No-IMG

نن ورځ ملتونه خپله آزادي او ساتنه پرته د علمي ارتقا نشي ساتلي

دا سمه ده چې پرمختللي هيوادونو کي هم هيکرانو کله ناکله دولتی او غیر دولتي ادارو ته لاسرسي موندلي دي ليکن په داسې کچه نه چې په يو ځل يوويشت مهمو ادراتو ته لاسرسی ولري او ټول محرم اسناد افشاء کړي کم ليدل شوي، دا د  اداراتو سايبر سکورټي لويه ناکامي ده.

د سائنس او ټېکنالوجۍ نړي کي له  هيواد څخه د ناچیزه کادرونو وتل او د پاتي شويو حوصله شکني او کردار کشي کول همدارنګه د دنيوي علم په نامه يي سپکاوي کول په راتلونکي کي نور هم مونږ لوڅ لغړ کړي..

د اداراتو سرپرستي غير مسلکي خلکو ته او همدا راز  په عامه کي غير مسلکي ګمارنې د ادراتو  مسلکي ساتنه او ارتقا نشي تضمين کولاي، نن ورځ ملتونه خپله آزادي او ساتنه پرته د علمي ارتقا نشي ساتلي..

د جګړي او حقيقي ازادی ساتني کيفيت د انساني زړورتيا او غښتلي فيزيکي جرات،قرباني او جذباتي شعارونو او احساساتي روحيي نه علم ، تکنالوژۍ او اقتصاد لوري ته چټک مزل کوي..

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک