د زاویې باوري سرچينې او د انټرنېشنال معیاري تبصرې!
د زوال کندي ته لوېدلي "زاویه نیوز" تر پوسټــمارټم وروسته "افغانستان انترنیشنال" را وړاندي سوی؛ ډېر زحمت ئې کړی؛ روبورټرانو (رپورټر ورته ویل ئې په شان کي گستاخي ده) ئې راپور چمتو کړی او د سر په خطر ئې تر سکرینه را رسولی. انټرنېشنال د زېـړ ژورنالیزم یوه بله غیرِمعیاري رسنۍ ده؛ دوی ټوله ورځ پر انټرنيټ سرچ کوي؛ د راپورونو معیار ئې دومره ټیټ دئ چي سړی ئې په کتلو شرمېږي؛ کارکوونکي ئې پر سکرینونو د فېشن نمائش کوي او په دراندو مېکپونو غوړ پړ څرگندېږي؛ ممکن دوی همدې ته معیار ویلي؛ کاشکي ئې د مېکپونو مصارف د راپورونو پر چمتو کولو کولی؛ خو دوی ته همدا شرمونکی کار ژورنالیزم ښکاري...
څه موده وړاندي زاویې ښکرور دروغ نشر کړي وو؛ چي کله مو د دوی دروغ له ثبوتونو سره نشر کړل نه یوازي دې ټيټ معیاري انټرنېټي رسنۍ بخښنه ونه غوښتله بلکي فقط ئې تېښته او سکوت غوره کړ او د شیطان اخرس کردار ئې اداء کړ؛ زهرجني رسنۍ همدا دي... دوی نه د مسؤلیت احساس او نه د ملامتۍ غم لري... انټرنېشنال د حزب اسلامي د محترم مشر د یوې لسیزي پخوانۍ ویډیو په را پورته کولو سره پر هغې د تبصرې په موخه سیاسي شناند ورغوښتی او تبصره ئې هم په 4k کیفیت نشروي... جناب محقق ئې بیا هغه پخوانی تحلیل د اوسني حکومت مسؤلینو ته منسوبوي چي گواکي هدف ئې همدوی دي؛ د سر په غبرگو ړانده سئ په دې څېړنه! دوی پر مسؤلینو او خپلو کتونکو نه پوهېږو څنگه گمان کوي؟! چي دوی کوم مسؤل هم لري او که ئې هر یو بس خپل نوبت تېروي او بیا د بل کوم ورته مستند په لټه پسې وځي؟!
شهادت وېبسائټ او اېکس پاڼي ئې د دغو رسنیو معیار لړزولی؛ داسي ښکاري لکه د دوی نبض چې درک کړی وي او قصداً ئې د دوی شرمولو ته مټي را نغښتي وي؛ د دغو رسنیو غیرِ مسلکي کارکوونکې بیا تل په دام کي هم نښتي وي؛ له همدې ئې معیار درک کړئ! په داسي حال کي چي شهادت وېبسائټ هیڅکله بې باوره او غیر مستند راپور نه دئ نشر کړی؛ له خپل آرشیف څخه د مشر کومه ویډیو او یا ئې له کوم کتاب څخه له پوره وضاحت او حوالې سره کوم پیغام نشر کوي؛ خو ربورټان د داسي خبرونو د تعبیر وړتیا نلري؛ ځکه دوی ژورنالیزم ته له بلي زاویې گوري...
د هېواد هر باخبره فرد پوهېږي چي د شهادت وېبسائټ او اېکس اکاؤنټ ئې د حزب اسلامي رسمي آدرسونه نه دي؛ بار بار د دې وضاحت سوی او حزب خپل رسمي وېبسائټ او ټلویزیون لري؛ خو د خبرونو له کمبود او ډپرِېشن سر مخ او پر ځانونو کم اعتماده رسنۍ چي له یوه کوچني اطاق او کمپیوټر څخه اداره کېږي او هیڅ فزیکي وجود نلري؛ ټول تمرکز ئې پر سرچ وي د هغوی ابتکار به پرته له دروغو ځلولو او شائعاتو نشرولو بل څه وي؟! پر دغو رسنیو تبصره کوونکي خو دي حدِاقل خپل حیثیت او ظرف لوړ وساتي؛ دوی ولي خپل شخصیتونه داسي بېځایه متضرر کوي؟!!!
