No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، په پام کې ده چې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۶مې تر ۳۰مې د حج لپاره د افغان کډوالو نوملیکنه پیل شي.

په دغه خبرتیا کې راغلي، هغه افغان کډوال چې له ایران او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې مېشت دي او غواړي چې د روان کال د حج په مراسمو کې برخه واخلي، د وزارت له ویبپاڼې دې فورم ترلاسه کړي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، کابل کې د جاپان سفیر، تاکایوشي کرومایا د دغه وزارت له سرپرست، مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي. په دغه کتنه کې ښاغلي تاکایوشي د تېرو مرستو سربېره د راتلونکو مرستو او د کډوالو او راستنېدونکو لپاره د اسانتیاو برابرولو په برخو کې د همکارۍ خبره کړې ده. مولوي عبدالکبیر بیا د جاپان له مرستو مننه کړې او ټینګار یې دا و چې مرستې باید سیاسي رنګ وانخلي.

: ‏د ملګرو ملتونو د استازولۍ سیاسي مرستیال، اندریکا راټواټه طلوع‌نیوز ته و ویل، د  دوحې راتلونکې غونډه کې به کاري ډلې د کروندګرو د ملاتړ، د روږدو د درملنې او نشه يي توکو د مخنیوي په موخه خبرې اترې وکړي.

: ‏د پکتيا امنیه قومندانۍ ویاند، منيب ځدراڼ طلوع‌نیوز ته وايي، نن (چهارشنبه) سهار مهال پنځه بجې د دغه ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ کې یوه لېوه د ښځو په ګډون د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي او ټپيان کړي دي. هغه زياته کړې چې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوي چې د دوه کسانو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی. داړونکی لېوه د دغې کورنۍ له لوري وژل شوی دی.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي وایي، پوځي تجهیزات د افغانستان د حکومت شتمني ده او همداسې به د دې حکومت په واک کې پاتې شي.

نوموړي له CBS News سره په مرکه کې ویلي: «خلک د خپلو ملي شتمنیو پر سر معامله نه کوي. هغوی د خبرو او تعامل له لارې د ګډو ګټو لار پیدا کوي.» ښاغلي بلخي زیاته کړې چې اسلامي امارت غواړي د جګړې فصل ته د پای ټکی کېږدي او له امریکا سره د اړیکو نوی پړاو پیل کړي. د امریکا دفاع وزارت د ۲۰۲۲ کال د راپور لمخې، د هغو نظامي تجهیزاتو له ډلې چې امریکا په افغانستان کې پرېښې دي، ۷۸ الوتکې، ۴۰ زره نظامي وسایط او له ۳۰۰ زرو زیاتې وسلې شاملې دي. تر دې مخکې، د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ په یوه غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه کړې وه چې د ۷ میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي تجهیزات بېرته امریکا ته وسپاري.

: ‏امارت اسلامی می‌گوید سخنان اخیر دانلد ترمپ درباره بی‌جاسازی فلسطینی‌ها و اسکان مجدد آنان در سایر کشورها "نقض آشکار" قوانین بین‌المللی است. وزارت خارجه امارت اسلامی در یک خبرنامه تاکید کرده که چنین طرح‌ها از اهداف "شوم رژیم صهیونیستی" است که سبب افزایش تنش در منطقه خواهد ‌شد. در این خبرنامه از کشورهای تاثیرگذار خواسته شده که در برابر این گونه دسیسه‌ها، موقف عملی و به‌موقع اختیار کنند.

رییس‌جمهور امریکا به تازگی در یک نشست خبری مشترک با نخست‌وزیر اسراییل گفته است که ایالات متحده اداره نوار غزه را در دست خواهد گرفت.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د کمال خان بند ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې ویلي، چې دغه وزارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او هېڅ ګاونډی هېواد به ترې زیانمن نه‌شي. ښاغلي منصور په دغو مراسمو کې همدرانګه ویلي، چې په اسلامي امارت بهرني فشارونه نشته او زموږ خلک باید په منفي تبلیغاتو باور ونه‌کړي او د واقعیتونو پر بنسټ دې قضاوت وکړي.

: ‏نن سهار د بروکسل مرکزي برخه د نيټرو په يو سټيشن کې ډزې شوي.

د راپورونو له مخې، ډزې کوونکي کسان له ډزو کولو وروسته له دغه ځایه تښتېدلي، خو پولیس یې د پیدا کېدو په لټه کې دي. په راپورونو کې د پولیسو له قوله راغلي، د یادو کسانو انځورونه یو امنیتي کمرې اخیستي چې مخونه یې پټ دي. د دغو ډزو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

: ‏د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي، غواړي چې ایران د اټومي وسلو لرونکي نه؛ بلکې د یو بریالي هېواد په توګه وګوري.

ټرمپ پر خپله ټولنیزه رسنۍ یو پیغام کې ویلي، له اسراییلو سره په ګډه د امریکا له لوري د ایران لمنځه وړلو خبرونه «مبالغه» ده.

هغه ویلي له ایران سره اټومي هوکړه غوره بولي او باید ژر تر ژره پرې کار پیل شي.

: ‏دانلد ترمپ رییس‌جمهور ایالات متحده، سند خروج امریکا از شورای حقوق بشر سازمان ملل متحد و توقف کمک‌های مالی به آژانس امدادرسانی و کاریابی سازمان ملل برای آوارگان فلسطینی (آنروا) را امضا کرد. ترمپ در دوره‌ی اول ریاست‌جمهوری خود نیز کمک‌های مالی امریکا به آنروا را قطع کرده بود. دانلد ترمپ در آن زمان خواستار اصلاحات نامشخصی در این آژانس شده بود و تأکید داشت که فلسطینیان باید برای ازسرگیری مذاکرات صلح با اسراییل توافق کنند.

: ‏کرېک انفو وېبپاڼې اعلان کړی چې افغان کرېکټ لوبغاړی، راشد خان د نړۍ په کچه په نړۍوالو شل اوریز لوبو کې د ۶۳۳ وېکټو په اخیستو سره تر ټولو زیات وېکټ اخیستونکی شو. راشد خان هم پر خپله فیسبوک پاڼه خوښي څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې "موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی."

: ‏قربانیان حمله به یک مکتب در سویدن به ۱۱ نفر رسید.

پولیس سویدن اعلام کرد که تیراندازی روز گذشته دریک مکتب که جان  ۱۱ نفر را گرفت به مرگبارترین حمله مسلحانه در این کشور تبدیل شد.

نخست‌وزیر سویدن این روز را «روزی دردناک» توصیف کرد.

رویترز به نقل از پولیس سویدن گزارش داد که احتمالاً مهاجم در میان کشته‌شدگان است.

: ‏د امریکا ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د اسراييل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي،  وروسته له هغې چې د غزې اوسېدونکي، فلسطېنیان یې نورو ځایونو ته ولېږدول، غزه به ونیسي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې ټرمپ د دغه غیر متوقع پلان په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو زیاته کړې یې ده چې غزه به بیا اقتصادي وده وکړي.

اخوا تر دې مخکې څو عرب هېوادونو او حماس غورځنګ د ټرمپ پر هغو څرګندونو نیوکه کړې وه چې ګواکې فلسطېنیان دې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.

: ‏رویټرز د اسیا او اقیانوسیې لپاره د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق د سیمه ییز مسوول، پیو سمیت په حواله راپور ورکړی چې، د امریکا پر بهرنیو مرستو بندیز به میلیونونه افغانان له جنسي او د زیږون اړوند روغتيايي خدمتونو بې برخې کړي.

هغه ویلي، د مرستو دغه بندیز ښایي د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۸ کلونو ترمنځ د ۱۲ سوه اضافي مېندو د مړینې لامل شي. د پیو سمیت په خبره، د روغتیایي مرکزونو د تړلو له امله به ۹ میلیونه کسان افغانستان او ۱.۲ میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې له بېړنیو مرستو بې برخې شي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک