مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: د سالنګونو لویه لار په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د منتظرو وسایطو پرمخ پرانیستل شوه. د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس پر اېکس لیکلي، د سالنګونو لویه لار چې د واورې ورښت، توپان، د لیدو ساحې د محدودیت او د انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه، د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
✒️: د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند، جمعه الدین خاکسار وايي، نن (سې شنبه، سلواغې ۲۳مه) سهار شاوخوا اته نیمې بجې په کندوز ښار کې، کابل بانک ته څېرمه ځانمرګی برید وشو چې په پایله کې یې پنځه سرتیري او عام وګړي وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د ښاغلي خاکسار په وینا تر دې دمه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي خو په اړه یې پلټنې دوام لري. تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
✒️: د کندهار د مرمرو کان د ۶.۲ میلیون ډالرو په ارزښت له یوه ترکي شرکت سره لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست، هدایت الله بدري او د یوه ترکي شرکت د رییس، موسی امي اوغلو ترمنځ د کندهار د درې نور ساحې د مرمرو کان د را ایستنې تړون، کابل کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.
✒️: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت له لوري د غزني د ناوې ولسوالۍ په فيضو کلي کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو بند د بنسټ ډبره د دغه وزارت د سرپرست، محمد یونس اخندزاده له لوري کېښودل شوه.
خبرپاڼې زیاته کړې چې د اوبو دغه بند ۲۱۰ متره اوږدوالی او ۶ متره لوړوالی او د ۳۰ زره متر مکعب اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.
✒️: د هېواد د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي کرزي په کندوز ښار کې نننی برید غندلی او هغه یې د اسلامي او انساني اصولو خلاف کړنه بللې ده.
✒️: د تېر حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله پر خپل اېکس پاڼه په کندوز کې د کابل بانک مخې ته چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
✒️: تاکید مجدد الشرع بر لزوم لغو تحریمها علیه سوریه.
احمد الشرع، رئیس جمهور سوریه با حضور در کانال یوتیوب به نام «Leading» بر لزوم لغو تحریمها علیه این کشور تاکید کرده و گفت: اکنون که رژیم (بعث) را از بین بردیم، باید این تحریمها برداشته شود، زیرا پس از سقوط رژیم، هیچ توجیهی برای این تحریمها وجود ندارد.
✒️: گروههای فلسطین: طرح ترامپ برای اشغال غزه اعلام جنگ است.
کمیته نیروهای ملی و اسلامی فلسطین، که متشکل از گروههای مهمی چون حماس، جهاد اسلامی و جبهه مردمی برای آزادی فلسطین است، در بیانیهای در واکنش به اظهارات اخیر رئیسجمهور آمریکا اعلام کرد: «آخرین اظهارات ترامپ چهره واقعی مشارکت آمریکا و رژیم صهیونیستی علیه مردم فلسطین را آشکار میکند، که به منزله اعلام جنگ جدید با هدف اخراج و ریشهکن کردن مردم فلسطین از نوار غزه است.».
✒️: شمار کشتهشدگان حملات اسرائیل صهيونيست به غزه به 48 هزار و 219 نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در غزه اعلام کرد: در 24 ساعت گذشته پیکر 11 فلسطینی که 8 تن از آنها از زیر آوار خارج شده به بیمارستانها منتقل شد.
✒️: گوترش: باید از آغاز مجدد درگیریها در نوار غزه جلوگیری کنیم.
آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد، با انتشار در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس تأکید کرد که باید به هر قیمتی از آغاز مجدد درگیریها در نوار غزه جلوگیری شود، زیرا این امر منجر به تراژدی بزرگی خواهد شد.
✒️: د قطر بهرنیو چارو وزارت کندز کې د کابل بانک څانګې مخې ته نننۍ (سې شنبې د سلواغۍ ۲۳مې) چاودنه غندلې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې د هر راز ترهګرۍ او تاوتریخوالي د ردولو په برخه کې د قطر پر دریځ ټینګار کړی دی. قطر د دغې پېښې له قربانیانو، د افغانستان له خلکو او سرپرست حکومت سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړې ده.
✒️: شورای پناهندگان ناروی(NRC) اعلام کرده که فعالیتهای این نهاد در افغانستان به حالت تعلیق درنمیآید، اما برخی برنامههایی که با حمایت مالی امریکا اجرا میشدند، متوقف خواهند شد.
انآرسی تاکید کرده است که از سال ۲۰۰۳ تاکنون به ارایه کمکهای بشردوستانه در افغانستان پرداخته و همچنان به حمایت از افغانهای متاثر از بیجاشدگی متعهد است.
این نهاد از تمامی کمککنندگان و سازمانهای خیریه بینالمللی خواسته است که با تقویت همکاریها، از کاهش خدمات حیاتی جلوگیری کرده و نیازهای مردم افغانستان را تامین کنند.
✒️: د اروپايي کمېسیون مشرې، اورسلا وېندرلين پر اېکس لیکلي د امریکا پر دغې پرېکړې چې د اروپا پر فولادو او المونیمو یې تعرفې لګولي، خواشینې ده.
اورسلا زیاته کړې چې اروپايي ټولنه به د اقتصادي ګټو د ساتنې لپاره اقدام کوي. هغې ویلي د خپلو کارکوونکو، سوداګرو او مصروف کوونکو خوندیتوب لپاره به کار کوي.
✒️: پت هریگان نماینده جمهوریخواه در کانگرس ایالات متحده با انتقاد از نحوه خروج ایالات متحده از افغانستان تاکید کرد که این تصمیم، نسل آینده امریکاییها را به جنگ و درگیری محکوم کرده است.
هریگان دراینباره گفت: «واقعاً معتقدم که شیوهای که افغانستان را ترک کردیم، نسل آینده آمریکاییها را به جنگ محکوم کرد. من تمام تلاشم را در واشنگتن خواهم کرد تا از وقوع این درگیری جلوگیری کنم.» او افزوده که خروج امریکا از افغانستان یکی از دلایل اصلی ورود او به سیاست و نامزدی در کانگرس بوده است.
پت هریگان اظهار داشته که «اگر ساختار امریکا تا این حد ضعیف باشد که افغانستان را به آن شکل از دست بدهد»، در واقع به دشمنان خود این پیام را میدهد که به امریکا حمله کنند.
✒️: ملګرو ملتونو د ۲۰۱۵ کال د فېبرورۍ ۱۱مه د "نجونې او ښځې په ساینس کې" د نړۍوالې ورځې په نوم ونوموله.
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترش ویلي: "د دې مهمې ورځې په لسمه کلیزه، راځئ چې د ښځو او نجونو لپاره هغه ساینسي علوم چې دوی یې مستحق دي او زموږ نړۍ ورته اړتیا لري، برابر کړو."
دغه نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کیږي چې افغانستان کې له تېرو څه باندې ۳ کلونو راهیسې د ښځینه زده کړو بهیر ځنډیدلی دی.
✒️: بانک مرکزی پاکستان اعلام کرده است که صادرات این کشور به افغانستان در شش ماه نخست سال مالی ۲۰۲۴-۲۵، ۹۲ درصد افزایش یافته است.
به گزارش رسانههای پاکستانی، میزان کل صادرات پاکستان به افغانستان به بیش از ۵۰۴ میلیون دالر از جولای تا دسمبر سال مالی این کشور رسیده است. همچنین، واردات پاکستان از افغانستان در همین دوره، ۱۲۵.۸۵ درصد افزایش یافته است.
✒️: دانلد ترمپ رییسجمهور امریکا تعرفههای واردات فولاد و آلمونیم را به ۲۵ درصد بدون هیچگونه استثنا یا معافیت افزایش داده است.
به گزارش رویترز، این اقدام به هدف حمایت از صنایع داخلی انجام شده، اما خطر جنگ تجاری چندجانبه را افزایش میدهد. ترمپ با امضای فرمانهای اجرایی، تعرفه آلمونیم را از ۱۰ درصد به ۲۵ درصد افزایش داد و تمامی معافیتهای کشوری، توافقهای سهمیهای و صدها هزار معافیت تعرفهای مربوط به محصولات فولادی و آلمونیمی را لغو کرد.
✒️: مسعود پزشکیان رییسجمهور ایران، در سخنرانی خود به مناسبت" ۲۲ بهمن" در تهران تاکید کرده که سیاست ایران در قبال همسایگان بر پایه همکاری و برادری استوار است.
به گزارش رسانههای ایرانی، او گفت: «بار دیگر اعلام میکنم که با تمامی کشورهای همسایه پیمان برادری میبندیم. پیامبر اسلام (ص) فرمودند: مسلمان با مسلمان برادر است، نه اینکه فقط مومن با مومن برادر باشد.»
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې سپینې ماڼۍ منلې چې پر کریم خان یې یو لړ بندیزونه لګوي دي.
د نړۍوالې جزايي محکمې څارنوال، کریم خان چې ډیری وخت د جنګي جرمونو قضیې څېړي اوس پرې د امریکا له لوري یو شمېر اقتصادي او د سفر بندیزونه لګول شوي دي.
دغه بندیزونه داسې مهال لګول کیږي چې کریم خان او د نړۍوالې جزايي محکمې یو شمېر نورو غړو د اسراييل پر لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو تورونه پورې کړي و او د نیولو حکم یې صادر کړی و.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د ګواتیمالا پلازمېنې ته نږدې یو مسافر وړونکی بس اوښتی چې له امله یې ۵۱ تنه مړه دي. تر دغې پېښې وروسته د ګواتیمالا ولسمشر، برناردو اریوالو په دغه هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ.
✒️: هندي رسنیو د هندي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې چابهار بندر له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګریزو اړیکو د اقتصادي پراختیا لپاره مهمه بدیله لار ده. راپور د چارواکو له خولې زیاته کړې چې دغه لار د هند او ایران دواړو لپاره دوه اړخیزې ګټې لري. دغه راپور وروسته له هغې خپریږي چې د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د بندیزونو په لړ کې چابهار بندر، چې هند او ایران یې تېر کال د پراختیا ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړی و، هم شامل کړی دی.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ پر حماس غورځنګ غږ کړی چې د شنبې تر ماښام پورې دې اسراييل بندیان خوشې کړي.
ټرمپ زیاته کړې چې که حماس دا کار و نه کړي هغه به د اسراييل او حماس ترمنځ د غزېاوربند د لغوې وړاندیز وکړي. هغه حماس غورځنګ ته د "جهنم دروازې د پرانیستل کېدو" ګواښ وروسته له هغې وکړ چې تېره ورځ حماس د هغو اسراييلي بندیانو د خوشې کولو لړۍ وځنډوله چې په پام کې ده راتلونکې شنبه خوشې شي.
حماس ویلي، دغه لړۍ یې ځکه ځنډولې چې اسراييل په غزه کې د اوربند هوکړه نقض کړې ده.
✒️: د مصر بهرنیو چارو وزیر، بدر عبدالعاطي له خپل امریکايي سیال، مارکو روبیو سره په کتنه کې ټينګار کړی چې عربي هېوادونه د فلسطېنیانو ملاتړ کوي او د غزې اوسېدونکو د ایستلو طرحه ردوي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د مصر بهرنیو چارو وزیر واشنګټن کې د یوې غونډې پر مهال دغه خبرې کړې دي.
هغه د غزې د چټکې بیارغونې پر ارزښت ټینګار کړی خو په داسې حال کې چې فلسطېنیان هم هلته میشت وي.
✒️: ولادیمیر ورونکوف معاون دبیرکل سازمان ملل متحد در بخش مبارزه با تروریسم در نشست شورای امنیت اعلام کرد که داعش برنامه انجام حملاتی را در اروپا و سایر مناطق در سراسر جهان زیر دست دارد.
آقای ورونکوف افزود که این گروه در تلاش برای جذب نیرو در آسیای مرکزی نیز است.
او در سخنرانی خود در نشست شورای امنیت، درباره سوریه گفت که سلاحهای پیشرفته موجود در این کشور بهطور بالقوه در اختیار «تروریستها» قرار میگیرد. آقای ورونکوف در این نشست از کشورهای عضو سازمان ملل خواست تا از تبدیل شدن افغانستان به مرکز «فعالیتهای هراسافگنی» جلوگیری کنند.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ واک ته له دویم ځلي رسېدو وروسته په لومړي ځل د چین له ولسمشر، شي جېنپنګ سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې ویلي، د چین له ولسمشر او خلکو سره یې خبرې کړي خو د دغو خبرو د جزییاتو په اړه یې څه نه دي ویلي.
اخوا سپینې ماڼۍ تېره اونۍ ویلي و چې ټرمپ به د تعرفو او نورو مسایلو اړوند د چین له ولسمشر سره ټلیفوني خبرې وکړي.
✒️: د ناروې د کډوالو شورا (NRC) په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا د مرستو تر بندېدو وروسته اړ شول چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په شلو هېوادونو کې سلګونه زره اړمنو کسانو ته خپلې بشري مرستې ودروي.
دغې شورا که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري د ژوند ژغورونکو مرستو معافیت هرکلی کړی خو ویلي یې دي چې دوی ترې نشي برخمن کېدلی.
✒️: په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي، هېواد یې د ترهګریزو بریدونو قرباني دی او د مرګژوبلې په ګډون یې اقتصاد هم زیان ليدلی دی.
اکرم چې د داعش په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې له کوم نوم پرته ادعا وکړه چې ياد بريدونه د سیمه ییزو "دښمنانو" له لوري تمویلیږي.
د پاکستان استازي زیاته کړې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ١٣٧٣ ګڼه پرېکړه لیک له صادرېدلو وروسته د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
د هغه په خبره، که څه هم داعش په عراق او سوریه کې ځپل شوی خو نورو سیمو کې یې څانګې راپیدا شوي دي.
✒️: د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر د ټولو مرستو د بندولو حکم پر افغانستان منفي اغېز کړې دي.
یادې شبکې زیاته کړې چې، د راپورونو له مخې، لسګونه غیرحکومتي سازمانونه (NGOs) چې د امریکا له مالي مرستو سره تړلي وو، تر اوسه په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي. د راپور پر بنسټ، له افغانستان سره د امریکا د مرستو پراخوالي ته په کتو د ډانلډ ټرمپ دغه پرېکړه د دې لامل شوې چې په بېلابېلو برخو، لکه روغتیا، رسنیو، د بشري حقونو سازمانونو، او تر ټولو بېوزلو او زیانمنو خلکو ته زیان رسوي.
✒️: د روسیې استازي واسیلي نبنزیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، د افغانستان وضعیت له پامه نشو غورځولای. نوموړي زیاته کړې چې «د داعش خراسان د فعالیتونو زیاتوالی» یوه تصادفي چاره نهدی.
نبنزیا له افغانستانه د ناټو ځواکونو پر بیړني او قصدي توګه وتلو له نیوکې سره ویلي، په لویه کچه وسلې او پوځي تجهیزات یې پرېښودل چې، اوس د داعش لاس ته ورغلي دي. تر دې وړاندې، اسلامي امارت څو ځله ټینګار کړی چې په افغانستان کې وسلې او نور پوځي تجهیزات خوندي دي او د سرپرست حکومت تر بشپړ کنټرول لاندې دي.
