No-IMG

آیا د سرو لښکرو ایستل د نجیب کمال ؤ ؟

 

استاد غلام حضرت شاکر 

د ۱۹۸۹ وم کال، فبروري ۱۵مه نېټه د افغان تاریخ له وياړه ډکه ورځ ده، هغه ورځ چې تر نه کاله خونړي جنګرېز وروسته د سره ښکېلاک يولک شل زره سربازان ځوړند سرونه له افغانستان نه ووتل ، دا هغه ورځ وه چې نه يې نړيوالو تصور کولی شو او نه روسانو ، نړيوال اټکل دا ؤ چې سرې لښکرې کوم هېواد لاندي کړي بیایې استقلال ناشونی دی ، پر افغانستان د سره ښکېلاک تر چپاو وروسته ؛ هم روسانو افغانستان د سرې ټولواکمنۍ جُز ګڼلی ؤ او هم نړيوالو ؛ د الکساندر مايوروف په قول روسي چارواکي په دې آند وو چې تر لږ مقاومت وروسته به افغانستان د سرې
 ستر واکمنۍ په قلمرو کې شامل او د شوروي شپاړسم جمهوريت شي ! مايوروف کاږي :  
کابل کې د شوروي سفير ( تابييف ) او ډېری  روسي چارواکو  غوښتنه  به تل داوه چې افغانستان د اتحاد جماهیر شوروي په شپاړسم جمهوريت بدل شي !
امريکايي چارواکي هم په دې اند وو چې د افغانستان خاوره نوره د سرې امپراطورۍ برخه ده، او که روسان پر پاکستان د چپاو تابيا وکړي؛ امريکا به يې پر وړاندې غبرګون وښيي !
هغه مهال چې سرې لښکرې په افغانستان را مارش شوې؛  د سرې سترواکمنۍ اعلی قوماندان (برژنيف) په ډهلي کې وويل: 
« تر شپږ مياشتې وروسته به په افغانستان کې مقاومت ختم اوجګړه پای ومومي ....»
ترهغه مهاله سرې لښکرې هيچېرې هم له مقاومت سره نه وې مخ شوې، پنځلس هېوادونه يې يو په بل پسې لاندې کړي وو ؛ یوازې په منځنۍ آسيا کې د ابراهيم بيګ مجاهدينو څه نا څه مقاومت وکړ ؛ خو روسان وتوانېدل نوموړی ژوندی ونيسي او اړوند مجاهدين يې په ډير کم وخت کې له پښو وغورځوي!!
 د افغان مجاهدينو په اړه هم انګيرنه دا وه چې له غره سره سرونه جنګوي ؛ خو د لوی خدای( ج) اراده دا وه چې سره امپراطورۍ له انقراض سره مخامخ او د شکست وياړ يې افغان مجاهدينو ته ورپه برخه کړي ؛ همداسې وشول لوی او مهربان خدای د مجاهدينو د مقاومت په پايله کې نه يوازې روسان له افغانستان نه شاګرځ ته اړ کړل ؛ لا چې سرې ټولواکمنۍ هم ورسره سر وخوړ ؛
پنځلس هېوادونه یې له اسارته خلاص شول ؛  حتی د برلين دېوال  ( چې د روسانو د ظلم په نتيجه کې  جوړ کړی شوی ؤ ) ؛ له منځه لاړ!!!
فقيد ضياءالحق د سرې امپراطورۍ ماته د معاصر تاريخ معجُزه وبلله ؛  دا ريښتيا هم ډېره نادره وه چې د معا صر تاريخ تر ټولو ستر زبر ځواک د تش لاسو افغانانو په وړاندې کونډه ووهي ! خواجه عبدالله انصاري فرمايي: 
خدایا هر که راخواهی براندازی
با درويشان در اندازی
هو! دلته هم لوی خدای يو ستر نظامي ځواک  د دروېشانو په لاسونوګونډه  کړ!!
ستر جنرال الکساندر مايوروف دغې سترې تاريخي پيښې ته په کتو ليکي: 
« د افغانستان جګړه د شوروي اتحاد له خوا تر سره شوې وروستۍ جګړه وه، دا له هغو وروستيو ځان وژونکو ماينونو څخه يوه راوختله چې يو لوی دولت پرې والوت!! »
د سرو لښکرو اعلی قوماندان( جنرال ګروموف) کاږي: 
« په افغانستان کې د جګړې اور بلول د شوروي حکومت د ډېرو ناوړو پرېکړو په لړ کې راځي...، د سوسياليستي کمپ او د شوروي اتحاد ړنګېدل د افغان بحران زېږنده ده چې د هېواد مشران او په ټوله کې ټول هېواد يې راګير کړي ؤ...، په سياسي ډګر کې د افغاني لوبې بايلل د هغې بنسټيزې ډبرې له لاسه ورکولو ته ورته ؤ چې په نړېدو يې د اويا کلونو جوړه شوې ودانۍ له بېخه ونړېده !!! »
د کا جي بي لوړ پوړی جنرال نيکولای ديمابوالوف  وايي : 
« که د شورويانو مقابله يوازې له افغان پوځ سره وای ؛  نو د ماتې لپاره  يې څو ګنټې وخت ته اړتيا وه ؛ خو د شورويانو جنګ له داسې  قوم سره ؤ چې تسليمول يې  د هيڅ زبر ځواک په وس کې نه شته ! »
( جنرال ګروموف ) چې له حيرتان  تېرېده ؛ مخ يې افغانستان ته راواړؤ او په شونډو يې خپلوچارواکوته دنفرین کلمات خپاره شول ... هغه کاږي:  «غواړم هغو کسانو ته د زړه له کومي ښکنځل وکړم چې افغانستان ته یې د سرتېرو د لېږلو  پرېکړه کړېوه»!
هو! روسانو پر افغانستان د خپل ظالمانه يرغل ډېرې بدې پايلې ولېدې ؛ امپراطورۍ يې دړې وړې شوه ؛  پنځلس هېوادونه يې له اسارت نه خلاص شول ؛ له اقتصادي پلوه يې تر اويا بيليونه ډالرو زيات  تاوان په برخه شو ؛  تر پنځلس زرو  زيات سربازان او افسران يې  په قتل ورسېدل او تر څلوېښت زرو زيات سربازان او جنرالان يې په جګړو کې ټپيان او لا درکه شول !.
د جنرال ګروموف په قول  د ۱۹۷۰م کال د دسمبر له پنځه ويشتمې نه د ۱۹۸۹م کال د فبروري ترپنځلسمې پورې ؛  ۱۹۷۹ تنه افسران اوجنرالان ؛  ۵۷۲ تنه د کا جي بي غړي ؛ ۲۸۰  تنه د شوروي اتحاد د کورنيو چارو کارکوونکي؛  ۱۴۵ افسران او ۱۹۰  تنه پوځي روسي سلاکاران د افغانستان په جګړه کې له منځه لاړل ؛  همدا راز يو لک پنځلس زره درې سوه اته تنه يې په ژيړي مرض ؛  او  ۳۱۰۰۰ تنه افسران  يې په محرقې اخته شوي وو !!!
د دومره ډيرو افسرانو په ژېړي او محرقې اخته کېدل، که له يوې خوا د منتقم خدای(ج)  عذاب او د افغانانو آزار ګڼلی شو ؛  له بلې خوا په افغانستان کې د زياتو باروتو استعمال هم د دغسې ناروغیو په رامنځته کولو کې بې اغېزه نه ؤ .
افغان – شوروي جګړې په سیاسي لحاظ هم روسانوته سخت زیان ورساؤ ؛  له ټولې نړۍ یې تجريد کړل ؛ آن تردې چې د ملګرو ملتو په وروستۍ غونډه کې ۱۲۳ هېوادونو ورسره مخالفت څرګند کړ ؛ ددې په څنګ کې کمونیستي ایډیا  له چلېدو ولوېده او د سرې امپراطورۍ  له زوال سره يو ځای د کمونيزم  پر تابوت هم وروستی ميخ ټکوهل شو !!!
ځينې کيڼ لاسي د سرو لښکرو د انسحاب وياړ د ډاکټر نجيب په لکۍ پسې غوټه کوي او په خورا سپين سترګۍ سره وايي ؛   روسان يې د غوښتنې او نوښت په پای کې له افغانستان نه په وتو مجبور شول ؛  حال دا چې د کمونیستانو دريځ هغه مهال د نيږدې پرون  په څېر وو ؛  لکه پرون  چې يې د ناټو ځواکونو په تخرګ کې خپل ځانونه خوندي ګڼل او له وتلو سره يې مخالفت څرګنداؤ ؛ هغه مهال يې هم هيڅکله نه غوښتل چې روسان له افغانستان نه ووځي؛ بلکې دې ته هم تيار ؤ چې افغانستان شورویانو ته ورقواله کړي!! جنرال کروموف کاږي : 
«  ډاکتر نجیب په اصرار سره ددې غوښتنه کوله چې روسان له افغانستان نه ونه وځي او / یا هم په هوايي ځواک سمبال  دوولس زره سرتېري په افغانستان کې پاتې شي ! » 
حقیقت دادی چې هر کمونيست مشر د سرو لښکرو د راتلو او افغانستان کې د پاتې کیدو غوښتونکی و! جنرال کروموف ليکي : «  له نورمحمد تره کي نيولې بيا تر ډاکتر نجیب پورې هر يو د دې غوښتونکی و چې شوروي ځواکونه افغانستان  کې موجود او د خلق ديموکراتيک نظام پر ننګه ولاړ وي » ! 
تاسې « سرې لښکرې په افغانستان کې » کتاب ولولئ ، درته څرګنده به شي چې نجيب او بل هر کمونيست د سرو لښکرو په راغوښتو او دلته يې په دايمي شتون څومره ټينګار کړی دی ! آيا افغان کمونیستان واقعاً له دې نه وو خبر چې روسان د دوی په خوښه او د افغانستان د اشغال لپاره راغلي وو!؟ آيا کمونیستان په دې نه پوهېدل چې روسانو افغانستان د اتحاد جماهیر شوروي په شپاړسم جمهويت بدلاوه!؟
حقيقت دا دی چې افغان کمونیستان نه يوازې د روسانو له دغه ډول شومو  ارادو خبر ول ؛  لا چې توافق يې هم ورسره لاره ؛ ځکه خو به يې مشرانو ورته ويل « هر څه به له روسانو ځار کړي !!» همدا اوس هم کمونستان په هر ګردي مېز له افغانستان نه د سرو لښکرو شاکرځ يوه تاريخي اشتباه ګڼي !!!
وايي : کله چې روسي چارواکو ببرک کارمل ته د خپلو ځواکونو د انسحاب خبر ورکړ ؛ ببرک کارمل ژړغونی شو او له خپلو بادارانو يې په الحاح سره وغوښتل چې خپل ځواکونه له افغانستان نه ونه باسي !!!
جنرال نبي عظيمي د ببرک کارمل دغه ډول غوښتنه ستايي او د روسانو په وتلو د حسرت څرګنتيا کوي!!! له کارمل سره د ورته دريځ په اړه ټول کمونستان  يوه خوله ول.
واقعيت دا دی چې روسان د مجاهدينو مقاومت او بې سارې قربانيو انسحاب ته اړ کړل ؛ د کمونيزم د ماتې او د سرې امپراطورۍ د زوال لپاره افغان مجاهدينو تر درې نيم ميليونه زيات شهيدان او ټپيان ورکړل، که د مجاهدينو مقاومت نه وای باور دی چې افغانستان به هم د بخارا او سمرقند په برخليک اخته شوی ؤ.
 يو شمېر ناپوه وګړي د روسانو ایستل د امريکا کمال ګڼي ؛ داخبره نه یوازې ځینې ناپوه افغانان کوي ؛  لاچې امریکایې چارواکي هم د افغانستان استقلال او د روسانو ماته د امریکا افتخارګڼي!! د دوی په ځواب کې شايد دا کافي وي چې ووایو ؛ امريکا ولې تر روسانو په مراتبو کمزورو ويتاناميانو ته ماتې ورنه کړی شوه!؟
د ويتنام په جګړه کې خو امريکا تر پنځه پنځوس زره زيات عسکر قرباني ورکړل ؛  په زرګونو نور سرتېري يې ټپيان شول ؛  په ميلياردونو ډالر يې مصرف کړل ؛ ټولې موډرنې وسلې يې په کار واچولې؛ خو نه يې سرښندنو نتيجه ورکړه، نه يې په ميلياردونو ډالرو، او نه هم د پرمخ تللیو وسلو استعمال!!!
په افغانستان کې د مجاهدينو له قربانۍ پرته نه وسلې اغېزمنې ثابتېدای شوای او نه پيسې، موږ منو چې مادي امکانات ؛  رزمي وسایل او نړيوال سياسي حمايت د سرښندنو په څنګ کې بې اغېزه نه وي؛ خو محتوم بري ته لاره نه شي پرانیستی، بریاوې يوازې او يوازې د يو قام له اتلوليو او سرښندنو سره غوټه کېدای شي او نور مالي، نظامي او سياسي سپورت  یې ضمني عناصر دي .د افغانانو په بریاوو کې د نړیوال حمایت پراغېز اغماض نه شي کېدای؛ خو که افغانانو د مقاومت اوجهادلاره نه وای خپله کړې، د ازادۍ لپاره یې په میلیونونو  شهیدان اوټپیان نه وای ورکړي؛ نو نن به یې هېواد د روسانومستعمره ؤ او امریکا به یې پخپل قلمروکې هم له شرنه خوندي نه وه.
ننګیالیه په حق ومره چې ژوندی شې
شهیدپال خلک ګوټلی دژوندجام شي
چې له مرګ څخه وېرېږي مرګ یې وخوري
مرګ نیږدې ورته له خپل وخت نه یوګام شي. 

 

 

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک