No-IMG

مهم ترين های امروز پنجشنبه

: ‏در پی فرو ریختن سقف یک معدن طلا در روستای گلستان ولسوالی یفتل پایان ولایت بدخشان، سه کارگر زیر آوار گیر مانده‌اند.

احسان‌الله کامگار سخن‌گوی قوماندانی امنیه بدخشان، می‌گوید که در این رویداد یک کارگر جان باخته و دو کارگر دیگر با تلاش نیروهای امنیتی و باشندگان محل زنده بیرون کشیده شده‌اند.

: ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د «بیګم» راډیو ترڅنګ یې د «ځوانانو راډیو» خپرونې هم ځنډولي دي.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران طلوع نیوز ته ویلي، د «ځوانانو راډیو» هم د «بیګم» راډیو برخه وه او په خبره یې له شتو قوانینو د سرغړونې له امله ورسره چلند شوی دی.

: ‏د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت تاجیکستان کې د افغانستان لپاره د مرکزي اسیا او اروپایي ټولنې د ځانګړو استازو غونډې ته په غبرګون کې وایي، افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ هڅې روانې دي او د سیمې له هېوادونو غواړي چې، دغه برخه کې مرستې وکړي.

تاجیکستان تېره ورځ (چهارشنبه) دغه هېواد کې د افغانستان لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې د ځانګړو استازو د شپږمې غونډې کوربه و.

: ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو سره هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د ګڼو وزارتونو او ادارو اسناد لیک شوي او سیسټمونه هېک شوي دي.

اعلامیې زیاته کړې چې خپاره شوي اسناد پخواني دي او وار لمخه د عامه لاسرسۍ وړ وو.

په دغه اعلامیه کې ډاډ ورکړ شوی چې د دولتي ادارو ټول سیسټمونه خوندي دي او د معلوماتو ملي مرکز (ډيټا سنټر) هم له هر ډول لاسرسي مصؤن دی. د مخابراتو وزارت وايي، کوم معلومات چې خپاره شوي، ښايي په انفرادي ډول له هغو کمپیوټرونو ایستل شوي چې په بشپړ ډول له امنیتي تدابیرو برخمن نه دي.

: ‏د سترې محکمې خبرپاڼې پر بنسټ؛ د ارزوګان ولایت په چهارچینو ولسوالۍ کې نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي چې یاد کسان پر غلا تورن وو.

: ‏بر اساس خبرنامه وزارت امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر و سمع شکایات؛ یک تن به اتهام تحریف قرآنکریم در ولایت دایکندی بازداشت شده است.

در خبرنامه آمده است که فرد مذکور به جرم خود اعتراف کرده و گفته است که این کار را به دستور یک تن از کابل انجام داده است.

: ‏د هلمند له بهرامچې ولسوالۍ سرچیني وايي، چې تېره ورځ د سیمه ییزو طالب چارواکو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو د پوستې جوړولو پر سر د رامنځته شوې شخړې د حل په موخه ناسته شوې، خو دغه ناسته له پایلې پرته پای ته رسیدلې ده.

په ټولنيزو رسنيو خپره شويو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالب چارواکي پاکستاني پوځیانو ته تر نن مازدیګره وخت ور کوي او وايي، را ولاړه شوې ستونزه باید حل شي.

په دې ناسته کې یو طالب چارواکی پاکستانیانو ته مخامخ وايي:«دومره مو صبر سره کړی دی، چې تا ټراکټور ټایر وویشتی، باید ما ستا نفر پر دا سر ویشتلی وای، دا موږ ډیر احتیاط درسره کړی دی

د طالبانو او پاکستاني پوځیانو دا ناسته په سیمه ییزه کچه وه.

: ‏د امریکا حکومت د ایران د چابهار بندر پروژې لپاره، چې هند پکې مهمه ونډه لري، د بندیزونو د معافیت تعدیل یا لغو بیا ارزوي.

 د سپینې ماڼۍ په ملي امنیتي ولسمشریز یادښت کې د چابهار بندر پروژې د معافیت لغو یا تعدیل هم شامل دي، چې هند، افغانستان او ایران درېواړه اغیزمنولای شي.

هند په ۲۰۱۸ کال کې د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال د چابهار بندر لپاره د بندیزونو معافیت ترلاسه کړ.

په داسې حال کې چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي ښايي ژر د سپینې ماڼۍ سفر وکړي، د امریکا اداره خپل دریځ تکراروي او پر ایران فشار راوړي چې د خپل اټومي پروګرام، توغندیزو پروګرامونو او سیمه‌ییزو فعالیتونو په اړه وضاحت ورکړي.

: دمیتری پسکوف، سخنگوی کاخ کرملین، در نشست خبری خود در مسکو تصریح کرد که مسئله فلسطین تنها با راه‌حل دو دولتی قابل حل است و این گزینه را بهترین راه برای ایجاد صلح در منطقه دانست.

او به اظهارات دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا، در خصوص تصرف کنترل نوار غزه اشاره کرده و گفت: موضع ما در خصوص حل مسئله خاورمیانه، به‌ویژه فلسطین، روشن است. این مسئله تنها با راه‌حل دو دولتی قابل حل است.

پسکوف همچنین تأکید کرد که این راه‌حل در قطعنامه‌های سازمان ملل نیز گنجانده شده است.

: ‏جمعیت ترکیه به 85 میلیون و 664 هزار و 944 نفر رسید.

: ‏رئیس مجلس ترکیه در واکنش به طرح ترامپ برای اخراج اهالی غزه، اظهار داشت که این اقدام «خلاف حقوق بشر و قوانین بین‌المللی بوده و یک خیال باطل است که هرگز محقق نخواهد شد».

: انگلستان: آینده غزه باید توسط فلسطینیان تعیین شود.

آنالیزا دادز، وزیر امور خارجه انگلستان، در نشست ویژه مجلس عوام درباره وضعیت غزه ابراز داشت که آینده غزه باید توسط خود فلسطینیان تعیین شود و کشورش با هرگونه تلاش برای انتقال اجباری فلسطینیان به کشورهای عربی همسایه به شدت مخالف خواهد بود.

: ‏ترامپ: نوار غزه به آمریکا واگذار خواهد شد.

دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا با انتشار پیامی در پلتفرم رسانه اجتماعی «تروت سوشال» اعلام کرد که پس از پایان درگیری‌ها، نوار غزه توسط اسرائیل به آمریکا واگذار خواهد شد.

رئیس‌جمهور آمریکا تصریح کرد:‌ فلسطینیان، افرادی مانند چاک شومر (رهبر اقلیت دموکرات سنا)، در جوامع بسیار امن‌تر و زیباتر با خانه‌های جدید و مدرن در این منطقه اسکان خواهند یافت. آنها به فرصتی دست خواهند یافت که واقعا شاد و آزاد باشند.

: ‏د امریکا دفاع وزارت د ناقانونه کډوالو لومړنۍ جوپه ګوانتانامو ته واستوله.

د امریکا دفاع وزیر، پیټ هېګسټ پر خپل اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د ناقانونه کډوالو او "ګواښمنو مجرمینو" لومړنۍ الوتکه د کیوبا خلیج، ګوانتانامو ته رسېدلې ده.

هېګسټ زیاته کړې چې دوی هغه کسان و چې له پرانیستو پولو امریکا ته ور اوښتي وو او په امریکايي ټولنه کې یې ګډوډي او تاوتریخوالی رامنځته کاوه.

: ‏پاکستان او چین په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان په تړاو پر نږدې همغږۍ د ټینګار هوکړه کړې او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه به د باثباته پرمختګ او نړۍالې ټولنې سره د افغانستان د یوځای کېدو په برخه کې رغنده رول ولوبوي.

دواړو هېوادونو دغه اعلامیه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر ژمنتیا ټینګار کړی او له اسلامي امارته یې غوښتي چې، افغانستان کې د ټولو "ترهګرو ډلو" پر وړاندې چې، د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي، جدي ګامونه پورته کړي. دوی دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې، د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې مخه ونیسي. دغه اعلامیه چین ته د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري تر سفر وروسته خپره شوې ده.

که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې بیا بیا ویلي چې هیڅ چاته اجازه نه ورکوي، څو افغان خاوره د بل هېواد پر وړاندې وکاروي.

: ‏کابل کې د پاکستان سفارت د «کشمیر د یووالي ورځ» ونمانځله. دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تېرې ورځې (چهارشنبې) په دغو مراسمو کې د سفارت چارسمبالي عبیدالرحمن نظاماني هم ګډون کړی و او د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري اړوند پیغام هم ولوستل شو.

: ‏د ارجنټاین ولسمشر د روغتیا له نړۍوال سازمان سره د "ژورو اختلافاتو" له امله له دغه سازمانه ارجنټاین د وتلو پرېکړه کړې ده.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د ارجنټاین د حکومت د یوه ویاند په حواله لیکلي چې، دغه هېواد په ځانګړې توګه د کرونا ویروس پر مهال د روغتیا نړۍوال سازمان د تګلارو مخالف و چې په خبره یې، د دغه ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان لارښوونو په تاریخ کې تر ټولو ستر بندښت ته لار هواره کړه. تر دې وړاندې امریکا هم د کرونا ویروس د مهارولو په برخه کې د روغتیا نړۍوال سازمان د پاتې راتللو او ځینو نورو دلایلو له امله له دغه سازمانه د وتلو پرېکړه کړې وه.

: ‏د اسلامي همکاریو سازمان، د غزې په تړانګه کې د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو او د فلسطین بې‌ځایه شویو ته د مرستې رسونې او کار موندنې اژانس د بودیجې د پرې کېدو په تړاو د امریکا د ولسمشر څرګندونې غندلې دي

دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه څرګندونې «د فلسطین د نیواک او ځمکې د غصب د پیاوړتیا په درشل کې، له نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له اړوندو پرېکړه‌لیکو څخه څرګنده سرغړونه ده.» 

د اسلامي همکاریو سازمان د پایېدونکي اوربند د ټینګښت، د اسراییلي نیواکګرو د وتلو، په فلسطین کې د فلسطینیانو د پایښت پیاوړتیا، د بیړنۍ مرستو، د غزې تړانګې اقتصادي بیارغونې او د فلسطین د خلکو پر ضد د اسراییل د ټولو جنایتونو پر وړاندې د ځواب وینې د تضمین لپاره د همغږو هڅو غوښتنه کړې ده.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وایي، د غزې لپاره د حل لارې په لټولو کې باید ستونزه لا ژوره نه کړو.

انتونیو ګوتریش د نړۍوالو قوانینو پر مراعتولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، "باید د هر راز قومي پاکولو مخنیوی وشي."

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه) د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي و چې د غزې اوسېدونکي به نورو ته سیمو ته ولېږدوي او غزه به ونیسي.

: ‏د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ (چهارشنبه) دغه هېواد کې د افغانستان لپاره د مرکزي اسیا هېوادونو او اروپایي ټولنې د ځانګړو استازو د شپږمې غونډې کوربه و. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ګډونوالو د تېر کال په فبروري میاشت کې د ځانګړو استازو له ۵مې غونډې راهیسې د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي وضعیت او له افغانستان سره د همکاریو لپاره د مرکزي اسیا او اروپایي ټولنې پر تګلارو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه غونډه کې افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وضعیت او امنیتي ننګونو خبرې شوې دي.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، سږ کال به سویلي افریقا کې د جي شل هېوادونو په غونډه کې ګډون ونه کړي. هغه ویلي: « سویلي افریقا د شخصي ملکیتونو د غصب او د برابرۍ او اقلیمي بدلونونو د تګلارو لپاره د جي ۲۰ کارولو په ګډون  ناسم کارونه کوي

روبیو زیاته کړې چې، د امریکا ضد نظریو ملاتړ نه بلکې په خبره یې، د امریکا د ملي ګټو خوندیتوب یې دنده ده.

: ‏د فرانسې ولسمشر احمد شرع پاریس ته وربللی دی.

د فرانسې ولسمشر امانول مکرون د سوریې د انتقالي حکومت له ولسمشر احمد شرع سره ټیلیفوني اړیکه کې پر سوریې د لګېدلو اقتصادي بندیزونو په اړه خبرې کړې دي.

امانول مکرون دغه راز احمد شرع پاریس ته ور بللی دی.

رویټرز د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله لیکلي چې، احمد شرع به راتلونکو اوونیو کې فرانسې ته سفر وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک