د محترم حکمتیار ځواب د ورونو پوښتنوته داسلامی اقتصادی دزکات په اړه
پاتی مکمله برخه ځواب :
لنډ او مجمل ځواب به ئې دا وي: هو؛ د عادل او اسلامي حكومت د ټولو جائزو لگښتونو لپاره يوازي زكات كافي دئ.
له فقير او مسكين؛ تر هر نامه لاندي؛ ماليه او كسټم اخيستل؛ شرعاً حرام دي او عقلاً ظالمانه او غير انساني. د حل لار دا نه ده چي پر خلكو ماليات زيات شي؛ د عدل او عقل غوښتنه دا ده چي د حكومت مصارف او لگښتونه له جائز او مشروع عوائدو سره متوازن او متعادل شي؛ د جمهور رئيس، امير، وزير، سفير، والي، جنرال، د پارلمان وكيل او په مجموع كي د ټولو دولتي لوړ پوړو مامورينو معاشات متوازن شي، د اشرافي قصرونو او دفترونو جوړول بند شي، د گران بيو موټرو واردول متوقف كړو، پر قبرونو قصرونه جوړ نه كړو، په ودونو او مېلمستياوو كي د زياتو لگښتونو سيالي ونه كړو، د اسراف او بې ځايه مصارفو مخه ونيسو، تشكيلات محدود شي، اردو او امنيتي ځواكونه مو د خپل وس په اندازه وي، كه امكانات محدود وي او بهرني گواښونه له موږ د ځواكمنو امنيتي ادارو او بنسټونو غوښتنه كوي؛ نو د دې پر ځاى چي مصارف ئې د ملت پر اوږو بار كړو يا له بهرنيو هېوادونو مرسته وغواړو؛ له يوه سره وجنگېږو او پر بل ځان او هېواد وپلورو؛ داسي مناسب تدابير ونيسو چي ملت دفاع ته چمتو كړو؛ له ټول ملت د خپل هېواد مدافع ځواك جوړ كړو.
د افغانستان، عراق، ليبيا، او ډېرو نورو هېوادونو تجربو وښوده چي د اسلامي هېوادونو فوځونه او امنيتي ځواكونه؛ د خپل ولس او ملت د ځپلو او مهارولو لپاره رامنځته شوي نه د بهرنيو تېريو د دفع كولو لپاره؛ په ډېرو كي د همدې فوځونو تر څنگ د بهرنيو ځواكونو ستري ستري اډې دي؛ د جنگ او سولي پرېكړي ئې د هغوى په واك كي دي؛ او د دوى خپل فوځونه هم د هغوى كرايي جنگيالي دي؛ د عراق فوځ د امريكا به وړاندي څو اونۍ مقاومت ونه كړ؛ خو د فلوجي ولسي مقاومت؛ پر امريكا رڼا ورځ توره شپه كړه؛ په 1967 كي؛ د ټولو عربي هېوادونو؛ په سر كي ئې مصر، اردن، سوريه او عراق؛ فوځونه ونه توانېدل چي د وړوكي اسرائيل په وړاندي شپږ ورځي مقاومت وكړي؛ تسليم شول، لاسونه ئې اوچت كړل؛ مهمي سيمي ئې له لاسه وركړې، د سينا ټاپووزمى، د جولان لوړي، د اردن سيند غربي تراړه؛ د يورشليم زوړ ښار او د غزې شمالي برخه؛ د اسرائيلو له لوري اشغال او د عربو له واك ووتله؛ خو يوازي د غزې مؤمن جنگيالي وتوانېدل د اسرائيل او ټولو غربي حاميانو؛ د گډ بريد په وړاندي 15 مياشتي مقاومت وكړ؛ د طوفان اقصى تاريخي او بې ساري عملياتو سره ئې د امريكا پوزه په خاورو ولړله. او دا دئ نن د دوى ټولي غوښتني او شرائط ومنل شول؛ د حماس او تل ابيب تر منځ معاهده ښيي چي تل ابيب د خپل وحشيانه جنگ هيڅ هدف تر لاسه نه كړى شو؛ نه ئې حماس له پښو وغورځولو او نه ئې خپل اسيران آزاد كړى شو، حماس نه يوازي فعال او ځواكمن پاته دئ بلكي په وروستيو ورځو كي ئې اغېزمن بريدونه كړي چي اسرائيلي سرتېرو ته ئې كافي مرگ ژوبله اړولې؛ فلسطينيان له معاهدې راضي او په څېرو كي ئې د خوښي نښي څرگندي دي؛ مشران ئې وايي: د هر څاڅكي ويني او اوښكي انتقام به اخلي. تل ابيب منلې چي له ټولي غزې به وځي، خپلي اډې او نظامي تأسيسات به ختموي، د هر اسرائيلي اسير په بدل كي به 30 فلسطيني اسيران آزادوي، ټول مهاجر او بې ځايه شوي فلسطينيان به خپلو سيمو ته ستنېږي، فلسطينيانو په خپل كلك او مضبوط مقاومت سره وښوده چي د خپلواكي، آزادي او مستقل فلسطين جوړولو لپاره هري قربانۍ ته چمتو دي؛ اسرائيل او حاميانو ته ئې وښوده چي فقط يو بديل په مخكي لري: د فلسطينيانو حق او ارادې ته تمكين او له ټولو اشغال شوو سيمو وتل.
