إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې – لومړی برخه
د كمونيزم او پانگوال اقتصاد په پرتله
1- په غرب كي مروج پانگوال نظام
2- ماترياليزم او كمونستي اقتصاد
نن په نړۍ كي د مالي او اقتصادي چارو په اړه درې مطرح ليد لوري او معروف اقتصادي سيستمونه مومو:
1- په غرب كي مروج پانگوال نظام
د غرب اوسنى پانگوال (كپيتليستي) سيستم؛ د آزاد بازار له شعار او له هري لاري د ثروت د كسب له جواز سره؛ د سترو شتمنو او فيودالانو (زمكه والو) له لوري رامنځته شوى سيستم، هغه چي وايي: حكومت به د بازار مهارولو او كنترول كي له هر ډول مداخلې او لاسوهني ډډه كوي؛ دا اقتصادي سيستم نژدې دوه پېړۍ مخينه لري؛ كمونيزم د همدې نظام په غېږ كي وزېږېدو خو د مخالف او متعرض خوځښت په توگه او د نسكورولو په موخه ئې؛ اصلاً كمونيزم په مجموع كي؛ فكري ليد لورى، سياسي، اجتماعي او اقتصادي تگلاره ئې د ظالمانه پانگوال نظام په خلاف د ټولني له منځ راټوكېدلى عكس العمل دئ، د كارگرانو بد او له تحمل او زغملو لوړ حالت او د كشيش او كليسا خرافي او د عقل او علم خلاف باورونه، د ساده زړو مسيحيانو غولول او جيبونه ئې لوټل؛ له ظالم او مفسد نظام د دوى حمايت؛ هغه هم د يوه غولوونكي مذهب تر پوښش لاندي؛ هغه مذهب چي سپېڅلى كتاب (بايبل) ئې خپلو پلويانو ته وايي: كه كوم رومي افسر له تا وغوښتل چي پېټى ئې يو فرسخ پر شا يوسه؛ نو ته هغه دوه فرسخه يوسه؛ كه كوم افسر پر يوه مخ په سپېړه ووهلې ته بل مخ هم ورواړوه!! همدا وضعيت په دې منتج شو چي كارگران هم د مسيحيت خلاف پاسي او هم د شتمنو او د فابريكو خاوندانو په خلاف؛ دې نظام له يوې خوا ټولنه په ډېر فقير او ډېر غني ووېشله، داسي چي د ټولني لويه برخه شتمني د معدودو شتمنو په لاس كي لوېږي او اكثريت وگړو ته وړه برخه پاته كېږي؛ دا تناسب هم په سريع توگه د اقليت شتمنو په گټه او د اكثريت غريبانو په زيان وړاندي درومي؛ له بلي خوا ئې د شتمنو افرادو او غني هېوادونو تر منځ وسله وال رقابتونه رامنځته كړل؛ دوه نړۍ والي خونړۍ جگړي دغه نظام وزېږولې او پر نړۍ ئې تحميل كړې؛ په ترڅ كي ئې لومړۍ نړۍ والي جگړي تر 10 مليونه زيات او دوهمي جگړي له 70 تر 85 مليونه انسانانو ژوند واخيست؛ او د دې شمېرې لږ تر لږه دوه برابره ئې زخميان كړل؛ ټوله اروپا په كي ويجاړه شوه، آسيا او افريقا د فاتحينو تر منځ ووېشل شوه، ځواكونه ئې په كي مستقر شول، ستري ستري اډې ئې په كي جوړي كړي او د خپلي خوښي حكومتونه، پاچايان او جنرالان ئې پرې تحميل كړل. چېري چي پانگوال نظامونه مسلط دي؛ په ولس كي ئې د شتمن او نيستمن توپير دومره پراخ دئ چي يو د كور نه درلودو له امله شپه د سړك ژۍ كي تېروي؛ بل په لسگونو آسمان څكي ماڼۍ او په ملياردونو ډالر لري؛ په امريكا كي د ډېړو نيستمنو همدا حالت دئ؛ سږ كال (2024 م) كي تر (800000 ) زيات امريكايان كور نه لري، دا شمېره په 2023 كي 653 زره وه، څېړونكي وايي چي د كورونو كرايه په سريع توگه ورځ په ورځ زياتېږي او ورسره جوخت د بې كوره خلكو شمېره هم زياتېږي. دا د رسمي ادارو وينا ده؛ معلومه نه ده چي حقيقي شمېر به ئې تر دې څومره زيات وي. اقتدار او شتمني د سپين پوستو لاس كي دي؛ د امريكا اصلي اوسېدونكي او هغه چي انگرېز اشغالگرانو د غلامانو او اسيرانو په توگه له افريقا او آسيا ورانتقال كړي؛ په سر كي يو ډول غلامان وو او اوس بل ډول؛ اوس په زمكي او فابريكې پوري تړلى بزگر او كارگر دئ؛ شتمني ئې مياشتنى معاش، كه لور او څټك پرېږدي نو ورته گرانه ده چي له بلي لاري خپله روزي تأمين كړي؛ يا کانگسټر ترې جوړېږي يا د مخدره موادو کار و باري او پرې روږدى؛ د افغانستان په شمول د نورو هېوادو وضعيت هم دې ته ورته دئ؛ تاسو به ډېر افغانان ليدلي وي چي په پاكستان كي د صرافي له لاري په لنډه موده كي مليونران شول؛ تاسو به د امريكايي اشغال او د امريكا په لاس تپل شوي جمهوريت په دوران كي ډېر ناكاره او كم عقله افراد ليدلي وي چي له امريكايي جنرالانو سره د ارتباط او د قراردادونو تر لاسه كولو له لاري مليونران شوي؛ هغه چي د يوه ښوونځي معلم وو او تگ راتگ به ئې په بايسكل وو؛ په جمهوريت كي د قصرونو او ماركيټونو خاوند شو؛ هغه چي تر جهاد وړاندي ئې گاډۍ چلوله؛ په جمهوريت كي د جهازونو او آخرين ماډل زره لينډكروزرو څښتن شو؛ هغه چي د روسي ځواكونو په څنگ كي د افغان فوځ يو افسر او د روسانو يو مزدور جنگيالى وو؛ په امريكايي جمهوريت كي جنرال، مارشال او مليونر ترې جوړ شوى، د بگرام د ستري امريكايي اډې د فضله موادو د تخليې او انتقال افغان قراردادي؛ د شتمنيو له پلوه مليونر شو او له سياسي پلوه د پارلمان رئيس. امريكايي جنرالان چي دا ناكاره افغانان ئې مليونران او سياسي واكمنان كړل؛ ځان به ئې كوم ځاى ته رسولى وي؟! حقيقت هغه دئ چي ويل شوي: ما هيڅ لوړه ماڼۍ نه ده ليدلې مگر دا چي په خوا كي مې تلف شوى حق موندلى؛ مليونران او ملياردران په هغه نظام كي راټوكېږي چي بنسټ ئې پر ظلم، بې عدالتي، دوكې او فساد ولاړ وي!! چېري چي شتمني د معدودو شتمنو تر منځ لاس په لاس كېږي او د ټولني اكثريت هستوگن په فقر او مسكنت كي ساتل كېږي؛ دا حتماً يو ظالمانه نظام دئ چي د ځواكمنو ظالمانو له لوري پر مظلوم او مقهور ولسونو تپل كېږي.
قرآن موږ ته د قارون او د هغه د شتمنيو يادونه كوي او وايي: د خپل قوم خلاف ئې د فرعون ملگرتيا وكړه؛ له همدې لاري هغه شتمن قارون ترې جوړ شو چي د خزانو كنجياني ئې يوه فرد نه بلكي يوه قوي ټولي انتقالولى شوى.
د پانگوال اقتصادي سيستم او د هغه د اساسي بنسټونو په اړه به په تفصيل سره بحث كوو.
2- ماترياليزم او كمونستي اقتصاد
د نړۍ بل مطرح او ستر اقتصادي سيستم؛ د شوروي له لوري رامنځته شوى سوسياليستي ماركسيستي سيستم دئ چي بنسټ ئې د هر ډول فردي ملكيت پر بشپړي الغاء او نفي ولاړ دئ او پر ټولو شتمنيو، د توليد وسائل، اوبه، انرژى، زمكه، معادن، شركتونه، فابريكې او هر څه د دولت بشپړه سلطه غواړي؛ سابقه ئې تر 100 كلونو كمه ده؛ روسيې او چين تجربه كړ؛ نتائج ئې منفي وو او دواړه هېوادونه ئې بدو پايلو ته ډېر ژر متوجه شول او په هغه كي ئې د ژور او پراخ بدلون او تجديد نظر پرېكړه وكړه چي لړۍ ئې له كافي مودې وړاندي پيل شوې او په شدت سره ادامه لري؛ سږ كال (2024 ميلادي) چين 814 او امريكا 800 ملياردران لري؛ يعني له يو مليون اوه سوه زرو چينايانو يو ئې ملياردر دئ؛ د نوي چين د مؤسس «مائو» په ايديولوژي كي نه يوازي هر شتمن د انقلاب دښمن او د بزگرانو د خوځښت ضد گڼل كېدو بلكي په انقلابي چين او ترې وراندي په روسيه كي په مليونونو انسانان د شتمنو او د دوى د پلويانو په نامه وژل شوي؛ د همدې انقلابي چين د مؤسس مائو له مړيني 48 كلونه تېرېږي؛ خو د ده په لاس جوړ شوي اوسني چين كي دومره پراخ او ژور تغييرات راغلي!! دا په داسي حال كي چي دا چين د مليونونو چينايانو د وينو په بيه او د اوږدې مودې جگړو په پايله كي رامنځته شوى!! همدا راز هغه روسيه چي د «لينين» او «ستالين» په وخت كي هر څه د دولت په واك كي وو، هيچا نه خپل شخصي كور درلود او نه يوه بسوه زمكه؛ نن ئې جمهور رئيس د ټولي روسيې ستر ملياردر دئ او شتمني ئې 38 مليارد ډالر؛ د 25 ملياردرانو مجموعي شتمني 328،5 میلیارد ډالر ده؛ د دغو 25 او نورو ټولو میلیاردرانو اكثريت د كمونست گوند غړي دي؛ د شوروي له انحلال سره سم او له خپل قدرت په استفادې سره ئې شركتونه، فابريكې، معدنونه، بانكونه، زمكي، ماركيټونه او ... تصاحب كړل او ملياردران ترې جوړ شول؛ نن روسيه د مليادرانو د شمېر له پلوه د نړۍ شپږم هېواد دئ؛ او پلازميبنه مسكو 101 ملياردران لري؛ او په نړۍ واله كچه ئې شپږم مقام خپل كړى؛ دا د روسيې د اسپوتنیک آژانس ادعاء ده؛ د روسې سكه مخكينۍ خور؛ چين په پلازمېنه پكن كي 68 ملياردران لري. د ملياردرالو د مالي وضعيت له پلوه مسكو له نيويارك وروسته دوهم مقام او 617 مليارده ډالر او پاريس درېيم مقام كي 409 مليارده ډالر لري. په چين كي هم د روسيې دغه له كمونيزم او ماركسيستي اقتصاد د سريع ارتداد او انحراف تجربه تكرار شوه او د كمونست گوند غړي ملياردران شول.
د هر هغه مسلك او منهج چي نه پر خداى او آخرت ايمان لري او نه پر الهي نظارت او محاسبې؛ پايله به ئې حتماً همداسي وي لكه د غرب پانگوال نظام او د روسيې او چين ماركسيستي نظامونه. په هر هغه انسان او ټولني كي ئې عاطفه، ترحم، زړه سوى او عدالت غوښتنه حتماً مري او داسي قانون ته تمكين او التزام په لته وهي چي د انسانانو تر منځ د عدالت غوښتنه كوي. له خداى او دين باغي او له معنوياتو او انساني اخلاقو عاري انسان به حتماً د شيطان او هوس بنده وي؛ ولي به له خداى غافل او منكر واكمن؛ د ځان او خپلي كورنۍ د عيش او عشرت لپاره نور نه قرباني كوي او د دوى حق به نه غصبوي؟ ولي به تر ټولو مجلل او اشرافي كور، آخرين ماډل موټر، په كور كي تر ټولو ښايسته مېرمن او په دفتر كي ښايسته سكرتره نه لري؟ ولي به د يوې قانوني مېرمني تر څنگ ډېري غير قانوني گرل فرينډ (ملگرې) نه ساتي؟ ولي به له هغه څه ډډه كوي چي ده ته وړيا ثروت او قدرت وركوي؟ پر الله تعالى او اخروي محاسبې له ايمان پرته هيڅ څه انسان او د هغه هوس نه شي مهارولى؛ نه پوليسي او جاسوسي نظام كولى شي جانيان او مجرمان مهار كړي او نه قانون، قضاء او محكمه؛ پوليس او جواسيس هم د واكمنو په خدمت كي وي، د قانون تطبيق هم د دوى په لاس كي او قضاء او محكمه هم د دوى تر فرمان لاندي؛ دا ادارې او قوانين ئې د ځواكمنو د حفاظت او لا زيات ځواكمنولو لپاره وي نه د مهارولو لپاره؛ دنده ئې د مظلومانو او مستضعفينو مهارول او د دوى د بغاوت او سركشيو ځپل وي؛ نه د قدرتمنو او مستكبرينو د ظلم او تېري په وړاندي د دوى ساتنه او حفاظت او له حقوقو ئې دفاع.
دتکمیل او تصحیح مخکی نسخه
