إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې - مقدمه
ناكاره حكومت او بيمار اقتصاد
د هر بريالي او رغنده اقتصاد تر شا به حتماً يو اهل او صالح زعيم او حكومت ومومئ او د هر بيمار اقتصاد تر شا به حتماً خائن حكام او فاسد حكومت.
آيا پوهېږئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي:
«إِنَّ صَاحِبَ الْمَكْسِ فِي النَّارِ» مسند احمد
د ټكس او ماليې اخيستونكى دوزخي دئ
«لَا يَدْخُلُ صَاحِبُ الْمَكْسِ الْجَنَّةَ» سنن ابي داؤد
د ټكس اخيستونكى به جنت ته داخل نه شي
«لَيْسَ فِي الْمَالِ حَقٌّ سِوَى الزَّكَاةِ» سنن ابن ماجه
د مسلمان په مال كي له زكات پرته بل حق نه شته
آيا پوهېږئ چي: بانكنوټونه كله رائج شوي او په اسلام كي ئې حكم څه دئ؟
او دا چي اسلام د پانگوال اقتصاد ټول بنسټونه تحريم كړي؛ سود، احتكار، انحصار، قمار، لاټري، گمركي تعرفې، بيمه، ټكس او هره هغه معامله چي د چانس، تصادف، بخت آزمويني او قمار په څېر وي او له فقير او مسكين ټكس او ماليه اخيستل وي؟
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ
د ناشر مقدمه
د الله تعالى له پېرزوينو منندوى يو او د شكر له اداء كولو ئې ځان عاجز گڼو؛ چي موږ ته ئې د مجاهدينو او دعوتگرانو په ليكو كي د عضويت او مبارزې سعادت او توفيق راپه برخه كړ؛ د شوروي او ناټو اشغالگرانو خلاف ئې د جهاد شرف رانصيب كړ او د دواړو زبرځواكونو د ماتي او زوال په ليدو ئې ونازولو؛ هيله ده هغه ورځ هم وگورو چي سر لوړى، له جنگ او ناامنيو فارغ، مستقل، خپلواك او په واقعي معنى اسلامي افغانستان ولرو؛ اسلام مو د ژوند پر ټولو فردي او اجتماعي برخو حاكم وي؛ فضاء او زمكه مو په بشپړه توگه په خپل واك كي وي، كورني او بهرني سياستونه، اجتماعي، اقتصادي او سياسي تگلاري مو له اسلام سره په بشپړ مطابقت كي وي؛ د ملت ممثله منتخبه درنه شورى ولرو، همدا شورى د ټولو دغو چارو په اړه د هر تصميم او پرېكړي وروستۍ مرجع وي؛ ټول ملت؛ لوى او ووړ، مشر او كشر، حكومت او ولس ورته بشپړ تمكين ولري؛ إن شاء الله زموږ مؤمن او مجاهد ولس به حتماً دا ورځ په خپلو سترگو وگوري؛ همداسي چي د روسي او امريكايي اشغالگرانو ماته ئې وليده.
د ميثاق ايثار اداره وياړي چي په فرهنگي ډگر كي ئې كافي شمېر معتبر علمي آثار خپاره كړي؛ د شوروي او بيا امريكايي اشغال په دوران كي هم؛ او له اشغال وروسته هم؛ دا دئ اوس؛ د اسلامي فرهنگ مينه والو ته؛ د حزب اسلامي افغانستان محترم امير حكمتيار صاحب؛ د اسلامي اقتصاد په اړه دا مهم او علمي اثر (إسلامي اقتصاد؛ ځانگړتياوي او امتيازات ئې)؛ وړاندي كوو؛ په دې كتاب كي به لوستونكي ډېر هغه څه وگوري چي هم د اسلام اقتصادي نظام په ښه توگه وپېژني، په دې اړه د خپلو پوښتنو ځوابونه ومومي، د غرب پانگوال نظام او د كمونيزم اقتصادي سيستم پراخ عيبونه ورته جوت شي؛ او ډېر هغه امتيازت درك كړي چي اسلام ئې د دې سيستمونو په پرتله لري. نن ټول اسلامي امت په عامه توگه او خداى پال مبارزين او دعوتگران په خاصه توگه؛ دې ته ضرورت لري چي د اسلامي علومو او لارښوونو هغه برخي ښه وپېژني چي د دعوت او جهاد په دې پړاو كي ورسره مخ دي؛ بايد خپله پرې پوه شي او خپل مخاطبين پرې پوه كړي، هغه اندېښنې له منځه يوسي او پوښتني ځواب كړي چي د اسلامي نظام، حكومتولي، سياست او اقتصاد څرنگوالي په ارتباط كورني او بهرني دښمن رامنځته كړې، د اسلامي امت ځوان نسل د دوى تر پراخ فكري هجوم لاندي دئ؛ زهرجن تبليغات كوي، شكوك او شبهات خوروي، پوښتني او اندېښني زېږوي، د دې پوښتنو ځوابونه د مدرسو په كتابونو كي نه مومي؛ د اسلام سياسي نظام، اقتصادي سيستم، له نړۍ والو نظامونو او سيستمونو سره ئې مقايسه، امتيازات او ځانگړتياوي ئې پېژندل او په مدرسه او جومات كي د درس او خطبو په دوران كي خپلو مخاطبينو ته ښودل او بيانول؛ هغه څه دي چي نه د مدرسو په درسي نصاب كي شامل وو او نه استاد، مدرس او خطيب په دې اړه د څه ويلو ضرورت احساسولو؛ هلته دا ورته كافي برېښېدو چي په ورځنيو عباداتو او فرائضو لكه اودس، لمونځ، نكاح، حيض، نفاس، روژه، حج، جنت او دوزخ؛ ... تركيز وكړي؛ خو نن اسلام او اسلامي امت له ډول ډول گواښونو او چلنجونو سره مخامخ دئ، له پراخ سوړ او تود جنگ سره، پرون د بريتانيا او شوروي له لوري تپل شوو جنگونو او د دوى لاسپوڅو حكومتونو سره او نن د هغوى ځاى ناستي او خلف امريكا او ناټو او په غرب پوري تړلو ډلو او حكومتونو سره؛ د ننني حاكم وضعيت غوښتنه دا ده چي په هره عرصه او ډگر كي د دغو فكري، فرهنگي، سياسي او نظامي بريدونو مخي ته ودرېږو، خپل ملت او اسلامي امت ئې مقابلې ته چمتو كړو.
دا كتاب او تر دې وړاندي؛ بايبل د قرآن په رڼا كي، دين او سياست، د امريكا ضد اسلامي جهاد، 11 سپتمبر، فتنه تكفير و انتحار؛ د هغو كتابونو په ضمن كي دي چي موږ اوس ورته ضرورت لرو او د ميثاق ايثار ادارې ئې د طبع او توزيع سعادت تر لاسه كړى. هيله ده زموږ مؤمن او مجاهد ملت؛ د آزموينو، جهاد او مبارزې په دې پړاو كي هم د مخكي په څېر بريالى او د خير الناصرين رب له فضل او كرم برخمن وي او د خپلو ټولو سپېڅلو آرمانونو د تحقق شاهد. ربنا آمين! د ميثاق ايثار اداره
بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم
مقدمه
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ وَ كَفَى وَ سَلامٌ عَلَى عِبَادِهِ الَّذِينَ اصْطَفَى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم
وَلَا تَتَمَنَّوۡاْ مَا فَضَّلَ ٱللَّهُ بِهِۦ بَعۡضَكُمۡ عَلَىٰ بَعۡضٖۚ لِّلرِّجَالِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبُواْۖ وَلِلنِّسَآءِ نَصِيبٞ مِّمَّا ٱكۡتَسَبۡنَۚ وَسۡـَٔلُواْ ٱللَّهَ مِن فَضۡلِهِۦٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٗا٣٢ النساء صدق الله العظيم
درنو لوستونكو وروڼو خويندو!
د دې كتاب د ليكلو ضرورت مي هغه مهال احساس كړ چي د كابل امريكايي حكومت؛ د اقتدار په وروستيو كي؛ له يوې خوا تر خپلي سلطي لاندي سيمو كي؛ د پلازمېني كابل په شمول؛ د اسلامپالو شخصيتونو، علماءو او خطيبانو ترورونه زيات كړل او له بلي خوا ئې د ديني او ملي ارزښتونو سپكاوى انتهاء ته ورسولو؛ دا سپكاوى او اهانت د هغو ملحدينو، كمونستانو او سيكولرانو كار دئ چي اشغالگرانو د اروپا او امريكا له بازارونو، كابارو، نايټ كلپونو او هوټلونو راغونډ كړل، د كابل له اشغال وروسته ئې هېواد ته راانتقال او د اقتدار پر كرسيو كښېنول؛ ارگ د دوى په واك كي وو او پرديپالي رسنۍ د دوى په خدمت كي، په لوړو پستونو، مأموريتونو او دندو گمارل شوي، د فوځ او امنيتي ادارو اكثر مهم پستونه ئې دوى ته سپارلي، ناټو كرايي جنگياليو ته ضرورت درلود، په ماركيټ كي ئې كمونستان منتظر وموندل، په ارزانه بيعه ئې وپېرل او د خپلو گټو لپاره ئې وجنگول، خبره ئې دې ځاى ته ورسوله چي غوښتل ئې د افغانستان د تاريخ تر ټولو ستر جاني او قاتل؛ جنرال نجيب تلين په پرتمينه توگه او د لويي جرگې په خيمې كي ولمانځي؛ داسي چي جمهور رئيس غني به له جگپوړو چارواكو سره په غونډي كي شركت كوي؛ خو اسلام ته د ژمنو مجاهدينو او خلكو له لوري ئې مخنيوى وشو؛ معلومه ده چي په دې شرارتونو سره ئې غوښتل د جنگ پر سره اور مزيد تېل توى كړي؛ دا ځكه چي د دوى اقتدار، بقاء او ژوند په جنك پوري تړلى وو، جنگ هر څه وركول او په سولي كي ئې هر څه له لاسه وتل.
په همدې لړ كي د اشرف غني لومړي معاون په يوې ناستي كي پر طالبانو د توندو نيوكو، اعتراضاتو او اتهاماتو او پر هغوى د تمسخر او استهزاء تر څنگ؛ خبره هغه ځاى ته ورسوله چي اسلام ته سپكاوى وكړي او لارښووني ئې مبهمي او ناكافي وگڼي؛ او ووايي: طالبان د هري پوښتني په وړاندي فقط يو ځواب لري او هغه داچي وايي: بايد اسلامي وي!! كه ترې وپوښتل شي: د هېواد اقتصادي سيستم به څنگه وي؟ وايي: بايد اسلامي وي!! ... دا پاته ده چي ترې وپوښتل شي: موسمي او د هوا چاري به څنگه وي؟ ځواب به ئې دا وي: بايد اسلامي وي!! دا خبري ئې له خندا او تمسخر سره توأم كولې او له ناستو ناكسانو ئې په سترگكونو، د شونډو كږولو او يوې بلي خوا ته د لاسونو خوځولو سره د تحسين، تمجيد او لاسونو پړكولو انتظار درلود او هغوى هم په قهقه خنداوو سره دى مزيد تمسخر ته هڅولو!!
د ده موخه يوازي پر طالبانو تمسخر نه وو؛ بلكي غوښتل ئې ثابته كړي چي د (اسلامى اقتصاد) فقره؛ يو مبهم شعار او ځواب دئ!!
كه څه هم ځينو درنو، خدايپالو او زړه ورو علماءو او خطباءو؛ لكه مولانا مجيب الرحمن انصارى او مولوى بشير احمد خطيبى؛ دغو سيكولرانو ته مناسب ځوابونه ويلي؛ چي ترې منندوى يو او د دين له حريم په دفاع كي د دوى د لا زياتو برياوو او موفقيتونو لپاره دعاء كوو؛ په همدې ارتباط څو عرائض لرم:
همغه مهال مي د اسلامي نظام د اقتصادي برخي په اړه د يوه داسي ځانگړي كتاب ضرورت احساس كړ چي هم د اسلام دا برخه په كي توضيح شي او هم د نړۍ له دوو معروفو اقتصادي نظامونو (د غرب پانگول نظام او كمونستي اقتصاد) سره پرتله شي؛ خو وضعيت ته په پام سره مي هغه مهال د جمعې ورځي پر يوې خطبې اكتفاء وكړه؛ او د كتاب ليكنه مي داسي وخت ته پرېښوده چي هېواد مو آزاد او خپلواك وي او افغانانو د خپل برخليك ټاكلو او د خپلي خوښي نظام او حكومت جوړولو اختيار او واك تر لاسه كړى وي. د اشغالگرانو له وتلو وروسته پړاو كي له داسي پېښو او انكشافاتو سره مخامخ شوو چي موږ ئې نورو او ورځينو فضاياوو په اړه بحثونو، څېړنو او ليكنو ته اړ كړو؛ د (دين او سياست) كتاب يو له هغو كتابونو وو چي په دې مرحله كي ورته ضرورت وو؛ په دې كتاب كي په دې ارتباط بحث شوى چي آيا اسلام د حكومتولۍ، سياسي او اجتماعي زعامت او د ټولني د چارو د سمبالولو په ارتباط څه لري كه نه؟ آيا اسلام د هغو قضاياوو په اړه بحث كړى او لارښووني لري كه نه چي په سياسي او اجتماعي نظام پوري مربوط دي؛ لكه قانون، اداره، اقتصاد، قضاء، محكمه، شورى، د زعيم انتخاب، د جائز او ناجائز په اړه احكام، مجازات او مكافات، د حكومت داخلي او خارجي سياست او نور؟
دا كتاب د هغو 18 درسي حلقو د بحثونو او سؤال ځواب مجموعه ده چي د دين او سياست تر عنوان لاندي؛ د حزب اسلامي په مركزي دفتر كي او هره اونۍ دوه ځلي ترسره شوې؛ هري حلقې يو نيم ساعت وخت نيولى، گڼ شمېر مينه والو پكي شركت كړى؛ د بريا تلويزيون له لوري خپره شوې او بيا د كتاب په بڼي كي نشر شوى. په دې كي د اسلامي نظام په اړه دا پوښتني هم ځواب شوې: مشر به ئې څوك وي؟ مواصفات به ئې څه وي؟ د چا له لوري او د څومره مودې لپاره به غوره كېږي؟ صلاحيتونه او مسئوليتونه ئې كوم او امتيازات ئې كوم دي؟ د عزل او نصب موجبات ئې څه دي او مرجع ئې كومه ده؟ د دې تر څنگ دا كتابونه هم چاپ شوي: حجاب، فتنه تكفير و انتحار، جايگاه احزاب سياسي در اسلام، د فتوى گانو تور بازار او د حكمة البارئ درېيم او څلورم جلدونه.
سيكولرانو ته وايو: اسلام هغه دين دئ چي د تاريخ ستر هېواد او پر عدالت او برابرۍ ولاړ بې سارى او عظيم دولت او حكومت ئې رامنځته كړ؛ دا نن چي هغه ستر هېواد او عظيم امت ټوټې ټوټې شوى؛ هره برخه ئې له سياسي، نظامي او اقتصادي پلوه د يوه استعماري ځواك تر تسلط او اشغال لاندي ده؛ ډېرى حكومتونه ئې د پرديو لاسپوڅي، ماركيټ، بازار او اقتصادي زېرمي ئې د پرديو په واك كي دي، خو بيا هم هغه ستر امت په بالقوه توگه خپل لوړ مقام لري؛ هر كال تر دوه مليونه زيات مؤمنان او اسلام ته ژمن افراد، د حج په موسم او مراسمو كي د بشپړ وحدت، يو والي او يو رنگ والي مظاهره كوي، د عرفات په ستر ميدان كي؛ د يوه امام په قيادت او امامت كي، يو خداى لمانځي او د يوې قبلې لوري ته لمونځ كوي!! په همدې 21 پېړۍ كي ئې هيڅ دين، مذهب، ايديولوژي او فكري مسلك؛ نه سيالي كولى شي او نه برابري؛ كمونيزم د يوې بوړبوكۍ په څېر راڅرگند شو او عمر ئې تر نيمي پېړۍ كم وو؛ مسيحيت په داسي مذهب بدل شوى چي فكري او اعتقادي بنسټونه ئې نړېدلي، د مسيحيانو د عملي ژوند په هيڅ برخي كي فعال حضور نه لري؛ د حلال او حرام پولي په كي ړنگي شوې، هغه څه چي د داؤد، موسى او عيسى عليهم السلام په مذهب كي حرام وو؛ لكه شرك، مجسمې ساتل او لمانځل، زنا، شراب، سود، قمار، ... ټول هغه څه چي هر الهي دين او د هر پيغمبر مذهب كي تحريم شوي؛ مسيحيان ئې نه له حرمت خبر دي او نه ئې درناوى او مراعات كوي؛ مذهبي كتابونه ئې مسخ او په بشپړه توگه تحريف شوي، له خرافاتو او د علم او عقل خلاف باورونو دومره ډك شوي چي په ټول بايبل كي به د تورات، انجيل او زبور څو روغي كرښي ونه مومئ؛ په مقابل كي ئې اسلام تر نيمي پېړۍ كمي مودې كي د تاريخ داسي ستر هېواد جوړ كړ چي مثال نه مومو، له مراكش تر اندونيزيا پوري؛ ډېرى ستر ستر ننني هېوادونه ئې ولايتونه او ايالتونه وو؛ او داسي عظيم امت ئې رامنځته كړ چي په لسگونو ملتونه او په زرگونو قومونه ئې د واحد امت په غېږ كي د وروڼو په څېر راغونډ كړل؛ او د دې ستر هېواد او عظيم امت؛ د ژوندانه ټولي عرصې ئې په خپل فكري، معنوي، اخلاقي او عملي قالب كي تنظيم او ټولي چاري ئې داسي ترتيب او سمبال كړې چي هم په كور كي اسلام حاكم وو، هم د كور د غړو تر منځ ټول روابط او اړيكي اسلامي وې، د حلال او حرام پولي مراعات كېدې، د هر غړي حقوق معلوم وو او درناوى ئې كېدو، په هر كلي كي جومات وو چي د ورځي پنځه ځلي د لمانځه لپاره په كي راغونډېدل او په منظمو صفوفو كي؛ اوږه په اوږه؛ يو د بل څنگ ته ودرېدل، كورنيو هم د جاهليت د دور مخكينى جوړښت د اسلام په قالب كي واچولو او كليو هم؛ د دې نوي ستر هېواد په هيڅ ځاى كي هيچا ځان پردى نه گڼلو او هيچا ورته د پردي په سترگه نه كتل؛ د هېوادونو تر منځ مخكينى قومي او مليتي تركيب ختم او پولي ئې ونړېدې او په واحد ستر هېواد كي مدغم شول، اسلام په ماركيټ او بازار كي همداسي حاكم وو لكه په جومات كي، نه حرام تجارت وو، نه سود، قمار، احتكار، غدر او خدعه، د حكامو په دفترونو او محاكمو كي هر فرمان، پرېكړه او قضاوت د اسلام مطابق وو؛ نه رشوت وو او نه ناروا ماليات او ټكسونه؛ په دندو گمارنه د اهليت له مخي وو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم لارښوونه دا وه چي موږ هغه په دندو نه گمارو چي په خپله ئې غواړي، هغه له الله تعالى، پيغمبر او مسلمانانو سره خيانت كوي چي د خپلوۍ او رفاقت له مخي څوك پر دندې گماري، د امير ټاكنه او گمارنه په جومات كي او د مسلمانانو په خوښه او معلن بيعت تر سره كېده، امارت او اختيارات ئې د ولس امانت گڼل كېدو او دا د مسلمانانو حق او وجيبه وه چي دا امانت اهل شخص ته وسپاري. دا ستر هېواد او دا عظيم او سرلوړى امت؛ تر هغه بريالى او متحد پاته شو چي خلافت په ملوكيت بدل شو، موروثي او قبيلوي شو، اموي او عباسي شو، او د امير انتخاب د جومات پر ځاى قصرونو ته او له عوامو خواصو ته انتقال شو؛ خو سره له دې غميزي او بد بدعت؛ نژدې 14 پېړۍ سر لوړى او متحد وو، نه ئې سيال درلود او نه بديل او رقيب، هم په فكري ميدان كي مخكښ وو، هم د علمي لاسته راوړنو له پلوه او هم له سياسي، اجتماعي او نظامي پلوه؛ د فردي او اجتماعي قضاياوو په ارتباط د اسلام لارښووني دومره جامع او واضح دي چي نه يوازي هيڅ څه ئې مبهم نه دي پرېښي او د حقپالو هري پوښتني ته ئې ځواب ويلى؛ بلكي له لاس او مخ مينځلو او يو بل ته له روغبړ او سلام اچولو نېولې؛ د هېوادونو تر منځ د جنگ او سولي تر پېچلو معاهداتو پوري ئې ټول مسائل څېړلي او خپلي روښانه لارښووني او سپارښتني ئې د مخاطب په وړاندي ايښې دي. هغه چي له اسلام او د اسلام له اقتصادى نظام او اصولو ئې خبر وي؛ هغوى اسلام منلى او لارښووني ئې كافي، شافي او د عقل او علم مطابق گڼي؛ نه يوازي پرې قانع او راضي دي بلكي د پلي كولو لپاره ئې هري مبارزې او قرباني ته چمتو او په ټول توان او طاقت ترې دفاع كوي؛ اما هغه چي نه له اسلام او اسلامي علومو خبر دي او نه د اقتصاد د علم په الف باء پوهېږي؛ په دواړو برخو كي ئې فهم او پانگه له هيڅ سره برابره ده؛ د خپلي كلمې په معنى هم نه پوهېږي او د قرآن دومره ووړ آيت چي د يوې صفحې تر يوه سطر هم ووړ وي؛ زېر او زبر هم ولري؛ او د مدرسې يو ماشوم ئې سم لوستى شي؛ دا ښاغلى ئې په لوستلو كي څو څو ځلي بندېږي او غلطېږي!!
ناپوه سيكولرانو او معترضينو ته وايو: اسلام په مجموع كي او اقتصادي نظام ئې په خاصه توگه؛ دومره څرگند، مفصل، جامع، د اقتصادي چارو پر ټولو ابعادو حاوي، د عدالت ضامن، د فرد او ټولني د ټولو حقوقو تأمينوونكى، د انسان له فطرت او جوړښت سره همغږى، د هغه د ټولو فطري، معنوي او جسمي غوښتنو او اړتياوو مراعاتوونكى دئ چي هيڅ دين او مذهب او هيڅ ايديولوژي، مسلك او منهج؛ په هيڅ برخي كي نه شي كولى له اسلام سره سيالي او برابري وكړي.
د اسلامي اقتصاد ټول ابعاد څېړل تفصيلي بحث ايجابوي؛ كه تاسو د فقه كتابونو كي د مالي او اقتصادي چارو په اړه بحثونه راغونډي كړئ نو ضخيم كتاب ترې جوړېږي؛ لكه څنگه چي اسلام د غاښونو له مسواك او خلال نيولې د جنگ او سولي په څېر؛ نړى والو مسائلو په اړه ژور او پراخ بحثونه كړي؛ همدا راز د مالي او تجارتي امورو په ارتباط دقيق او جامع بحثونه لري؛ د دوو تنو تر منځ له عادي پېر پلور نيولې، د شاړو او آبادو زمكو، عامه معادن او د چا په شخصي زمكي كي معادن، سود، احتكار، انحصار او نور هغه پېچلي او نړۍ وال اقتصادي مسائل ئې څېړلي چي د غربي پانگوال نظام او كمونستي اقتصاد اساسي بنسټونه دي؛ تاسو به د دغو دوو مطرح اقتصادي سيستمونو هيڅ داسي بنسټ ونه مومئ چي اسلام نه وي څېړلى او په اړه ئې واضح او څرگند دريځ ونه لري؛ كه څوك د فقهي له كتابونو دا بحثونه راغونډ كړي نو د ماركس تر (كاپيتل) به لوى او ضخيم كتاب ترې جوړ شي؛ دلته په دې كتاب كي د دې برخي ځيني مهم مباني او ستر ستر اساسي موارد څېړو؛ او د نړۍ له دوو مهمو اقتصادي سيستمونو؛ د غرب پانگوال نظام او د كمونيزم له اقتصادي سيستم سره ئې مقايسه كوو. و ما توفيقي إلا بالله عليه توكلت و إليه أنيب
دتکمیل او تصحیح مخکی نسخه
