إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې - د كمونيزم ستر فكري او عملي عيبونه – دوهمه برخه
د كمونيزم ستر فكري او عملي عيبونه
د ماترياليزم ستر ستر عيبونه دا دي:
• له خداى انكار، له خدايپالني او دين لرلو سره دښمني او نه پخلا كېدونكى عداوت او هغه ته د ملتونو د تخدير وسيلې او د بورژوازي د مدافع په سترگه كتل او تصفيه او ځپل ئې د كمونست انقلابيونو حزبي دنده گڼل.
• دا په داسي حال كي چي د انسان له پيدايښت بيا تر نن پوري؛ د نړۍ غوڅ اكثريت؛ تر پنځه نوي سلنه (95%) زيات؛ خدايپال وو او دي؛ هو؛ ځيني د حقيقي خداى په پېژندو كي اشتباه كوي؛ اما عقل او فطرت ئې داسي دئ چي پر خداى باور او ايمان ته ئې اړ كوي؛ د ماتريالستانو دا ادعاء په بشپړه توگه غلطه او د حقيقت خلاف ده چي وايي: تل دين او خدايپالنه د شتمنو په خدمت كي وه او ده؛ حقيقت دا دئ چي تل شتمنو او د قرآن په اصطلاح مترفينو او مستكبرينو د خدايپالو او پيغمبرانو مقابله كړې؛ او د ټولني بې وزلو او محرومانو د دوى دعوت منلى او ملگرتيا ئې كړې؛ قرآن فرمايي:
وَمَآ أَرۡسَلۡنَا فِي قَرۡيَةٖ مِّن نَّذِيرٍ إِلَّا قَالَ مُتۡرَفُوهَآ إِنَّا بِمَآ أُرۡسِلۡتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ٣٤ سبإ
او هيڅ كلي ته مو كوم خبردارى وركوونكى (پيغمبر) نه دئ لېږلى مگر دا چي مترفينو ئې (هغو چي سوكالي ورپه برخه شوې) وويل: مونږ په قطعي توگه له هغه څه منكر يو چي تاسو ورسره لېږل شوي يئ؛ او وئې ويل: موږ (تر نورو) زيات مال او اولاد لرو او هيڅكله تعذيبېدونكي نه يو!
په دې مبارك آيت كي د انبياءو په وړاندي د هغو وگړو وينا او دريځ انځور شوى چي د ټولني حاكم اجتماعي، سياسي، اقتصادي او مذهبي جوړښت دوى ته رفاه، سوكالي او تر نورو زيات امتيازات ورپه برخه كړي، يو ئې واكمن دئ، بل ئې شتمن دئ، بل ئې قومي سالار، بل ئې مذهبي مشر، هر يو ئې له خپل خپل موقعيت گټه اوچتوي او امتيازات تر لاسه كوي، چا له سياست دام جوړ كړى، چا له مذهب دكان، چا له خپل اجتماعي وجاهت د خلكو پر اوږو د سپرېدو وسيله، چا ته د عوامو جهل گټور دئ او چا ته په شرك او خرافاتو كي د ولس پرېوتل، دوى نه غواړي دا حالت بدل شي، نو ځكه د هر هغه چا مخالفت ته ملا تړي چي په ټولني كي له فكري، ديني، مذهبي، سياسي، اقتصادي او اجتماعي پلوه تبديلي غواړي، قرآن دا حالت په خپلو ښكلو او موجزو الفاظو سره داسي انځور كړى: هيڅ كلي ته مو كوم خبردارى وركوونكى نه دئ لېږلى مگر دا چي مترفينو ئې (هغو چي سوكالي ورپه برخه شوې) وويل: مونږ په قطعي توگه له هغه څه منكر يو چي ستاسو په لاس لېږل شوي، (يعني ستاسو له رسالت او دعوت منكر يو)؛ او وئې ويل: موږ تر نورو زيات مال او اولاد لرو او هيڅكله تعذيبېدونكي نه يو! گورئ چي د (مال) او (اولاد) ډېرښت د پيغمبرانو عليهم السلام له رسالت سره تضاد او مخالفت ته هڅولي او همدا د (مال) او (اولاد) ډېرښت د فلاح او نجات معيار او ملاك گڼي، وايي: كه موږ د الهي عذاب وړ وى نو الله به تر نورو زيات مال او پلويان نه راكول!!