همدا راز د افغانستان فوځ نه د شوروي په وړاندي مقاومت كړى او نه د ناټو په وړاندي؛ نه يوازي د بهرني تېري په وړاندي ئې مقاومت نه دئ كړى بلكه افسران او سرتېري ئې د يرغلگرو په كرايي جنگيالو بدل شوي؛ په مسكو كي روزل شوي څو وړوكي ماشينى ضابطان وتوانېدل د ظاهر خان زړه او موروثي پاچايي نسكوره كړي او افغانستان د شوروي په اقمارو كي شامل كړي؛ طالبان مو وليدل چي كله حكومت په لاس ورغى او جنگيالي ئې په عسكري قطعاتو كي تنظيم شول؛ د امريكايي يرغل په وړاندي پنځه اونۍ مقاومت ونه شو كړى؛ په شمال كي ئې پنځلس زره جنگيالي په داسي حال كي افغان امريكايانو (شمالي ټلوالي) ته تسليم شول چي لا امريكايي سرتېري په افغانستان كي نه وو پلي شوي؛ يوازي B-52 جهازونه ئې په فضاء كي راڅرگند شوي وو؛ دا 15 زره مظلوم جنگيالي په ډېره بې رحمۍ سره ووژل شول. خلكو گمان كولو چي كه طالبان ونه توانېدل په شمال كي مقاومت وكړي نو په كابل او كندهار كي خو به حتماً د كلك مقاومت شاهد وو؛ خو دا انتظار تر سره نه شو او دوى له كابل او ورپسې كندهار هم ډېر سريع او له مقاومت پرته ووتل؛ د امريكا افغان كرايي جنگيالي وتوانېدل په 5 اونيو؛ يعني 35 ورځو كي؛ هم ټول شمال ونيسي او هم كابل او كندهار. دا ناكامي تاريخي تجربې كافي دي چي پر فوځ له حد زيات اتكاء او اعتماد ونه شي او پر ځاى ئې ولس د دفاع لپاره چمتو او وروزل شي. دا به يقيناً ستره اشتباه وي چي حكومت په دې موخه ملا ماتوونكي ماليات پر ملت وضع كړي چي گواكي د امنيتي ځواكونو د پياوړتيا لپاره پيسو ته ضرورت لري او مجبور دئ ټكسونه او ماليات زيات كړي؛ ډېر ځلي همدا ډول ډول ماليات او په زور او زياتي سره له اړمنو او داسي نيستمنو خلكو ملا ماتوونكې ماليې اخيستل چي له مياشتني معاش پرته نور هيڅ نه لري؛ او د دولت له ټكسنو تر نورو وړاندي دوى صدمه گوري؛ له نظام متنفر شي، نسكورېدا ئې د خپلو ستونزو علاج گڼي، له انقلابيونو سره ئې خواخوږي راپيدا شي او هغوى ته د وړيا جنگياليو موندلو فرصت په لاس ورشي. دا نن چي ما د دې كتاب دغه برخه ليكله په امريكا كي د 2025 كال په لومړۍ ورځ؛ درې خونړۍ پېښي په دريو ايالاتو كي رامنځته شوې، لومړۍ پېښه د تكزاس ايالت په نیو اورلینز ښار كي چي د امريكا د فوځ يوه مخكيني سرتېري په خپل پك اپ گاډي سره پر هغي غونډي بريد وكړ چي د 2025 ميلادي كال لومړۍ ورځي لمانځني په موخه جوړه شوې وه؛ پك اپ ئې په لوړ سرعت سره د خلكو ستري غونډي منځ ته ننايستى؛ كله چي گاډى له مخكي تگ تم شو نو كوز شوى او پر خلكو ئې تر هغه ډزي كړې چي د پوليسانو له لوري ويشتل شوى؛ په پېښي كي 15تنه وژل شوي او په لسگونو نور (لږ تر لږه 36) ژوبل شوي. دې امريكايي سرتېري په افغانستان كي هم د جنك تجربه درلوده. په بلي پېښي كي په لاس وگاس كي د ټرمپ نړۍ وال هوټل مخي ته؛ په ټسلا سایبر ټرک گاډي كي چاودنه شوې، ډرېور وژل شوى او اوه تنه ژوبل شوي. وروسته معلومه شوه چي ډرېور په چاودني كي نه دئ وژل شوي بلكي ځان وژنه ئې كړې؛ او پوليس ته داسي اسناد په لاس ورغلي چي ښيي دى له يوې تروريستي ډلي سره لاس لري او درېيمه پېښه د نيويارك ښار په کونینز كي په شپني كلپ كي هغه بريد وو چي په ډزو كي ئې ۱۱ تنه زلميان ژوبل شوي. كه دا پېښي د افغانستان شل كلن اشغال په دوران كي پر امريكايي ځواكونو له ورته بريدونو سره مقايسه كړو نو ويلى شو چي هغه دومره نه وو؛ په افغانستان كي د ناټو د نظامي حضور په دوران كي لږ داسي واقع شوي چي پر امريكايي ځواكونو دي افغان مجاهدينو په يوه ورځ كي دومره عمليات كړي وي؛ البته پر عام افغانانو د امريكا او ناټو ځواكونو بريدونه؛ كله كله لسگونو ته رسېدل او كله كله د امريكا بد مستو سرتېرو؛ په ښارونو كي او د عام ولس پر گڼه گوڼې؛ همداسي لوى عسكري گاډي او ټانكونه تېر كړي. نن كه په امريكا كي د دوى زاړه سرتېري داسي بريدونه كوي؛ دا ئې په افغانستان كي زده كړي. په دوو بريدونو كي كارول شوي گاډي له هغه شركت په كرايه نيول شوي چي ټكسي په كرايه وركوي؛ او دا ښيي چي هم پېښي سره ورته دي، هم ئې موخي او هم ئې عاملين له يوې ډلي. دا پېښي نه عادي دي او نه ساده او د عادي گڼلو وړ؛ يقيناً چي پراخ ابعاد لري او خاص پيغامونه له ځان سره؛ په دې كي هيڅ شك نه شته چي د امريكا داخلي او خارجي سياستونه هم په دې پېښو كي اغېز لري او اقتصادي نظام او تگلاري ئې هم. د امريكا د وورستي انتخاباتو هغه پېښي او پر ټرامپ په دقيقه توگه پلان شوي بريدونه هم بايد په پام كي ولرو چي په يوه كي ئې د ټوپك مردكي فقط يوه سانتي خپل هدف غلط كړ؛ كه نه نو اوس به د سپيني ماڼۍ پر كرسۍ د ټرامپ پر ځاى بل څوك ناست وو.
حقيقت دا دئ چي كه د هېواد چاري د صالح او امين مشرانو لاس كي وي، په ټولني كي عدالت تأمين شي، د فساد، غارت، غصب او ظلم بساط ټول شي، د اسراف، بې ځايه او بېهوده لگښتونو مخنيوى وشي، نو زموږ كورني عوائد د ټولو ضروري دولتي لگښتونو لپاره كفايت كوي؛ د نورو اسلامي هېوادو وضعيت هم دغسي دئ. يوازي سعودي دومره لري چي په سپيني ماڼۍ كي د ټرامپ له وينا وروسته د سعودي وليعهد؛ فوراً او له شورى يا بل مقام سره له مشورې پرته اعلان وكړ چي تيار دئ په امريكا كي 600 مليارده ډالر پانگونه وكړي؛ دا مبلغ دومره دئ چي كه د نړۍ پر50 اسلامي هېوادو ئې ووېشي؛ نو هر يوه ته 12 مليارډه ډالر رسېږي؛ او دا د افغانستان په شمول د ډېرو اسلامي هېوادو تر كلنۍ بودجې زيات مبلغ دئ. او كه همدومره پانگونه په اسلامي هېوادو كي وكړي؛ نو هم به ډېرى هېوادونه او ولسونه ئې له اقتصادي پلوه له احتياج وژغورل شي او هم به سعودي له دې پانگوني دومره گټه تر لاسه كړي چي د امريكا له پانگوني ئې نه شي تر لاسه كولى. خو هغه حتى د غزې او القدس له مؤمنو مدافعينو سره نه يوازي هيڅ مرسته ونه كړه؛ بلكي هغه مهال به له رياض دا اورېدل كېدل چي موږ ته خپلي گټي ارزښت لري، نه غزه، له تل ابيب سره زموږ نورمالي سياسي اړيكي بايد د غزې په سبب ترينگلې نه شي!! دا ځكه چي هغه د ټرامپ حمايت ته ضرورت لري؛ او د پانگوني دا وړانديز په حقيقت كي ټرامپ ته يوه تحفه او رشوت دئ!!
