No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: ‏طارق علی بخیت نماینده ویژه سازمان همکاری اسلامی برای افغانستان و هیات همراهش با امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه دیدار کردند. ضیا احمد تکل رییس روابط عامه وزارت خارجه در خبرنامه‌ای گفته که در این دیدار درباره امنیت، آموزش، مبارزه با مواد مخدر، اقتصاد، کمک‌های بشری و توسعه‌ای، تقویت نمایندگی امارت اسلامی در این سازمان و موضوعات دیگر گفت‌وگو شده است.

آقای بخیت گفته که ما برخورد سلیقه‌ای در راستای تعامل با افغانستان نکرده‌ایم و به رویکرد بازتاب واقعیت‌ها باور داریم. بر بنیاد این خبرنامه، او افزوده که سازمان همکاری اسلامی از راه‌های مختلف به حمایت از افغانستان ادامه خواهد داد.

: ‏د خوست د امنيه قومندانۍ وياند، طاهر احرار طلوع‌‌نیوز ته وايي ، تېره ورځ د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند کوچکانو سيمه کې دوه کسان د خاورو پاڼ لاندې کړي ژوند یې بايللی دی.

نوموړی وايي دغو کسانو له دغې سيمه خاوره لېږدوله او له پېښې سره سم امنيتي ځواکونو سيمې ته رسېدلي او جسدونه يې له خاورو رايستلی او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.

: ‏په کابل کې د ایران سفارت سرپرست، علی‌رضا بیکدلی، د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر، امیرخان متقي سره، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دی، د اقتصادي او سیمه ییزو اړیکو په اړه هم خبرې کړي.

د ایران سفارت لیکلي چې په دغه کتنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، ټرانسپورټ، روغتیا او درملنې، کرنې، انرژۍ او سیاسي همکاريو په اړه مسایل وڅېړل او بحث وشو.

: ‏ملي راډیو ټلویزیون د ارګ له قوله راپور ورکړی چې تېره ورځ (دوشنبه، سلواغې ۲۹مه) د رییس الوزرا، ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د کابینې ۱۶مه غونډه وشوه. غونډه کې د رییس الوزرا اداري مرستیال ته دنده سپارل شوې چې د اوبو او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت استازو سره د برېښنا په برخه کې همکاري او همغږي پیاوړې کړي.

د راپور لمخې په دغه غونډه کې اقتصاد وزارت ته هم مسوولیت ورکړ شوی چې له نورو ادارو سره په ګډه د پراختیايي پروژو پر وخت پلي کېدل او د پراختیايي بودیجې لګښتونه و ارزوي.

: ‏دو ملی‌پوش فدراسیون تکواندوی کشور از "مسابقات آزاد آسیایی پاکستان" مدال‌های نقره و برنز کسب کردند. حکمت‌الله زین مدال نقره گرفت و احسام رحیمی به مدال برنز دست پیدا کرد. اما اشرف شکران، نماینده دیگر کشور پس از شکست در برابر حریفی از ازبیکستان، از این مسابقات کنار رفت.

: ‏تغییر چشم‌انداز جهانی اقتصاد کلان با سیاست‌‌های جدید ترامپ.

در حالی که سیاست‌های اقتصادی و تجاری اتخاذ شده توسط دونالد ترامپ، رئیس جمهور ایالات متحده آمریکا همچنان قیمت‌گذاری را دشوار می‌کند، انتظارات در مورد کاهش نرخ بهره توسط فدرال رزرو در دوره آتی نیز کم‌رنگ می‌شود.

: ‏د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې له افغانستان سره د اوبو حقابې موضوع تر اوسه پر خپل حال پاتې ده. ‏نوموړي یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې چې افغان چارواکو د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره په خپلو خبرو کې ټینګار کړی چې د اوبو حقابې موضوع له قانوني تړون او د دوی له مسوولیته بهر ده.

ا.ا په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

: ‏د اشغالګرو اسراییلو دفاع وزیر کاتز وايي چې یاد وزارت کې به د نوې ادارې د جوړولو اعلان وکړي.

راپورونو کې راغلي چې دغه اداره به د نړۍ نورو هېوادونو ته له غزې د فلسطینیانو د رضاکارانه وتلو څارنه او فعالیت کوي.

: ‏د لبنان په شمال کې د کفرکیلا اوسېدونکي له دغې سیمې د اسراییلي ځواکونو تر وتلو په وروسته په لومړي ځل خپلو مېنو ته راستانه شول.

نن (سه شنبه د فبرورۍ ۱۸مه) د اسراییل او حزب الله ترمنځ د اوربند هوکړې لمخې د لبنان له شماله د اسراییلي ځواکونو د وتلو د ضرب الاجل وروستۍ ورځ ده. په ورته مهال د لبنان د حکومت ویاند ویلي، تر دې وروسته به د دغه هېواد په خاوره کې د اسراییلي ځواکونو شتون ته د اشغال په سترګه وګوري او په خبره یې، د  ایستلو لپاره به یې له هرې لارې کار  واخلي.

: ‏د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ خبرې اترې د پیلېدو په درشل کې دي. د روسیې بهرنیو چارو وزارت پر خپل اېکس پلازمېنې ریاض ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف د رسېدو او له امریکايي سیال سره د غونډې د پیل ویلي دي.

اخوا، د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو لا وار لمخه په ریاض کې و او په پام کې ده چې دواړه لوري د اوکراین او روسیې د جګړې پر سر د مذاکراتو ترڅنګ د واشنګټن او مسکو ترمنځ د نورو مسایلو په اړه هم خبرې وکړي.

: ‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) پر اېکس لیکلي چې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره د دغې استازولۍ د مشرې خبرې شوې دي.

یوناما زیاته کړې چې دغه خبرې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت پر ارزونې متمرکزې وې. هغې زیاته کړې چې زده کړو، کار او روغتیا ته د افغان ښځو نه لاسرسی به اوږدمهاله زیانونه رامنځته کړي نو بېړنیو او عملي ګامونو پورته کولو ته اړتیا ده.

: ‏د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر، اسحق ډار په نیویارک کې د اسلامي همکاریو سازمان په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د افغانانو د بد اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

اسحق ډار غوښتنه کړې چې د افغانانو کنګل شوې شتمني دې خوشې شي او د منځنۍ اسیا او پاکستان ترمنځ پروژې دې د افغانستان له لارې پلې شي.

هغه زیاته کړې چې د بې وزله افغانانو د بشري مرستو او اسانتیاو برابرولو په موخه هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دي.

: ‏د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو، کشمیر، ګلګت-بلتستان وزیر، امیر مقام له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغان کډوالو د راستنېدو یا د هغوی د بل هیواد ته د لېږد په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. د پاکستاني رسنیو په وینا، هغه ویلي: «پاکستان ته د افغان کډوالو د راتګ په وخت کې ژمنه شوې وه چې دغه کډوال ژر تر ژره بل هېواد ته لیږدول کېږي او د کوربه هیوادونو ستونزې به هم حل شي

امیر مقام ټینګار وکړ چې پاکستان د څو کلونو لپاره د درېیو میلیونو افغان کډوالو کوربه و، خو زیاته یې کړه: «حقیقت دا دی چې دوی باید ولاړ شي

: ‏د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې د اوکراین جګړې پایته رسېدل ممکن په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په څېر وضعیت رامنځته کړي. هغه له یوې جرمني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، که اوکراین د ناټو غړی نشي، ممکن دا ډول وضعیت بیا تکرار شي.

