ټرمپ ته د شهزاده ترکي ځواب
مولانا عبد الصبور عباسي
جواب ترکي به ترکی
ټرمپ ته د شهزاده ترکي ځواب:
د ټرمپ د جنجالي بیان په اړه د سعودي عرب د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړه چې د فلسطین د دولت د جوړیدو په اړه د مملکت دریځ ثابت او نه بدلیدونکی دی، او هېڅوک یې نشي کمزوری کولی.
تر هغو به د اسرائیل سره هېڅ ډیپلوماټیکې اړیکې نه نیول کېږي، ترڅو چې یو خپلواک فلسطیني دولت، چې پلازمینه یې القدس وي، جوړ نه شي.
د دې موقف په اړه هېڅ ډول مذاکرات هم نشي کېدلی.
بلخوا، پرون د عربو رسنیو کې د سعودي عرب د استخباراتو د پخواني مشر، شهزاده ترکی الفیصل د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په نوم یو خلاص لیک مشهور شوی. دا لیک د "دی نیشنل" ویبسایټ خپور کړی.
په لیک کې نوموړي لیکلي دي:
محترم ولسمشر ټرمپ! فلسطینیان غیرقانوني مهاجر نه دي چې بل چیرې دې ولیږدول شي. دا ځمکې د دوی دي، او هغه کورونه چې اسرائیل وران کړي، هغوی به یې بیا ورغوي، لکه څرنګه چې یې د پخوا اسرائیلي بریدونو وروسته بیا جوړ کړي وو.
د غزې د اوسیدونکو لویه برخه پناهغوښتونکي دي، چې اسرائیل، د لویدیځې غاړې او د اسرائیلي نسلوژنې د پخوانیو بریدونو پر مهال، د 1948 او 1967 جګړو کې له خپلو کورونو شړلي دي.
که دوی له غزې وشړل شي، نو باید اجازه ورکړل شي چې خپلو پلرنیو کلیو ته بېرته ستانه شي، حیفا، یافا او نورو ښارونو ته، چیرته چې د دوی د نیکونو د نارنجو او زیتونو باغونه وو، او له کومو ځایونو څخه چې دوی جبري شړل شوي وو.
**"ښاغلی ولسمشر، لسګونه زره یهودي کډوال، چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته له اروپا او نورو ځایونو څخه فلسطین ته راغلل، د فلسطینیانو پر کورونو او ځمکو یې قبضه وکړه، خلک یې د ترهګرۍ ښکار کړل او د نسلوژنې کمپاین کې یې برخه واخیسته. خواشیني دا ده چې امریکا او بریتانیا، چې د جګړې ګټونکي وو، له دوی سره ودرېدل.
"په منځني ختیځ کې هېڅکله سوله نه شي ټینګېدی، تر څو چې دا ستره قضیه د عدالت او مساوات پر اساس حل نه شي.
خپل نوم د تاریخ په پاڼو کې د سولې د یو رهبر په توګه ثبت کړئ.