همدا راز صالح عليه السلام ته د ده د قوم د مستكبرينو (مخالف ځوابونه) او د مستضعفينو (موافق) ځوابونه داسي انځوروي:
قَالَ ٱلۡمَلَأُ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُواْ مِن قَوۡمِهِۦ لِلَّذِينَ ٱسۡتُضۡعِفُواْ لِمَنۡ ءَامَنَ مِنۡهُمۡ أَتَعۡلَمُونَ أَنَّ صَٰلِحٗا مُّرۡسَلٞ مِّن رَّبِّهِۦۚ قَالُوٓاْ إِنَّا بِمَآ أُرۡسِلَ بِهِۦ مُؤۡمِنُونَ٧٥ قَالَ ٱلَّذِينَ ٱسۡتَكۡبَرُوٓاْ إِنَّا بِٱلَّذِيٓ ءَامَنتُم بِهِۦ كَٰفِرُونَ٧٦ الأعراف
75- د ده د قوم لويي غوښتونكو مشرانو هغو مستضعفينو ته چي ايمان ئې راوړى وو، وويل: آيا په دې پوهېږئ چي صالح د خپل رب له لوري لېږل شوى؟ دوى (ورته) وويل: موږ په هغه څه ايمان راوړى چي د ده په لاس لېږل شوى. 76- لويي غوښتونكو وويل: موږ له هغه څه منكر يو چي تاسو پرې ايمان راوړى.
گورئ چي دلته هم دوه ډلي تمثيل شوې: مستكبرين او مستضعفين، لويي غوښتونكي او هغه چي په بې وزلۍ كي د دوى د ساتلو هڅه شوې، مستكبرين د پيغمبر په ضد د دښمنۍ په سنگر كي او مستضعفين د پيغمبر ملگري، مستكبرين مستضعفينو ته وايي: له كومه پوه شوئ چي صالح د خداى پيغمبر دئ؟ مستضعفين ځواب وركوي: د ده له پيغام، د ده په پيغام كي د ده د رسالت او حقانيت څرگندي نښي گورو، موږ په هغه څه ايمان راوړى چي دى ئې خلكو ته وړاندي كوي؛ او مستكبرين د دې مضبوط دليل په خلاف په لجاجت سره وايي: موږ په هغه څه چي ستاسو په څېر خلك پرې ايمان راوړي، كافر او منكر يو. دوى نه د پيغام محتوى ته اعتناء لري او نه معجزې ته اهميت وركوي، استكبار ئې هم د رسالت انكار ته هڅوي او هم د معجزو ترديد ته.
• ماترياليزم له انساني فطرت سره د جنگ لار غوره كړې؛ له انسان سره داسي معامله كوي لكه د ماشين له يوې بې اختياره او بې ارادې پرزې سره؛ چي وظيفه او دنده ئې كار كول دي او بدله ئې تېل او گريس؛ نه دا حق لري چي د خپلي خوښي كار غوره كړي او نه د خپل زيار بدله او معاوضه تر لاسه كولى شي؛ په داسي حال كي چي همدا دواړه (د خپلي خوښي كار) او (د خپل كسب او كار عادلانه بدله)؛ د انسان د تحرك، خوځښت، ابتكار او نوښت لومړني او اساسي محركين، مشوقين او هڅوونكي دي؛ له دې پرته ئې د كار كولو او زيار ايستلو شور او شوق حتماً مري او ځپل كېږي؛ له كار به په يوه او بله پلمه لاس اخلي، دمه او كار نه كولو ته به ترجيح وركوي، پښتانه د دې لپاره ښكلى متل لري؛ (لور به لوټه تېزوي) يعني لټ لًوگرى چي زړه ئې نه غواړي په لو ځان ستړى كړي؛ په يوه او بله پلمه له كار لاس اخلي، كله د لور تېره كولو په پلمه كار پرېږدي؛ خو كه ډبره په لاس ورنه شي نو لوټي ته لاس كړي او د لور په تېره كولو ځان مصروفوي!! هو؛ ولي به د ژمي سخته يخني او د دوبي سخته گرمي گالي او خولې به تويوي او لاس پښې به ئې تڼاكي كېږي؟! كله چي په يوې ټولني كي د كار او زيار محرك او مشوق له منځه ولاړ شي؛ نو نه استعدادونه په كار لوېږي، نه وده كوي او نه به په نوښت، ابتكار او اختراع منتج كېږي.
• د روسيې او چين تجربو وښوده چي كمونيزم لومړى په حزبي ديكتاتوري منتج كېږي او بيا فردي ديكتاتوري رامنځته كوي؛ ټول اقتدار په يوه فرد (د كمونست گوند زعيم) كي خلاصه كېږي؛ د ده فكر، نظريه، ايديولوژي، پرېكړه او فرمان نهائي گڼل كېږي، هيڅوك ورسره مخالفت نه شي كولى؛ د هر مخالفت پايله يا اعدام وي، يا ترور يا زندان؛ اختناق او سانسور حاكم شي، د بيان آزادي، له خپلو حقوقو د دفاع لپاره صنفي اتحاديې، سياسي احزاب، اجتماعي ټولني او هر هغه څه چي خلكو ته د واكمنو پر تصرفاتو او فرمانونو د اعتراض مجال او فرصت برابروي؛ ممنوع او غير مجاز شي او د انقلاب ضد عمل او د سختي سزا وړ جرم گڼل كېږي. پايله به ئې همغسي وي لكه د روسيې او چين كمونستي انقلاب چي د بورژوازي او فيودليزم په خلاف زېږېدلى او پاڅېدلى وو خو لا زوړ شوى نه وو چي بېرته پانگوال ظالمانه نظام ته واوښت.
د تکمیل او تصحیح مخکی نسخه