هغه زیاته کړې: «موږ تجربه لرو چې کله څوک بې له فکر او پلانه  یوه پریکړه په چټکۍ سره عملي کوي او بې پروا شاتګ کوي، څه ډول پایلې یې لري

: ‏رویترز گزارش داده که سناتوران امریکایی طرح دانلد ترمپ برای اشغال غزه را رد کرده و تاکید کرده‌اند که کشورهای عربی ممکن است گزینه‌های بهتری برای آینده غزه ارایه دهند. لیندسی گراهام سناتور جمهوری‌خواه گفته است: «در سنا هیچ تمایلی برای این‌که امریکا به هر شکلی کنترل غزه را به دست بگیرد، وجود ندارد

ریچارد بلومنتال سناتور دموکرات، نیز این طرح را کاملاً غیرقابل قبول خوانده است.

: ‏کاناډا کې د کېناستو پر مهال د یو الوتکې نسکورېدو ۱۸ کسان ټپیان کړي دي. په ټورنټو هوايي ډګر کې د دلتا اييرلاین یوه الوتکه د کېناستو پر مهال نسکوره شوې چې له ۸۰ تنو مسافرو ۱۸ یې ټپیان شوي چې لمنځه یې د یوه ماشوم په ګډون د درې کسانو وضعیت نازک ښودل شوې ده.

تر د دې دمه د دغې الوتکې د نسکورېدو لامل څرګند نه دی خو کاناډايي چارواکو ویلي په دې تړاو یې پلټنې دوام لري.

ځینو سرچینو اټکل کړی چې د سخت توپان او تېز باد له امله دغه پېښه رامنځته شوې ده.

: ‏د ټرمپ په اداره کې د ایلن ماسک د حضور پر ضد بیا لاریون شوی دی.

په واشنګټن کې سلګونه کسان واټونو ته وتلي او د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په اداره کې یې د امریکايي شتمن شخص، ایلن ماسک پر حضور او د ډېر واک ورکولو پر ضد لاریون کړی دی. لاریون کوونکي له کانګرس غواړي چې په دغه موضوع کې مداخله وکړي او د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ټرمپ د سلاکار، ایلن ماسک د ډير واک اخیستو پر ضد غږ پورته کړي.

: ‏د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي ویلي د سولې کوم مذاکرات چې په سعودي کې کیږي، دوی پکې برخه نه اخلي ځکه هیڅ یې په اړه مالومات نه لري.

د اوکراین ولسمشر، ټینګار کړی چې کییف باید د خپل راتلونکي په اړه هره غونډه او مذاکره کې ګډون ولري. دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي ته تللی او په پام کې ده چې مسکو هم هلته یو پلاوی واستوي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو سعودي عربستان ته د خپل سفر پر مهال، د دغه هېواد له ولیعهد، محمد بن سلمان سره کتلي او د غزې د راتلونکي په اړه یې خبرې کړې دي. په دغه کتنه کې د غزې اړوند د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د پلان چې غواړي فلسطېنیان ترې بل ځای ته ولېږدوي هم خبرې شوي خو جزییات یې په اړه نه دي ورکړ شوي. اخوا دواړو لورو په غزه کې د اوربند پر دوام ټینګار کړی دی.

تر هغې وروسته چې امریکا د افغانانو په ګډون د کډوالۍ د دوسیو لرونکو پر مخ د متحده ایالتونو د کډوالۍ پروګرام د څلورو میاشتو لپاره وځنډاوه اوس یو شمیر افغان کډوالو په اسلام اباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې له متحده ایالتونو وغوښتل چې پر ستونزو یې غور وکړي.

: ‏شیخ تمیم بن حمد آل‌ثانی امیر قطر در یک سفر دو روزه وارد هند شده است.

برخی رسانه‌های هندی با نشر این خبر، گزارش داده‌اند که نارندرا مودی نخست‌وزیر هند در میدان هوایی بین‌المللی اندراگاندی از امیر قطر پذیرایی کرده است. قرار است امیر قطر با رییس‌جمهور هند و وزیر خارجه این کشور نیز دیدار داشته باشد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک