاون نخستوزیر و وزیر خارجه پاکستان، میگوید یک افغانستان صلحآمیز و باثبات برای امنیت منطقه و جهان ضروری است. او در نشست شورای امنیت سازمان ملل تأکید کرده که پاکستان به تعامل با حکومت سرپرست ادامه میدهد و از کمکهای بشردوستانه به میلیونها نیازمند در افغانستان، توسعه اقتصادی و پیشرفت اجتماعی این کشور پشتیبانی خواهد کرد.
✒️: د نړۍوال بانک د ګډې ارزونې لمخې، د غزې د بیا رغونې لپاره له ۵۰ میلیاردو ډالرو زیاتو پيسو ته اړتیا ده.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او نړۍوال بانک په ګډه ارزونه کې ویل شوي چې د فلسطین په غزې سیمه کې له ۱۵ میاشتنۍ جګړې وروسته د غزې بیا رغونه شاوخوا ۵۳ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري.
راپور زیاته کړې چې د ارزونې لمخې دغه بیارغونه ۱۰ کلونه وخت غواړي او د څه باندې ۵۰ میلیاردو ډالرو له حسابه ۲۰ میلیارده ډالر یې باید په لومړیو درېیو کلونو کې برابر شي.
✒️: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي په افغانستان کې بشري مرستو ته لاسرسی د تېر کال د همدې مياشتې پرتله په جنورۍ میاشت کې ۱۷ سلنې کم شوی دی. اوچا په خپل نوي راپور کې ویلي، یوازې په جنورۍ میاشت کې د بشري مرستو د ۵۶ پروژو لنډمهالی ځنډ د دغه کمښت لامل شوی دی.
✒️: د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونېسف) ویلي تېر کال یې په ټول افغانستان کې ۳.۵ میلیون ماشومانو ته ښوونیز توکي رسولي دي.
یونېسف پر خپل اېکس لیکلي چې په دغو توکو کې قلمونه، کتابچې، درسي کتابونه، بکسونه او نور شامل دي.
✒️: رویټرز خبري اژانس د اسراييلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د غزې اوربند د دویم پړاو خبرې اترې به په غیرمستقیم ډول روانه اونۍ پیل شي. د راپورونو پر بنسټ به حماس غورځنګ په دې لړ کې نور اسراييلي بندیان هم خوشې کړي. په پام کې ده چې دغه تبادله هم د راتلونکې شنبې پر ورځ وشي.
✒️: د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي له روسیې سره به د دوی د سولې خبرې دوام وکړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په سعودي عربستان کې له کابو ۴ نیم ساعته خبرو اترو وروسته امریکايي لوري ټينګار کړی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د مذاکراتو لړۍ ته به دوام ورکړي.
ویل کیږي چې په دغو خبرو اترو کې د نورو مسایلو ترڅنګ روسیې پر دې هم ټينګار کړی چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب نه مني. د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ داسې مهال د اوکراین جګړې د ختمېدو خبرې کیږي چې له کییفه ورته یو استازی هم نه دی وربلل شوی.
✒️: رویټرز خبري اژانس د امریکايي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هغه دفتر د تړل کېدو امر کړی چې د افغانانو د بیا مېشتېدو نظارت یا څارنه کوي.
راپور زیاته کړې چې دغه دفتر ته ویل شوي چې تر اپریل میاشتې دې د خپل دفتر د بندولو پلان چمتو او وړاندې کړي. راپور ویلي که دغه دفتر وتړل شي د هغو کابو ۲۰۰ زره کسانو د امریکا تګ قضیې به ورسره رد شي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې دغه هېواد ته د تګ په تمه دي او په دوی کې هغه کسان هم شامل دي چې له خپلو کورنیو سره یوځای کیږي.
سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا تر اوسه د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د «ګلفوډ» نړۍوال نندارتون په دوبۍ کې د درې ورځو لپاره جوړ شوی او د افغانستان په ګډون بېلابېلو هېوادونه، خپل خوراکي صنایع په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کوي.
وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
